دداسي انسانانو څخه مي ډیر بد راځي چي ځینو خلګو ته په غیاب کي کافران او مرتدین وایي خو چي کله ورسره مخامخ کیږي بیانو داسي تود استقبال یې کوي لکه د خپل سکني ورور او داسي ستاینه یې کوي لکه دده په فکر د ریښتیني او واقعي مسلمان.
ټولنه داسي دوه مخیزو انسانانو ورانه کړه.
۱۳۹۸/۰۴/۱۴
زما طبیعت:
د درو خلګو درې خصلتونه:
√ ـ درانه او معتبر خلګ، د نورو انسانانو د بریا لپاره کوښښ کوي.
√ ـ عادي خلګ، د نورو انسانانو د بریا ننداره کوي.
√ ـ سپک او بې اعتباره خلګ د بریالیو انسانانو پسې خبري کوي او حسد ورسره کوي.
#ژباړه..
نیوکه (انتقاد) او تور (اتهام):
ځیني خلګ د نیوکي او اتهام(تور) تر مینځ فرق نسي کولای نو ځکه د نیوکي جواب په اتهام باندي ورکوي.
تا به د اصلاح په نیت پرده باندي نیوکه کړې وي خو ددې پر ځای چي دئ د ځانه سره فکر وکړي او خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه سي پر تا باندي اتهامات لګوي.
او دا ستا د نیوکي په مقابل کي یو قسم عکس العمل بولي پداسي حال کي چي هیڅ وخت اتهام د اصلاح لپاره نسي کیدلای خو نیوکه د اصلاح لپاره کیدلای سي.
نیوکه جواب لري او یو قسم د محاسیې دئ خو اتهام رد او انکار دځانه سره لري او یو ډول درواغ بلل کیږي.
مسلمان د مسلمان لپاره هنداره ده:
ژباړه: د ابي هریرة رضي الله عنه څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مسلمان د مسلمان لپاره هنداره ده او مسلمان د بل مسلمان ورور دئ هر ځای چي ورسره ملاقات وکړي تاوان ځیني لیري کوي او دده په غیاب کي یې ساتنه کوي.
یو مسلمان د بل مسلمان لپاره هنداره ده لکه په هنداره کي چي انسان خپل ښایست او بدرنګي ویني د بل مسلمان سره په ملاقات کي هم د ځان ښایست او بدي ویني پدې معنی سره چي سړئ خپل ښه او بد خپله نه ویني خو بل مسلمان یې ویني نو که کله یو مسلمان تا ته ستا ښیګڼي وایی مغروره کیږه مه او که ستا نیمګړتیاوي درته په ګوته کوي خوا بدئ کیږه مه.
او مسلمان د بل مسلمان ورور دئ دایې د ورورګلوۍ ثبوت دئ چي د خپل ورور څخه تاوان او خطرونه اړوي او چي کله یې ورور ورڅخه غایب سي نو بیا یې د عزت، آبرو او مال ساتنه کوي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: الْمُؤْمِنُ مِرْآةُ الْمُؤْمِنِ، وَالْمُؤْمِنُ أَخُو الْمُؤْمِنِ مِنْ حَيْثُ لَقِيَهُ يَكُفُّ عَنْهُ ضَيْعَتَهُ، وَيَحُوطُهُ مِنْ وَرَائِهِ.[شعب الایمان7239]
چي دا بیا څه ډول دلیل دئ؟:
د افغانستان بانک رئیس وایي: د ډالر په مقابل کي د افغانۍ د رالوېدلو لامل د ګاونډیو هیوادونو اقتصادي وضعیت دئ.
نه پوهیږم چي دا هم د نورو خبرو په څیر هسي پر نورو د خپلي ملامتیا اچول دي که په رښتیا هم ګاوندیو خپل اقتصادي وضعیت داسي کړئ دئ؟
ـــ
شکایت:
پر نورو باندي دخپلي ملامتیا اچول خو زموږ فرهنګ سو.
د سالم منطق او قوي استدلال څخه څنګه محروم سو؟
ولسي جګړه لا نده؟
وه ښکنځل یووار سوکان سوه ولسي جګړه لا نده؟
ســوکان ولاړه بـــوتلان ســوه ولسي جګړه لا نده؟
په نـــړۍ کي یې آبــرو د افغانانــو کــــړله خاوري
بوتلان جـوړ چاقـوګان سوه ولسي جګړه لا نده؟
ځای د جنګ او د رامباړو ســو خبـره پکښې نسته
ســره ګډ ټول بدماشان سـوه ولسي جګړه لا نده؟
پکښې جوړ سوله باندونه او ګـوندونه د خیټمارو
ور د ننه سم ډمان ســـوه ولســي جګـــړه لا نده؟
بې انصافوپرجګړې باندي ښه نوم دجرګې ایښئ
پکښـې ختم افغانان سـوه ولسي جګــړه لا نده؟
مظهــري! که دغه خلګ وه او دغه انــډوخــر وو
دا به واورې چي ټکان سوه ولسي جګړه لا نده؟
په قدرت دوکه سوي:
ځیني خلګ چي کله قدرت او چوکۍ تر لاسه کړي لاندي اشتباهات ورڅخه کیږي.
۱ ـ ځان ورته غټ معلومیږي نو ځکه د خپلو ځینو دوستانو او ځینو نورو خلګو سره چي دده په فکر په رتبه کي کوچني دي رابطه پرې کړي.
۲ ـ هر څوک ځان ته محتاج بولي خو ځان هیچا ته محتاج نه ګڼي نو ځکه د ډیرو خلګو څخه دا غوښتنه لري چي باید دده څخه ورسي، دئ د هغو څخه نه ورځي.
۳ ـ تکبر ورڅخه کیږي نو ځکه د ډیرو خلګو ټلفن، پیغام او دعوت ته جواب نه ورکوي.
۴ ـ په خپلي ادارې یا سر نه ګرځوي اویاهم په هر شي کي خپل فکر چلوي نو ځکه یې په اداره کي اصلاحات نه راځي او د ښو ملګرو زړه لاسته نسي راوړلای.
۵ ـ ځیني ادبیات او نزاکتونه تر پښو لاندي کوي نو ځکه ډیرئ وختونه مخور خلګ لکه علماء او سپین ږیري خوابدي رخصتوي.
۶ ـ الله پاک او خپله بنده ګي هیر کړي نو ځکه لمونځونو او عباداتو ته پوره پاملرنه نکوي.
۷ ـ پر الله پاک باندي توکل هیر کړي او وظیفه په پټو سترګو قبلوي نو ځکه پر ځان باندي اوسپنیز او ډبریز دیوالونه را تاوکړي.
۹ ـ خپل ځان تر بل هر چا ورته ډیر مهم وي نوځکه د ځان ساتني لپاره ګڼ شمیر انسان په مرګ ورکوي خو خپله میدان ته نه وځي.
۱۰ ـ په صلاحیتونو او مسئولیتونو باندي سر نه خلاصوي نو ځکه خپله ډیر معاش اخلي خو کار لږ کوي او خپلو ملګرو ته معاش لږ ورکوي خو کار ډیر ورڅخه غواړي.
۱۱ ـ خپل ژوند او روزي پر وظیفې باندي موقوف ګڼي نو ځکه د وظیفې د لیري کیدلو له ویري تر ځان د لوړ مشر ډیره غوړه مالي کوي او هر څه ته لاس اچوي.
نور بیا.......
د سالم او فاسد نظامونو ځیني توپیرونه:
۱ ـ سالم نظام ولس مړوي ځان وږئ کوي خو فاسد نظام ځان مړوي ولس وږئ کوي.
۲ ـ سالم نظام په خپل فوج او مأمورینو ولس ساتي خو فاسد نظام په ولس باندي خپل فوج او مأمورین ساتي.
۳ ـ سالم نظام د ولس لپاره واکمن وي خو فاسد نظام پر ولس باندي واکمن وي.
۴ ـ سالم نظام شخصیتونه زیږوي خو فاسد نظام شخصیتونه وژني.
۵ ـ سالم نظام ته واک او چوکې نده مهمه بلکي خپلواکي، عزت او آبرو ورته مهم دي خو فاسد نظام ته واک او چوکې مهمه وي خپلواکي او عزت ورته هیڅ قیمت نلري.
۶ ـ په سالم نظام کي تعلیم او تربیه دواړه وي خو په فاسد کي یا دواړه نسته او یاهم یو څه تعلیم وي خو تربیه پکښې نسته.
۷ ـ د سالم نظام ګټه هر چاته رسیږي خو د فاسد نظام ګټه د ګوتو په شمیر خلګو ته رسیږي.
۸ ـ سالم نظام قصدا هیچا ته تاوان نه رسوي خو فاسد نظام بیا هیچا ته قصدا ګټه نه رسوي.
۹ ـ په سالم نظام کي عدالت وده کوي خو په فاسد نظام کي خیانت وده کوي.
۱۰ ـ په سالم نظام کي د مجرم سره محاسبه کیږي خو په فاسد نظام کي د بې ګناه سره محاسبه کیږي.
۱۱ ـ په سالم نظام کي به زندانونه خالي وي ځکه مجرمین نسته چي بندیان یې کړي خو په فاسد نظام کي به زندانونه د بې ګناه انسانانو څخه ډک وي.
۱۲ ـ په سالم نظام کي به مجرم ته مجازات ورکول کیږي خو په فاسد نظام کي به مجرم ته جرئت ورکول کیږي او تقدیر به یې کیږي.
۱۳ ـ په سالم نظام کي به ښه خلګ هڅکه غاړه ګرځي او مجرمین به شرمیږي خو په فاسد نظام کي به مجرمین هڅکه غاړه ګرځي او ښه خلګ به ځان نسي ښکاره کولای.
۱۴ ـ په سالم نظام کي به قانون پر خلګو حاکم وي خو په فاسد نظام کي به خلګ پر قانون حاکم وي.
۱۵ ـ په سالم نظام کي به ضرورتونه پورته کیږي خو په فاسد نظام کي به ضرورتونه پیدا کیږي.
۱۶ ـ په سالم نظام کي به پوره انسانیت مطرح وي خو په فاسد نظام کي به نفسي حیوانیت مطرح وي.
مولوی نورالحق مظهری
د فقر اومسکنت پیغور ته اعتبار ورنکړئ!
وقال صلى الله عليه وسلم: يأتي على الناس زمان يكون هلاك الرجل على يد زوجته وأبويه وولده يعيرونه بالفقر ويكلفونه ما لا يطيق فيدخل المداخل التي يذهب فيها دينه فيهلك.[احياء علوم الدين]
ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: پر خلګو به داسي زمانه راسي چي سړئ به د ميرمني، پلار اومور او اولادونو له لاسه هلاکيږي، دوۍ به هغه ته د فقر پيغور ورکوي او پداسي کارونه به يې مکلف کوي چي هغه يې نسي کولاي نو داسي ځايونو ته به ورځي چي په هغه کي دئ خپل دين له لاسه ورکوي او هلاکيږي.
يعني دده ښځه، مور اوپلار او اولادونه به ودته پیغور ورکوي چي ته څنګه مسکین یې، پیسې نلرې خلګ څومره ډیري روپۍ لري؟ نو دئ بیچاره به د مجبوریته څخه داسي کارونو ته مخه کړي چي په هغو کي خپل دین له لاسه ورکوي نو هلاکت اوبربادي به یې په برخه کیږی.
نو پام کوئ چي د فقر اومسکنت په یپغور باندي دوکه نسئ او د هیچا خبره جدي ونه نیسئ خپل د ضرورت لپاره باید إنسان هڅه وکړي څومره مال چي یې لاسته راځی باید قناعت وکړي او د مال ډیریدلو لپاره هر کار اوهرشي ته لاس وانچوي.
موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
ځیني هغه خلګ چي ځانونه د امام ابو حنیفه رحمه الله په مذهب بولي کله چي د هغه د عمل په اړه یو شئ ورته ووایې. وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
مثلا:
۱ ـ امام ابوحنیفه رحمه الله د چا سره پر فرعي اختلافي مسائلو جنګ کړئ وو؟
په ډیرو مسائلو کي دده خپل شاګردانو دده په ژوند کي دده سره مخالفت درلودئ خو هیڅ کله یې جنګ ندئ سره کړئ. خو ته چي ځان د هغه مذهبي بولې ولي د هرچا سره پر مباحاتو او مستحباتو جنګ کوې؟ وایې ته هغوۍ وګوره او موږ وګوره!
۲ ـ که ورته ووایې امام صاحب څنګه او څومره ډیر عبادت کوئ؟ خوته په هرشي کي ولي داسي حیلې جوړوې د خلګو او قوم د مراعات په پلمه دي ټول لمونځونه کامپیوټري کړيدي؟ ولي؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
۳ ـ که ورته ووایې چي امام صاحب څومره ددنیا په راټولولو او خوړلو کي احتیاط کوئ خوته ولي داسي بې باکه یې پدې پلمه چي اهل علم او پوه یې د هیڅ شي د خوړلو څخه مخ نه اړوې؟ وایي: امام صاحب وګوره او موږ وګوره!
۴ ـ که ورته ووایې چي امام صاحب څومره د خلګو او علماؤ سره نیکه معامله کول یو وخت یې یو شاګرد ورته وویل: ائ امامه خلګ په تا پسې خبري کوي! دئ ورته وایي: عواموته خو مي مطلقا بخښه کړې او د علماؤ حساب مي الله ته سپارلئ. خو ته پر پزه باندي مچ نه پریږدې که چا نیوکه درباندي وکړه ته دستي جنګ ورسره کوې دا ولي؟ وايي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
۵ ـ که ورته ووایې امام صاحب په ډیرو مسائلو کي توقف کړئ دئ او ویلې دي چي نه پوهیږم لکه مسئله ددهر. خو تاته ولي ځان جامع الکمالات ښکاري هري مسئلې ته جواب ورکول خپله دنده بولې او د ځان په نه پوهیدلو باندي اقرار نکوې؟ وایي موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
۶ ـ که ورته ووایې امام صاحب سره ددې چي مجتهد هم وو خو بیاهم دډیرو مسئلو څخه یې رجوع کړېده. ته ولي داسي یې چي خبره دي تر خولې وتلې نوي بیا دلائل ورباندي وایې ځان په نظر معصوم درځي او خپله اشتباه نه منې او چي سر دي پکښې ولاړ هم سي خو رجوع نکوې بلکي ځان ته یې پیغور بولې؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
۷ ـ که ورته ووایې امام صاحب د ډیرو علماؤ سره لکه امام مالک، امام ابن ابي لیلا، امام اوزاعي، امام باقر او داسي نور رحمهم الله بحثونه کړیدي خو دهیچا سره یې جنګ ندئ کړئ او نه یې خوا ورڅخه بده کړېده. خو ته ولي داسي حسود اوحقود یې چي د چا سره دي بحث سوئ وي په کلونو کلونو ورڅخه خوابدئ یې او هغه ته ډیر بد وایې؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
۸ ـ که ورته ووایې د امام صاحب سره د آیت او حدیث څخه په استنباط کي دده معاصرو علماؤ اختلاف کړئ دئ خو امام صاحب هغوۍ ګمراهان ندي بللي نه یې کومه ټاپه پر لګولې او نه یې هم بد نسبت ورته کړئ دئ خو ته ولي داسي یې چي ستاسره څوک د ۶۰۰ کاله مخکي علماؤ د کتابونو څخه په استنباط کي مخالفت وکړي ته ورته بدبد نسبتونه کوې، ګمراهان یې بولې او ټاپې ورباندي لګوې؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
۹ ـ که ورته ووایې چي امام صاحب سره ددې چي مجتهد هم وو خو خپل نظر یې پر هیچا نه تپئ او هیڅوک یې د خپل نظر په منلو باندي مکلف او متحمل نه ګڼل. خو ستا ولي داسي فکر دئ چي هر څوک باید زما خبره ومني کنه نو هغه فاسق، فاجر، بدعتي او یا بله بلا دئ؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
زه هم وایم چي موږ وګوره او امام صاحب وګوره! خو په بل جهت او هغه دا چي که امام صاحب را ژوندئ سي د ډیرو هغو انسانانو څخه به خپله بیزاري اعلان کړي چي ځانونه د هغه په مذهب بولي.
موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
إن أريد إلا الإصلاح ما استطعت وما توفيقي إلا بالله عليه توكلت وإليه أنيب.
مولوی نورالحق مظهری
وطن ته هغه څوک خدمت کولای سي چي:
۱ ـ مسلمان وسي.
۲ ـ اسلامي اصولو ته متعهد او د هغو پایبند وسي.
۳ ـ اسلامي شعایرو ته پوره احترام ولري.
۴ ـ پر هغه اسلام باور ولري چي منبع یې قران، حدیث، اجماع او سالم فقهي قیاس وي.
۵ ـ د چوکۍ شوقي نوي خپله هم د مسئولیت غوښتنه نکوي بلکي په ولس کي د باوري او معتمدو اشخاصو لخوا مسئولیت په غاړه ورکول کیږي.
۶ ـ پر دیموکراسۍ، د غرب په تعبیر د بیان پر آزادۍ، پر سودا ګریز آزاد بازار او د نارینه او ښځو پر مساوات باندي باور ونلري.
۷ ـ صورت او سیرت یې د شریعت او افغاني اصیل کلتور سره پوره عیار وي.
۸ ـ د اسلامي واکمنۍ او دیني اقتدار په ارزښت باندي پوره خبر وي.
۹ ـ پر جهاد، دعوت او تزکیې باندي پوره باور ولري او خپله یې هم عملا کولو ته ژمن وسي
۱۰ ـ کوم قوانین چي د سهولت لپاره د فرامینو او یا لایحو په بڼه جوړیږي هغو ته فقط پر اسلامي فقه باندي د حوالې په سترګه وګوري عملي اجراات باید ټول د فقه څخه وکړي.
۱۱ ـ مشاورین یې علماء او پوه مسلمانان وي.
۱۲ ـ د کفارو په مقابل کی د ولاء او براء پر اصل باندي باور ولري.
۱۳ ـ وظیفې ته د مشرتوب په سترګه نه بلکي د مسئولیت په سترګه وګوري.
۱۴ ـ د قومي، سمتي، ژبني او ګوندي تعصب څخه پاک وسي.
۱۵ ـ دیني مدرسو او مکاتبو ته خاصه پاملرنه ولري، د هغو ساتنه وکړي او تر مینځ یې واټن کم کړی.
۱۶ ـ د شرعي حدودو د اجراء پر مهم والي داسي باور ولري چی په هیڅ ډول تر تیر نسي.
څوک چی غواړی د واکمنۍ په سیستم کي افغان مسلمان ولس ته خدمت وکړی پورته صفات باید په ځان کي راولي.
مولوی نورالحق مظهری
۱۳۹۸/۰۲/۲۸
د فاسد نظام ځیني خصوصیتونه:
۱ ـ د فاسد نظام مثال داسي دئ لکه مردار حوض هر شئ چی ور واچوې مرداریږي.
۲ ـ په فاسد نظام کي سم سړئ خدمت نسي کولای ځکه چي که سم سړئ مشر وسي فرمان یې نه عملي کیږي که کشر وسي د سم کار فرمان او اجازه نه ورکول کیږي.
۳ ـ په فاسد نظام کي اصلاحاتو ته د نظام د ړنګولو په سترګه کتل کیږي نو ځکه د اصلاحاتو راوړلو هڅه هم څوک نسي کولای.
۴ ـ په فاسد نظام کي مفسدین د فساد د بقاء لپاره سره یو موټي وي نو ځکه د هر ښه سړي په مقابل کي سنګر نیسي.
۵ ـ په فاسد نظام کي ښه خلګ اتفاق او اتحاد نه سره نلري نو ځکه د فساد په مقابل کي سنګر نه سي نیولای.
۶ ـ په فاسد نظام کي ښه سړئ ډیر ژر د خدمت او اصلاحاتو روحیه د لاسه ورکوي نو ځکه یا پر فساد سترګي پټوي او یا هم نظام پسې پریږدي.
۷ ـ په فاسد نظام کي مفسدین قصدا جرایم تر سره کوي تر څو نظام نور هم فاسد او ضعیف سي او دوۍ ته د نور فساد زمینه برابره سي.
۸ ـ په فاسد نظام کي د ښه سړي د استخدام مخه نیول کیږي او بد خلګ ډیر ژر ګومارل کیږي.
۹ ـ په فاسد نظام کي قانون ته ددښمن په سترګه کتل کیږي نو ځکه یې څوک نه عملي کوي.
۱۰ ـ په فاسد نظام کي هره اداره پر بلي بد وایي پداسي حال کي چي ډیرئ وختونه په فساد کي سره شریکان وي.
۱۱ ـ په فاسد نظام کي مدیران د خپل رئیس څخه هغه وخت خوشاله کیږي چي پدوۍ باندي کار ونلري او محاسبه ورسره ونکړي.
۱۲ ـ په فاسد نظام کي ددې پر ځای چي د خلګو خدمت وسي خلګو ته مشکلات پیدا کیږي.
۱۳ ـ په فاسد نظام کي لیاقت او استعداد مهم ندئ بلکي واسطه او پیسې مهمي دي.
۱۴ ـ په فاسد نظام کي کاري ظرفیت او وړتیا مهمه نده بلکي اسناد او سوانح مهم دي کڅه هم جعلي وي.
۱۵ ـ په فاسد نظام کي د ملت خوشالول مهم ندي بلکي د ملت چوپتیا او سکوت مهم دئ کڅه هم په ظلم او زور باندي وي.
۱۶ ـ په فاسد نظام کي د وطن دوستۍ ځای خیټي دوستۍ نیولئ وي نو ځکه هر چاته تر ایمان، اسلام او وطن خپله خیټه ډیره مهمه وي.
۱۷ ـ د فاسد نظام څخه ښه خلګ فاصله نیسي ځکه پر خپلي آبرو او عزت باندي ویریږي
مولوی نورالحق مظهری