۱۴۰۵/۰۸/۲۱

ښځې تر ډېرو نارینه‌وو مهربانې دي!

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
د ژوند تجربو ښودلې ده چې په ښځو کې د مهربانۍ، شفقت او عاطفې احساس تر ډېرو نارینه‌وو پیاوړی وي؛ له همدې امله د مور مهرباني تر پلار او د خور مهرباني تر ورور ډېره لیدل کېږي.

په دې اړه ډېرې مستندې او د ژوند له واقعیتونو سره تړلې کیسې سته چې ځینو پلرونو پر خپلو لوڼو ظلمونه کړي دي؛ د بېلګې په توګه، خپلې لوڼې په زور واده کوي، د مالي مرستو په برخه کې د زوی او لور ترمنځ توپیر کوي، د لور مهر او ولور په زوره ورڅخه اخلي؛ خو په مقابل کې خپل زوی ته په خپلو پیسو ښځه کوي او کور ورته جوړوي. برعکس، میندې عموماً له خپلو اولادونو سره دا ډول چلند نه کوي او د لوڼو په حقونو کې هيڅ وخت ظلم کولو ته زړه نه ښه کوي.

همدارنګه، په هره زمانه کې داسې ډېرې بېلګې لیدل کېږي چې خویندې تر وروڼو ډېرې مهربانې وي؛ ځکه ډېري خویندې د خپلو وروڼو د حقونو د خوړلو هڅه نه کوي، د هغوی لپاره بد او له ستونزو ډک ژوند نه غواړي او د ورور په هر درد او غم کې ورسره شریکې وي.
خو په مقابل کې ځینې وروڼه بیا له خپلو خویندو سره ظلم کوي؛ په زوره یې واده کوي، د هغوی له خوښې پرته یې د ځان موخۍ کوي، ولور یې له رضایت پرته اخلي، د پلار له میراث څخه یې بې‌برخې کوي او حتی ډېر داسې وروڼه سته چې له واده وروسته له خپلو خویندو سره اړیکې په پوره توګه پرې کوي.

محمد علي محمد امام په خپل کتاب «صلاح البيوت» کې لیکي: فقلوب النساء أرق من قلوب الرجال بكثير. (صلاح البيوت: ۱/۴۰۴)
ژباړه: د ښځو زړونه د نارینه‌وو له زړونو څخه ډېر نرم دي.

ما ته يوه ورځ يو کس راغی، ويل: مولوي صاحب يوه مشوره درسره کوم. ما ورته ويل: مهربانې وکړه! ويل يې زموږ يو ګاونډی دی خور لري چې اوس تقريبا دېرشو کلونو ته رسېدلې ده، د دغې نجلۍ وروڼه خپلې خور ته وايي: که خپل ولور موږ ته راکوې او د پلار په ميراث کې هم د حق دعوه نه کوې موږ تا مېړه ته ورکوو، او که ولور نه راکوې او د پلار په ميراث کې دعوه کوې بيا دي هيڅ وخت مېړه ته نه ورکوو. ځکه نو دغې نجلۍ ته چې هره مرکه راځي وروڼه يې رخصتوي او مېړه ته يې نه ورکوي چې په همدغه حالت کې ښځه تر  دېرشو کلونو پوري رسېدلې ده.

دا زموږ په ټولنه کې د داسي دردناکو پېښو يوه دانه ده، په داسي حال کې چې د امارت له حاکميت وروسته په دې برخه کې ډېره پاملرنه هم سوېده او څو دانې داسي نجوني ژغورل سوي دي چې پلار او وروڼو په کلونو کلونو په کوټه کې بنديانې کړي وې او د اجباري نکاح مخنيوی خو هره ورځ په ډېرو ځايونو کې د امربالمعروف رياستونو لخوا کېږي.

هیچ نظری موجود نیست: