ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
په اوسني عصر کې فیلمونه، ویډیوګانې او سريالونه د انسانانو د ژوند داسي برخه ګرځېدلې ده چې ډېری خلک خپل زیات وخت د موبایل، کمپیوټر او نورو وسایلو پر پردو د فیلمونو او ویډیوګانو په لیدلو تېروي؛ په داسي حال کې چې ډېری فيلمونه او ويډيوګانې د انسانانو دين، اخلاقو، فکر او وخت ته زيان رسوي چې موږ يې ځيني زيانونه په لاندې ډول بيانوو:
۱- د دیني ارزښتونو کمزوري کېدل: هغه فیلمونه او ویډیوګانې چې د اسلام د دښمنانو له لوري جوړ سوي دي او په هغو کې د دیني احکامو سپکاوی کېږي، ګناهونه عادي ښکاره کېږي او انسان ناروا کارونو ته پکې هڅول کېږي ورو ورو د انسان پر فکر او چلند ډېره ناوړه اغېزه کوي او د دیني ارزښتونو د کمزوري کېدو لامل ګرځي، چې د دې لپاره په اسلامي نړۍ کې ډېري بېلګې سته چې د همدغه فيلمونو له امله زموږ ځيني ځوانان کفري عقيدې، الحاد او بې دينۍ ته متمايل سوي دي.
۲- د حیا او عفت له منځه تلل: د اسلام د دښمنانو لخوا ځيني ويډيوګانې داسې جوړي سوي وي چې پکې لوڅوالی، ابتذال، بېحیایي او د انسانانو ترمنځ ناروا اړیکې تمثيل سوي وي، دا په تجربه ثابته سوېده او عقل هم داسي وايي چې د داسي ويډيوګانو کتل د انسان په زړه کې د حیا احساس کمزوری کوي، او کله چې په تکراري ډول وکتل سي انسان ته دغه بد کارونه عادي ګرځي چې آخر يې په حقيقي نړۍ کې سر ته رسوي، چې زموږ په زمانه کې ډېری انسانان د دغه فيلمونو په سبب د ډېرو غټو ګناهونو مرتکب سوي دي او په ټولنه کې د دغه ويډيوګانو په ذريعه ډېره فحشاء او بې حيايي خپره سوېده.
۳- د وخت ضایع کېدل: د فیلمونو او ویډیوګانو په لیدلو کې انسان کله ناکله دومره ډوب سي چې ساعتونه وخت ورباندې تېر سي، خو دی په ځان باندې خبر نه وي بلکې ځيني وختونه خو لمونځ او عبادت هم ورڅخه پاتي سي، په داسي حال کې چې وخت د انسان عمر دی په تېرولو کې يې بايد ډېر غور او دقت وکړي، هغه وخت چې انسان يې د ويډيو په کتلو کې تېروي که يې د علم په حاصلولو، عبادت، مطالعې، کار او کورني خدمت کې ولګوي له يوې خوا به د وخت څخه ګټوره استفاده وکړي او له بلې خوا به د ګناه او عبث څخه وساتل سي.
۴- د عبادتونو او دیني مسؤلیتونو په ترسره کولو کې سستي: کله چې انسان په ویډیوګانو او تفریحي پروګرامونو کې افراط وکړي او خپل ډېر وخت ورسره تېر کړي، د دې ډېر امکان سته چې د لمانځه، قرآن کریم د تلاوت، ذکر او نورو دیني مسؤلیتونو په ترسره کولو کې سستي ورته پیدا سي. په ځانګړي ډول، د شپې تر ناوخته ویډیوګانې کتل د سهار لمانځه او نورو ورځنیو چارو ته د انسان پر چمتووالي ناوړه اغېزه کولای سي، چې له بده مرغه اوس ځيني ځوانان په همدغه ناروغۍ اخته دي؛ د شپې تر ناوخته فيلمونه ګوري چې شپه هم عبثه ورباندې تېره سي او د سهار لمونځ هم يا ورڅخه پاتي سي او يا يې هم په داسي حالت کې وکړي چې سترګې يې له خوبه ډګي وي.
۵- د فکر او ذهن کمزوري کېدل: څېړنو ښودلې ده چې د چټکو، پرلهپسې او بېهدفه ویډیوګانو ډېر لیدل د انسان پام او تمرکز ګډوډوي. انسان له ژور فکر، مطالعې او علمي فعاليتونو څخه راګرځوي او له هغو کارونو ستړی کېږي چې حوصله او دوام غواړي، ځکه د فيلمونو کتل د انسان پر عصبي حجراتو منفي تأثير کوي او د دې تر څنګ چې د انسان پر روح باندې بده اغېزه کوي، د انسان معنويات له منځه وړي او انسان ته اضطراب پيدا کوي بلکې انسان ته ډېري فکري او راوني ناروغۍ پيدا کوي.
۶- د کورنۍ اړیکو خرابېدل: کله چې د کورنۍ غړي هر یو په خپل موبایل او ویډیوګانو بوخت وي، د خبرو، مینې، خواخوږۍ او ګډ ژوند فرصتونه کمېږي. په دې توګه، د والدینو او اولادونو ترمنځ اړیکې کمزورې کېدای سي او د کورنۍ د روزنې او اصلاح چارې زیانمنېدای سي، چې همدا اوس په ټولنه کې ډېري کورنۍ د دغه ستونزي سره مخ دي؛ چې په کورنيو کې مثبت مجلس او بانډار نسته، د يو بل په وړاندې د اخلاقي مسئوليت آداء کول نسته بلکې هر يو د کور په يو کونج کې د خپل ټليفون سره مصروف وي، چې په نتيجه کې يې د فکرونو او زړونو تر منځ واټن او فاصله پيدا کېږي او کور يې د جنجالونو او اختلافاتو څخه ډکېږي.
۷- د ناسمو اخلاقو او عادتونو خپرېدل: په ځینو فیلمونو کې دروغ، خیانت، تاوتریخوالی، ځانوژنه، غلا، انسانتښتونه، بېمسؤلیتي او نور ناوړه کارونه د زړورتیا، هوښیارۍ یا بریا په نوم وړاندې کېږي، چې له بده مرغه ډېری کتونکی ورباندې دوکه کېږي او نا اهله انسانان هغه د فيلم صحنې په حقيقي ډول په دنيا کې عملي کوي، چې په ډېرو هيوادونو کې هغه منظم او منسجم جرمونه خلک له همدغه فیلمونو څخه زده کوي، لکه ځانوژنه، انسانتښتونه، تاکتيکي سرقتونه، د ځوانانو او نجونو ترمنځ د ميني او محبت روابط، د ځوانانو ترمنځ بدمعاشۍ او په مجموع کې اخلاقي فساد چې ټول يې د دغو فيلمونو محصول دی.
۸- د واقعي ژوند په اړه ناسم تصور: يو خو په مجموع کې ټوله فيلمونه د صحنې جوړول وي او بل په ډېرو فیلمونو کې د انسانانو د ژوند، شتمنۍ، ښکلا، اړیکو، بریا او ټولنيزو حالتونو غیرواقعي انځورونه وړاندې کېږي او د داسي شيانو تمثيل کېږي چې هغه په حقيقي نړۍ کې د ډېرو انسانانو د ژوند سره هيځ تړاو نه لري او يا هم د يوې خاصي جغرافيا او طبقې لپاره جوړ وي، خو هر ليدونکی داسي ګمان کوي چې دغه فيلم زما لپاره جوړ سوی دی، نو ځکه يې په کتلو سره د واقعي ژوند په اړه ناسم تصور ذهن ته راځي او ځيني انسانان خو د ځينو فيلمونو په ليدلو سره داسي حالت ته رسېږي چې د خپل واقعي ژوند څخه ناراضه کېږي او همدغه فيلمونه يې له نورو اشخاصو سره بېځایه پرتله کولو ته هڅوي او د حسد، ناهیلۍ او بېځایه غوښتنو احساس پکې پیدا کوي.
۹- د خوب او روغتیا زیانمنېدل: کارپوهان او ډاکټران په دې باور دي چې د موبایل، کامپيوټر، ټلويزيون او نورو روښانه پردو مخ ته اوږده موده تېرول او په کتلو کې يې افراط کول، په ځانګړي ډول د خوب تر وخت مخکې د خوب نظم ګډوډولای سي او د دې سبب کېږي چې انسان دي سم خوب ونکړي او يا دي هم ګډوډ خوبونه وويني. همدارنګه د اوږدې ناستې په سبب او فيلمونو ته د ډېرو کتلو له امله انسان ته نوري ډېري روغتيايي ستونزي پيدا کېږي کله د سترګو ناروغي، د مثانې ناروغي او د ملا درد.
۱۰- د ماشومانو پر روزنه ناوړه اغېز: په دې خاطر چې د ماشومانو ذهن خالی دی ځکه نو ډېر ژر د هغه څه تر اغېز لاندې راځي چې ویني او اوري یې؛ کوم ماشومان چې ويډيوګانې او فيلمونه ګوري نه تنها دا چې هغوی د ډېرو اخلاقي ستونزو او انحرافاتو سره مخامخ کوي، بلکې د هغوی استعداد او فکر وژني چې له امله يې ماشوم نه درس وايي، نه د چا پر خبره غوږ نيسي او نه هم د اجتماعي ژوند سره عادت کېږي چې د ماشوم راتلونکې ډېره زيانمنه کوي او په تدريجي ډول يې د خپلي ټولني څخه ليري کوي.
11 – د کفري او ناروا فرهنګ خپرېدل: دا معلومه خبره ده چې ډېری فيلمونه د کفارو او يا بې دينه انسانانو له لوري جوړيږي، چې د فيلم کارکوونکې پکې د ډول ډول ناروا کارونو او غير شرعي کالو او يونيفورم سره راښکاره کېږي، چې په طبعي ډول په ايمان او عقيده کې ضعيف انسانان يې تر تأثیر لاندې راځي، په خاصه توګه ښځې او ځوانان چې د خپلو کالو فيشن او موډ د فيلم څخه را اخلي، چې له بده مرغه اوس په اسلامي نړۍ کې په ډېرو کارونو او شيانو کې مسلمانان د کفارو تقليد يا مشابهت کوي، دا ځکه چې د هغوی له لوري جوړ سوي فيلمونه او سريالونه ګوري، آن تر دې چې ځينو مسلمانانو پر خپلو بچيانو هغه نومونه ايښي وي چې په فيلمونو کې يې اورېدلي وي او ځيني تجاران په خپلو فابريکو کې پر جوړېدونکو شيانو هغه انځورونه لګوي چې په بهرني فيلمونو او سريالونو کې ليدل سوي وي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر