د ا.ا.ا قدرمن مشرتابه، د لوړو زده کړو وزارت منسوبینو، د پوهنتونونو استاذانو، محصلینو او عامو هېوادوالو!
ښوونه، روزنه او لوړې زده کړې هغه فکتورونه دي، چې د یو ملت د بقا، پیاوړتیا، استقلال او سوکالۍ په برخه اساسي او مهم رول لوبوي او کمزورتیا/ نشتوالی یې د ملت د تباهۍ، غلامي او ذلت لامل کېدای شي. په تېره شل کلنه جهادي دوره کې د امنیتي، اقتصادي او نورو ستونزو سره سره د ا.ا.ا له لوري دې برخې ته ځانګړې پاملرنه، پالنه او په دې برخه کې د مسئولینو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې د ستاینې او قدردانۍ وړ دي.
ددې لپاره، چې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې د خدمت سعادت مونږ ته په نصیب شوی وو، تر ټولو لومړی د الله تعالی شکر ادا کوم او ورپسې د ا.ا.ا له مشرتابه څخه د زړه له کومي مننه کوم، چې ددې سپېڅلي نظام په مختلفو برخو په ځانګړې توګه په وروستیو څلورو کلونو کې یې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې پر مونږ اعتماد وکړ او زمونږ له ټولو تصمیمونو، پلانونو او چارو څخه هر ډول مالي او معنوي ملاتړ وکړ.
محترمو وروڼو!
د تېر څلور کلن ماموریت په دوره کې له ټولو هغه مسئولینو او ملګرو څخه د زړه له کومي مننه کوم، چې شپه او ورځ یې ددې ستر رسالت په ادا کولو او درانده پيټې په پورته کولو کې زمونږ سره شپه او ورځ کار وکړ، لوږې، تندې، جسمي او روحي ستړیاوې، زندانونه او د خپلو ملګرو او خپلوانو شهادتونه یې راسره وزغمل او د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې یې تر دې مهاله په پوره مېړانه، صبر او استقامت خدمتونه ترسره کړل. د لوړو زده کړو وزارت او اړوند پوهنتونونو له ټولو مسئولینو او منسوبینو، استاذانو او همدارنګه له محصلینو څخه هم مننه کوم، چې په راسپارل شویو چارو کې یې ستړې او ستومانۍ راسره وزغملې او له حد زیات اداري، درسي او تدریسي مکلفیتونه یې پر غاړه واخیستل او تر ننه یې ټولې اداري او تدریسي چارې فعالي ساتلي او نورمال حالت ته یې راګرځولي دي.
علم پالو او متدینو هېوادوالو!
د هېواد د فتحې په جریان کې ټول دولتي او شخصي پوهنتونونه او وزارت ساتل شوي، اداري او تدریسي چارې په نورمال ډول پیل شوي، په تحصیلي چاپېریال کې د موجودو منکراتو مخنیوی شوی، ګډ/ مختلط درسي نظام ختم شوی، شته ستونزې تر ډېره حل شوې، خصوصي پوهنتونونه تر ډېره اصلاح شوي، له هېواد څخه تر ممکن حده پورې د استاذانو د وتلو مخنیوی شوی، د علمي کادر زیاتره خالي بستونه په قانوني توګه ډک شوي دي او پاتې پروسه یې هم په نورمال ډول جریان لري. د تحصیلي نصاب ریاست جوړ شوی، له ۱۶۰ تحصیلي نصابونو څخه ۴۰ نصابونه اصلاح او بیا کتل شوي، د اسلامي ثقافت مضمون په اونۍ کې له یو څخه دریو درسي ساعتونو ته زیات شوی، ۶۵۸ بستونه ورته منظور شوي، اکثریت استاذان پکې جذب شوي او په ۱۸ پوهنتونونو کې د شرعیاتو پوهنځي ایجاد شوي دي.
د استاذانو او ټولو کارمندانو معاشات، حق الزحمې او مادي حقوق پوره ادا شوي، بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو د حصول په موخه د تللیو او تلونکو استاذانو معاشات او مصارف د اجراء وړ دي، په زیاترو برخو کې د ضروري او مهمو اجناسو خریداري وشوه، عواید له ټاکل شوي هدف څخه ۹۶ سلنه لوړ راټول شوي او راکړل شوې بودیجه هم په قانوني او مؤثر ډول مصرف شوې ده. د فوق لېسانس په برخه کې درې پوهنتونونه (افغان نړیوال پوهنتون، جامعه حضرت عبد الله بن مسعود – کابل او جامعه حضرت ابراهیم نخعي - کندهار) او څه د پاسه ۳۰ د ماسټرۍ برنامې ایجاد شوې، د کانکور ملي ازموینه اخیستل شوې، ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونو پرته له کوم محدودیت د ټولو محصلینو پرمخ خلاص دي، درسي چارې نورمال حالت ته راګرځېدلي دي او د لوړو زده کړو په برخه کې ټول لازم او ضروري کارونه ترسره شوي دي.
قدرمنو مجاهدینو!
مونږ په خپل مسئولیت کې په پوره هڅه کړې، چې د لوړو زده کړو په برخه کې ټول هغه ارزښتونه تأمین کړم، چې مجاهدینو ستړیا ورباندې کړې او قربانۍ یې ورباندې ورکړي دي. زیاتره هغه محصلینو ته، چې د امنیتي تهدیدونو او جهادي چارو له امله پوهنتونونه ورڅخه پاتې شوي وو، د تحصیل زمینه برابره شوې، د علماء کرامو د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه لوی ریاست رامنځته شوی، ټول مقدماتي کارونه یې تکمیل شوي، ددې پروسې لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی او ټولې لازمې آسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو په برخه د کیفیت د لوړاوي او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه ټول شته امکانات په کار اچول شوي او خدای راکړی استعداد، علمیت، انرژي او ټول وخت مو خدمت ته وقف کړي وو او تر ډېره مو هڅه کړې، چې د راسپارل شوي خدمت حق ادا کړم. که چېرې په دې برخه غفلت شوی وي او د راسپارل شوي خدمت حق پوره نه وي ادا شوی، لومړی له الله تعالی، بیا د ا.ا.ا له مشرتابه او وروسته له ټول غیور او مجاهد ملت څخه بښنه غواړم او د لوړو زده کړو له نوې رهبرۍ څخه هیله لرم، چې په دې برخه کې نیمګړي او پاتي کارونه تکمیل او د لا پرمختګ او پیاوړتیا لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
والسلام
الحاج مولوي عبدالباقي “حقاني”
د لوړو زده کړو پخوانی سرپرست وزیر
۲۸ / ربیع الاول / ۱۴۴۴ هـ ق – ۲ / لړم / ۱۴۰۱ هـ ش
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر