۱۳۹۷/۱۰/۰۶

هر خبری کوونکی ته:

هیڅوخت پرداسی خبری تبصرې او تحلیلونه مکوه چی ویونکي یې نامعلوم خلګ وی. او هیڅوخت پرهغی خبری باور مکوه چی ویونکئ یې وایې: خلګ وایې او یا خلګو ویل.
ځکه د " خلګ وایې" او یا " خلګو ویل " په عبارت باندی هیڅوخت د کوم شی ثبوت نه راځی او نه هم د شرعی پلوه دلیل ورته ویل کیدلائ سی.
په خاصه توګه د هغه چا په اړه چی ظاهراً او په ښکاره په یوه بڼه ددین خدمت کوی دداسی ضعیف او بیکاره سند په حواله هیڅه منفی خبره مه منه.

الله دی جنت درکړی

ندی دشمیــــر ستاکار نامې رب دی جنت نصیب کړه
ابـــــتکاری دی بـــــرنامې رب دی جنت نصیب کــړه

تاریــــخ به ســـتا نـــــوم اتلانــــو کـښې اتل ولیکی
لادی ژوندۍ دی طــــریقې رب دی جنت نصیب کړه

د پـــــــړاوونو کــــــــــــړاوونه دی په ځــــان وګـالل
تیری دی کړې سختی دورې رب دی جنت نصیب کړه

ستا دغیــــــرت او زیـــــرکتیا په پلـــوشـــــو رنګینه
د وطن غـــرونه او میـــرې رب دی جنت نصیب کړه

بڼ دی ساتلــئ وو آزاد ورکـــی دی لــــر او بــرکـړې
د کـــرغیــــړنو دسیســــې رب دی جنت نصیب کړه

ړانـــده کاڼه به وی چی ستا میــــړانه څوک نه منی
پـرې یې د فهم وی ریښې رب دی جنت نصیب کړه

د مظهـــری زړه دی په تللو باندی ډیــــر غمګین دئ
ځکه پـر خوله یې تــرانې رب دی جنت نصیب کړه

د چاچی عقیده .....

د چاچی عقیده سمه وی هیڅوخت دمسلمان لپاره لاندی اصطلاحات نه کاروی.
۱ ـ تروریست
۲ ـ ترهګر
۳ ـ هرآس افگن
۴ ـ اور پوکی
۵ ـ صحرایی محکمې
۶ ـ دهشتگر
۷ ـ افراطی
۸ ـ تندرو

کسیکه عقیده اش درست باشد هرگز برای مسلمان اصطلاحات ذیل را بکار نمی برد.
۱ ـ تروریست
۲ ـ ترهګر
۳ ـ هرآس افگن
۴ ـ اور پوکی
۵ ـ محاکم صحرایی
۶ ـ دهشتگر
۷ ـ افراطی
۸ ـ تندرو

ددین دخادمانو لپاره!

داچی تاسو د الله ددین خدمت کوئ ستاسو لپاره د ویاړ او افتخار ځای دئ او د اوس په وخت کی لوی ابتکار اولاسته راوړنه ده.
خو لدې کبله چی ددین کار زور غواړی نو ستاسو مخی ته ارومرو ستونزی، لوږی او تندی راځی باید تحمل یې کړئ ځکه چی پداسی حالت کی د ستوزو ګالل خپله خدمت دئ، چی څومره د خدمت کول درته خوندور وی همداسی د خدمت له امله د ستونزو د راتګ څخه هم خوند واخلئ.
او دالله لپاره ستاسو دخدمت کول په همداسی وخت کی ثابتیږی ځکه داسی حالات یو امتحان او آزمون دئ الله پاک  خپل بندګان ددې لپاره آزمویی چی نورو خلګوته ددوی تحمل او صبر ښکاره کړی او ښه ده بد څخه جدا کړی.

دګناهکاره إنسانانو پسې مځی!

وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ (151) الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ (152)[ سورة الشعراء]
ژباړه: د اسراف کوونکو دخبری پیروی مکوئ، هغه چی په مځکه کی فساد کوی او نه اصلاح کیږی.
توضیح: پدې آیت کی هغه خبره رانقل سویده چی صالح علیه السلام یې وخپل قوم ته کوی هغه داده چی تاسو دهغو خلګو متابعت مکوئ او په هغوی پسې مځئ کوم چی د ګناه په کولو یې پرځان اسراف کړئ دئ یعنی دوی قصدا ګناهونه کوی او دغه هغه خلګ دی چی په مځکه کی دګناه په کولو سره فساد کوی او دوی نه سمیږی.
کڅه هم دلته خبره په قیصه کی دثمودیانو راغلې ده خو حکم یې عام دئ په هروخت کی إنسان پدې باندی مکلف دئ چی د ګناهکار شخص پسې ولاړ نسی هغه دځان لپاره مقتدا او مشر جوړ نکړی.

۱۳۹۷/۰۸/۳۰

غبرګون:

په کابل ولایت کی پر بې ګناه خلګو او دینی علماؤ باندی شوئ برید په کلکه غندو د برید شهیدانو ته د الله پاک څخه علو درجات غواړو خپلوانو ته یې صبر جمیل غواړو او ټپیانو ته دشفاء کامل غوښتونکی یو او پر خپل مسلمان ولس باندی ږغ کوو چی په خپل مینځ کی داسی شریرو څیرو ته ځای ورنکړی چی پر جزئی او اختلافی مسائلو باندی مسلمانان وژنی او د مسلمانانو په مینځ کی د نفاق تخم پاشی.
او تل باید زموږ مسلمان ولس د ځپل دښمن په پیژندلو او د نا اهله انسانانو په تشخیص کی ویښ او بیدار وسی تر څو د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو کرغیړنی دسیسې په نطفه کی شنډی سی.

د ميلاد النبی صلی الله علیه وسلم په مناسبت:

یارسول الله!
یارسول الله زموږ خودغه عین الیقین دئ چی ته د الله پاک ریښتینئ پیغمبر اورسول یې، الله پاک دإنسانانو لپاره دحقیقی لارښود او دټولو بدمرغیو څخه دإنسانی ټولنی دخلاصوونکی په صفت رالیږلئ یې، ددې لپاره یې رالیږلئ یې ترڅو په مځکه کی دالله پاک د ریښتینی خلافت په ژوندی کولوسره دمځکی له مخه ټولی تیارې او ناخوالی ورکی کړې، دمځکی مخ په توحید باندی ودان کړې او فضاء دبشری ریښتینی عبادت په فیوضاتو اوبرکاتو باندی معطره کړې، فاسد اوباطل باورونه او معتقدات ختم کړې، په سپیڅلی پاکه اسلامی عقیده باندی انسانی ذهنونه مقدس او ګلورین کړې ، انسانی صورتونه  دسالمه فطرت دغوښتنی سره سم عیارکړې او په تلپاتی ښایست اوزینت سره یې ښکلی کړې، بشری سیرت پر آواره اومستقیمه سیده لاره باندی برابرکړې او ددایمی بریا هدف ته یې درسولو لپاره سوق او رهنمایی کړې، په انسانانو باندی ښه اوبد وپیژنې دښه لوری ته یې راوبولې او د بد څخه ډډی کولو ته یې وهڅوې.
ائ دالله پاک ریښینئ رسوله! زموږ یقینی باور دئ چی الله پاک ته ددې لپاره رالیږلئ یې ترڅو إنسانان دهری بدبختۍ څخه وژغورې، ته الله پاک زموږ لپاره رهبر، ښوونکئ او دټوله ژوند لپاره بیلګه اونمونه رالیږلئ یې، پرتا نازل سوئ قرآن زموږ لپاره اساسی قانون اوستا مبارک سنت زموږ لپاره دژوند کولو معیار دئ، ستاژوند زموږ لپاره تعلیم او ستامبارک سیرت زموږ لپاره دښه ژوند کولو طرحه اوپلان دئ،ستا دعاګانی او زحمتونه زموږ لپاره د سر سایوان او دهلاکت څخه دژغورنی لامل دئ، دامت په باره کی ستا مبارکی ژړا او الله پاک ته ننواتی موږ ته بقاء اوپاتی کیدل راکړیدی، کنه نو موږ په خپلو أعمالو کی داسی شیان نلرو چی هغه دی زموږ دنجات سبب سی.
ائ دالله رسوله! موږ پدۍ باندی شاهدی آداء کوو چی دالله له لوری تاته سپارل سوئ مسئولیت تا په پوره توګه آداء کړئ او درکړل سوئ امانت دی ترموږ پوری په کامله توګه را رسولئ دئ، ددنیا څخه دی پداسی وخت کی رحلت کړئ دئ چی موږ ته دی پوره اوخودکفاء دین په لاس راکړئ ، زموږ دژوند پوره ضمانت کوونکئ قانون دی راته پرې ایښئ دئ، هغه قانون چی عملی کولو یې ستا ګران اصحاب دنړۍ واکمنان او سرداران وګرځول په مټ یې ستا حق دین دنړۍ وهر کنج اوکنار ته ورسیدئ ، دوی ته یې داسی لوی اوعظیم شان ورکئ چی نن موږ ددوی په کارنامو باندی ویاړ او افتخار کوو، زموږ په زمانه کی نړیوالو ته ددوی ژوند دریښتینی مسلمانۍ اوحقیقی ترقۍ دبیلګی په صفت وړاندی کوو.
ائ دالله رسوله! موږ پدې باندی اقرار کوو چی زموږ دبدبختۍ یواځنئ او لوی لامل دقرآن اوسنت څخه لیری کیدل دی.
ستا قرآن خپل کتاب بولو خو په ژوند کی یې نه عملی کوو.
ستا سنت منو خو ځان ورباندی نه جوړوو.
ځانته مسلمانان وایو خو داسلام څخه بغیر نورو ادیانوته ورځغلو.
پدې باندی ټوله پوهیږو چی پروردګارمو یو، پیغمبرمویو، کتاب مویو، دین مو یو، هدف مو یو، دښمن مو یو، لاره مو یوه ده او دیوه آدم علیه السلام څخه پیدا سوې یو خوبیاهم نه سره یوکیږو.
ائ دالله رسوله! نن ستا پرامت باندی داسی حالت راغلئ دئ چی ستا هر ریښتینی امتی ته دنړۍ ټوله کافران اوفاسقان دښمنان سویدی، ستا پرامت باندی داسی ظلمونه روان دی چی سړئ یې تصور نسی کولائ.
ائ دالله رسوله! نن دشمیر په حساب ستا امتیان بیخی ډیردی خو داتباع په حساب دی امتیان ډیر کم دی، دډیرو کسانوسره تنها داسلام نوم پاته دئ او بس، ستا دمیلاد ورځ لمانځی خو ستا په سنت باندی خبر ندی، ستا دمیلاد ورځی ته مبارکه ورځ وایی خو ستا مبارکی اوفضیلت ورڅخه هیر دئ، ستا دمیلاد تاریخ یې په کلیزوکی لیکلئ دئ چی په را رسیدلو یې تعطیلی اورخصتی کوی، خو پدې باندی خپل سر نه خلاصوی چی زه ولی ددې ورځی را رسیدلوته خوشاله یم؟ زما مسئولیت کوم دئ او زه باید دا ورځ څنګه ولمانځم او ولی یې ولمانځم؟.
ائ دالله رسوله! ستا امت دومره بې وفا اوبې انصافه سوئ دئ چی په ټوله کال کی یوه ورځ ستا یادونه کوی، ستا په اتباع باندی چی هر ګړئ ورباندی ستا یادونه کیږی ځان مکلف نه ګڼی ولی محفلونه اوجلسې چی د څوشیبو لپاره وی پداسی حال کی نیسی چی صورت اوسیرت یې ستا پرسنت باندی برابر ندئ.
ائ دالله رسوله! الله پاک دی ستا په برکت اوشرافت باندی دا امت اصلاح کړی او الله پاک دی ستا په برکت اوشرافت باندی ددې امت مظلومانو ته نجات ورکړی.
ائ دالله رسوله! الله پاک دی مو دهغو خلګو څخه نه ګرځوی چی دقیامت په ورځ کی ته ورڅخه شکایت کوې او وایې: رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا.
اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کماصلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم إنک حمیدمجید اللهم بارک علی محمد علی آل محمد کما بارکت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم إنک حمید مجید.
ربنا آتنا فی الدنیا حسنة وفی الآخرة حسنة وقنا عذاب النار! ربنا اصلح لنا شأننا کله فی الدنیا والآخرة با ذالجلال والإکرام! اللهم احسن عاقبتنا فی الأمور کلها وأجرنا من خزی الدنیا وعذاب الآخرة!.

کوټه ذهن او سوټه فکر خلګ:

زموږ استاد شیخ الحدیث حافظ عبدالواحد صاحب قیصه کوله: یو نفر راڅخه پوښتنه وکړه چی د موسی علیه السلام قیصه چی ملایان یې کوی رښتیاده او که یا؟ ما ورته وویل رښتیاده ځکه په قرآن کی راغلې ده.
دئ وایی نو ولی تر اوسه بی بی سی پدې اړه څه ندی ویلی؟
دا ځینی کوټه ذهن او سوټه فکر انسانان چی ځانونه پوهان او اهل علم هم بولی حقایق د رسنیو په نشرولو کی منحصر بولی پداسی حال کی چی رسنۍ د لومړی سره څخه حقایق نه نشر کوی.
او یاهم د اشخاصو او ډلو ښه توب او بد توب د رسنیو څخه پیژنی پداسی حال کی چی رسنۍ هیڅوخت ښه سړئ په ښه صفاتو او بد سړئ په بدو صفاتو نه معرفی کوی.
البته ځینی اسلامی رسنۍ ددې څخه مستثنی دی ځکه هغوی حیثیت د دینی مدرسې او ښوونځی لری چی خلګو ته دین او اسلام ور زده کوی.

ضررهای انحراف سیاسی:

۱ - انحراف سیاسی سبب دروغگویی وکتمان هویت اصلی فطرت انسانی میشود انسان را از خیر محروم میکند وبسوی شرارت وذلت سوق میدهد.
۲ - انحراف سیاسی دوست را دشمن و دشمن را بادار میکند استقلال سیاسی را می رباید وانسان را در محدودیت بردگی اسیر میسازد.
۳ - انحراف سیاسی عقلانیت را ویران میکند ونفس حیوانی را برقلب إنسان حاکم میسازد.
۴ - انحراف سیاسی طبیعت انسانی را وحشی میکند و دربین انسانها نظام درنده گان وحیوانات بی بندوبار را بوجود می آورد.
۵ - انحراف سیاسی وقار وترحم را از حکام برمیدارد وآنها را متصف به عادات شیطانی وصفات فرعونی میکند.
۶ – انحراف سیاسی سبب دوری از ذات قادر مطلق شده وانسان را متمایل به قدرتهای ناقص میکند.
۷ - انحراف سیاسی عموما هر انسان را منفی گرا میسازد که در نتیجه بر مثبت باور ندارد وحقائق را نمی بیند.
مولوی نورالحق مظهری

کوټه ذهن او سوټه فکر خلګ:

زموږ استاد شیخ الحدیث حافظ عبدالواحد صاحب قیصه کوله: یو نفر راڅخه پوښتنه وکړه چی د موسی علیه السلام قیصه چی ملایان یې کوی رښتیاده او که یا؟ ما ورته وویل رښتیاده ځکه په قرآن کی راغلې ده.
دئ وایی نو ولی تر اوسه بی بی سی پدې اړه څه ندی ویلی؟
دا ځینی کوټه ذهن او سوټه فکر انسانان چی ځانونه پوهان او اهل علم هم بولی حقایق د رسنیو په نشرولو کی منحصر بولی پداسی حال کی چی رسنۍ د لومړی سره څخه حقایق نه نشر کوی.
او یاهم د اشخاصو او ډلو ښه توب او بد توب د رسنیو څخه پیژنی پداسی حال کی چی رسنۍ هیڅوخت ښه سړئ په ښه صفاتو او بد سړئ په بدو صفاتو نه معرفی کوی.
البته ځینی اسلامی رسنۍ ددې څخه مستثنی دی ځکه هغوی حیثیت د دینی مدرسې او ښوونځی لری چی خلګو ته دین او اسلام ور زده کوی.

ځانونه دتکبر څخه وساتئ!

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: إياكم والكبر فإن إبليس إنما منعه الكبر أن يسجد لآدم.[الترغیب والترهیب]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:ځانونه د تکبر څخه وساتئ ځکه تکبر وو چی شیطان یې آدم علیه السلام ته دسجدې کولو څخه منع کړئ.
هرمسلمان باید ځان دتکبر څخه وساتی ځکه چی تکبر یې دشیطان په عاقبت باندی ګرفتاره کوی لکه شیطان چی یې د الله پاک د اطاعت څخه را وګرځوی إنسان هم د الله پاک د اطاعت څخه را ګرځوی، نه تنها داچی دنیک کار څخه یې راګرځوی بلکی د بدکار پر کولو باندی یې باعث کوی پدې خاطر دئ چی په بل حدیث کی راځی: دکوم انسان په زړه کی چی یوه ذره تکبر وی هغه به وجنت ته داخل نسی.

د بدو خلګو څخه ډالۍ او سوغاتونه مه اخلئ!

عَنْ حُذَيْفَةَ الْمَرْعَشِيُّ , قَالَ:إِيَّاكُمْ وَهَدَايَا الْفُجَّارِ، وَالسُّفَهَاءِ فَإِنَّكُمْ إِنْ قَبِلْتُمُوهَا ظَنُّوا أَنَّكُمْ رَضِيتُمْ بِفِعْلِهِمْ. [شعب الایمان8980]
ژباړه: حذیفه مرعشی وایی: ځانونه د ډالۍ او سوغاتونو څخه د ګناهکارانو او بی عقلانو وساتئ ځکه که تاسو ددوی سوغاتونه قبول کړئ دوی داسی فکر کوی لکه تاسو چی ددوی په کارونو باندی خوشاله یاست.
یعنی که یو فاسق او یا بی عقل إنسان تاته یوه ډالۍ درکوی هغه ورڅخه مه قبلوه ځکه چی دئ به داسی فکر وکړی چی ته دده څخه خوشاله یې او کارونه یې خوند درکوی چی په نتیجه کی دئ نورهم د ناوړه کارونو کولو ته تشویقیږی او ستاسره په رابطه باندی خپل ناروا کارونه توجیه کوی.