۱۳۹۵/۰۷/۰۸
دموسیقی حرمت
دمال بیځایه مصرف مکوئ!
عَن أبي هُرَيرة ، قال : قال رَسُول اللهِ صَلَّى الله عَلَيه وَسَلَّم : لا يحب الله إضاعة المال.[ مسندالبزار8463]
ژباړه: ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دمال بیځایه مصرف دالله پاک نه خوښیږی.
پدی هیله چی دحجاجو د راتګ په وخت کی زموږ وړونه دبیځایه مصارفو څخه ځان وساتی.
ژباړه: ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دمال بیځایه مصرف دالله پاک نه خوښیږی.
پدی هیله چی دحجاجو د راتګ په وخت کی زموږ وړونه دبیځایه مصارفو څخه ځان وساتی.
الشکوی والدعاء:
إلیکم یاحکام العرب تبًا لکم ولمن یدعمکم!
صوت هذا الطفل نموذجة من نتائج جبنکم وسکوتکم حول الحوادث التی تمر فی العالم الإسلامی ، تعیشون فی الرخاء والرفاهیة وهذا حال المسلمین فی الدول الإسلامیة!!!
یارب العالمین یاهازم الأحزاب أنصرإخواننا فی کل مکان اللهم ثبت أقدام إخواننا وسدد رمیهم واقو قلوبهم واجعلهم صفا واحد مرصوصا ویدا واحدة قویة أمام الیهود والنصاری والروافض والعلمانیین ونجهم من التفرق والتشتت والتشقق.
اللهم لانشک فی أنک تسمع صراخ هذا الطفل ولانشک أنک تنصرالمسلمین فاسمعه سماع قبول ونصر یاناصرالمظلومین!لمشاهدة الفیدیو اضغط هنا!
صوت هذا الطفل نموذجة من نتائج جبنکم وسکوتکم حول الحوادث التی تمر فی العالم الإسلامی ، تعیشون فی الرخاء والرفاهیة وهذا حال المسلمین فی الدول الإسلامیة!!!
یارب العالمین یاهازم الأحزاب أنصرإخواننا فی کل مکان اللهم ثبت أقدام إخواننا وسدد رمیهم واقو قلوبهم واجعلهم صفا واحد مرصوصا ویدا واحدة قویة أمام الیهود والنصاری والروافض والعلمانیین ونجهم من التفرق والتشتت والتشقق.
اللهم لانشک فی أنک تسمع صراخ هذا الطفل ولانشک أنک تنصرالمسلمین فاسمعه سماع قبول ونصر یاناصرالمظلومین!لمشاهدة الفیدیو اضغط هنا!
۱۳۹۵/۰۳/۱۳
دموسیقی حکم
موسیقی ویل ، موسیقی اوریدل او دموسیقی مجلس اومحفل ته ورتلل ټوله حرام دی:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
عن أنس بن مالك رضي الله عنه: أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة: مزمار عند نعمة، ورنة عند مصيبة .[مسندالبزار]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دوه ږغه دی چی الله پاک په دنیا او آخرت کی په لعنت کړیدی : سروز ویل او غوږ ایستل دنعمت په وخت کی ، او بل په چیغو باندی ژړل دمصیبت په وخت کی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
عن أنس بن مالك رضي الله عنه: أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة: مزمار عند نعمة، ورنة عند مصيبة .[مسندالبزار]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دوه ږغه دی چی الله پاک په دنیا او آخرت کی په لعنت کړیدی : سروز ویل او غوږ ایستل دنعمت په وخت کی ، او بل په چیغو باندی ژړل دمصیبت په وخت کی.
ټولووړونوته!
ـــــــــــــــــــ
هرڅوك چي انټرنټ ته لاس رسي ولري كولائ سی دخپلی منطقی پنځه شرعی وختونه داونۍ ، میاشتی او کال په حساب دلاندی ویب پاڼی څخه ترلاسه کړی.
ـــــــــــــــــــ
هرڅوك چي انټرنټ ته لاس رسي ولري كولائ سی دخپلی منطقی پنځه شرعی وختونه داونۍ ، میاشتی او کال په حساب دلاندی ویب پاڼی څخه ترلاسه کړی.
http://www.islamicfinder.org/cityPrayerNew.php…Islamicfinder
دبیلګی په توګه دفراه وخت ده را روانی روژی میاشتی لپاره پرلاندی تړون باندی کتلائ سئ:
http://www.islamicfinder.org/prayerPrintableHijri.php…اوقات نماز فراه
http://www.islamicfinder.org/prayerPrintableHijri.php…اوقات نماز فراه
۱۳۹۴/۱۰/۰۱
هغه خلګوته چي خپلي لونړي ژر په نكاح نه وركوي:
هغه خلګوته چي خپلي لونړي ژر په نكاح نه وركوي:
دايو حقيقت دئ چي ښځه هم دنر غوندي جفت او دژوند
ملګري ته اړتيا لري چي دځوانۍ سره هم مهاله بايد ورته دملګري تابيا ونيول سي خو
دبده مرغه چي ځيني خلګ خپلي لونړي اوياهم ځيني وړونه خپلي خوندي دبلوغ وروسته ډيره
مده ساتي آن چي ځيني يي تر35 اويا 40 كلنۍ
پوري هم رسيدلي وي خو ددي خلګو داكار هم شرعا اوهم دانساني فطرت له نظره ناروا دئ
، شرعا ځكه چي الله پاك دخپل رسول پرژبه انسانانو ته داسي سپارښتنه كړيده چي تاسو
دانجوڼو په وركولو كي ځنډ مكوئ لكه چي رسول اكرم
صلي الله عليه وسلم وحضرت علي رضي الله عنه ته په درو شيانو كي دتلوار
سپارښتنه كوي چي يويي دښځي ژر په نكاح وركول دي:
وَالاِيْمُ اِذَاوُجِدَتْ لَهَاكُفْوًا{ {
رواه الترمذي وقال حديث غريب حسن كمانقله الالباني في المشكاة 1/192}.
ژباړه:اوداغسی مه ځنډه وه ښځه کله چي سيال ورته
پیداسی. یعنی په نکاح یی ورکړه.
همدا راز په حديث كي راځي:
}
عَنْ عُمَرْبِنْ خَطَّابْ t وَاَنَسْ
بِنْ مَالِكْ t عَنْ
رَّسُولِ اللهِ r قَالَ فِي
التَّوْرَاةِ مَكْتُوبٌ مَنْ بَلَغَتْ اِبْنَتُهُ اِثْنَتَيْ عَشْرَةَ سَنَّةً
وَلَمْ يُزَوِّجْهَافَاَصَابَتْ اِثْماً فرکبت اثمافَاِثْمُ ذَالِكَ عَلَيْهِ{.{ شعب الإیمان حدیث 8302
و 8303 }
ژباړه:ده عمربن خطابt اوانس بن مالكtڅخه روايت
دي د رسول اكرمr څخه چي ده وفرمايل: په تورات كي ليكلي دي: چي د چا لور دوولسو
كالوته ورسيږي اوده په نكاح نه وي وركړي اوهغه ښځه مرتكبه د ګناه سي نوګناه ئي د
پلارپرغاړه ده.
اودحضرت عمر رضي الله عنه څخه روايت دئ :
عَنْ عُمَرَبْنِ الْخَطَّابْ رَضِيَ اللهُ
تَعَالَي عَنْهُ اَنَّهُ قَالَ زَوِّجُوْااَوْلاَدَكُمْ اِذَاَبلَغُوْا
لاَتَحْمِلُوْا آثَامَهُمْ{ {ابن الجوزي احكام النسآء34}.
ژباړه: د عمربن خطاب رضي الله تعالي عنه څخه
روايت دي چي ده وفرمايل په نكاح وركړئ خپل
اولادكله چي بلوغ ته ورسيږي،ځانونه مه باروي ددوي په ګناهونوباندی.
په شريعت كي هم ددي لپاره ډيري نموني لرو چي پلارونو خپلي لوڼي په خپله په
نكاح وركړيدي لكه موسي عليه السلام ته چي دده خوسر ددي وړانديز كوي چي زه غواړم
خپله يوه لور تاته دركړم چي بيا همداسي كيږي ، خپله لور وركوي.
همدا راز حضرت عمر رضي الله عنه دخپلي لور حفصه
رضي الله عنها دنكاح كولو وړانديز حضرت ابوبكر اوحضرت عثمان رضي الله عنهما ته كوي
چي بياهغه وو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورسره نكاح كوي.
همدا راز سعيدبن المسيب رضي الله عنه چي تابعي
اويو ستر مجتهد اومقتدا عالم وو دخپلي لور دنكاح وړانديز خپل شاګرد عبد الله بن أبي وداعة ته كوي چي هغه هم
ورسره نكاح كوي.
نو داهيڅ بد كارندئ چي څوك دي دخپلي لور دنكاح وړانديز
ويو صالح اونيك انسان ته وكړي ځكه چي لكه سړئ چي دخپل زوي لپاره دښځي په انتخاب كي
څومره جدي او دقيق وي همداسي بايد دخپلي لور لپاره دميړه په انتخاب كي جدي او دقيق
وسي.
دبله پلوه په كور كي دښځي ډير كښينستل ددي لامل
كيږي چي ښځه دي دډيرو روحي او جسمي ناروغيو سره لاس اوګريوان سي چي چي بيا دعمر
ترآخره پوري يي تداوي ګرانه وي.
نوپلارونه او دكور مشران بايد ودي خبري ته ډيره
پاملرنه وكړي او خپلي لوړي دبلوغ وروسته سم ځاي په نكاح وركړي.
په امت كي ددرځ اچوونكي سزا
په امت كي ددرځ اچوونكي سزا:
عَنْ عَرْفَجَةَ بْنِ شُرَيْحٍ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ
صلى الله عليه وسلم : إِنَّهَا سَتَكُونُ بَعْدِي هَنَاتٌ وَهَنَاتٌ وَهَنَاتٌ - وَرَفَعَ
يَدَيْهِ - فَمَنْ رَأَيْتُمُوهُ يُرِيدُ تَفْرِيقَ أَمْرِ أُمَّةِ مُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم
وَهُمْ جَمِيعٌ ، فَاقْتُلُوهُ كَائِنًا مَنْ كَانَ مِنَ النَّاسِ.[سنن نسائي4021]
ژباړه: عرفجة بن شريح
وايي : رسول اكرم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: يقينا به زما وروسته ډير حوادث
اوپيښي راځي- اوخپل لاسونه يي پورته كړه –
نوهرچاچي داسي سړئ وليدئ چي دمحمد(ص) دامت كار يي پاشئ پداسي حال كي چي هغه سره
راټول وه نومړيي كړئ هرڅوك دخلګو څخه چي وي.
توضيح: يعني چي
څوك درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دامت ترمينځ بي اتفاقي راولي ، هغوي سره ويشي
نوتاسو هغه څوك مړكړئ هرڅوك چي وي ،لوي والي ،مرتبي او كارنامو ته يي مه ګورئ ؛
ځكه چي يووالئ دامت تراشخاصو ډير مهم دئ.
دليكني اوتصنيف سرقت داسلام اواخلاقو له نظره
دليكني اوتصنيف سرقت داسلام
اواخلاقو له نظره:
بسم الله الرحمن الرحيم
الله پاك لكه إنسانان چي يي د ژبي ؛
ځاي ، رنګ ، غناء اوفقر، قوم او نورو مشخصاتو له كبله ديوحكمت له وجهي متفاوت او
متمايز پيدا كړيدي همدا راز يي دإستعدادونو، زكاوت ، ټنبلۍ او زيركتيا له مخي هم
متفاوت اومتمايز پيدا كړيدي ، كوم خلګ چي الله پاك دزكاوت اوزيركتيا نعمت وركړئ وي
اوبيايي هغوي ته دإستعمالولو توفيق هم وركړئ وي نو هغوي دخپل علمي استعداد څخه په
ګټي اخيستني سره په مختلفو لارو باندي غواړي خلګوته خدمت وكړي ، دخپل استعداد په
واسطه خلګوته دهغوي دژوند مختلفي چاري دمختلفو مخولپاره أنځور او دمثبتو چارو
دپرمخ بيولو اومنفي څخه يي دډډه كولو لپاره مختلف اړخونه روښانه، او ورته هراړخيزي
لار ښووني وكړي ، چي يوه لاره يي ليكوالي اوتأليفات دي چي ددي لاري څخه ډيرو
ليكوالانو اومؤلفينو دخپلو علمي استعدادونو نتيجه او زيار ايستلو مثبتي پايلي
خلګوته په ليكنو او تصنيفاتو كي وړاندي كړيدي، او دإنسانو دژوند په ډيرو برخوكي يي
ليكني اويا تأليفات كړيدي.
پدي كارسره ليكوالانو اومصنفينو په
رښتياچي خپله علمي دنده سرته رسولي او مونږ ته يي ديوي خوا ډيره لويه علمي زيرمه
په لاس راكړيده ،چي مونږ يي بايد منندوي سو اوددوي شكريه آداء كړو، او دليكنوڅخه يي
درسته استفاده وكړو، او دبلي خوايي دخپل قلم اوګوتو په ژبه راته داسي الهام
وركوونكي تصريحات كړيدي چي په ژور فكر سره ورته غوږ نيول اوپه دقت سره يي لوستل
دداسي فكر دإحياء سبب كيږي چي إنسان دي دځانه سره سوچ وكړي چي زه هم ددوي غوندي
إنسان يم دوي چي دومره ګټوري ليكني اوتصنيفات كړيدي ،زه يي ولي نشم كولائ ؟ چي په
نتيجه كي په إنسان كي د پرمختګ او ارتقاء
روحيه پيدا كيږي او ددي لامل كيږي چي إنسان دي ديوي خوا ددوي له سيرت
اوژوند دڅرنګوالي څخه ځان خبركړي اودبلي خوا دي ځان ددوي غوندي جوړ كړي.
خوددوي څخه مننه ، ددوي دليكنوڅخه
درسته إستفاده، ددوي په سيرت باندي دځان خبراوئ او ددوي غوندي دځان جوړول هغه وخت
ممكن دي چي ديوي خوا ددوي ليكني اوتصنيفات د تحريف او منفي مغرض تغيير څخه وژغورل
سي او دبلي خوادي دهرچاليكنه اوتصنيف وهغه ته منسوب كړل سي، همدا راز دي دوي ته
ددوي دزيار ايستلو پخاطر دعاوسي اوورڅخه دي شكر آداء سي.ځكه كچيري ليكنه اويا
تصنيف تحريف سي نو دا معلومه خبره ده چي ليكنه اويا تصنيف خپل اصالت له لاسه وركوي
په ځينو مواردو كي يي محتويات پوره تغيير كوي چي بيا ورڅخه درسته استفاده كول ،ګران
دي ، ځكه چي هرليكوال ځان ته دخپلي ليكني څخه غرض او موخه لري اوهرڅوك دخپل
استعداد اوظرفيت په اندازه خپلي ليكني ته يوځانګړئ اوخاص سبك اوطريقه وركوي ، نوچي
كله يي په ليكنه كي بل څوك دخل وكړي
داټولي ځانګړتياوي او دپام وړټكي له منځه ځي ، اوپه هغه صورت كي خو چي تحريف يي
رسوا او ښكاره سي خلګ ورڅخه بيخي قصدا هيڅ ګټه نه پورته كوي ځكه چي دي ليكني اوتصنيف ته ديو نيمكړي اوتغيير وركړل
شوي په سترګه ګوري.
همدا راز كه يي دليكونكي اومؤلف نوم
تغيير وكړي نو له يوي خوا به ليكنه خپل حيثيت له لاسه وركړي اودبلي خوابه ورڅخه
پورته أهداف لاسته رانسي، ځكه دهرچا خبره ځان ته ځاي اودمنلو ځانګړئ مقام لري، ديو
چاخبره ډيره مؤثره تماميږي خو دبل چاخبره بيا هيڅ تأثير نلري ،همدا راز دابه هم
ډيره ګرانه سي چي سړئ دي دليكونكي په سيرت باندي ځان خبر كړي بيادي دغه ليكنه دهغه
دسيرت سره مقايسه كړي دځان متأثره كيدل خو ورڅخه لا هلته پريږده.
دامعلومه خبره ده چي تحريف اوتغيير
دنوم ، دهغوي څخه دمنني اوشكر كولو خلاف دئ ، ځكه چي هغوي پرليكني اويا تصنيف
باندي زيار ايستلئ دهغه په مرتب كولو كي يي ډير زحمت ګاللئ ، نوچي كله تحريف سي
اويا يي دليكوال نوم وربدل سي دهغه ليكوال اومصنف زيار اوزحمت پوره له پامه ورغځول
كيږي چي داكار لومړئ دغه چاوكئ چي ليكني ته يي تغيير وركئ اوبيا دهغو خلګوڅخه كيږي
چي په ليكونكي باندي يي خبرندي چي په نتيجه كي هم تغيير وركوونكئ اوهم نور
لوستونكي دليكوال څخه دمنني اوهغه ته دعاكولو دوظيفي د نه آداء كولو مرتكب كيږي
پداسي حال كي چي په حديث كي راځي: من لم يشكر الناس لم يشكر الله.[سنن ترمذي1955]يعني چاچي دخلګو شكر
نوي آداء كړئ هغه دالله پاك شكر هم ندئ آداء كړي.
داكار نه تنها داچي ليكنو
اوتصانيفوته لوي تاوان دئ بلكي هغه خلګوته يي تردي لاهم ډير تاوان رسيږي چي دغه
كاركوي ، ديوي خوا يي دالله پاك لخوا وركړل شوي عزت او آبرو له منځه ځي ، خلګ يي
پرنورو ليكنو چي خپله يي كړيدي هم بدګمانه كيږي اوڅوك ورباندي باور نكوي. او دبلي
خوا يي ددي منفي او ناروا كار هغه منفي اثرات هم ورباندي لويږي ، يوخويي دخدمت
اوعلم څخه بركت پورته كيږي اوبل پدي خاطر چي داكار غلا او سرقت دئ ګناه ورته لري.
امام نووي رحمه الله په بستان
العارفين كي فرمايي: څوك چي دغسي كاركوي دهغه علم ورته هيڅ منفعت اوبركت نلري.
همدا راز پدي بدعادت باندي د روبدي
كيدلو په صورت كي يي لرونكئ إستعداد هم له منځه ځي ،ځكه چي كله نفس په سهولتونو
باندي عادت سي بيا ورته دزيار اوزحمت كښل
ډير سخت وي په ځانګړي توګه دكامپيوټر اوټلفنونو دكاپي اوپسټ څخه يي استفاده
كول دټولو زحماتو چي بايد يي ديوي ليكني په آماده كولو وكاږي ځاي نيسي چي دايي
دعلمي إستعداد په مرګ باندي ورته تماميږي.
همدا راز ددي كار كوونكي كه دغه
كارقصدا ددي لپاره كوي چي خلګ يي ددي ليكني اوتصنيف پخاطر ستاينه او تعريف وكړي
بايد پدي باندي هم سرخلاص كړي چي دغه كار يي ديوي خوا دحقيقت پرخلاف دئ او دبلي
خوا ديهودو دعلماؤ اويامنافقينو سره چي الله پاك يي دداسي غوښتنو پخاطر غندي ،
پدغه عمل كي دځان مشابه كول دي.ځكه چي هغوي هم غوښتل پرداسي كارونو باندي ددوي مدح
اوصفت وسي چي دوي نكول.
الله پاك ددوي په هكله فرمايي: وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا
بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا.[سورة آل عمران188َ]
يعني دوي خوښ لري چي ددوي تعريف دي وسي په هغه شيانوباندي چي دوي ندي
كړي.
په احاديثو كي هم ددي كار منع ته
إشاره سويده او داكار يي د" انتحال " په نامه بندي ياد كړئ دئ چي معنا
يي همدغه ديوچادليكني اويا تصنيف وځانته نسبت كول دي.
دامام بيهقي په سنن كبري كي راځي: عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ
عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْعَذَرِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-
:« يَرِثُ هَذَا الْعِلْمَ مِنْ كُلِّ خَلَفٍ عُدُولُهُ يَنْفُونَ عَنْهُ تَأْوِيلَ
الْجَاهِلِينَ وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ وَتَحْرِيفَ الْغَالِينَ ».[سنن الكبري للبيهقي21439].
يعني دغه علم به دهري وروستنۍ ډلي څخه وعادلانو اوبا انصافو خلګوته
پاتيږي چي دوي به ورڅخه تأويل دناپوهانو خلګو ليري كوي همدا راز به انتحال دباطل
كوونكو ليري كوي اوهمدا راز به تحريف دتجاوز كوونكو ورڅخه ليري كوي.
په مرقات كي يي د" إنتحال " دتعريف په هكله ليكلي دي:
(وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ) الِانْتِحَالُ: ادِّعَاءُ
قَوْلٍ أَوْ شِعْرٍ، وَيَكُونُ قَائِلُهُ غَيْرَهُ بِانْتِسَابِهِ إِلَى نَفْسِهِ.[مرقات
المفاتيح شرح مشكوة المصابيح248]
يعني انتحال: دبل چاپه قول اوشعر باندي دعوه
كول او وځانته يي نسبت كول دي.
همدا راز علامه مولانا عبدالحي لكنوي رحمه الله
په حاشيه كي دشرح الوقاية فرمايي:
فقد تطلق السرقة على استراق السمع وقد تطلق على السرقة
في الصلاة، وهي أن يؤديها ناقصة، وقد تطلق على الانتحال في التصانيف، وقد تطلق على
قطع الطريق.[عمدة الرعاية حاشية شرح الوقاية كتاب السرقة]
يعني دسرقة اطلاق كله كله په غلاكولو دخبرو كيږي
اوكله كله يي اطلاق دلمانځه پرغلا باندي كيږي اوهغه داسي چي لمونځ نيمګړئ وكړي،
اوكله كله يي اطلاق پر غلاكولو دتصانيفو كيږي اوكله كله يي اطلاق پر نيولو دلاري
كيږي.
همدا راز امام نووي رحمه الله په بستان العارفين
كي فرمايي:
الدين النصيحة: ومن النصيحة أن تضاف الفائدة التي
تستغرب إلى قائلها فمن فعل ذلك بورك له في علمه وحاله ومن أوهم ذلك وأوهم فيما يأخذه
من كلام غيره أنه له فهو جدير أن لا ينتفع بعلمه ولا يبارك له في حال. ولم يزل أهل
العلم والفضل على إضافة الفوائد إلى قائلها نسأل الله تعالى التوفيق لذلك دائما. [
بستان العارفين للنووي ]
يعني:دين نصيحت دئ او دجملي څخه دنصيحت دادئ چي
يوناشنا فايده بايد دهغه ويونكي ته منسوبه كړل سي ، نوچي څوك دغسي وكړي الله پاك
به يي په علم اوحالت كښي بركت كښيږدئ ، اوكه څوك دبل چا خبره داسي بيان كړي چي
ګويا هغه دده ده نوهغه سړئ ددي لائق دئ چي دخپل علم څخه دي ګټه پورته نكړي اونه دي
دده په حال كښي بركت كښيښودل شي، اوتل اهل علم همداسي كول چي (ويل كړل سوي) فائدي
به يي دهغوي ويونكو ته منسوبولي. الله پاك دي تل ددي كار توفيق راكړي.
او إمام سيوطي رحمه الله فرمايي:
ومن بركة العلم وشكره عزْوُه إلى قائله.[
المزهر في علوم اللغة]
يعني بركت دعلم او دهغه شكر آداء كول دادي چي
نسبت يي وويونكي ته وسي.
همدا راز په فتاوي الشبكة الإسلاميه كي راځي:
حرًّمت الشريعة انتحال الرجل قولاً لغيره أو إسناده
إلى غير من صدر منه، وقضت بضرورة نسبة القول إلى قائله والفكرة إلى صاحبها لينال هو
دون غيره أجر ما قد تنطوى عليه من خير، أو يتحمل وزر ما قد تجره من شر.
[فتاوي الشبكة الإسلامية برقم17339]
يعني: شريعت حرام كړئ دئ داچي څوك دي دبل چا
قول ځان ته منسوب كړي، اويادي وهغه چاته منسوب كړي چي هغه قول يي نوي كړئ.
اوديوچادقول نسبت كول هغه ته ځكه ضروري دئ چي كه يي په هغه قول كي ښيګڼي نغښتي وي
نوپرهغه قول باندي مرتب ثواب ودته ورسيږي نه وبل چاته ،اوكه يي په قول كي بدي
نغښتي وي نوګناه يي هم ودته ورسيږي.
خلاصه داچي دبل چاليكنه اويا تصنيف په خپل نامه
كول:
ü
. دليكني حيثيت او اعتبار له منځه وړي.
ü . په صورت كي دتغيير ،دليكني
څخه ګټه اخيستل ستونزمن كوي.
ü . داصلي ليكونكو اومصفينو
ياد اودهغوي په سيرت باندي دخبريدلو ليوالتيا ختمه وي.
ü . داصلي ليكونكو
اومصنفينو زيار ايستل او دهغوي خدمات له خلګو پټوي.
ü . إنسان دعلمي غلا مرتكب
كيږي.
ü . إستعدادونه ورسره وژل
كيږي.
ü . دالله پاك دشكر څخه
إنسان محروم كيږي.
ü . دقصد په صورت كي إنسان
ديهود اويا منافقينو سره پداسي عمل كي مشابه كيږي.
ü . دشريعت دمخالفت له كبله
إنسان دګناه مرتكب، معنويات يي ختم اوبركت يي دعلم څخه وركيږي.
نوبايد زمونږ ليكوالان، مبلغين او
ددين رسوونكي دغه خبره پوره په پام كي ونيسي ترڅويي الله پاك په خدمت كي هم بركت
كښيږدي اودګناه كولو څخه هم وژغورل شي .
۱۳۹۴/۰۲/۲۷
موخۍ په اسلام کی:
موخۍ په اسلام کی:
ددی لپاره چی پوره مو سر خلاص شی ، چی آیا په اسلام کی موخۍ شته او که یا؟ او کڅوک دغسی نکاح کوی، آیا نکاح درسته ده او که یا؟ او چه په حدیث کوم نفی اویانفی راغلیدی، مصداق کوم شئ دئ؟ لومړئ به راشودموخۍ دلفظ تحقیق ته چی په عربی کی ورته " شغار " وایی.
په احادیثوکی:
1. حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ يُوسُفَ ، أَخْبَرَنَا مَالِكٌ ، عَنْ نَافِعٍ ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم نَهَى عَنِ الشِّغَارِ وَالشِّغَارُ أَنْ يُزَوِّجَ الرَّجُلُ ابْنَتَهُ عَلَى أَنْ يُزَوِّجَهُ الآخَرُ ابْنَتَهُ لَيْسَ بَيْنَهُمَا صَدَاقٌ. [ صحیح البخاری 5112]
ژباړه: دعبدالله ابن عمر رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دئ، چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د" شغار " څخه منع کړیده، او " شغار " دادئ: چی څوک خپل لور بل چاته په نکاح ورکوی داسی چی هغه بیا ودته خپل لور ورکوی، او په مابین کی ددوی مهر نوی.
بل ځای کی امام بخاری رحمه الله ددغه حدیث روایت کوی وروسته فرمایی: قُلْتُ لِنَافِعٍ مَا الشِّغَارُ قَالَ يَنْكِحُ ابْنَةَ الرَّجُلِ وَيُنْكِحُهُ ابْنَتَهُ بِغَيْرِ صَدَاقٍ وَيَنْكِحُ أُخْتَ الرَّجُلِ وَيُنْكِحُهُ أُخْتَهُ بِغَيْرِ صَدَاقٍ.[صحیح البخاری].
ژباړه: - راوی وایی: - ما ونافع ته وویل:" شغار " څشئ دئ؟ هغه وویل: شغار دادئ، چی څوک دچالورکوی، اوهغه ته خپله لور ورکوی، بغیرله مهره، او یا دچاخور کوی، او هغه ته خپله خور ورکوی بغیر له مهره.
او په سنن نسائی کی یی دموخۍ دتعریف لپاره ترجمة الباب ایښئ دئ، " تفسیر الشغار" او پورته دبخاری حدیث یی روایت کړئ دئ.
اوپه صحیح ابن حبان کی یی ددی احادیثو لپاره داسی عنوان ایښئ دئ: ذكر الزجر عن أن يجعل بضع بعض النساء صداقا لبعضهن.
یعنی ذکر دمنع ددی څخه چی دیوی ښځی عورت دی دهغی بلی لپاره مهر وګرځول کړه شی.
په علم لغت کی:
1. و " لا شغار في الإسلام " وهو أن يزوجه أخته على أن يزوجه الآخر أخته ولا مهر إلا ذاك.[اساس البلاغة ش غ ر]
ژباړه: " په اسلام کی شغار نشته " هغه دیته وایی: چی څوک خپله خور چاته په نکاح ورکړی داسی چی هغه بیا ودته خپله خور په نکاح ورکړی او بغیر له دغه نور مهر نوی.
2. الشِّغار بالكسر: نكاح كان في الجاهلية وهو أن يقول الرجل للآخر زوجني ابنتك أو أختك على أن أزوجك ابنتي أو أختي، على أن صداق كل واحدة منهما بضع الأخرى، كأنهما رفعا المهر وأخليا البضع كذا في الصحاح.[ أنیس الفقهاء صفحه 51]/ [الصحاح فی اللغة شغر]
ژباړه: " شغار " په کسره سره هغه نکاح ده، چی دجاهلیت په زمانی کی وه، او هغه داده چی یوه سړی به بل ته ویل: خپله لوریا خور ماته په نکاح راکړه داسی چی زه بیاخپله لور یا خور تاته په نکاح درکوم پداسی ډول چی دهری یوی عورت دهغی بلی مهر دئ، نو ګویا دوی مهر ایسته کوئ، او عورت دښځی یی بی مهره ګرځوئ.
3. والشِّغارُ بالكسر : أن تُزَوِّجَ الرجُلَ امرأةً على أن يُزَوِّجَكَ أُخْرَى بغيرِ مَهْرٍ صَداقُ كلِ واحِدةٍ بُضْعُ الأُخْرَى.[ القاموس المحیط فصل الشین صفحه 535]
ژباړه: " شغار " په کسره سره، دادئ چی څوک یوه ښځه دبلی په مقابل کی په نکاح ورکړی بیله مهره ، او مهر دهری یوی دهغی بلی عورت کښیږدی.
4. والشّغار : أن تُزوج الرجل امرأة ما كانت على أن يُزوّجك أخرى بغير مَهر.[المحکم والمحیط الأعظم الغین والشین والرآء]/ [ المخصص لابن سیده کتاب النساء] /
ژباړه: " شغار " دادئ چی سړئ یوه ښځه چاته په نکاح ورکوی، چی هغه بیا ورته بله ښځه په نکاح ورکړی ، بغیرله مهره.
5. ( شاغره ) مشاغرة وشغارا زوجه قريبته على أن يزوجه الآخر قريبته بغير مهر.[المعجم الوسیط حرف الشین جلد1 صفحه486] / [المغرب فی ترتیب المعرب ] / [تاج العروس من جواهر القاموس]
ژباړه: " شاغره " یعنی خپله قریبه ښځه یی بل چاته په نکاح ورکړه داسی چی هغه به بیا خپله قریبه ښځه ودته په نکاح ورکوی بغیر له مهره.
6. " لا شِغارَ في الإسلام " ، وهو أن يتزّوج الرجلان كل واحد منهما بأخت صاحبه أو بنت صاحبه ليس بينهما مَهر، وكان مِن فِعل أهل الجاهلية.[جمهرة اللغة ]
ژباړه: " په اسلام کی شغار نشته" – حدیث دئ- او هغه دادئ چی دوه نفره هریو دخپل ملګری خور اویالور په نکاح کوی، چی په مابین کی یی مهر نوی، او داکار دجاهلیت په زمانی کی وو.
داغسی په نورو کتابونوکی لکه: شرح حدود ابن عرفه،طلبة الطلبة فی الإصطلاحات الفقهیة، داسی تعریفونه د "شغار" لپاره راغلیدی.
نو دپورتنی احادیثو او لغوی معناګانو څخه داسی نتیجه اخیستلای شو، چی " شغار " هغه نکاح ته وایی: چی دوۍ ښځی ترخپل مینځ په بدل اوعوض کی په نکاح ورکوی، او دهیڅ یوی لپاره مهر نه ایږدی، یعنی هره ښځه دهغی بلی مهر ګرځوی.
نوپه اصطلاح کی دداسی نکاح لپاره څوصورتونه راځی:
1. دهری ښځی لپاره جدا مهر ایږدی، نکاح دیوی معلقه تر نکاح دبلی نکوی.
2. دهری ښځی لپاره جدا مهر ایږدی نکاح دیوی معلقه ترنکاح پوری دهغی بلی کوی.
3. دیوی ښځی لپاره لا مهر نه مسمی کوی، او نه هم پکی دتعلیق خبره کوی.
4. نه دښځی لپاره مهر مسمی کوی، او داسی هم وایی: چی هره ښځه په مقابل کی دهغی بلی ده.
په لومړی صورت کی نکاح صحیح ده، دهری ښځی لپاره هغه مسمی مهر دئ، او دإبتدا څخه پردی صورت اطلاق دشغار« موخی » نکیږی، ځکه دا دواړی جداجدا دوستی دی.
په دویم صورت کی نکاح صحیح ده، دهری ښځی لپاره مسمی مهر دئ، هغه شرط دتعلیق، دنکاح په حکم کی کوم تأثیر نه ایږدی ځکه داشرط فاسد دئ، شرط فاسد په نکاح کی هیڅ رول نلری.
په دریم اوڅلورم صورت کی، دهری ښځی لپاره مهر مثل دئ، او نکاح هم صحیح ده ځکه داشرط فاسد دئ، شرط فاسد دنکاح دحکم په نفی کولو کی رول نلری.
ددی داسی مثال دئ، لکه دلومړی سره څخه چی مهر معلوم نکړی، او یا په مهر کی داسی شئ ذکر کړی چی هغه مال نوی، لکه شراب او یاخنزیر. چی پدی دواړو صورتونو کی نکاح صحیح ده، او مهرمثل پر میړه باندی لازم دئ، چی ښځی ته یی ورکړی.
پاتی شوه کومه خبره دنفی، چی په حدیث کی راغلیده، نوهغه دشغار دتعریف څخه له ورایه معلومیږی چی مراد هغه نکاح ده، چی دښځی لپاره هیڅ مهر ورنکړی، چی دداسی صورت دنکاح دانعقاد سره مونږ هم مخالف یو، دداسی کار کول ګناه لری، خو داچی څوک داسی نکاح وکړی بیا نو نکاح یی ولی درسته ده؟، هغه دلیل یی هم هغه دئ، چی نکاح په شروط فاسده باندی نه فاسدیږی.
دلیل ورباندی لاندی اثر، اودفقهاؤ اتفاق دئ:
عن عطاء الخراسانی: " أن علیا،وإبن عباس رضی الله عنهما سئلا عن رجل تزوج إمرأة وشرطت علیه أن بیدها الفرقة، والجماع، وعلیها الصداق، فقالا: عمیت عن السنة، وولت الإمر غیر أهله، علیک الصداق، وبیدک الفراق، والجماع". رواه الضیاء المقدسی فی " المختارة "(کنزالعمال 8:291 ) وهوصحیح علی قاعدة السیوطی رحمه الله. [ إعلاء السنن جلد11 صفحه 64]
ژباړه: دعطاء خراسانی رحمه الله څخه روایت دئ، چی دحضرت علی او إبن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه پوښتنه وسوه په باره کی دهغه سړی، چی دیوی ښځی سره یی نکاح کړیوه، ښځی پرده باندی داشرط ایښئ وو، چی جدایی(طلاق) او جماع به ددی پلاس کی وی، او پردی باندی به دمهر ورکول وی، نو دوی ورته وویل: چی دسنت څخه ړوند شولی ، او کاردی ونااهل ته سپارلئ دئ، مهر پرتاباندی دئ، او ستاپلاس کی جدایی(طلاق) او جماع ده.
نو چی کله نکاح په شروط فاسده باندی نه فاسدیږ نو په پورتنی صورتونوکی نکاح صحیح ده، خو دښځی لپاره مهر مثل سته،.
نوچی کله مهر مثل دښځی لپاره معین شو نور نو بیا دغه نکاح ته نکاح د" شغار " موخۍ نه ویل کیږی، ځکه شغار هغه وی کوم چی دښځی لپار ه پکی هیڅ مهر نه ورکول کیږی. چی دجاهلیت په زمانه کی هم دغسی کیدل.
چی دغه خبره زمونږ دفقهی ډیرو کتابونو را اخستی ده.
( ووجب مهر المثل في الشغار ) هوأن يزوجه بنته على أن يزوجه الآخر بنته أو أخته معاوضة بالعقدين وهو منهي عنه لخلوه عن المهر فأوجبنا فيه مهر المثل فلم يبق شغارا. [الدرالمختار باب المهر]
ژباړه: واجب دئ مهر مثل په نکاح کی دموخۍ"شغار" اوهغه داده چی څوک خپله لور اویا خور چاته په نکاح ورکوی داسی چی هغه بیا ودته خپله لور یاخور په نکاح ورکوی په معاوضی ددواړو عقدینو، اوددی نکاح څخه نهی راغلیدی، ځکه پدی کښی مهر نشته، خو مونږ پکی مهر واجب کئ، نو بیاخو شغار پاتی نشوه.
خوداچی خلګ داسی دوستۍ کوی، اوبیا ښځی ته مهر نه ورکوی، داده خلګو غلطه اصطلاح او ناروا کلتور دئ، ځکه په هرصورت کی مهر دښځی حق دئ، که نکاح دشغار وی او که بله نکاح وی مهر دښځی ثابت حق دئ، باید دښځی پلاس ورکول شی لکه خدای پاک چی په خپل پاک کلام کی فرمایی:« وَآتُواْ النِّسَآءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْساً فَكُلُوهُ هَنِيئاً مَّرِيئاً» [سورة النساء 4]
ژباړه: ښځوته ددوی مهر په خوشحالۍ سره ورکړئ، کچیری دوی تاسو ته کوم شئ، په خپل رضایت اوطیب نفس درکړئ، بیایی نو په خوند وخوری.
خومتأسفانه او له بده مرغه، چی اوس زمونږ خلګو دا خبره بیخی شاته غورځولیده، چی دښځی مهر ښځی ته پلاس نه ورکوی، بلکه دښځی پلار اویا وړونه یی نوش جان کړی.
خو ددی کار دمنعه کولو لپاره باید ټول اهل وظیفه او اهل مسئولیت خپله دنده په پوره توګه سرته ورسوی، عملی دی ددی کار دبندیدلو لپاره مستقیما عملی او مؤثر اقدام وکړی، لومړئ دی علماء دځان څخه شروع کړی، بیادی وروسته پرعامو خلګو باندی دهغه دتطبیق کولو لاری چاری ولټوی، تشدید او اطلاق په احکامو کی یی دمخنیوی لپاره هیڅ مرسته نشی کولای.
خوپدی خاطر چی ددی نکاح دصحت په باره کی ده علماؤ ترمینځ اختلاف دئ، نوځما خپل شخصی نظردادئ، چی احتیاط پکی دادئ، چی سړئ دی بیخی دچاسره دموخی " شغار " دوستی نکوی. او که څوک غواړی چی ځان داختلاف څخه وباسی نو همدغه کار یی دوتلو لار ده ، چی: دموخۍ دوستی دی دچاسره نکوی.
دنورو مذاهبو کتابونو کی یی ددی نکاح په هکله داسی لیکلی دی:
مالکی مذهب:
"ونكاح الشغار باطل وهو أن يزوجه وليته على أن يزوجه الآخر وليته ولا مهر بينهما فإن سميا مهرا لهما أو لأحدهما صح النكاح المسمى فيه المهر ووجب صداق المثل".
[التلقین کتاب النکاح ومایتصل به]
ژباړه: نکاح د"شغار" موخی باطله ده، او هغه داده: چی څوک خپله قریبه ښځه چاته په نکاح ورکړی داسی چی هغه به بیا خپله قریبه ښځه ودته په نکاح ورکوی، او په مابین کی به یی مهر نوی، خوکچیری یی مهر ددواړو لپاره مسمی کړئ، او یایی دیوی لپاره مسمی کړئ، نو هغه نکاح صحیح ده کوم چی مهر پکښی ذکر سوئ دئ، او دښځی لپاره مهر مثل واجب دئ.
حنبلی مذهب
,فإن سموا مهرا مستقلا غير قليل ولا حيلة صح النكاح نصا,وإن سمى لإحداهما صح نكاحها فقط.[كشف المخدرات والرياض الزاهرات لشرح أخصر المختصرات کتاب النکاح]
ژباړه: کچیری یی مسمی کړی پدی نکاح کی مستقل اوجدا مهر چی لږنوی، نونکاح په صراحت باندی صحیح ده، او کچیری یی دیوی لپاره مهر مسمی کړئ، نو تنها دهغی نکاح صحیح ده، نه دهغی بلی، نوددوی دکتابونو څخه داسی معلومیږی چی دپورتنی څلور صورتونو څخه ددوی په نزد لومړئ، دویم اوڅلورم صورت صحیح دئ.
شافعی مذهب
(قال الشافعي) فإذا انكح الرجل ابنته أو المرأة يلي أمرها من كانت على أن ينكحه ابنته أو المرأة يلي أمرها من كانت على أن صداق كل واحدة منهما بضع الاخرى ولم يسم لواحدة منها صداق فهذا الشغار الذى نهى عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم فلا يحل النكاح وهو مفسوخ وإن أصاب كل واحد منهما فلكل واحدة منهما مهر مثلها وعليها العدة وهو كالنكاح الفاسد في جميع أحكامه لا يختلفان (قال الشافعي) وإذا زوج الرجل ابنته الرجل أو المرأة يلي أمرها على أن يزوجه الرجل ابنته أو المرأة يلى أمرها على أن صداق إحداهما كذا لشئ يسميه وصداق الاخرى كذا لشئ يسميه أقل أو أكثر أو على أن يسمى لاحداهما صداقا ولم يسم للاخرى صداقا أو قال لا صداق لها فليس هذا بالشغار المنهى عنه والنكاح ثابت والمهر فاسد ولكل واحدة منهما مهر مثلها إذا دخل بها أو ماتت أو مات عنها ونصف مهر مثلها إن طلقت قبل أن يدخل بها. [الأم للشافعی جزء 5 صفحه 82]
ژباړه: امام شافعی رحمه الله ویلی دی: که چاخپله لور اویا هغه ښځه چی اختیاریی دده پلاس کی وو، هره ښځه چی وی ، بل چاته په نکاح ورکړه ،چی هغه به بیا خپله لور اویا هغه ښځه چی اختیار یی دده پلاس کی وو هره ښځه چی وی، ودته په نکاح ورکوی، داسی چی دهری ښځی عورت یی دهغی بلی مهر وګرځوئ، اود هیڅ یوی لپاره یی مهر مسمی نکړئ، نو دغه هغه موخۍ " شغار " ده کوم چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورڅخه منع کړیده، نودغه نکاح صحیح نده فسخ ده،
خوکچیری بیا دهری ښځی سره یی میړه مقاربت کړئ وو، نو بیا دهغی لپاره مهر مثل دئ، او پردی باندی دعدی تیرول ضروری دئ، نو دا نکاح په ټولو احکامو کی داسی ده لکه فاسده نکاح هیڅ اختلاف نه سره لری( یعنی باید ددوی ترمابین تفرقه راوستل شی لکه په نکاح فاسد کی په نزد دشافعی مذهب).
امام شافعی رحمه الله ویلی دی: که چا خپله لور اویاهغه ښځه چی اختیار یی دده پلاس کی وو، بل چاته په نکاح ورکړه، چی هغه به بیا خپله لور اویا هغه ښځه چی اختیار یی دده پلاس کی وو، ودته په نکاح ورکوی، داسی چی دهر ښځی لپاره یی مهر مسمی کړئ، که لږوی او که ډیر؛؛؛ او یاداسی چی دیوی لپاره یی مهر مسمی کړئ، خو دهغی بلی لپاره یی مسمی نکړئ، اویایی وویل: چی ددی ښځی لپاره ګرسره مهر نشته، نودغه بیا هغه منهی عنه موخۍ "شغار" ده، دلته نکاح ثابته ده، خو مهر فاسد دئ،بلکه دهری ښځی لپاره پوره مهر مثل کیږی، کچیری میړه ورسره مقاربت کړئ وو، او یاښځه یامیړه مړه شوی وه، او نیم مهر مثل کیږی کچیری یی ښځی ته طلاق ورکړی وی، مخکی تر مقاربت.
خلاصه ددی بحث داده: چی په کوم حدیث کی چی ددی نکاح څخه نفی او یانهی راغلی دی، هغه پرخپل ځای باندی پاتی دی،په کوم صورت کی چی یی مونږ دنکاح دصحت خبره کوو، هغه وروسته تر مراعات کولو دشرائطو ددی حدیث مصداق نشی پاته کیدلای .خوداچی دنکاح دانعقاد دصحت په باره کی دعلماؤ اختلاف دئ، هغه هم ددغه احادیثو دسیاق، اطلاق او تقیید څخه رامنځ ته شوئ دئ.
خو په حنفی فقه کی یی لنډ حکم دغه دئ، چی دپورتنی څلور صورتونو څخه لومړئ صورت ګرسر موخۍ نده، نکاح پکی مطلقا بیله کوم اختلافه صحیح ده، پاتی شوه دری نور صورتونه نو په هغوکی نکاح صحیح ده، په صورت کی دتسمیی دمهر، مسمی مهر، اوپه صورت کی داطلاق دمهر، مهر مثل دښځی لپاره لازم دئ.او مهر مهربه ارو مرو ښځی ته ورکوی.
نوچی کله مهر ورکړل شی بیانو حکماً ورته موخۍ نه ویل کیږی، ځکه موخۍ هغه وی چی فقط دښځو ترمابین پکی معاوضه وی ، او دښځو لپاره هیڅ مهر نوی.
والله اعلم وعلمه اتم
۱۳۹۳/۰۸/۲۹
مسلمانان!!! اسیران تان را آزاد کنید!
مسلمانان!!! اسیران تان را آزاد کنید!
ــــــــــــــــــــــــــــــ
عَنْ أَبِي مُوسَى ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه
وسلم قَالَ : فُكُّوا
الْعَانِيَ وَأَجِيبُوا
الدَّاعِيَ وَعُودُوا الْمَرِيضَ.[صحیح البخاری 5174]
ترجمه:
ابوموسی رضی الله تعالی عنه از رسول اکرم صلی الله علیه وسلم روایت میکند که
فرمود: اسیران را آزاد کنید ودعوت کننده را اجابت کنید ومریض را اعاده کنید.
توضیح:
یعنی وقتیکه یک مسلمان در دست کفار ویا همپیمانان کفار اسیر میشود ، شما مسلمانان
مکلف هستید تا این مسلمان را از اسارت آزاد کنید به هرطریقه ممکنه ای که باشد.
آزاد
نمودن اسیران مسلمان فرض کفایی است ، اگر بعضی از مسلمانان در آزادی شان تلاش کنند
، وآنها را آزاد نمایند این وجیبه از ذمه مسلمانان دیگر ساقط میشود واگر هیچ کسی درآزادی
آنان تلاش نکند ، همه مسلمانان گناهکار هستند، چنانچه علماء رحمهم الله می
فرمایند:
قال
ابن بطال فكاك الأسير واجب على الكفاية وبه قال الجمهور.[فتح الباری]
ترجمه
ابن بطال گفته است :آزاد نمودن اسیر واجب کفایی است وهمین قول جمهور علماء است.
وهمچنین
در شرح بخاری از ابن بطال ذکر میشود:
فكاك
الأسير فرض على الكفاية ؛ لقوله ( صلى الله عليه وسلم ) : فكوا العاني .
وعلى هذا كافة العلماء ؛...................وروى أشهب وابن نافع عن مالك أنه سئل :
أواجب على السلمين افتداء من أسر منهم ؟ قال : نعم ، أليس واجب عليهم أن يقاتلوا حتى
يستنقذهم ، فكيف لا يفدونهم بأموالهم ؟.[شرح ابن بطال]
ترجمه:
آزاد نمودن اسیر فرض کفایی است ، بخاطر این قول رسول اکرم صلی الله علیه
وسلم:"فکوا العانی" وهمین رأی همه علماء است، أشهب وابن نافع از امام
مالک رحمه الله روایت میکنند، که از اوپرسیده شد: آیا برمسلمانان واجب است درمقابل
اسیرشان فدیه بدهند واورا آزاد کنند؟ فرمود: بلی. آیا برآنها واجب نیست که بخاطر
اسیران بجنگند تا آنها را آزاد نمایند؟ پس چگونه بامال فدیه ای آنها را ندهند؟.
یعنی
وقتیکه بخاطر آزاد نمودن اسیران مسلمان جنگ وقتال واجب است ، دادن مال در مقابل آزادی
آنها به طریقه اولی واجب است.
همچنین
در تفصیل حدیث بالا در " التیسیر " میفرماید:
أي
اعتقوا الأسير من أيدي العدو بمال أو غيره فإنه فرض كفاية.[التیسیربشرح الجامع
الصغیر]
یعنی
اسیر را از دست دشمن آزاد نمائید فرقی نمی کند بامال باشد ویا باچیزی دیگری زیرا
آزاد نمودن اسیر فرض کفایی است.
ودر
"صهیل الجیاد" به حواله حافظ ابن حجر رحمه الله میفرماید:
قال
ابن حجر : قال أهل العلم : لو أسر أسير مسلم وجب استنقاذه ولو أتى على جميع أموال المسلمين
فإذا لم يوجد المال تعين الجهاد ا.هـ.[صهیل الجیاد فی شرح کتاب الجهادمن بلوغ
المرام للحافظ ابن حجر]
یعنی
ابن حجر رحمه الله گفته : اهل علم میفرمایند: اگر یک مسلمانی اسیرشود آزادی او
واجب است اگرچه تمام اموال مسلمین در آن بکار برود ، واگر مال یافت نشد پس جهاد
برای آزادی او معین است.
یعنی
اول باید مسلمانان اسیر خود از کفار بامال آزاد کنند ، اگر مال برای شان میسر نبود
، پس باید از طریق قتال وجهاد اسیرشان را از دست کفار وهمپیمانانشان آزاد کنند.
درهمین
کتاب به حواله امام قرطبی رحمه الله اجماع امت را نقل میکند براینکه آزادی اسیران
برمسلمانان واجب است.
ونقل
القرطبي وطائفة من أهل العلم الإجماع على وجوب فكاك الأسير.[المرجع السابق]
یعنی
قرطبی وگروهی دیگری از علماء اجماع را نقل کرده اند بر واجب بودن آزادی اسیر.
همچنین
در کتاب فقهی امام سرخسی رحمه الله میاید:
فَإِنَّ
مَنْ وَقَعَ أَسِيرًا فِي يَدِ أَهْلِ الْحَرْبِ مِنْ الْمُؤْمِنِينَ وَقَصَدُوا قَتْلَهُ
يُفْتَرَضُ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ يَعْلَمُ بِحَالِهِ أَنْ يَفْدِيَهُ بِمَالِهِ إنْ
قَدَرَ عَلَى ذَلِكَ وَإِلَّا أَخْبَرَ بِهِ غَيْرَهُ مِمَّنْ يَقْدِرُ عَلَيْهِ ،
وَإِذَا قَامَ بِهِ الْبَعْضُ سَقَطَ عَنْ الْبَاقِينَ بِحُصُولِ الْمَقْصُودِ.[المبسوط
للسرخسی کتاب الکسب]
ترجمه:
وقتیکه یک اسیری از مسلمانان در دست کفار بیافتد ، وآنها اراده قتلش را داشته
باشند ، درین جا برهرمسلمان که از حال این اسیر خبر باشد لازم است که در آزادی او
بامال فدیه بدهد ، اگر توانش داشت ، واگرتوان نداشت کسی دیگری را که توانش داشته
باشد خبر کند، ووقتیکه بعض از مسلمانان براین کار قیام کردند ، از دیگران ساقط
میشود.
وهمچنین
درتفسیر قرطبی میفرماید:
وتخليص
الأسارى واجب على جماعة المسلمين إما بالقتال وإما بالأموال............ قال مالك:
واجب على الناس أن يفدوا الأسارى بجميع أموالهم [تفسیرقرطبی]
ترجمه:
آزادی اسیران برگروهی از مسلمانان واجب است یا باجنگ ویا با أموال....... امام
مالک رحمه الله میفرماید: برمسلمانها لازم است که در رهایی اسیران باهمه اموال شان
فدیه مالی بدهند.
پس
هر مسلمان باید تا اندازه طاقت وتوان خویش از هر راهی که برایش ممکن باشد در رهایی
اسیران مسلمان که در دست یهود ونصاری ویا همپیمانانشان باشد کوشش نماید ، تا این
وجیبه وفریضه ای الهی را آداء کرده ومسئولیت ایمانی خود را به طریق احسن ایفاء
نموده باشد.
۱۳۹۳/۰۸/۱۱
حیثیت وحقیقت مراسم عزاداری در روز عاشورا:
حیثیت وحقیقت مراسم عزاداری در روز عاشورا:
1. در شریعت هیچ ثبوتی ندارد ، نه درقرآن ونه هم در حدیث صراحتا ، دلالة ویا إشارة ثبوتی چنین مراسمی موجود است.
2. بعد از شهادت حسنین رضی الله تعالی عنهما هیچ یکی از صحابه کرام ویا بعد از آن تابعین وتبع تابعین ویاعلمای مجتهدین چنین کاری را کرده است ، ونه هم از آنها تقریرا وسکوتا تأیید چنین عمل ثابت است.
3. باعقل سالم در حدود اصول شرعی منافات دارد، زیرا عقل سالم چنین کارها راهیچ وقت اجازه نمیدهد، بخاطریکه اگر اینکار بخاطر مصیبت باشد پس مصیبت بیشتر از سه روز وجود ندارد، وهمچنین از اینهم مصیبت های بزرگی برمسلمانها آمده است چرا در وقت رسیدن آنروزها چنین اعمالی را انجام نمیدهند، مثلا پیامبران بزرگی علیهم السلام ، مانند زکریا ویحیی علیهما السلام حتی در بعضی روایات آمده است که بنی اسرائیل در یک روز70 پیامبر را شهید کرده است، ولی هیچ کسی روز شهادت این پیامبران را مصیبت نمیگیرد درحالیکه مرتبه پیامبر از مرتبه حسنین رضی الله تعالی عنهما به مراتب بلند است، حتی روز شهادت پدرشان حضرت علی رضی الله تعالی عنه که مرتبه اش از ایشان به مراتب زیاد است با چنین مراسمی تجلیل نمیشود، پس چرا روز شهادت اینها باید باچنین مراسمی غیر شرعی تجلیل گردد؟.
4. درصحیح البخاری میاید: عَنْ عَبْدِ اللهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : لَيْسَ مِنَّا مَنْ ضَرَبَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ. یعنی ازعبدالله رضی الله عنه روایت است که رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمود: از ما نیست کسی که(درمصیت) صورت (روی ) خود را بزند ولباسهای خود را پاره کند وسخنان جاهلیت را برزبان جاری کند. از این معلوم میشود که اهل تشیع در روز عاشوراء چه کارهارا میکنند؟ صورت های خود را با دست وزنجیر وکارد میزنند، پس معلوم شد که اینها از کسانی هستند که رسول اکرم صلی الله علیه وسلم درباره شان میفرماید: ازمانیست.
5. ام عطیه رضی الله تعالی عنها روایت میکند که رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مارا منع میکرد از احداد برمیت بیشتر از سه روز مگر بخاطر شوهر که چهار ماه وده روز است."احداد" یعنی خود را غمزده گرفتن واز اسباب زینت وخوشحالی خود را بازداشتن. عَنْ أُمِّ عَطِيَّةَ قَالَتْ كُنَّا نُنْهَى أَنْ نُحِدَّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.[صحیح البخاری5341]
اما سیدنا حسین رضی الله عنه درسال 61 هجری به شهادت رسیده است که از آن وقت تا امروز1375 سال میشود، آیا تا این حد مسلمان باید از اصول شریعت ناخبر باشد؟.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مراسمی که اهل تشیع در روز دهم عاشوراء انجام میدهد مطلقا حرام ، وغیر شرعی میباشد، زیرا:1. در شریعت هیچ ثبوتی ندارد ، نه درقرآن ونه هم در حدیث صراحتا ، دلالة ویا إشارة ثبوتی چنین مراسمی موجود است.
2. بعد از شهادت حسنین رضی الله تعالی عنهما هیچ یکی از صحابه کرام ویا بعد از آن تابعین وتبع تابعین ویاعلمای مجتهدین چنین کاری را کرده است ، ونه هم از آنها تقریرا وسکوتا تأیید چنین عمل ثابت است.
3. باعقل سالم در حدود اصول شرعی منافات دارد، زیرا عقل سالم چنین کارها راهیچ وقت اجازه نمیدهد، بخاطریکه اگر اینکار بخاطر مصیبت باشد پس مصیبت بیشتر از سه روز وجود ندارد، وهمچنین از اینهم مصیبت های بزرگی برمسلمانها آمده است چرا در وقت رسیدن آنروزها چنین اعمالی را انجام نمیدهند، مثلا پیامبران بزرگی علیهم السلام ، مانند زکریا ویحیی علیهما السلام حتی در بعضی روایات آمده است که بنی اسرائیل در یک روز70 پیامبر را شهید کرده است، ولی هیچ کسی روز شهادت این پیامبران را مصیبت نمیگیرد درحالیکه مرتبه پیامبر از مرتبه حسنین رضی الله تعالی عنهما به مراتب بلند است، حتی روز شهادت پدرشان حضرت علی رضی الله تعالی عنه که مرتبه اش از ایشان به مراتب زیاد است با چنین مراسمی تجلیل نمیشود، پس چرا روز شهادت اینها باید باچنین مراسمی غیر شرعی تجلیل گردد؟.
4. درصحیح البخاری میاید: عَنْ عَبْدِ اللهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : لَيْسَ مِنَّا مَنْ ضَرَبَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ. یعنی ازعبدالله رضی الله عنه روایت است که رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمود: از ما نیست کسی که(درمصیت) صورت (روی ) خود را بزند ولباسهای خود را پاره کند وسخنان جاهلیت را برزبان جاری کند. از این معلوم میشود که اهل تشیع در روز عاشوراء چه کارهارا میکنند؟ صورت های خود را با دست وزنجیر وکارد میزنند، پس معلوم شد که اینها از کسانی هستند که رسول اکرم صلی الله علیه وسلم درباره شان میفرماید: ازمانیست.
5. ام عطیه رضی الله تعالی عنها روایت میکند که رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مارا منع میکرد از احداد برمیت بیشتر از سه روز مگر بخاطر شوهر که چهار ماه وده روز است."احداد" یعنی خود را غمزده گرفتن واز اسباب زینت وخوشحالی خود را بازداشتن. عَنْ أُمِّ عَطِيَّةَ قَالَتْ كُنَّا نُنْهَى أَنْ نُحِدَّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.[صحیح البخاری5341]
اما سیدنا حسین رضی الله عنه درسال 61 هجری به شهادت رسیده است که از آن وقت تا امروز1375 سال میشود، آیا تا این حد مسلمان باید از اصول شریعت ناخبر باشد؟.
شروع سینه زنی:
وقتیکه مردم کوفه / کسانیکه خود را پیرو وشیعیان حضرت حسین رضی الله تعالی عنه مینامیدند ، با اوخیانت کردند ، بیعت شان را با اوشکستاندند ، او را درمقابل عبیدالله بن زیاد یاری نکردند ، بلکه بعض شان مانند شمربن ذی الجوشن وسنان بن أنس نخعی وکسانی دیگر...... که از شیعیان وطرفداران حضرت علی رضی الله تعالی عنه بودند، برخلاف امام حسین رضی الله تعالی عنه عبیدالله بن زیاد را یاری کرده، اورا برضد امام حسین رضی الله عنه تحریک کردند، تااینکه خودشان در شهادت وی مباشرتا شرکت داشتند.
بعد از آنها اولاد شان بخاطر اظهار توبه وکفاره از گناهی که در مقابل امام حسین رضی الله تعالی عنه مرتکب شده بودند شروع کردند به همین مراسمی امروزی که در روز شهادت آن حضرت رضی الله تعالی عنه سینه های خود را میزدند وکارهای دیگری را انجام میدادند ، مانند اهل تشیع امروزی. واین کار برای شان به ارث میماند تااینکه جزء شعائر مذهبی شان میگردد.
درتاریخ " مدینة دمشق " میاید:
أما أهل الکوفة فإنهم خذلوه ولذالک تجدهم یضربون صدورهم ویفعلون مایفعلون ، کل هذا لکفیر تلک الخطیئة التی إرتکبهآ أباؤهم کما یقولون.[تاریخ مدینة دمشق جلد1 صفحه 137]
یعنی اهل کوفه امام حسین رضی الله عنه را خوار کرد بهمین خاطراست که آنها را میبینی سینه های خود را میزنند ، وآنچه میکنند انجام میدهند ، این همه بخاطر کفاره از آن خطائ که پدران شان مرتکبش شده اند چنانچه خودشان همین را میگویند.
وقتیکه مردم کوفه / کسانیکه خود را پیرو وشیعیان حضرت حسین رضی الله تعالی عنه مینامیدند ، با اوخیانت کردند ، بیعت شان را با اوشکستاندند ، او را درمقابل عبیدالله بن زیاد یاری نکردند ، بلکه بعض شان مانند شمربن ذی الجوشن وسنان بن أنس نخعی وکسانی دیگر...... که از شیعیان وطرفداران حضرت علی رضی الله تعالی عنه بودند، برخلاف امام حسین رضی الله تعالی عنه عبیدالله بن زیاد را یاری کرده، اورا برضد امام حسین رضی الله عنه تحریک کردند، تااینکه خودشان در شهادت وی مباشرتا شرکت داشتند.
بعد از آنها اولاد شان بخاطر اظهار توبه وکفاره از گناهی که در مقابل امام حسین رضی الله تعالی عنه مرتکب شده بودند شروع کردند به همین مراسمی امروزی که در روز شهادت آن حضرت رضی الله تعالی عنه سینه های خود را میزدند وکارهای دیگری را انجام میدادند ، مانند اهل تشیع امروزی. واین کار برای شان به ارث میماند تااینکه جزء شعائر مذهبی شان میگردد.
درتاریخ " مدینة دمشق " میاید:
أما أهل الکوفة فإنهم خذلوه ولذالک تجدهم یضربون صدورهم ویفعلون مایفعلون ، کل هذا لکفیر تلک الخطیئة التی إرتکبهآ أباؤهم کما یقولون.[تاریخ مدینة دمشق جلد1 صفحه 137]
یعنی اهل کوفه امام حسین رضی الله عنه را خوار کرد بهمین خاطراست که آنها را میبینی سینه های خود را میزنند ، وآنچه میکنند انجام میدهند ، این همه بخاطر کفاره از آن خطائ که پدران شان مرتکبش شده اند چنانچه خودشان همین را میگویند.
پس همه مسلمانان باید خبر باشند که چنانچه انجام دادن این مراسم حرامست شرکت کردن درآن، کمک کردن با آنان دراین مراسم، رفتن به دیدن این مراسم وتأیید نمودن این مراسم همه شان حرام است. باید جدا از آن خود ودوستانش را باز دارد.
۱۳۹۳/۰۷/۲۲
امربالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکی دهرمسلمان وظیفه ده
بسم الله الرحمن الرحیم
نظر ومهم والی ته دامر بالمعروف او نهی عن المنکر
دوظیفی ، همدا راز نظر وتعمیم اوعدم تخصیص ته ددی وظیفی په یوخاص مکان او زمان
اوشخص پوری غواړم دلته څودلائل دقرآن اوحدیث څخه ولیکم چی دورایه ورڅخه داسی ښکاری
چی امر بالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکه دهر مسلمان وظیفه ده ، البته ترخپل
توان پوری اودخپل علمی استعداد دظرفیت په نظرکی نیولو سره اوپدی هکله دشرعی حدود
په ساتلو سره ، او تدین اوایمانداری په مراعات کولو سره.
دقران څخه دلائل:
1.
{كُنْتُمْ
خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ
الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً
لَّهُمْ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ}.[سوره
آل عمران 110]
ژباړه:
تاسو بهترینه امت یاست چی ایستل شوی یئ دپاره دخلګو ، تاسو امر بالمعروف کوئ اونهی
عن المنکر کوی ، او په الله باندی ایمان لرئ ، او کچیری اهل کتابو ایمان راوړئ وای
نوددوی لپاره به ډیره ښه وای ، ددوی څخه ځینی مسلمانان دی ، خواکثره یی کافران دی.
پدی
آیت شریف کی خطاب ټوله امت ته دئ ، ځکه په لفظ د"کنتم" سره یوه خاصه
طبقه خلګ مراد ندی ، بلکه امت محمدی صلی الله علیه وسلم ته خطاب دئ، وروسته چی
کومه خبره دامر بالمعروف اونهی عن المنکر راغلیده هم عامه ده ټوله امت ته شامله ده
، اودهر چاوظیفه ده.
2.
{وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ
بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ
وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ
اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ}.[سورة التوبة 71]
ژباړه:نارینه
مسلمانان اوښځی مسلمانانی ځینی یی دځینو نورو دوستان دی ، امر بالمعروف کوی اونهی
عن المنکر کوی ، لمونځونه کوی اوزکاتونه ورکوی ، او دالله اودهغه درسول اطاعت کوی
، ډیر ژردئ چی الله پاک به پردغه خلګو باندی خپل رحمت وکړی ، بیشکه الله غښتلئ
اوحکمت والا دئ.
پدی
آیت شریف کی الله پاک بیله کوم تقسیم اوتوپیره مسلمانان سره دوستان بللی او دهغوی
وظیفه یی دیوبل په مقابل کی دا ښودلیده چی هغوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی
، همدا راز لمونځونه کوی او.........
نولکه
چی لمونځ زکاة او دالله اطاعت دهرچا وظیفه ده همدا راز امر بالمعروف اونهی عن
المنکر هم دهرچاوظیفه ده مګرداچی دیوشرعی عذر له وجه الله پاک دچاڅخه ساقط کړئ وی،
3.
التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ
الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ
وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ [سورة التوبة 112]
ژباړه: توبه کوونکی ، عبادت کوونکی ، حمد
ویونکی، روژه نیوونکی، رکوع کوونکی، سجده کوونکی، په معروف باندی امر کوونکی اودبد
کارڅخه نهی کوونکی ، او دالله پرحدودو باندی حفاظت کوونکی ، اومسلمانانو ته دجنت
زیرئ ورکړه.
پدی آیت کی خدای پاک دمومنانو صفتونه په ډیرو
صفاتو سره کړیدی چی یودهغوی څخه دغه دئ چی دوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ،
نولکه چی نورکارونه دهر رښتینی مسلمان صفت دئ امر بالمعروف هم دهر مسلمان صفت دئ.
4.
لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ
الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ
* يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ
عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ [سورة آل عمران 113 - 114]
ژباړه: اهل کتاب ټوله یوډول ندی داهل کتابو څخه
یوه ډله ده چی دالله پردین باندی ولاړه ده ، دالله آیاتونه دشپی تلاوت کوی اوسجده
کوی ، پرالله او ورځی دآخرت ایمان لری ، امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ،
دخیرات په کولوکی تلوار کوی ، اودغه خلګ نیک خلګ دی.
پدی آیت کی الله پاک دهغه اهل کتابو چی ایمان
یی راوړئ دئ ، دنورو صفتونو په څنګ کی
ددوی داصفت هم ذکر کوی چی دوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، نولکه نور
صفتونه چی په هغوی یومومن ددوی متصف کیدلائ شی پدغه صفت باندی هم هرمومن ددوی متصف
کیدلائ شی.
5.
وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنْسَانَ
لَفِي خُسْرٍ (2) إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا
بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3).
ژباړه: زما دی قسم وی دمازیګر په وخت سره چی هر
إنسان په تاوان کی دئ ، مګرهغه څوک چی إیمان یی راوړئ وی اونیک عمل یی کړئ وی ،
اوپه حق اوصبرباندی یی توصیه کړیوی.
دلته خدای پاک دجملی څخه دتاوانی خلګو هغه خلګ
استثناء کړیدی کوم چی په الله یی ایمان یی راوړئ ، ښه عمل یی کړئ او په حق
اوصبرباندی یی توصیه کړیوی.
توصیه په حق اوصبر باندی همدغه معنی چی نورو ته
إنسان دحق اوصبرسپارښتنه کوی چی دغه په خپله معنی دامر بالمعروف اونهی عن المنکر
ده، لکه په تفسیرقرطبی کی چی ددی آیت په تفسیر کی لیکی: أوصى بعضهم بعضاً، وحث بعضهم بعضاً.[قرطبی] یعنی ځینو
وځینو نوروته وصیت کړئ وی ، اوځینو ځینی نور پردی باندی باعثه کړیوی ، نوچی کله
وصیت بالحق او وصیت بالصبر امر بالمعروف شی نولکه دلته چی په استثناء کی صفت ممیزه
دهرمسلمان لپاره راغلئ دئ ، او دمسلمان لپاره صفت دکمال او جلاکوونکئ صفت دئ ،
نوامر بالمعروف هم دهر مسلمان صفت دئ اوپرهرچاباندی لازمه ده چی دخپل علم اوتوان
موافق امر بالمعروف اونهی عن المنکر وکړی.
دیوه
استدلال څخه ځواب
{وَلْتَكُن
مِّنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ
عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ} سوره آل عمران104].
ځینی
خلګ په پورتنی آیت شریف باندی دلیل نیسی چی امر بالمعروف اونهی عن
المنکر تنها کار دعلماؤ دئ هرڅوک یی نیسی کولائ ، دوی وایی دلته چی لفظ ده "
مِن " راغلئ دئ هغه تبغیضیه دئ ، نومعنی یی داسی کیږی چی : په تاسو کی به یوه
ډله وی چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، چی هغه علماء دی،نودوی وایی : امر
بالمعروف اونهی عن المنکر تنها کار دعلماؤ دئ نورو خلګوته جائزه نده چی امر
بالمعروف اونهی عن المنکر وکړی.
خوددی
خلګو استدلال او د" من " تبعضیه څخه دغه مقصد اخیستل صحیح ندئ ځکه چی:
پردی
خبره دمفسرینو اتفاق ندئ چی دلته دی " من " تبغیضیه وسی بلکی اختلاف دئ
ځینی یی تبغیضیه بولی ، ځینی یی بیانیه بولی، ځینی یی ددواړو په صحت باندی قائل دی
اودهر یوه لپاره توجیه کوی.
خوهغه
څوک چی یی تبعیضیه بولی هم داسی نه وایی چی داکار دی تنها علماء وکړی بلکی هرڅوک
کولائ شی دخپل علم مطابق امر بالمعروف وکړی ، خودلته د" من " فایده فقط
دغه ده چی پدی سره هغه فرضیت عینی ساقط سو یعنی "من" ددی لپاره راغلئ دئ
چی دغه وظیفه فرض عین نده بلکه فرض کفایی ده ، چی په یوقوم کی یی څو نفره وکړی
دنورو ټولو غاړی ورسره خلاصیږی ، دایی معنی نده چی تنها علماء به یی کوی بل څوک به
یی ګرسره نکوی کڅه هم په ځینو مسائلو یی سرخلاصیږی.
علامه
وهبة الزحیلی په خپل تفسیر کی وروسته تردی چی وایی دغه
" من " دتبعیض لپاره دئ. وایی: وتخصص هذه الفئة بما ذكر لا يمنع كون الأمر
بالمعروف والنّهي عن المنكر واجبا على كلّ فرد من أفراد الأمّة بحسبه.
ژباړه: یعنی ددغی ډلی(علماؤ) دتخصیص په هغه شی
سره چی ذکر شو ددی څخه منع نه رواړی چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر دی پر هرفرد
دهغه دقدرت په اندازه نه واجبیږی.
وروسته
یی پردی باندی داحادیثو څخه دلائل هم راوړیدی.
همدا
راز په تفسیر ابی سعید کی راځی:
فتوجيهُ الخطابِ إلى الكل مع إسناد الدعوةِ إلى
البعض لتحقيق معنى فرضيّتِها على الكفاية وأنها واجبةٌ على الكل لكن بحيث إنْ أقامها
البعضُ سقطت عن الباقين ، ولو أخل بها الكلُّ أثِموا جميعاً.[تفسیر ابی سعید]
ژباړه: دخطاب متوجه کیدل وټولو ته سره ده نسبته
ددعوت وبعضو ته دپاره دثبوت دمعنی دفرض کفایی دئ ، اوددی لپاره چی دغه پرټولو
باندی واجب دئ ، خوپداسی طریقه چی ځینی یی وکړی نو دنورو څخه ساقطیږی ، اوکه یی
ټوله پسی پریږدی ، نوبیا ټوله ګناه کاره کیږی.
بیاوروسته
وایی: ولا يقتضي ذلك كونَ الدعوةِ فرضَ عينٍ ، فإن الجهادَ من فروض
الكفايةِ مع ثبوته بالخطاب العامِّ.[تفسیرابی سعود]
یعنی داچی " من " دی دپاره ده تبیین
شی ددغه څخه داسی نه ښکاری چی داکار دی فرض عین شی ، ځکه جهاد فرض کفایی دئ سره
ددی چی په عام خطاب باندی هم ثابت دئ.
یعنی مقصد یی دادئ چی دلته که من بیانیه شی فرض
عین کیدل یی ورڅخه نه ثابتیږی اوکه تبعیضیه شی ، تخصیص یی تریوی ټولۍ پوری نه ثابتیږی
بلکی فقط ده تبعیض څخه تنها فرض کفایی والئ ثابتیږی.
اوپه
تفسیر حقی یاروح البیان کی هم دغسی راغلی دی.
په
تفسیر شعراوی که راځی:
وقوله
الحق سبحانه : { وَلْتَكُن مِّنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الخير } .
هذا
القول يعني ان يكون منكم أيها المخاطبون أمة تدعو إلى الخير ، ومعناه أيضا أن تكونوا
جميعا أمة تدعو إلى الخير ، وبعض العلماء يرى أن هذا القول يعني : أن تكون منكم جماعة
يأمرون بالمعروف وينهون عن المنكر . ولكنّ هناك فهما أعمق من هذا ، وهو أن هذه الآية
تأمر بأن تكون كل جماعة المسلمين أمة تدعو إلى الخير ، وتأمر بالمعروف ، وتنهى عن المنكر
، إي أن هذه الآية تطالب كُلَّ أمة المسلمين بذلك ، فلا تختص جماعة منها فقط بالأمر
بالمعروف والنهي عن المنكر ، بل الواجب أن تكون أمة المسلمين كلها آمرة بالمعروف ،
وناهية عن المنكر ، فمن يعرف حكما من الأحكام عليه أن يأمر به .[تفسیر شعراوی]
خلاصه
ژباړه: یعنی ددی معنی داسی ده چی ائ مخاطبینو! په تاسو کی دی یوه ډله وی چی خلګ
وخیر ته را بولی. همدا راز معنایی داده چی تاسو ټوله امت باید داسی وسئ چی خلګ
وخیر ته راوبولئ .
بعضی
علماء داسی ګمان کوی چی دغه قول چی په تاسو کی به یوه ډله وی چی امر بالمعروف
اونهی عن المنکر کوی ، خومګر دلته تردی عمیق فهم سته هغه داچی دغه آیت ددی امر کوی
چی باید ټوله اسلامی ټولنه داسی امت وی چی وخیرته دعوت ورکوی ، او امر بالمعروف
اونهی عن المنکر کوی ، یعنی دا آیت ټول مسلمانان په دغه وظیفی باندی امرکوی ،
نوداسی نشی کیدلائ چی یوه ډله دی په امر بالمعروف اونهی عن المنکر سره خاص کړل شی،
بلکی دا ضروری ده چی ټوله امت مسلمه دی په معروف باندی امر کوونکی وسی او دمنکر
څخه دی منعه کوونکی وسی، نوچی چاته یوحکم داحکامو معلوم وی باید په هغه باندی بل
څوک امر کړی.
او په تفسیر ابن کثیر کی راځی: والمقصود من هذه الآية، أن تكون فرقة من هذه الأمة
متصدية لهذا الشأن، وإن كان ذلك واجباً على كل فرد من الأمة بحسبه، كما ثبت في صحيح
مسلم، عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم «من رأى منكم منكرأً فيلغيره
بيده، فإن لم يستطع فبلسانه، فإن لم يستطع فبقلبه وذلك أضعف الإيمان» وفي رواية: وليس
وراء ذلك من الإيمان حبة خردل».[تفسیرابن کثیر]
ژباړه: مقصود ددی آیت څخه دادئ چی باید ددی امت
څخه یوه ډله وی چی ددی کار لپاره یی قصد کړئ وی ، کڅه هم دغه کار پرهر فرد باندی
دهغه دتوان مطابق واجب دئ ، لکه څنګه چی په صحیح مسلم کی دابوهریرة رضی الله تعالی
عنه په حواله راځی چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی ستاسوڅخه یو
بدکار ووینی نوپه خپل لاس دی تغیر ورکړی که یی په طاقت نوه ، نوبیادی په ژبه تغیر
ورکړی ، اوکه یی په طاقت نوه ، نوبیادی په زړه کی ورڅخه کرکه وکړی ، اودغه هغه
ضعیفه اثر دایمان دئ.
اوقاضی
ثناء الله فانی پتی رحمه الله په خپل تفسیر کی وروسته تردی چی دئ وایی: دغه "
من " دتبعیض لپاره دئ ځکه چی امر بالمعروف فرض کفایی دئ اوبل ، هرڅوک ددی
صلاحیت نلری چی ودی کړی. داسی لیکی:
خاطب
الجميع وطلب فعل البعض ليدل على انه واجب على الكل حتى لو ترك الكل أثموا جميعا ولكن
يسقط بفعل بعضهم وهذا شأن فروض الكفاية- وجاز ان يكون من للتبيين ويكون النهى عن المنكر
واجبا على كل أحد واقله ان ينكر بقلبه يعنى كونوا أُمَّةٌ يَدْعُونَ الناس إِلَى الْخَيْرِ.[التفسیرالمظهری]
ژباړه: الله پاک ټوله مخاطب کړه خومطالبه یی
دبعضو څخه وکړه ددی لپاره چی پردی باندی دلالت وکړی چی دغه وظیفه پرټولو باندی
واجب ده ، که یی ټوله پریږدی ، ټول ګناهکاره کیږی ، خوپه کولو سره دبعضو ، دټولو
دغاړی څخه ساقطیږی ، چی فرض کفایی همداسی وی. او داسی هم روا کیږی چی
"من" بیانیه شی ، اونهی عن المنکر دی پرهر یوه باندی واجب شی ،
اوکمترینه اندازه یی داده چی په زړه کی ورڅخه بد یوسی ، یعنی تاسو ټوله داسی امت
شئ چی خلګ وخیرته راوبولی.
اوپه
تفسیربغوی کی راځی: { وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ } أي: كونوا أمةً،
{ من } صلة ليست للتبعيض.
یعنی
دغه " من " دصله زائده دئ تبعیضیه ندئ.
په
تفسیر الوجیز کی راځی: { ولتكن منكم أمة . . . } الآية . أَيْ : وليكن كلُّكم كذلك
، ودخلت " مِنْ " لتخصيص المخاطبين من غيرهم.[تفسیرالوجیز]
امام
فخر الدین رازی رحمه الله وروسته ترذکر ددواړو مذهبینو په لفظ کی د"من"
یوځلی دیوه اعتراض دفعه کوی کوم چی پرهغو خلګو باندی واردیږی چی هغوی دغه
"من" بیانیه بولی چی ددی څخه له ورایه ښکاری چی دئ هم پدغه باور دئ چی
دغه "من" بیانیه دئ ، وروسته بیا لیکی:
والعلماء
قالوا : الفاسق له أن يأمر بالمعروف لأنه وجب عليه ترك ذلك المنكر ووجب عليه النهي
عن ذلك المنكر ، فبأن ترك أحد الواجبين لا يلزمه ترك الواجب الآخر ، وعن السلف : مروا
بالخير وإن لم تفعلوا ، وعن الحسن أنه سمع مطرف بن عبد اللّه يقول : لا أقول ما لا
أفعل ، فقال : وأينا يفعل ما يقول؟ ودّ الشيطان لو ظفر بهذه الكلمة منكم فلا يأمر أحد
بمعروف ولا ينهى عن المنكر.
ژباړه: علماؤویلی: دفاسق لپاره روا کیږی چی په
ښه کار باندی امر وکړی ، ځکه لکه پرده باندی چی واجب ده پریښودل ددغه بدکار همدا
راز پرده باندی واجب ده منع کول ددغه کارڅخه ، نوداچی دئ یوواجب پریږدی ، ددی څخه
داسی نه لازمیږی چی هغه بل واجب دی هم پریږدی، اوسلف صالحینو څخه داسی نقل سوی دی
: چی په ښه کار باندی امر وکړئ کڅه یی هم تاسو نکوئ، اودحسن رحمه الله څخه نقل دئ
چی ده دمطرف بن عبدالله څخه واوریدل چی ویل یی: زه هغه شئ نه وایم کوم چی نه یی
کوم، نو ده ورته وویل: کوم یو زمونږ هغه کارکوی چی وایی یی؟ شیطان خوښ لری چی پدغی خبری باندی پرتاسو کامیابه شی ،
نوبه بیا څوک امر بالمعروف اونهی عن المنکر نکوی.
خلاصه: داده چی دلفظ څخه د"من" نفی
امر بالمعروف اونهی عن المنکر دغیرڅخه دعلماؤ نه ښکاری ، البته داخبره ضروری ده
کوم څوک چی چاته دیوښه کار دعوت ورکوی اویایی دبد کاره څخه نهی کوی ، نوهغه باید
دهغه کار اوهغی خبری حکم ښه زده کړئ وی بیایی ونورو خلګو ته ووایی ، که یی نوی زده
کړئ بیایی هم خلګو ته وایی ، نوبیا داسی سړیته لازمه نده چی پرخلګو دی امر اونهی
وکړی آن چی یو عالم یوه مسئله ورته پوره
معلومه نوی نشی کولائ هغه خلګوته په یقینی ډول بیان کړی، مثلا که چا دلمانځه مسائل
دیوه عالم څخه ښه زده کړیوی ، هغه سړئ کولائ شی دغه مسائل نورو خلګوته هم بیان کړی
اویا چا دمعاملاتو او سوداګانو مسائل ښه زده کړیوی دغه سړئ کولائ شی نورو خلګو ته
یی هم بیان کړی.
داحادیثو
په رڼاکی
1.
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو
أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً.[صحیح
البخاری 3461]
ژباړه: دعبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه
وسلم وفرمایل: زما رسونه وکړئ کڅه هم په اندازی دیوه آیت وی.
دلته که سړئ ددی حدیث وتأکید ته وګوری چی رسول
اکرم صلی الله علیه وسلم یی دځانه څخه دتبلیغ په رسولو باندی کوی ، نو داخبره به
له ورایه سړیته ښکاره شی چی امر بالمعروف دهرچا کاردئ، ځکه لکه درسول اکرم صلی
الله علیه وسلم دقول اویافعل رسول چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یی د رسولو امر
کړئ دئ دهرچا وظیفه ده امر بالمروف چی د الله ددین رسول دی ، هم دهرچا وظیفه ده ،
او دلته ددین په رسولو کی هیڅ قسم اختصاص تریوی نومولی ډلی پوری نشته ، البته لکه
مخکی چی مولیکلی دی ، کوم شئ چی څوک یی بل چاته رسوی داخبره ضروری ده چی باید یی سم
اوپوره زده وی.
په فیض القدیر کی یی ددی حدیث په شرح راوړیدی:
وقوله ولو آية أي علامة تتميم ومبالغة أي ولو كان المبلغ فعلا أو إشارة بنحو يد أو
أصبع فإنه يجب تبليغه حفظا للشريعة.[فیض القدیر شرح جامع الصغیر3159]
ژباړه: داقول درسول اکرم صلی الله علیه وسلم چی
کڅه هم یوآیت وی: یعنی یوه دکامل کیدلو اورسیدلو علامه وی ، یعنی کڅه هم هغه
رسوونکئ شئ ، یوکاروی اودلاس او ګوتی غوندی اشاره وی ، رسول یی ضروری دئ پخاطر
دحفاظت دشریعت.
یعنی که هرڅومره لږ اولنډه خبره اویا کار وی چی
هغه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وی باید یی سړئ ترنورو پوری ورسوی.
1.
عَنْ أَنَسِ
بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : نَضَّرَ اللَّهُ عَبْدًاسَمِعَ مَقَالَتِي فَوَعَاهَا
، ثُمَّ بَلَّغَهَا عَنِّي ، فَرُبَّ حَامِلِ فِقْهٍ غَيْرِ فَقِيهٍ ، وَرُبَّ حَامِلِ
فِقْهٍ إِلَى مَنْ هُوَ أَفْقَهُ مِنْهُ.
ژباړه:
دحضرت انس بن مالک رضی الله تعالی عنه څخه
روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله پاک دی خوشحاله او
تازه کړئ مخ دهغه چا ، چی زما خبره واوری ، نو یی ښه یاد کړی ، بیا یی زما دځایه
څخه (نوروته) ورسوی ، داسی پیښیږی چی وړونکئ دفقه (علم) فقیه نوی ، اوداسی هم
پیښیږی چی وړونکی دفقه(علم) وهغه چاته وی چی هغه تر ده ډیر فقیه وی.
یعنی
کله کله داسی کیږی چی دچاسره دی علم وی خودئ دی ورڅخه داسی استنباط اواخذ ونکړی
لکه هغه څوک چی دده څخه زده کوی.
پدی
حدیث کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هرهغه چاته دعاکړیده چی دده حدیث ونورو ته
ورسوی.
2.
عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ رَضِىَ اللَّهُ
عَنْهُ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ :« لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ
وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ
عِقَابًا مِنْ عِنْدِهِ ثُمَّ لَتَدْعُوُنَّهُ فَلاَ يَسْتَجِيبُ لَكُمْ.[سنن
الکبری للبیهقی20694]
ژباړه:
دحذیفه بن الیمان رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه
وسلم وفرمایل: تاسو به ارو مرو امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوئ ، اویا به الله درباندی دخپل جانبه څخه عذاب نازل کړی ،
بیا دعا کوئ خو الله به یی نه درڅخه قبلوی.
دلته
چی کوم امر په امر المعروف اونهی عن المنکر بانی راغلئ دئ اوبیا ورباندی وعید
راغلئ دئ عموما دهرهغه چالپار راغلئ چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر پسی پریږدی.
3.
عَن أَنَسٍ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله
عليه وسلم- يَقُولُ « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ
لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ
الإِيمَانِ ».
ژباړه:
حضرت انس رضی الله تعالی عنه روایت کوی چی رسول اکر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی ستاسوڅخه یو بدکار
ووینی نوپه خپل لاس دی تغیر ورکړی که یی په طاقت نوه ، نوبیادی په ژبه تغیر ورکړی
، اوکه یی په طاقت نوه ، نوبیادی په زړه کی ورڅخه کرکه وکړی ، اودغه هغه ضعیفه اثر
دایمان دئ.
په
فیض القدیر کی ددی حدیث په توضیح کی لیکی: ثم إن كان المأمور ظاهرا كصلاة وصوم لم يختص
بالعلماء وإلا اختص بهم أو بمن علمه منهم.[فیض القدیر شرح جامع الصغیر]
یعنی
که هغه امر کړل شوئ کار ښکاره وی لکه لمونځ اوروژه نو دا خاص په علماؤ پوری
ندئ(هرڅوک یی کولائ شی) اوکه ظاهر نه وو(بلکه پیچلی مسائل وه) نوهغه په علماؤ پوری
خاص دئ اویا په هغه چا پوری چی دعلماؤ څخه یی زده کړئ وی.
دپورتنی
احادیثو څخه له واریه ښکاری چی امر بالمعروف اونهی عن المنکر تنها دعلماؤ وظیفه نه
بلکی دهرمسلمان وظیفه ده.
په
یوی قیصی باندی دیوه استدلال ځواب:
ځینی
هغه خلګ چی امر بالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه بولی ، اوغیرعلماؤ ته یی روا نه بولی
په لاندی قیصی سره دلیل نیسی.
دخل
علي رضي الله عنه المسجد فإذا رجل يخوف الناس ، فقال : ما هذا ؟ قالوا : رجل يذكر الناس
، فقال : ليس برجل يذكر الناس! لكنه يقول أنا فلان ابن فلان فاعرفوني ، فأرسل إليه
فقال : أتعرف الناسخ من المنسوخ ؟ ! فقال : لا ، قال : فاخرج من مسجدنا ولا تذكر فيه.
وفي رواية أخرى : أعلمت الناسخ والمنسوخ ؟ قال : لا ، قال : هلكت وأهلكت!. ومثله عن
ابن عباس رضي الله عنهما.[تفسیرقرطبی]
ژباړه:
حضرت علی رضی الله تعالی عنه مسجد ته داخل شو ، نویو سړئ یی ولیدئ چی خلګ ویروی ،
نویی وویل: دا څوک دئ؟ خلګو ویل: یوسړئ دئ چی خلګو ته تبلیغ کوی، نوده ویل: داسړئ
خلګوته تبلیغ نکوی! بلکی وایی زه فلانئ دفلانی زوی یم ما وپیژنئ ، نویی یوسړئ ور
واستوئ ، نو یی ورته وویل: آیا ته ناسخ دمنسوخ څخه پیژنی؟ ده ویل یا... نوده ورته
وویل: زمونږ دمسجد څخه ووځه ! دلته خلګوته تبلیغ مکوه
، په بل روایت کی راځی چی ده ورته ویل: آیا ته ناسخ اومنسوخ پیژنی؟ نو ده ورته
ویل: یا(نه یی پیژنم) نوده ورته ویل ، خپله هم هلاک شوی اوخلګ دی هم هلاک کړه.
خوسره ددی چی دغه قیصیه په څو ډوله باندی راغلی
ده ، خوبیاهم ورڅخه داسی نشی ثابتیدلائ چی امر بالمعروف دی تنها دعلماؤ وظیفه وی
نورو ته دی دامر بالمعروف بیخی جوازهم نوی.
ځکه چی یوخو په کومو کتابونوکی چی دغه قیصه
راغلی ده ، هغوی ورڅخه دغه استنباط ندئ کړئ ، لکه په تفسیر قرطبی کی چی یی مخکی ترذکرکولو
ددی قیصی لیکلی:
معرفة
هذا الباب أكيدة وفائدته عظيمة، لا يستغني عن معرفته العلماء، ولا ينكره إلا الجهلة
الأغبياء، لما يترتب عليه من النوازل في الأحكام، ومعرفة الحلال من الحرام.[تفسیرقرطبی]
یعنی
پیژندل دباب دنسخ ډیر مهم دئ اوډیره فایده لری ، او دپیژندلو څخه یی هیڅ عالم مستغنی
ندئ ، او ددی څخه انکار نکوی مګر هغه څوک چی ناخبره اوټنبل وی ، پخاطر دهغه پیښو
اواحکامو اوپیژندل دحلال دحرام څخه چی پردغه باب باندی مرتب دئ.
دلته
دذکر څخه ددی قیصی دقرطبی مقصد دادئ چی باید سړئ ځان په ناسخ اومنسوخ باندی خبرکړی
ځکه چی دا ډیره مهمه خبره ده او انسان ورته تل اړتیا لری ، خو داخبره نه ورڅخه
معلومیږی چی تبلیغ کول ، او امر بالمعروف کول دی پر پیژندنی دناسخ اومنسوخ موقوف
وی، ځکه مبلغ کولائ شی چی داسی مسائل تبلیغ کړی چی په هغوی کی دنسخ خبره نوی راغلی
همدا راز آمر دمعروف کولائ شی چی خلګ پداسی مسائلو باندی امر کړی چی په هغوی کی دنسخ خبره نوی راغلی اویا خلګ دداسی کارونو
څخه منع کړی چی دهغوی دنسخ سره هیڅ تړاو نوی بلکه مشهور مسائل وی.
اوبله
خبره داده چی دلته حضرت علی رضی الله تعالی عنه دغه سړئ دمسجد څخه ایستلئ دئ علت
یی دانه وو چی هغه ناسخ اومنسوخ نه پیژندل بلکی علت یی داوو چی خپله ده په دی قیصی
کی ویلی چی هغه" فقال : ليس برجل يذكر الناس! لكنه يقول أنا فلان ابن فلان فاعرفوني".
یعنی حضرت علی رضی الله تعالی عنه وویل: داسړئ خلګوته تبلیغ نکوی بلکه وایی: زه
فلانئ دفلانی زوی یم ماوپیژنئ!.
نوددی
څخه داسی ښکاری چی دغه سړی دځان تعریف اوتزکیه کول ، کوم چی شرعا ناروا دئ ، نوځکه
ده ورته داخبره کړیده ترڅو دئ پدی باندی پوه شی چی دئ اهل ددی ندئ کوم چی دئ یی
دعوی کوی، او دنورو کتابو څخه چی دغه قیصه پکی راغلی ده داسی ښکاری چی دا سړی ډیری
ګډوډی او پیچلی خبری کولی چی هیڅ فایده ورباندی مرتبه نوه نوځکه حضرت علی رضی الله
تعالی عنه دته دغه خبره کړیده اودئ یی دمسجد څخه ایستلئ دئ.
وقد روي عن أمير المؤمنين
علي بن أبي طالب كرم الله وجهه: أنه دخل يوما مسجد الجامع بالكوفة، فرأى فيه رجلا يعرف
بعبد الرحمن بن داب، وكان صاحبا لأبي موسى الأشعري - رضي الله عنه - وقد تحلق عليه
الناس يسألونه، وهو يخلط الأمر بالنهي، والإباحة بالحظر، فقال له علي رضي الله: أتعرف
الناسخ من المنسوخ؟ قال: لا، قال: هلكت وأهلكت، أبو من أنت؟ فقال: أبو يحيى، فقال له
علي رضي الله عنه: أنت أبو اعرفوني. وأخذ أذنه ففتلها، فقال: لا تقصن في مسجدنا بعد.[الناسخ
والمنسوخ لإبن سلامة]
پدی ځای کی صراحتا راغلی
دی چی " وقد تحلق عليه الناس يسألونه، وهو يخلط الأمر بالنهي، والإباحة بالحظر"
یعنی خلګ ورباندی راټول شوی وه دده څخه یی پوښتنی کولی ده ورته جوابونه ورکول داسی
چی امر به یی دنهی سره کډه وئ اونهی به یی دامر سره او إباحت به یی دمنع سره.
نوځکه
وروسته حضرت علی رضی الله تعالی عنه ورته وویل: ځاندی هم هلاک کئ اوخلګ دی هم هلاک
کړه ، ځه زمونږ دمسجد څخه وځه!.
اوپه
ځینو کتابونو کی راځی:
عن
أبي عبد الرحمن قال مر علي رضي الله عنه على قاض فقال له أتعرف الناسخ من المنسوخ قال
لا قال هلكت وأهلكت.[الناسخ والمنسوخ لإبن حزم]
یعنی
حضرت علی رضی الله تعالی عنه پریوه قاضی باندی تیریدئ نو یی ورته وویل: آیا ته
ناسخ اومنسوخ پیژنی ؟ هغه ویل : یا! نویی
ورته وویل ځان دی هم هلاک کئ اونور دی هم هلاک کړه.
لکه
چی دعبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه هم داسی روایت راغلئ دئ:
عن
الضحاك بن مزاحم قال مر ابن عباس رضي الله عنهما بقاض يقضي فركضه برجله قال أتدري ما
الناسخ من المنسوخ قال ومن يعرف النسخ من المنسوخ قال وما تدري ما الناسخ من المنسوخ
؟ قال لا قال هلكت وأهلكت.[الناسخ والمنسوخ لإبن حزم]
اوپه
ځینو کتابونو کی بیا راځی چی حضرت علی رضی الله تعالی عنه پریوه سړی باندی تیریدئ
چی خلګوته یی قیصی کولی ، نویی ورڅخه وپوښتل : آیا ته ناسخ اومنسوخ باندی پوهیږی؟
هغه ویل: یا ! نویی ورته وویل ځان دی هم هلاک کئ اونور دی هم هلاک کړه.
وعن أبي عبد الرحمن السّلمي
: إنّ عليا عليه السّلام مرّ بقاص يقصّ في جامع الكوفة بباب كندة فقال : هل تعلم النّاسخ
من المنسوخ؟قال : لا. قال : هلكت وأهلكت.[الکشف والبیان عن تفسیر القرآن]
نودپورته
عبارتونو څخه له ورایه ښکاره کیږی چی حضرت علی رضی الله تعالی عنه دغه سړیته هغه
خبری کړیدی پدی خاطر چی یایی دځان تعریف کوئ ، یایی کډوډ مسائل خلګو ته بیانول
اویایی خلګوته قیصی کولی.
پدی
خاطر نه وو چی هغه عام تبلیغ کوئ خو ناسخ اومنسوخ ورته معلوم نه وو.
نوده
پورته قیصی څخه دا استدلال غلط دئ چی امر بالمعروف دی تنها دعلماؤ وظیفه وی نه ده
نورو خلګو.
دفقهی
اوعقلی دلائلو په رڼاکی:
که
سړئ په دقت اوډیری ځیرکتیا سره دامربالمعروف او نهی عن المنکر فایدو اوګټو ته
وګوری ، اوفعلی او چټک تأثیر ته یی پام وکړی ، نو ارو مروبه دځانه سره ددی خبری
حکم وکړی چی امر بالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکه دهرمسلمان وظیفه ده.
ځکه کله چی یوڅوک خپل اولاد اویا خپل یودوست
اویاهم یوبل مسلمان وینی چی دالهی فرض په پریښودلو اویاهم دیوه منعه شوی کار په
کولو باندی بوخت وی ، نو حتما ورته امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی، تردی پوری
صبر نکوی چی ولاړشی یو عالم خبر کړی چی هغه راشی اودغه سړئ ددغه کار څخه را وګرځوی
، ځکه کوم مسلمان چی دخپلی مسلمانۍ مهمه او أساسی دنده اوهغه رښتینئ فطرتی ایثار
چی:"دبل مسلمان لپاره دهغه شی غوښتل دی کوم چی إنسان یی دځان لپاره غواړی لکه
چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یی راته معرفی کوی: لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ.[صحیح البخاری 13]
یعنی ترهغه وخته پوری یوستاسو پوره مسلمان نشی
کیدلائ ترڅوچی هغه شئ چی دځان لپاره یی غواړی دبل مسلمان لپاره یی هم وغواړی"
ښه درک کړی نو دا به له ورایه ورته ښکاره شی چی امر بالمعروف زما او دهرچا وظیفه ده
، تنها دیوی خاصی طبقی خلګو لازمی دنده اووظیفه نده او دا معلومه خبره ده چی هیڅ مسلمان دځان لپاره
بدبختی نه غواړی که په دنیا کی وی اوکه په آخرت کی ، نوچی کله یی ځانته نه غواړی
نوباید بل مسلمان ته یی هم ونه غواړی ، چی ددی خبری او کار اثبات پدغه باندی کیږی
چی مسلمان دی نورو ته هم دځان په سترګه وګوری ، ځانته غوره شوی شیان دی هغه ته
غوره کړی ، او دځان لپاره دی نه خوښیدونکی شیان هغه ته هم نه خوښوی.
پدی
خاطر دئ چی امر بالمعروف ته شرعا هم لوی حیثیت او اعتبار ورکول شوئ دئ آن تردی
پوری چی په ځینو کتابونوکی یی دهغه پریښودل سره ددی چی قدرت ورباندی ولری ، لویه
ګناه بللی ده لکه په الجوهرة النیرة کی راځی: وَمِنْ الْكَبَائِرِ...........وَتَرْكُ
الْأَمْرِ
بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّهْيِ
عَنْ الْمُنْكَرِ مَعَ الْقُدْرَةِ.[الجوهرة النیرة]. یعنی پریښودل دامر بالمعروف
اونهی عن المنکر سره دقدرت درلودلو لویه ګناه ده.
او
په خاطر دهمدغه لوړ شان دامر بالمعروف اونهی عن المنکر او په کتنی وتوان اوقدرت ته
دإنسان علماء کرامو امر بالمعروف اونهی عن المنکر په څو اقسامو باندی ویشلئ دئ لکه
په ځینو فقهی کتابونوکی راځی:
ذَكَرَ
الْفَقِيهُ فِي كِتَابِ الْبُسْتَانِ أَنَّ الْأَمْرَ بِالْمَعْرُوفِ عَلَى وُجُوهٍ إنْ كَانَ
يَعْلَمُ بِأَكْبَرِ رَأْيِهِ أَنَّهُ لَوْ أَمَرَ بِالْمَعْرُوفِ يَقْبَلُونَ ذَلِكَ
مِنْهُ وَيُمْنَعُونَ عَنْ الْمُنْكَرِ فَالْأَمْرُ وَاجِبٌ عَلَيْهِ وَلَا يَسَعُهُ
تَرْكُهُ وَلَوْ عَلِمَ بِأَكْبَرِ رَأْيِهِ أَنَّهُ لَوْ أَمَرَهُمْ بِذَلِكَ قَذَفُوهُ
وَشَتَمُوهُ فَتَرْكُهُ أَفْضَلُ ، وَكَذَلِكَ لَوْ عَلِمَ أَنَّهُمْ يَضْرِبُونَهُ
وَلَا يَصْبِرُ عَلَى ذَلِكَ وَيَقَعُ بَيْنَهُمْ عَدَاوَةٌ وَيَهِيجُ مِنْهُ الْقِتَالُ
فَتَرْكُهُ أَفْضَلُ ، وَلَوْ عَلِمَ أَنَّهُمْ لَوْ ضَرَبُوهُ صَبَرَ عَلَى ذَلِكَ
وَلَا يَشْكُو إلَى أَحَدٍ فَلَا بَأْسَ بِأَنْ يَنْهَى عَنْ ذَلِكَ وَهُوَ مُجَاهِدٌ
وَلَوْ عَلِمَ أَنَّهُمْ لَا يَقْبَلُونَ مِنْهُ وَلَا يَخَافُ مِنْهُ ضَرْبًا وَلَا
شَتْمًا فَهُوَ بِالْخِيَارِ وَالْأَمْرُ أَفْضَلُ كَذَا فِي الْمُحِيطِ .[الفتاوی الهندیة][البحرالرائق]
ژباړه: فقیه ابولیث رحمه الله په کتاب البستان کی ذکر
کړیدی: امر بالمعروف په څوقسمه دئ: کچیری سړئ په خپل ډیرګمان باندی پوهیدئ چی
کچیری دئ امر بالمعروف وکړئ نوخلګ یی ورڅخه قبلوی اود بدکاره څخه منع کیږی ،
نوپرده باندی دغه امرکول واجب دی پریښودل یی ورته نه ر واکیږی ، اوکچیری یی ډیر
ګمان داسی وو چی کچیری دئ ورته امر وکړی ، نو هغوی ودته ښکنځل اوسپکی سپوری کوی ،
نویی پریښودل ښه دئ ، همدا راز که یی باور وو چی دئ وهی ، اودئ هم ورباندی صبر نشی
کولائ ، اوددوی په مینځ کی دښمنی پیداکیږی او دهغه څخه جنګ راپورته کیږی نویی
پریښودل ښه کار دئ، خوکه دده پدی باندی باور وو چی کچیری دئ ووهی نوصبر کولائ شی
اوهیچاته شکایت هم نکوی ، نوهیڅ پروا نلری چی ددغه کارڅخه یی منع کړی اودئ پدی
صورت کی مجاهد دئ، اوکه پوهیدئ چی دوی دده خبره نه منی او نه هم ددوی څخه دوهلو
اوښکنځل کولو ویره شته نوبیا دئ اختیار لری(که امر کوی اوکه یی نکوی) خو امر کول
یی ډیر ښه دئ.
نوپردی خبری باندی یقین کول په کاردئ چی امر بالمعروف اونهی
عن المنکر تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکه دهر مسلمان وظیفه ده.
اشتراک در:
پستها (Atom)
