۱۴۰۴/۰۸/۰۱

عُنوان او مُعَنوَن:

عنوان د هري ليکني او بحث سرليک ته ويل کيږي او معنون د ليکني محتوی او مقصودي بحث ته ويل کيږي.

عادت داسي وي چې په عنوان کې د معنون لوري ته اشاره وي خو اصلي هدف معنون وي او دا مهمه نه ده چې عنوان بايد د معنون د بحث څخه مهم رکن او جزء وي ځکه چې عنوان هميشه داسي شی انتخابيږي چې زړه راښکونکی او جالب وي تر څو مخکې تر لوستلو ليکني ته د لوستونکو پام را واړوي او د ليکني لوستلو ته د خلکو شوق را جلب کړي.

ځيني وختونه د اوږدې ليکني لپاره جالبه عنوان غوره کيږي تر څو ليکنه جالبه ښکاره سي او لوستونکي يې په لوستلو ستړي نه سي او ځيني وختونه د جالب عنوان لپاره اوږده ليکنه کيږي تر څو لوستونکي عنوان ومني، چې په دې صورت کې نو بيا اصلي هدف عنوان دی معنون هسي د يوې آلې په صفت راغلی وي.

د هري ليکني لوستونکي بايد عنوان او معنون او د هغو څخه هدفونه وپېژني او د ليکوال په هدف ځان پوه کړي تر څو د ليکني څخه غلط برداشت ونکړي، لوستونکې بايد عنوان پر معنون باندې په تمامه معنی دال و نه بولي او يو پر بل يې سره قياس نکړي، لکه د انسان ظاهره چې په تمامه معنی د باطن ښکارندويي نه کوي په ليکنې کي عنوان او معنون هم داسي دي.

که انسانانو ته ځير سو، تاريخونه او عادتونه يې مطالعه کړو دا به راته ثابته سي چې د انسان ظاهري ښه هيڅوخت د ده پر باطني ښه باندې دلالت نه کوي ځکه منافقين په ظاهره ډېر ښه برابر وه؛ لباس يې هم برابر وو، قيافه او شکل يې هم برابر وو او خبري يې هم ډېري ښې او پستې وې خو په باطن کې ډېر سر سخته کافران وه ځکه نو هيڅوخت بايد موږ د يو چا باطن پر ظاهر باندې قياس نکړو، البته ظاهري عقيدوي فساد د باطني فساد ښکارندويي کوي او له مخي يې شرعا فيصله کېدلای سي خو ظاهري غير عقيدوي ناسموالی هيڅوخت د باطني حالت تعبير نه کوي لکه ظاهري سموالی چې پر باطني سموالي باندې دلالت نه کوي.

البته باطني اصلاح او فساد د ظاهري اصلاح او فساد لپاره سبب جوړېدلای سي لکه په حديث شريف کې چې د زړه په باره کې راځي: إِذَا صَلُحَت صَلُحَ الجَسَدُ کُلُّهُ وَ إِذَا فَسَدَت فَسَدَ الجَسَدُ کُلُّهُ. يعني چې کله زړه اصلاح سي بدن هم ورسره اصلاح کيږي او که زړه فاسد سي بدن هم ورسره فاسد کيږي خو ظاهري اصلاح د باطني اصلاح لپاره دليل نه سي جوړېدلای ځکه په باره کي د منافقينو الله تعالی فرمايي: وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ.[البقرة8] ژباړه: ځيني خلک وايي موږ پر الله او ورځې د آخرت ايمان راوړی دی په داسي حال کې چې دوی مؤمنان نه دي. يعني په ظاهره ځانونه مؤمنان معرفي کوي خو په باطن او اصل کې مؤمنان نه دي.

زموږ په زمانه کې که څه هم د عقيدوي منافق پېژندل ګران کار دی خو ځيني خلک د منافقينو کړني تر سره کوي ځکه نو د چا په ظاهري ښائښت، ظاهري کارونو او ظاهري وينا مه خطا وځئ البته د دې معنی داسي نه ده چې سړی به پر مسلمان بد ګمانه کيږي ځکه پر مسلمان باندې نيک ګماني اصل دی، په دې خاطر بايد هر مسلمان پر بل مسلمان باندې ښه ګمان ولري مګر دا چي د ده څخه يې بد کار ليدلي وي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۲۸

د استعداد لوړېدلو اسباب:(پنځمه او آخري برخه)

پنځم هغه شی چې د انسان استعداد ورباندې لوړېږي د علماؤ او ښو خلکو سره رابطه ده، ځکه د ښو خلکو سره رابطه د دې تر څنګ چې انسان ته معنويات بښي د انسان معلومات هم ډېريږي او انسان ته يو قسم د اطمينان احساس هم ورکوي ځکه  خپل هر سوال او پوښتني ته په آسانۍ سره جواب پيدا کولای سي.

په دې خاطر دی چې الله پاک مسلمانان په تقوی باندې د امر کولو وروسته د ښو خلکو په ملتيا باندې امر کوي او فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ.[التوبه:119]
ژباړه: ای مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتيا ويونکو سره وسئ.

همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته د دې سپارښتنه کړېده چې تاسو هميشه د مؤمن ملتيا وکړئ ځکه چې د کافر او بد سړي په ملتيا کې ارومرو انسان ته تاوان رسيږي چې يو تاوان يې دغه دی چې د انسان پر پوهه او استعداد باندې منفي تأثير ايږدي.

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ تُصَاحِبْ إِلاَّ مُؤْمِنًا وَلاَ يَأْكُلْ طَعَامَكَ إِلاَّ تَقِىٌّ.[سنن ابي داود 4834]
ژباړه: ابوسعيد رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: ملګرتيا مکوه مګر د مسلمان سره او ستا ډوډې دي نه خوري مګر نيک انسان.

په دې خاطر چې د نيک ملګري څخه انسان ته ډېره فايد او د بد ملګري څخه انسان ته ډېر بد رسيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښه او بد ملګري پرتله کوي او د هر يوه لپاره يو مثال ذکر کوي:
عَنْ أَبِى مُوسَى عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ فَحَامِلُ الْمِسْكِ إِمَّا أَنْ يُحْذِيَكَ وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً وَنَافِخُ الْكِيرِ إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَةً.[صحيح مسلم:6860]
ژباړ: د ابو موسي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د ښه او بد ملګري مثال داسي دی لکه د مشکو د وړونکې او د آهنګر د پښ پوف کوونکې، د مشکو وړونکی به يا تا ته يوشی درکړي، يا به يې ته ورڅخه رانيسې او يا به هم ښه بوی ورسره ومومې، او د آهنګر د پښ پوف کوونکی به يا ستا کالي وسوځوي او يا به هم بد بوی ورسره ومومې.

يعني د ښه ملګري څخه سړي ته فايده رسيږي او د بد ملګري څخه سړي ته تاوان رسيږي، که څه هم فايده او تاوان لږ وي خو د ملګري په سبب انسان ته رسيږي.

نو که هميشه انسان د ښو خلکو سره ملتيا وکړي د نورو ښېګڼو تر څنګ چې د دغي ملګرتيا په سبب به يې تر لاسه کوي ښه استعداد، ځيرګتيا، تيزفهمي او حضور د ذهن به هم تر لاسه کوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۲۶

د استعداد لوړېدلو اسباب:(څلورمه برخه)

څلورم سبب:
ډېره مطالعه او د کتابونو سره ډېره رابطه ساتل د انسان استعداد قوي کوي ځکه چې په ډېري مطالعې باندې د انسان ذهن توسعه پيدا کوي، شيان يې په  ذهن کې تر ډېره وخته پاتيږي، د معلوماتو درک ورته آسانه کېږي او معلومات يې نور هم ډېريږي آن تر دې چې په سالمي ډېري مطالعې باندې غير فعالي عصبي حجرې هم فعاله کېږي چې دا خپله د لوړ او قوي استعداد معنی ده.

لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ودې  اصل ته اشاره کړېده او فرمايي: مَثَلُ الْقُرْآنِ مَثَلُ الإِبِلِ الْمُعَقَّلَةِ ، إِنْ تَعَاهَدَهَا صَاحِبُهَا بِعُقُلِهَا أَمْسَكَهَا عَلَيْهِ ، وَإِنْ أَطْلَقَ عُقُلَهَا ذَهَبَتْ.[سنن ابن ماجه 3783]
ژباړه: د قرآن مثال داسي دی لکه د تړل سوي اوښ که يې خاوند څارنه وکړي او اوسار يې  ونيسي نو د ځان لپاره به يې وساتي او که يې اوسار اېله کړي ځيني ولاړ به سي.

يعني څوک چې د قرآن سره رابطه ولري، د قرآن تلاوت کوي، زدکړه او مطالعه يې کوي نو قرآن به يې نه هېريږي خو که مطالعه يې ونکړي او رابطه ورسره و نه لري نو بيا به يې هېريږي.

علماؤ ليکلي دي: دلته که څه هم مثال د قرآن ورکول سوی دی خو خبره عامه ده، د هر علم سره چې سړی رابطه و نه لري او مطالعه يې ونکړي د سړي هېريږي او د هر علم سره چې رابطه موجوده وي بيا د انسان په ذهن کې تر ډېره پوري پاتيږي.

په مطالعه باندې نه تنها دا چې د انسان استعداد لوړيږي بلکې په هره برخه کې د انسان علمي زېرمه ډېريږي او په ډېرو نکاتو کې انسان ته د توجيهاتو او تحليلونو لار آواريږي.

مطالعه د ذهن لپاره داسي عملي سپورت دی چې په کولو يې ذهن ته حضور، قوي درک، ځيرکتيا، دقت او پوره تمرکز حاصليږي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

افغاني او پاکستاني مسلمانان بايد را ويښ سي:

د پاکستان پوځ تر اوسه په خپل تاريخ کې د اسلام او مسلمانانو ننګه نه ده کړې، د هند سره يې لانجه د اسلام په خاطر نه ده بلکې د کشمير پر جغرافيا يې ورسره جګړه ده، په پاکستان کې د ننه يې خپل خلک دومره وژلي او زورولي په خاصه توګه پښتانه او بلوڅان چې په ټولي نړۍ کې يې ساری نه پيدا کيږي.

پاکستاني پوځ تل د امريکا، انگليس او اسرائيلو اجير پاتې سوی ځکه نو د هغوی پاليسي تعقيبوي، د هغوی په خوښه کارونه کوي او د هغوی په غوښتنه خپلو خلکو او خپلو ګاونډيانو ته ستونزي جوړوي.

د پاکستان مسلمان ولس بايد د دې اجير پوځ په مقابل کې داسي پاڅون وکړي چې د هيواد ټول واک د دوی له لاسه واخلي او خپل خلک د دې منحوس پوځ له منګلو آزاد کړي.

د دې منحوس پوځ په وړاندې بايد ټول افغاني او پاکستاني مسلمانان د افغانستان د حکومت سره مرسته وکړي تر څو په سيمه کې د امريکايانو، انگليسانو او اسرائيلو پلانونه شنډ شي او د افغانستان او پاکستان مسلمان ملتونه د دې پوځ لخوا په بل شوي اور کې و نه سوځي. 
مولوي نورالحق مظهري 

۱۴۰۴/۰۷/۲۳

د استعداد لوړېدلو اسباب:(درېيمه برخه)

درېيم سبب:
درېيم هغه شی چې د انسان علمي استعداد ورباندې لوړېږي د الله پاک په لاره کې کوښښ کول دي، په دې معنی سره چې سړی هر نيک کار کوي لومړی کوښښ پکې وکړي بيا يې په کولو کې خپل نيت صفا کړي يعني د الله لپاره يې وکړي.

دا معلومه خبره ده چې زده کړه او تحصيل د علم ډېر ښه کار دی نو چې څوک په تحصيل کې د علم کوښښ وکړي او بيا د الله لپاره يې وکړي نو الله پاک به لاره د تحصيل ورته آسانه کړي چې په دې لاره کې يوه آساني د لوړ استعداد درلودل دي ځکه د لوړ استعداد سره علم ډېر آسانه وي. الله جل جلاله فرمايي:
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ [العنکبوت69]
ژباړه: هغه خلک چې زموږ په لاره کې کوښښ کوي موږ به يې يقينا خپلو لارو ته هدايت کړو او يقينا چې الله د نيکوکارانو سره دی.

د الله تعالی په لاره کې کوښښ په هره مشروعه طريقه باندې کېدلای سي که طاعت وي، که د الله په لاره کې جنګ وي، که امربالمعروف او نهي عن المنکر وي، که تحصيل د علم وي او که نور شيان وي...

څوک چې غواړي لوړ علمي استعداد ولري لومړی بايد ډېر زيار وباسي؛ عرب شاعر وايي: بقدر الکد تکتسب المعالي   ومن طلب العلي سهر الليالي. يعني د زيار په اندازه لوړي مرتبې  لاسته راوړلای سې، او هرڅوک چې د لوړي مرتبې طلب کوي بايد شپې روڼي کړي.

د علم لپاره بل زيار دا دی چې انسان په خپل علم باندې عمل وکړي ځکه عمل د علم او پوهي ډېر والي ته نوره هم لاره آوار وي.

عمر بن عبدالعزيز رحمه الله فرمايي:
إنما قصّر بنا عن علم ما جهلنا تقصيرنا في العمل بما علمنا، ولو عملنا ببعض ما علمنا، لأورثنا علما لا تقوم به أبداننا. [التفسير المنير]
ژباړه: دا چې موږ د هغه شيانو علم نه لرو چې نه په پوهيږو سبب يې دا دی چې موږ په هغه څه چې پوهيږو سم عمل نه دی کړی، که موږ په يوڅه د هغه علم عمل کړی وای چې موږ يې لرو نو موږ ته به داسي علم راکول سوی وای چې زموږ بدنونو نه سو ټينګولای.

نو د علم په لاره کې زيار ايستل انسان ته استقامت ورکوي چې شيطان، نفس او منفي ګرايي ټوله ورڅخه ختميږي او د دې تر څنګ چې انسان په ځان باندې باور پيدا کوي يو قسم خوندور لذت ورته حاصليږي چې نور هم دی و تحصيل ته تشويقوي.

خپل نيت صفا کول او خپل کوښښونه د الله پاک لپاره ګرځول د دې سبب جوړېږي چې پر انسان دي د الله پاک لخوا معنويات نازل سي او الهامات دي ورته وسي چې يقينا استعداد او حافظه به يې دواړه قوي کېږي.

او په علم باندې عمل کول يو ډول تکرار دی او د علمي قوې لپاره سپورت دی چې د انسان استعداد ته د قوت او مطالعې مثبت چارچ ورکوي او ذهن يې ورباندې تېزيږي.

ځینو علماو داسي هم لیکلي دي چې انسان په هره برخه کې د دین کوښښ کوي نو الله پاک به ورته خاص الهام کوي ځکه د هر عبادت لپاره ځانګړی الهام موجود دی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۲۲

د استعداد لوړېدلو اسباب:(دويمه برخه)

دويم سبب: 
سالم محيط او ښه چاپېريال د انسان سره د استعداد په قوي کولو کې ډېره مرسته کوي؛ په دې معنی سره چې که انسان په داسي چاپېريال کې ژوند وکړي چې هلته ګناهونه نه کېږي، د انسان پر ذهن باندې روحي او فکري فشار نه راځي نو ارو مرو به په داسي محيط کې د انسان علمي استعداد وده کوي او جوړ استعداد به یې همداسي سالم پاتيږي او د انحطاط څخه به ژغورل کېږي.

الله تعالی فرمایي: ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ.[الروم 41]
ژباړه:ښکاره سو فساد په وچه او دريابونو کې په خاطر د هغو کارونو چې د خلکو لاسونو کړي دي د دې لپاره چې الله په دوی باندې وګالي جزاء د ځينو هغو اعمالو چې دوی کړي دي تر څو الله ته رجوع وکړي.

يعني د انسانانو د کارونو له وجهي په مځکه او دريابونو کې فساد ښکاره سوی دی. فساد عام دی که اقتصادي او مالي فساد وي که ځاني او معنوي فساد وي، که وچکالۍ راځي او برکتونه پورته کېږي دا هم فساد دی که ګمراهۍ، انحرافات او ناآرامۍ ډېريږي دا هم فساد دی، د استعداد ټيټ کېدل چې هم نا آرامي ده او هم سبب د انحراف کېږي دا هم فساد دی، خو هر ډول فساد چې وي سبب يې د انسانانو ناوړه کړه وړه دي.

نو که موږ غواړو د نورو فسادونو تر څنګ د استعداد د ټيټ كېدلو د فساد څخه هم ځانونه وساتو بايد خپل چاپېريال برابر کړو او د هر ډول ګناهونو او نافرمانيو څخه يې پاک کړو.

دا تجربه سوې خبره ده چې سالم محيط د انسان د طبيعت او استعداد په جوړېدلو کې ډېر مهم رول لري.

د چاپېريال خرابوالی لکه د انسان پر معنوياتو باندې چې منفي تأثير کوي همداسي په ښکاره بڼه هم د انسان پر ذهن باندې بده اغېزه کوي چې په نتيجه کې يې استعداد هم ورڅخه اغېزمن کېږي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۲۱

د علمي استعداد لوړېدلو اسباب:(لومړی برخه)

لومړی سبب:
لومړی هغه شی چې د انسان علمي استعداد ورباندې ډېريږي تقوی او پرهيزګاري ده، ځکه په تقوی باندې د انسان زړه ته سکون او اطمينان راځي، کله چې زړه ته سکون راغی د انسان درک به هم ورسره راټوليږي چې په نتيجه کې پر هر شي تمرکز وکړي هغه به ښه زده کوي او سم به يې حفظ کوي، د الله تعالی ذکر کول چې د تقوی پيدا کېدلو يوه ذريعه ده الله تعالي يې په اړه فرمايي: أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ.[الرعد28] يعني خبر اوسئ چې د الله په ياد باندې زړونه آراميږي.

په دې خاطر چې د انسان ذهن بسيط دی په يو وخت کې ډېرو شيانو ته پاملرنه نه سي کولای نو چې څومره ذهن راټوليږي او د پاشل کېدلو څخه نجات مومي په هماغه کچه يې قوت او ادراک هم قوي کېږي چې دا خپله د استعداد د لوړېدلو معنی ده او په تقوی باندې د انسان ذهن د پاشل کېدلو څخه نجات موندلای سي.

بله خبره دا ده چې د نيکو اعمالو پر کولو باندې چې د تقوی يوه ذريعه ده الله پاک د ښه ژوند ورکولو وعده کړېده او فرمايي: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً...[النحل97] يعني هر نارينه او ښځينه چې نيک عمل وکړي په داسي حال کې چې دی مؤمن وي زه به ورته پاک (ښه) ژوند ورکوم.

علامه ابن کثير رحمه الله د دې آيت په تفسير کې ليکلي دي: د ښه ژوند څخه مراد هغه ژوند دی چې پر ټولو راحتونو او أسانتياوو باندې مشتمل وي.
او يقينا تر ټولو مهمه آسانتيا ښه ذهن او لوړ استعداد دی نو چې څوک نيک اعمال تر سره کړي او تقوی تر لاسه کړي د نورو راحتونو تر څنګ چې الله پاک به يې ورکوي د ښه استعداد څخه به يې هم برخمن کړي.

همدا راز د ګناه نه کول چې د تقوی لپاره بله ذريعه ده د انسان د استعداد لوړولو لپاره ډېر مهم سبب دی؛ يعني کوم خلک چې د ګناه څخه ځانونه ساتي د هغوی به استعداد نسبت و هغه خلکو ته چې ګناه کوي ډېر قوي وي.
امام شافعي رحمه الله ته دا وينا منسوبه ده چې:
شَكَوْتُ اِلَي وَكِيْعٍ سُوْءَ حِفْظِي
فَاَوصَانِي اِلَي تَركِ المَعَاصِي
فَاِنَّ العلْمَ نُورٌمّنْ اِلَــهٍ
وَنُـورُاللهِ لاَيُعطَ لِعَـاصِي
ژباړه: ما خپل استاد وکيع ته د حافظې د بدوالي شکايت وکړ، هغه راته د ګناه پرېښودلو توصيه وکړه، ځکه علم د الله تعالی لخوا يو نور دی او د الله تعالی نور وګناهکاره انسان ته نه ورکول کېږي.

همدا راز د ګناه کول د دې لامل جوړېږي چې انسان دي د ډېر سخت او تنګ ژوند سره مخامخ سي چې طبعا پر استعداد به يې هم منفي تأثير ايږدي، د هغه چا په اړه چې د الله تعالی د ذکر څخه مخ اړوي الله پاک فرمايي: وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى.[طه 124] ژباړه: څوک چې زما د ياد څخه مخ واړوي د هغه لپاره به ډېر تنګ ژوند وي او د قيامت په ورځ به يې موږ ړوند را حشر کوو.

د الله تعالی د ذکر پرېښودل چې د تقوی ختمېدلو يوه ذريعه ده د دې سبب جوړېږي چې انسان دي د ناوړه ژوند او خراب حالت سره مخامخ سي چې د استعداد ضعيف کېدل او استعداد د لاسه ورکول هم د خراب ژوند او ناوړه حالت يوه برخه ده.

پورته استدلال ته په کتو سره موږ وينو چې په تاريخ کې مسلمان پوهان او د استعداد خاوندان د څومره ډېري او لوړي تقوی خاوندان وه چې يقينا همدغه تقوی وه چې د نورو سببونو تر څنګ د دوی د لوړ استعداد سبب جوړ سوی وو.
تقوی غوره کړئ ترڅو ښه استعداد او قوي حافظه تر لاسه کړئ!
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۱۹

اسلامي امارت او ديوبند:

دا يو حقيقت دی چې د ديوبند سترې ديني مدرسې د جهاد او ديني دعوت په برخه کې د نړۍ په کچه بېساري خدمتونه کړي او ټولي نړۍ ته يې په لسهاوو زره فارغين وړاندې کړي دي چې هر فارغ يې بيا په خپله سيمه کې ګڼ شمېر خدمتونه سر ته رسولي دي.

د ديوبند ديني مدرسه هغه وخت د جهاد په برخه کې وځلېدل چې په هند کې يې د انګرېزانو پر ضد د جهاد فتوي ورکړه او د انګرېزانو پر ضد يې خلک پاڅون ته را وپارول چې نتيجه يې هم ورکړه او انګرېزان د هند څخه ووتل، د دې وروسته د دې مدرسې شاګردانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې جهادي حرکتونه رهبري کړي دي چې لويه بېلګه يې افغانستان دی چې د انګريزانو او روسانو پر ضد د ديوبند څخه فارغ سوو علماؤ په جهادي بهير کې پوره ونډه واخيسته او د امريکايانو پر ضد جهاد خو په پوره توګه د ديوبندي علماؤ لخوا رهبري کېدی ځکه د اسلامي امارت مخکښه مسئولين د ديوبندي مسلک لارويان دي، همدې تړاو ته په کتو داسي ويلاي سو چې د امارت د مسئولينو مذهبي بنسټ د حنفي فقهي پر ديوبندي تشريح باندې ولاړ دی ځکه نو ديوبندي مسلک ته تر بل هر مسلک ډېره ترجيح ورکول کيږي او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي ته د د يوبند په ديني مدرسه کې ډېر توند او ګرم ښه راغلاست ويل کيږي.

د ديوبند ديني مدرسې چې د دعوت لپاره کومه تګلاره غوره کړې د دې مدرسې د فارغينو لخوا د نړۍ په کونج کونج کې د همدغه تګلاري پر اساس ديني دعوت چليږي چې افغانستان هم نن د دې مدرسې د ديني دعوت لپاره ډېر ښه ډګر دی ځکه ډېری حقاني او تکړه علماء د ديوبند مسلک لارويان دي او د دې مدرسې مستقیما یا بالواسطه شاګردان دي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۱۶

سخت دريځو انسانانو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم ښېرا:

ژباړه: د عبدالله څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم درې ځلي وويل: سخت دريځه دي مړه سي.

محدثينو د دې حديث په تشريح کې ليکلي دي: سخت دريځه و هغه چا ته وايي چې په دين کې بې ځايه ډېره سختي کوي او په خبرو او کارونو کې تر ټاکل سوو شرعي حدودو تجاوز کوي.

مثلا: شرعي عذرونو ته اعتبار نه ورکوي، فقهي مراتب داسي سره ګډوډ کوي چې مباح د مستحب او سنت مرتبې ته او مستحب او سنت د فرض او واجب مرتبې ته رسوي او يا هم د تقوی په نامه مباح او مستحب شيان پر ځان او يا پر نورو فرض او لازم ګڼي.

وضاحت: په دين کې استقامت او ټينګوالي ته سخت دريځي نه ويل کيږي او نه هم پر دين باندې غيرت سخت دريځي ده البته کفار او بې دينه خلک هر پرهیزګاره او مبارز مسلمان ته سخت دريځ وايي، همداسي د اسلامي احکامو عملي کولو ته هم سخت دريځي وايي.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- «هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ». قَالَهَا ثَلاَثًا.[صحيح مسلم۶۹۵۵]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۱۵

د مجازات او مکافات ارزښت:(لومړی برخه)

کله چې يو څوک ستا تر مشرۍ لاندې کارونه کوي د دې لپاره چې ښه کار کوونکی تشويق شي او د نور کار کولو روحيه پيدا کړي همداسي نور کسان هم د ده غوندي ځانونه جوړ کړي د هغه بايد ستاينه وشي او د هغه د لا هڅولو لپاره د هغه څخه د منني او مکافات مراتب تر سره شي او چې څوک ستا تر مشرۍ لاندې د کوم جرم مرتکب کيږي هغه ته بايد مناسب مجازات ورکړل شي تر څو نوموړی ځان اصلاح کړي او نور کسان هم د ده د مجازات څخه عبرت واخلي.

په حديث شريف کې راځي: لاَ يَشْكُرُ اللَّهَ مَنْ لاَ يَشْكُرُ النَّاسَ.[سنن ابي داود4813]
ژباړه: هغه څوک د الله تعالی شکر نه شي آداء کولای کوم چې د خلکو شکر نه شي آداء کولای.

په بل حديث کې راځي: أَشْكَرُ النَّاسِ لِلَّهِ أَشْكَرْهُمْ لِلنَّاسِ.[السنن الکبري للبيهقي12391]
ژباړ: په خلکو کې د الله تعالی ډېر شکر هغه چا آداء کړی دی چې د خلکو شکر يې ډېر آداء کړی وي. 

د دواړو احاديثو څخه داسي ښکاري چې د انسانانو څخه مننه او تشکر ډېر ارزښت لري آن تر دې چې تر څو انسان د نورو انسانانو څخه شکر آداء نه کړي تر هغه پوري د الله تعالی څخه شکر نه شي آداء کولای نو کوم څوک چې د چا سره په اداره کې خدمت کوي او ښه کار يې کړی وي د دې حديث پر بنسټ تر خپله وسه د هغه څخه مننه وکړي او د تشويق لپاره يې په ستاينه او مکافات باندې ونازوي.

په حدیث شریف کې راځي: ومن أتى إليكم معروفا فكافئوه، فإن لم تجدوا ما تكافئونه، فأثنوا عليه حتى تعلموا أن قد كافأتموه.[مسند الطيالسي 2007]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که څوک ستاسې سره نېکي وکړي نو بدله يې ورکړئ؛ که چېري تاسو داسې څه ونه موندل چې بدله پرې ورکړی نو د هغه ستاينه وکړئ تر څو تاسې پوهېږی چې تاسو د هغه بدله ورکړې ده.

د دې حديث څخه له ورايه ښکاري چې کله يو څوک زموږ سره ښېګڼه کوي موږ يې بايد بدله ورکړو که مو په بدله کې د کوم شي ورکول په وسه نه وه بيا نو د هغه ستاينه وکړو تر څو چې د هغه حق آداء کولای شو؛ کوم څوک چې زموږ تر امر لاندې کار کوي د هغه لخوا په کار کې صداقت او اخلاص که له يوې خوا د هغه لپاره د مسئوليت سم آداء کول دي له بلې خوا زموږ سره د هغه احسان دی ځکه چې هغه د وظيفې د سم سر ته رسولو په ذريعه ستا باور خاوري نه کړ او ستا لخوا د ده په ټاکنه کې يې ستا غوراوی له خطا او اشتباه څخه وژغوری نو ځکه ته بايد د ده سره ښه وکړې، تشويق يې کړې او نور يې هم کار ته و هڅوې تر څو دی د نور کار کولو لپاره نوره انرژي واخلي او نور کسان هم د ده په ليدلو سره ښه کار کولو ته تشويق شي.

يو چا ته مکافات ورکول او د هغه تشويق کول په ګڼو طريقو سره کېدلای شي؛ په رتبه کې پورته کول، مالي مرسته کول، ستاينليک ورکول، په شخصي يا عمومي ډول د هغه ستاينه کول هغه شيان دې چې هغه ورباندې تشويق کېدلای شي او که په دغو کارونو کې يو لا هم د چا په وسه نه وي نو بيا دعا خو ورته کولای شي چې دعا هم د مننې او ستاينې يوه طريقه ده لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
 ومن آتى إليكم معروفا فكافئوه فإن لم تجدوا فادعوا له حتى تعلموا أن قد كافأتموه.(سنن نسائي: 2567)
ژباړه: که څوک ستاسې سره نېکي وکړي نو بدله يې ورکړئ؛ که چېري تاسو داسې څه ونه موندل چې بدله پرې ورکړی نو د هغه لپاره دعا وکړئ تر څو تاسې پوهېږی چې تاسو د هغه بدله ورکړې ده.

كله چې په جيش العسره کې عثمان رضي الله عنه د مسلمانانو لښکر سمبال کړ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د دې وروسته چې عثمان هر کار وکړي تاوان نه ورته کوي، دا خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم پټولای شوه خو ځکه يې ښکاره کړه چې دا يو ډول مکافات او تشويق وو د حضرت عثمان رضي الله عنه لپاره.

يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو صحابه وو څخه پوښتنه وکړه چې نن چا روژه نيولې ده؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: ما نيولې ده، بيا يې وويل: څوک نن جنازې ته تللی دی؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: زه تللی يم، بيا يې وويل: نن مسکين ته چا ډوډې ورکړې ده؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: ما ورکړېده، بيا يې وويل: نن څوک د ناروغ پوښتني ته تللی دی؟ ابوبکر رضي الله عنه وويل: زه تللی يم، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل دغه کارونه په هيچا کې نه سره راټوليږي مګر دا چې هغه جنت ته ځي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبره پټولای شوه خو ځکه يې ښکاره کړه چې د دې کارونو فضيلت ښکاره شي، د ابوبکر رضي الله عنه منزلت څرګند شي او د ابوبکر ضي الله عنه لپاره تشويق او د نورو لپاره هڅونه شي.

له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې موږ د هغه انسانانو څخه چې ښه کار کوي مننه وکړو، هغوی تشويق کړو او د نازولو په يوه طريقه يې ونازوو تر څو دوی د لا ښه کار کولو ته وهڅيږي او نور خلک هم د دوی غوندې کارونو ته مخ واړوي او تشويق شي.

په کوم ځای کې د تکړه کسانو څخه مننه نه کيږي په تدريجي ډول کارونه ډېر ټکني کيږي ځکه چې کارکوونکې انسان به نا اميده شي او کوم کسان چې سم کار نه کوي هغوی به تنبيه نه شي. 
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۱۴

د ليکلو پر وخت ډېر دقت وکړئ!

ژباړه: يزيد بن مهلب خپل زوی مخلد ته ويل: کله چې دي ليک ليکی نو ښه ډېر ورته وګوره ځکه د انسان ليک د هغه د عقل ځای دی.

يعني د ليکلو په وخت کې ډېر غور وکړه تر څو بې ځايه او بې کاره خبري درڅخه و نه ليکل سي ځکه د خط په ليکلو کې بايد انسان د خپل عقل څخه استفاده وکړي او د انسان ليک د هغه د عقل د څرنګوالي ښکارندويي هم کوي.

کله چې موږ ليکل کوو بايد د ليکلو په وخت کې د ليکنې املاء، خط او محتوی ټولو ته جدي پاملرنه وکړو تر څو داسي ليکل راڅخه و نه سي چې څوک يې بيا نه سي لوستلای او يا داسي شی راڅخه و نه ليکل سي چې وروسته بيا ورباندې پښېمانه يو، د ليکنې د اتمام وروسته ليکنه څو ځلي مطالعه کړو چې احتمالي غلطيانې يې هم ونيسو وروسته يې بيا نشر يا چاپ کړو.

قَالَ يَزِيدُ بْنُ الْمُهَلَّبِ لابْنِهِ مُخَلَّدٍ: إِذَا كَتَبْتَ كِتَابًا؛ فَأَطِلِ النَّظَرَ فِيهِ، فَإِنَّ كِتَابَ الرَّجُلِ مَوْضِعُ عَقْلِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم1526]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۱۳

علم او تحصيل تر عبادت غوره او بهتره دی:

د ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل: ای ابوذره! که ته سهار وختي ولاړ سې او د الله د کتاب یو آيت زده کړې دا ستا لپاره تر سل رکعته لمونځ غوره او بهتره دی. او که سهار وختي ولاړ سې او د علم یو باب (مسئله یا فصل) زده کړې، که عمل ورباندې وسي او که عمل ورباندې و نه سي، دا ستا لپاره تر زر رکعته لمونځ غوره او بهتره دی.

عَنْ أَبِي ذَرٍّ، قَالَ: قَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: يَا أَبَا ذَرٍّ، لأَنْ تَغْدُوَ فَتَعَلَّمَ آيَةً مِنْ كِتَابِ اللهِ، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تُصَلِّيَ مِئَةَ رَكْعَةٍ، وَلأَنْ تَغْدُوَ فَتَعَلَّمَ بَابًا مِنَ الْعِلْمِ، عُمِلَ بِهِ أَوْ لَمْ يُعْمَلْ، خَيْرٌ مِنْ أَنْ تُصَلِّيَ أَلْفَ رَكْعَةٍ.(سنن ابن ماجة219)
مولوي نورالحق مظهري