نو که ددې ورځو څخه مخکي له کوم مسلمان سره خوابدي ياست پدې ورځو کي يې د ځانه څخه خوشحاله کړئ او ورسره پخلا سئ.
۲ – پدې ورځو کي د ډېرو خوراګونو څخه ځانونه وساتئ تر څو ناروغ نسئ.
۳ – پدې ورځو کي عادتا د نقليه وسائطو ازدحام وي نو ځکه ځانونه د موټر او موټرسايکل بې ځايه ځغلولو څخه وساتئ تر څو ځان او نور مسلمانان د ټکر او خوږ څخه وژغوری.
۴ – پدې ورځو کي ځانونه د ټولو منکراتو څخه وساتئ په خاصه توګه هغه منکرات چي په ځينو ځايونو کي د ځينو بې کاره خلګو لخوا کيږي لکه د سپو جنګول، د کرکانو او چرګانو جنګول، د هګيو جنګول، د موسيقۍ مراسم نيول او داسي نور....
۵ – پدې مبارکو ورځو کي ځانونه د هر ډول اسراف څخه وساتئ.
۶ ـ پدې ورځو کي د خپلو امنيتي، کشفي او استخباراتي ارګانونو سره پوره مرسته وکړئ تر څو د هيوادوالو امنيت ښه تضمين سي او د امنيت اخلالوونکو شريرو انسانانو مخنيوی وسي.
۷ ـ خپل اختریان مناسب ځای حلال کړئ او کچره يې پر سړکانو او کوڅو مه غورځوئ تر څو د چټليو مخه ونیول سي او د ښاروالۍ سره مو د ښار په صفايۍ کي پوره مرسته کړې وي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر