د اسلام بله ګټه دا ده چې کوم څوک چې مسلمان سي؛ د اسلام مخکې يې چې کوم ښه کارونه کړي وي د هغو ښو کارونو تأثير يې يا د معنوياتو په لحاظ او يا د ثواب په لحاظ پر ژوند باندې ښکاره کيږي او د هغو نيکو کارونو برکت يې الله تعالی په اسلام کې ورته ښکاره کوي لکه په حديث شريف کې چې راځي: قَالَ حَكِيمٌ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ رَسُولُ اللَّه صلى الله عليه وسلم أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ لَكَ مِنْ خَيْرٍ.(صحيح البخاري: 2220) ژباړه: حکيم بن حزام رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تا اسلام راوړی دی پر هغه نيکو کارونو چې مخکې دي کړي دي.
علماؤ ليکلي دي: دا خبره د رسول الله صلی الله عليه وسلم څو احتماله لري:
لومړي احتمال يې دا دی چې تا مخکې له اسلام څخه ښکلي اخلاق او ښه عادتونه پيدا کړي وو او اوس(چې ته مسلمان سوی يې) له هماغو ښو اخلاقو څخه په اسلام کې ګټه اخلې او هغه پخوانيو عادتونو ستا لپاره لاره هواره کړ او مرسته يې درسره وکړه چې نور ښه کارونه او طاعتونه وکړې.
دويم احتمال يې دا دی چې ته په هغو ښو کارونو سره ښه ستايل سوی يې (ښه نوم دي ګټلی دی) نو هغه ښه نوم او ستاينه به اوس هم په اسلام کې درباندې پاتې وي او ګټه به درته وکړي.
درېيم احتمال يې دا دی چې ډېر لېرې نه ده چې د هغه پخوانيو ښو کارونو په برکت د ده په اسلامي حسناتو کې زياتوالی وسي او اجر يې ډېر سي، ځکه علماوو ويلي دي چې که کافر ښه کار وکړي په قيامت کې به يې په سزا کې تخفيف راسي (نو ډېر ليرې نه ده چې که هغه ښه کار کوونکى وروسته مسلمان سي هماغو پخوانيو ښو کارونو ته يې اجر وركړل سي او په اجر کې يې زياتوالی راسي).
قاضي عياض رحمه الله وايي: ويل سوي چې معنی يې دا ده چې «په برکت د هغه خير چې مخکې تا کړی دی، الله تعالى اسلام ته هدايت کړې» ځکه چې څوک چې په اول ژوند کې يې خير ښکاره سي، دا د د ده په آخر ژوند کې پر سعادت او نيک عاقبت باندې دليل دی.خو ابن بطال او نورو محققينو (لکه نووي او ابن حجر) بيا د حديث پر ظاهر تللي دي، يعنې که کافر ښه کار وکړي، بيا مسلمان سي او پر اسلام مړ سي، نو الله تعالى به هغه ته د کفر په حالت کې د کړو ښو کارونو اجر هم وركړي.(عمدة القاري:13/349)
نو دا د اسلام راوړلو برکت دی چې د اسلام څخه مخکې د ده ښو کارونو ته اعتبار ورکول کيږي کنه نو دا اتفاقي مسئله ده چې د کافر هيڅ نيک کار الله تعالی ته د قبول وړ نه دی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر