۱۴۰۲/۰۳/۰۷
د اسلامي ثقافت ارزښتونه:
په اسلامي ثقافت باندي په مسلمان کي د نورو کفري ثقافتونو سره د مقابلې روحيه پيدا کيږي؛ پدې خاطر چي تل اهل باطل او کفار د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره فکري او فرهنګي جګړې پر مخ باندي وړي او په اصطلاح هره جګړه د مسلمانانو د بې لاري کولو لپاره هر چيري په مختلفو طريقو سره شروع کوي، نو يواځنی شی چي مسلمان د کفري ثقافت او فرهنګ سره مقابلې ته هڅوي او آماده کوي هغه اسلامي ثقافت دی، اسلامي ثقافت مسلمان ودېته جوړوي چي د کفري فرهنګ سره مقابله وکړي او د ځان اصيل فرهنګ وساتي.
که تاريخ او روانو حالاتو ته وګورو نو دا به له ورايه راته معلومه سي چي د اسلامي هويت لپاره مبارزه او په اسلامي نړۍ کي د اسلامي فرهنګ دفاع هغه خلګو کړې او کوي يې چي په اسلامي تعليماتو باندي روزل سوي وي او په اسلامي روحيه باندي سمبال وي.
همدا راز دا هم ښکاره حقيقت دی چي په اسلامي هيوادونو کي د هيواد، اسلام او اسلامي ټولني سره هغه خلګو خيانت کړی وي چي د اسلامي تعليماتو دښمنان وي او يا هم په اسلامي تعليماتو کي د نورو په لمسون د مستقيم مسير څخه اووښتي وي او د شخصي منافعو او مادياتو لپاره يې هر څه شا ته غورځولي وي.
په اسلامي تعليماتو باندي په انسان کي مثبت احساس پيدا کيږي، د انسان غيرت را پورته کيږي او په فکري لحاظ يې ويښتوب په برخه کيږي چي په نتيجه کي د رښتيني مسلمانۍ نمونه جوړيږي او د اسلامي ارزښتونو په دفاع کي هر ډول قربانۍ ته پوره آماده کيږي.
په اسلامي تعليماتو باندي سمبال انسان د اسلام دفاع، د شريعت تنفيذ، د اسلامي شعايرو احترام، د اسلامي عقيدې پر اساس ولاء اوبراء ته ژمنتيا، اسلامي ټولني ته خدمت او په ښوونيز نظام کي د اسلامي ثقافت عملي کول د ځان اساسي او ايماني دندي بولي او په هر وخت او حالت کي يې د عملي کولو لپاره کار کوي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۲/۰۳/۰۶
د اسلامي ثقاقت ارزښتونه:
په اسلامي ثقافت باندي د انسان صورت او سيرت د نورو اديانو د خلګو څخه جلا کيږي؛ اسلامي ثقافت د اسلامي امت لپاره د نورو اديانو څخه د فرق او تمييز عمومي روح او روحيه ده، او مسلمانان په شکل او کړنو کي د نورو امتونو څخه جلا کوي يعني په کومو خلګو کي چي اسلامي ثقافت عملي سي هغه ټولنه د نورو غير اسلامي ټولنو څخه ډېر تفاوت او بېلوالی پیدا کوي، پدې خاطر دی چي د اسلامي تعليماتو په هره برخه کي مسلمانان د نورو خلګو د تقليد او پيروۍ څخه منع سويدي چي موږ د بېلګي په ډول يو حديث راوړو: عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذي 2695]
ژباړه: عمرو بن شعيب د خپل پلار څخه هغه دده د نيکه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زموږ څخه ندی هغه څوک چي ځان د غير سره زموږ (چي کافران دي) مشابه کړي، د يهودو او نصاراوو سره مشابهت مکوئ.
تجربې او حالاتو هم داسي ښودلې ده چي کوم خلګ چي اسلامي تعليماتو ته توجه نه کوي، هغه نه زده کوي او په خپل ژوند کي يې نه عملي کوي هغوی د پردو فرهنګ او کلتور ته ډېر زور وهي ځکه چي دوی خپل اسلامي فرهنګ نه پيژني او په خوند يې پوهيږي نو ځکه خپل فرهنګ ورته نيمګړی ښکاري او د نورو فرهنګ ته يې زور وي.
نن چي زموږ په زمانه کي ځيني خلګ د نورو باطلو اديانو عادات کوي، خپلي څېرې او شکلونه د هغوی په څېر جوړوي، د هغوی په څېر يونيفورم آغوندي او په فکري لحاظ هغوی ته ميلان کوي لوی لامل يې همدغه دی چي د اسلامي تعليماتو سره رابطه نلري ځکه که دوی د اسلامي تعليماتو سره رابطه درلودلای په هيڅ شي کي به يې د نورو خلګو څخه تقليد نه وای کړی ځکه اسلام داسي خود کفاء دين دی چي د انساني ژوند د هري برخي لپاره پوره لارښووني لري او چي انسان په خپل ژوند کي د څومره مثبتو او منفي کارونو سره مخامخ کيږي د ټولو حکم په اسلام کي سته.
نو مسلمان دېته هيڅه اړتيا نه لري چي د ښه او بد په لحاظ دي د کارونو په انتخاب کي، د خپلي څېرې په جوړولو کي، د لباس او يونيفورم په خوښولو کي، د خبري او وينا په کولو کي، د نظام او حکومت په جوړولو کي، د قانون په تصويبولو کي او د دوستۍ او دښمنۍ په کولو کي نورو اديانو ته مراجعه وکړي بلکي ددغه ټولو لپاره طرحه، لارښووني او حکمونه په اسلام کي سته کوم خلګ چي په خبر ندي د دوی ستونزه دغه ده چي دوی د اسلامي تعليماتو څخه بې برخي دي که اسلامي تعليمات په پوره توګه وکړي او عمل هم په وکړي بيا به په هيڅ وخت او هيڅ حالت کي بېله اسلامه بل دين او بل قانون ته رجوع ونکړي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۲/۰۳/۰۵
مسلمان مبارزه وروره!
مبارزه وروره! ستا مبارزه د سيلاب په څېر ده او هغه کسان چي ستا د مبارزې په وړاندي خنډونه جوړوي د خس او خشاک په څېر دي ځکه نو ممکن هر ځای او هر وخت ستا د مبارزې څخه ځپل سوي خلګ ستا په وړاندي را ښکاره سي لکه سيلاب اخيستي خس او خاشاک چي د اوبو په مخ او کنارونو کي را ښکاره کيږي.
تا ته ډاډ درکوم چي مبارزې دي نتيجه ورکړې او لا يې هم ورکوي کنه نو اهل باطل ستا په وړاندي نه درېدل، دا چي اهل باطل ستا په وړاندي عکس العمل ښکاره کوي دا خپله ستا د مبارزې مؤثريت په ډاګه کوي ځکه نو هيڅ وخت ناهيلی نسې او ورځ تر بلي خپله مبارزه چټکه کوه.
خو دې خبري ته ډېر پام وکړه چي مبارزه دي د کيف او کم په لحاظ د ټاکل سوو مشرانو سره په همږغۍ او د هغوی تر څارني لاندي وکړه تر څو دي مبارزه هم معیاري هم اصولي او هم نوره اغيزمنه سي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۲/۰۳/۰۴
د اسلامي ثقافت ارزښتونه:
په اسلامي ثقافت باندي د مسلمان اسلامي شخصيت جوړېږي؛ اسلامي ثقافت د انسان د شخصيت پر جوړېدلو باندي په هر اړخيزه توګه ډېر ټينګار کړی دی تفاوت نه لري که هغه نفسي جنبه وي، روحي جنبه وي، عقلي جنبه وي او که جسدي او بدني جنبه وي په ټولو کي اسلامي ثقافت مثبت سمون راوړي.
دا په تجربه باندي ثابته سوېده چي د يادو برخو په سمون کي د اسلامي تعليماتو عملي کول ډېر رول لري، کوم خلګ چي اسلامي تعليمات يې کړيوي او بيا عمل هم ورباندي وکړي ارومرو د هغوی په نفسي حرکاتو کي تغيير راغلی وي پدې معنی سره چي نفس يې د بغاوت او سرکښۍ څخه نجات مومي او تر کنټرول لاندي راځي چي په نتيجه کي ناروا کارونو ته يې شوق او ميلان کميږي او ښه سړی ورڅخه جوړېږي.
همدا راز د اسلامي تعليماتو په ويلو باندي انسان د ژوند په هره برخه کي روحيه پيدا کوي، الهي تقدير پيژني، د الله پاک پر قدرت پوره باور پيدا کوي، د ځان انساني نيمګړتيا او بشري نقصان پيژني، په ژوندانه کي د الله پاک پر ورکړي او تقسيم باندي قناعت کوي، په هيڅ حالت کي د ژوند څخه نه ناهيلی کيږي، د سختيو په حالت کي استقامت او د آسانيو په حالت کي عجز او تواضع د ځان عادت جوړوي چي ددې ټولو په شتون سره به ارو د روحي سکون او رواني آرامتيا خاوند کيږي.
همدا راز د اسلامي تعليماتو زده کړه د انسان د عقل پر کيفيت او کميت باندي هم ډېر مثبت تأثير ايږدي، کوم خلګ چي د اسلامي تعليماتو خاوندان وي د هغو خلګو په نسبت چي اسلامي تعليمات يې نه وي کړي عقل يې هم تيز او هم قوي وي له همدې امله د هر شي ښه او بد ژر پيژني او ادراک يې هم قوي وي.
د بدن په ساتنه او ښه ښکاره کولو کي هم د اسلامي تعليماتو ګټي د هيچا څخه پټي ندي ځکه چي اسلامي تعليمات انسان ته د خپل جسد د ساتني او ښه جوړوني سپارښتنه کوي او د هر هغه شي څخه يې منعه کوي چي د انسان بدن ورباندي ضعيفه کيږي او يا يې بدن ورباندي بدرنګه او بد شکل ښکاري له همدې امله يې د هغو شيانو خوړل حرام کړيدي چي د انسان صحت ورباندي خرابيږي او بدن ته يې زيان رسيږي، همداسي د هغه لباس او يونيفورم اغوستل يې هم منعه کړيدي چي انسان ورباندي بدرنګه او بد شکل ښکاري او يا هم د يوه کافر او بې دينه په بڼه ښکاره کيږي.
په همدې سبب موږ وينو چي نن ډيری هغه انسانان چي د خپل بدن غم ورسره نسته او يا ځان داسي جوړوي چي دده او يوه کافر تر مينځ په شکل او کالو کي هيڅ توپير نه کيږي هغه خلګ دي چي ديني تعليمات يې ندي کړي او يا يې هم عمل ورباندي ندی کړی.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۲/۰۳/۰۳
دومره فکر بايد ولرې:(لومړی برخه)
د اسلامي ثقافت ارزښتونه:
اسلامي نظام هم د خدمت وي هم د غيرت:
با احساسه او ویښ ضمیر والا انسانان چی هر وخت پر دین باندی غیرت کوی او پر اسلامی شعایرو ځان قربانوی د اسلامی نظام په شتون کی باید ځان څو برابره غیرتمند او با احساسه ونیسی او د دین د دفاع لپاره د نظام سره په همږغۍ تر بل هر وخت ډېر کار وکړی.
یقینی خبره ده چی په اسلامي نظام کي د هرچا مثبت ليدلوري ته په درنه سترګه کتل کيږي او د هر مسلمان مبارز ليکنه، وينا او مشوره ارزښتناکه بلل کيږي ځکه نو مبارز باید د مربوطه مسئولینو سره په هماهنګۍ د بل هر وخت په نسبت خپلی هلی ځلی څو برابره زیاتی او منسجمی کړی.
په نظام کي فعال شخصيتونه ځکه ډېر مهم دي چي نظام په خپل سمبالښت، دفاع او پرمختګ کي هغوی ته اړتيا لري او د نظام په تشکيلاتو کي د دوی شتون د قوت او بقاء علت جوړېدلای سي.
له همدې امله هر مسلمان مبارز چي د ټولني د اصلاح لپاره څومره مبارزه کوله د اسلامی نظام د حاکمیت وروسته يې بايد د نظام سره په همږغۍ څو برابره وکړي او چي هر با غيرته وګړي په کومو ځايونو کي شرعي غيرت کوی اوس يې بايد د مسئولينو سره په مشوره نور هم غښتلی کړي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۲/۰۳/۰۲
د اسلامي ثقافت ارزښتونه:
په اسلامي ثقافت باندي د انسان ساتونکی او فعال عقل جوړیږي؛ اسلام د انسان د عقل پر حفاظت او ساتني باندي ډېر ټينګار کړی دی، عقل یې داسی اصل او عنصر بللی دی چی په در لودلو یې انسان د خرافاتو، اوهامو، درواغو او منفي سادګيو څخه ساتل کېدلای سي او انسان یې پدې باندی امر کړی دی چی د هر هغه شي څخه ځان وساتي چي عقل ورباندي زائليږي د بېلګي په ډول مخدرات او مسکرات يې حرام کړيدي کوم چي عقل ته زيان رسوي او د صحيح ادراک څخه د عقل مخنیوی کوي.
لکه څنګه چي الله پاک عقل ته حيثيت د يو ترازو ورکړی دی چي کارونه په تلي، د ښه او بد تشخيص کوي او مخکي تر اعتقاد د هغه ښه والی او يا بدوالی ځان ته معلوموي. الله پاک فرمايي: أَفَمَنْ يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَى إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ.[الرعد۱۹] ژباړه: آیا هغه څوک چي پدې باندي پوهیږي چي هغه شی چي ستا رب تا ته نازل کړی دی حق دی داسي دی لکه هغه څوک چي ړوند دی او نه پوهیږي؟ یقینا چي یواځي د عقلونو خاوندان وعظ قبلوي.
مفسرینو لیکلي دي چي دغه آیت د حضرت حمزه رضی الله عنه او ابوجهل په باره کي نازل سو، حضرت حمزه رضي الله عنه چي د سالم عقل خاوند وو د قرآن حقانیت یې درک کړ او ایمان یې راوړ خو ابوجهل چي د سالم عقل څخه محروم وو د قرآن حقانیت یې درک نکړ او ایمان یې را نه وړ.
د درس ويلو او تحصيل په دوره کي د ديني علومو سره رابطه د انسان لپاره ډېره مهمه ده پدې معنی سره چي محصل بايد په هره تحصيلي دوره کي د ديني علومو زدکړي ته ډېره پاملرنه وکړي تر څو د هر مضمون او هر پوهنځي څخه چي فارغ کيږي د ديني او اسلامي روحيې سره فارغ سي.
زموږ په زمانه کي ډېری محصلين چي د فراغت وروسته بې دينۍ ته مخه کوي يا خپلي دندي ته د يوه تجارتي بازار په سترګه ګوري لوی لامل يې دغه دی چي د زده کړي په دوران کي يې ځان په ديني عقيده باندي نه وي سمبال کړی ځکه نو د ټولني په نسبت خپل مسئوليت هم نه پېژني.
دا چي زموږ په زمانه کي ډېری ډاکټر صاحبان، انجينران، سياست پوهان او د عصري علومو استادان اسلامي اخلاقو او لمانځه ته ژمن ندي علت يې دغه دی چي د زده کړي په وخت کي يې پر ديني مضامينو باندي کوښښ ندی کړی نو ځکه مسلماني ورته يو ډول شاته تګ او انحطاط معلوميږي او ځان ته د يو مسلمان ډاکټر او انجينر په سترګه نه ګوري او د خپلو کارونو په ښه والي او بد والي کي ديني اصول په پام کي نه نيسي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۲/۰۳/۰۱
مدبر او سياست پوه امير تقبله الله:
په دنيا کي ډېر مهم شخصيتونه تېر سويدي چي ياد ساتل يې زموږ
مسئوليت دی تر څو را روان نسلونه د هغوی په کارنامو خبر سي، د هغوی اهداف تعقيب کړي
او د هغوی غوندي ځانونه جوړ کړي.
د مهمو شخصيتونو څخه يو هم شهيد ملا اخترمحمد منصور تقبله
الله دی چي نظام ته د داخلېدلو څخه بيا تر شهادت پوري ټول ژوند يې د ابتکارونو،
کارنامو او درسونو څخه ډک وو.
د اسلامي امارت په لومړني واکمنۍ کي په ورسپارل سوې دنده کي
د نوموړي ځلېدل، د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اطاعت کي
مخکښي، د خپلو صلاحيتونو په ساحه کي ولس ته د پام وړ خدمتونو عرضه کول، د ملګرو
لپاره پوره غمخوري او خدمت، په افغاني ټولنه کي د علماؤ او مخورو کسانو احترام ته
ژمنتيا او په اسلامي زرينو اخلاقو باندي سمبالوالی ځيني هغه نوښتونه او ځانګړتياوي
وې چي شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله يې درلودونکی وو او په خپل
وخت کي د ټولو انسانانو له مينځ څخه الله تعالی ددغه اخلاقي او نزاکتي بشري امتيازونو
لپاره غوره کړی وو؛ الله تعالی دي شهيد امير ته جنت الفردوس په نصيب کړي.
د اسلامي امارت د لومړني واکمنۍ د ړنګېدلو څخه وروسته د امريکايانو
په وړاندي د جهاد په پيل او غځېدلو کي د شهيد امير المؤمنين ملا اخترمحمد منصور
تقبله الله فعالي او نه هېرېدونکي هڅي د هيچا هېري ندي او د مرحوم اميرالمؤمنين
ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات او دده د ټاکني وروسته د مجاهدينو کاميابه
رهبري، په هيواد کي د جهادي بهير چټکتيا، په سياسي ډګر کي په نړۍ باندي د اسلامي
امارت منل، د خوارجو او مغرضو کړيو په وړاندي کلک درېدل، په هيواد کي د ننه د تکړه
او ويښو افغانانو سره فعاله رابطه ساتل، په ډېرو حساسو شرايطو کي او لږو امکاناتو
باندي د يرغلګرو په وړاندي د نظامي جهاد ترڅنګ د نړۍ سره ديپلوماتيکي اړيکي را
ژوندۍ کول، اسلامي امارت د پاڅون د نوم څخه د يوه بالقوه نظام په نوم په نړۍ کي
مطرح کول هغه تاريخي نوښتونه وه چي شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله
الله يې د نړۍ په کچه د اسلام په تاريخ کي د لوی او ستر رهبر په نوم وليکی؛ الله
تعالی دي نومړی په خپلو جنتونو او رحمتونو باندي ونازوي.
بېله مبالغې دا ويلای سو چي شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد
منصور تقبله الله د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله څخه وروسته د
سياسي اسلام او اسلامي حاکميت مجدد وو چي الله تعالی يې رهبري پر افغانانو لورولې
وه لوی رب دي د جنتونو په نازونو باندي ونازوي.
موږ ته دا لازمه ده چي د شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله جهادي لاره، جامع او پراخ فکر، سياسي ليدلوری، فکري استقلال او ټول شموله طبيعت تعقيب کړو تر څو لاس ته راغلی اسلامي نظام په سمه توګه سمبال کړو او ساتني ته يې لازم تدابير ونيسو.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۲/۰۲/۲۸
د عقيدوي دښمن سره جګړه کول لومړيتوب لري:
ددې څخه داسي ښکاري چي د عقيدوي دښمن سره جګړه کول لومړيتوب لري تر جګړه کولو د هغه دښمن سره چي د مال او پيسو لپاره ستا سره جنګيږي.
زموږ په زمانه کي يهود، نصاری او خوارج هغه کسان دي چي د مسلمانانو سره د عقيدې پر اساس جګړه کوي ځکه نو مسلمانان بايد د دوی سره هر ډول جګړه کولو ته لومړيتوب ورکړي او په نظامي، فرهنګي او فکري برخو کي د دوی په وړاندي و دريږي او منحوس پلانونه يې شنډ کړي.
قِيلَ لابْنِ الْمُبَارَكِ: لِمَ تَغْزُو الرُّومَ وَلا تَغْزُو التُّرْكَ؟ قَالَ: الرُّومُ يُحَارَبُونَ عَلَى الدِّينِ، وَالتُّرْكُ يُحَارَبُونَ عَلَى الْمَالِ.[المحالسة وجواهرالعلم۲۴۸۸]
مولوي نورالحق مظهري