۱۴۰۵/۰۱/۱۹

نرمي او نرم خويي د انسان لپاره کمال دی:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د احاديثو څخه داسي ښکاري چې نرمي او نرم خويي د انسان لپاره کمال، نيکمرغي او ښايست دی خو د دې پر عکس سختي او تندخويي د انسان لپاره نيمګړتيا، بدمرغي او بدرنګي ده لکه په لاندې احاديثو کې چې راځي:

1 - عَنْ عَائِشَةَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: إِنَّ الرِّفْقَ يُمْنٌ، وَإِنَّ الْخُرْقَ شُؤْمٌ، وَإِنَّ اللَّهَ إِذَا أَرَادَ بِأَهْلِ بَيْتٍ خَيْرًا أَدْخَلَ عَلَيْهِمْ بَابَ الرِّفْقِ، وَإِنَّ الرِّفْقَ لَمْ يَكُنْ فِي شَيْءٍ إِلَّا زَانَهُ، وَإِنَّ الْخُرْقَ لَمْ يَكُنْ فِي شَيْءٍ إِلَّا شَانَهُ.(مکارم الأخلاق للخرائطي: 696)
ژباړه: عائشه رضي الله عنها د رسول الله صلی ا لله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: يقينا چې نرمي(نرم خويي) نيکمرغي ده او سختي(تند خويي) بدشګوني(بدمرغي) ده او کله چې الله تعالی د يو کور لپاره د خير اراده وکړي نو پر هغوی د نرمۍ دروازه را خلاصه کړي او نرمي په هيڅ شي کې نه راځي مګر دا چې هغه ښکلی کوي او سختي په هيڅ شي کې نه راځي مګر هغه بدرنګه کوي.

2 - عن جَرِيرِ، قال: قال رسولُ الله -صلى الله عليه وسلم-: مَن يُحرَم الرّفْقَ يُحْرَم الخيرَ كُلَّهٌ. (سنن أبي داود: 4809)
ژباړه: څوک چې د نرمۍ(نرم خويۍ) څخه محروم سو هغه د ټوله خير څخه محروم سو.

نو کوښښ وکړئ چې هر ځای کې د هر مسلمان سره نرم خويي وکړئ او د تند خويۍ څخه ځان وساتئ؛ که په خپل کور کې ياست د خپلي مېرمني او اولادونو سره نرم خويي وکړئ، که په کلي ژوند کوی د خپلو خپلوانو او کليوالو سره نرم خويي وکړئ او که په کومه اداره کې مشري، سرپرستي يا وظيفه کوي د هغې ادارې د نورو کارکوونکو سره نرمي او نرم خويي وکړئ او کوښښ وکړئ چې ځانونه د تندخويۍ او سختۍ څڅه وساتئ تر څو خدای مکړه د خير او ښېګڼي څخه محروم نه سی، بدمرغي مو په نصيب نه سی او په بدجنسه انسانانو کې شمېر نه سی.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: