۱۳۹۷/۱۲/۲۸

مسلمان او خبری:

مسلمان چی کله پر یوې موضوع باندی تحلیل او تبصره کوی باید شرعی عقیدتی اصول او اسلامی تاریخی واقعیتونه په نظر کی ونیسی تنها د مادیاتو څخه په تأثرد آزاد عقل په غوښتنه خبری ونکړی.

د الله پاک له ویری اوښکی تویول:

ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ندئ یو مسلمان بنده چی تر سترګو یې د الله پاک له ویری اوښکی ووځی کڅه هم د مچ د سر په اندازه وی بیا یې اوښکی یو څه پر مخ راتوۍ سی مګر داچی الله پاک دئ پر اور باندی حراموی.
یعنی د مسلمان تر سترګو چی د الله پاک له ویری اوښکی توۍ سی کڅه هم لږ اوښکی وی لکه د مچ سر، بیا یې یوڅه اوښکی د مخ یوې برخی ته ورسیږی نو الله پاک دغه انسان اورته نه داخلوی.

وَعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: " «مَا مِنْ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ يَخْرُجُ مِنْ عَيْنَيْهِ دُمُوعٌ وَإِنْ كَانَ مِثْلَ رَأْسِ الذُّبَابِ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ، ثُمَّ يُصِيبُ شَيْئًا مِنْ حَرِّ وَجْهِهِ إِلَّا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ» ". رَوَاهُ ابْنُ مَاجَهْ.

الله دی مو خاتمه په خیر کړی:

الله پاک دی مو خاتمه په ایمان او خیر کړی، ددنیوی او اخروی رسوایۍ څخه دی مو الله پاک وساتی او د مړینی وروسته دی مو الله پاک په دنیاکی ژوند د را روانو نسلونو او اولادونو لپاره پیغور نه ګرځوی.
#آمین #آمین #آمین

هغه شیان چی الله پاک رسول الله صلی الله علیه وسلم ورباندی امرکړئ وو:

ژباړه: د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما رب زه په نه شیانو باندی امرکړئ یم: ۱ – په پټه او ښکاره باندی د الله پاک څخه په ویری. ۲ – د خښم او خوشالۍ په حالت کی د عدل په خبری. ۳ – په فقر او غنا کی په توسط او میانه روۍ. ۴ – داچی د هغه چاسره صله رحمی وصل کړم چی دئ یې زما سره قطعه کوی. ۵ – هغه چاته ورکړه وکړم چی ماته شئ نه راکوی. ۶ – هغه چاته عفو وکړم چی پرما باندی یې ظلم کړئ وی. ۷ – او داچی زما چوپتیا فکر وهل وی. ۸ – خبری می د الله پاک ذکر وی. ۹ – او کتل می عبرت وسی. او بل یې پدې باندی امر کړم چی په ښه کار باندی خلګ امر کړم.
یعنی الله پاک زه په نه شیانو باندی امر کړئ یم:
۱ – داچی په هر حالت کی باید الله پاک څخه وویریږم که ښکاره او علنی حالت وی او که پټ او مخفی حالت وی.
۲ – داچی په هرحالت کی باید دعدل او انصاف خبری وکړم چی دخښم حالت وی او که خوشالۍ حالت وی.
۳ – په هر حالت کی توسط او میانه روی وکړم فرق نلری که حالت د فقروی او که غناء.
۴ – داچی صله رحمی وصل کړم که څه هم د هغه چا سره وی چی زما څخه یې صله رحمی قطعه کړیوی.
۵ – ورکړه او سوغات هغه چاته وکړم چی ماته یې شئ ندی راکړی او یایې نه راکوی.
۶ – هغه چاته بخښه او عفوه وکړم چی زما سره یې ظلم کړئ وی.
۷ – ددې لپاره چوپ پاته سم چی د الله پاک په قدرت او مخلوقاتو کی فکر ووهم.
۸ – کله چی خبری کوم نو دالله پاک په ذکر باندی خبری وکړم.
۹ – چی هر شی ته ګورم نو عبرت ورڅخه واخلم.
او بل پدې  باندی یې امر کړم چی امر بالمعروف وکړم.   

أَبِي هُرَيْرَةَ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: " «أَمَرَنِي رَبِّي بِتِسْعٍ: خَشْيَةِ اللَّهِ فِي السِّرِّ وَالْعَلَانِيَةِ، وَكَلِمَةِ الْعَدْلِ فِي اوَعَنْلْغَضَبِ وَالرِّضَى، وَالْقَصْدِ فِي الْفَقْرِ وَالْغِنَى، وَأَنْ أَصِلَ مَنْ قَطَعَنِي، وَأُعْطِي مَنْ حَرَمَنِي، وَأَعْفُو عَمَّنْ ظَلَمَنِي، وَأَنْ يَكُونَ صَمْتِي فِكْرًا، وَنُطْقِي ذِكْرًا، وَنَظَرِي عِبْرَةً، وَآمُرُ بِالْعُرْفِ» " وَقِيلَ: (بِالْمَعْرُوفِ) . رَوَاهُ رَزِينٌ.

زموږ وظیفه:

ښه کار ته دعوت او د بدکار څخه ممانعت زموږ وظیفه ده په هره ذریعه چی مو په وسه وسی کوو یې.
پدې کار کی نه د چا څخه ویریږو او نه هم شرمیږو.

عجیبه زمانه ده!

عجیبه زمانه ده د ځینو خلګو پدې باندی هم ستا څخه خوا بدېږي چی ته ولی د هغه شی بد وایې چی زه یې پلورم؟ ځکه چی دوی داسی فکر چی پدې کار باندی ددوی ګراکان او مشتریان لږیږی.
موږ په تاسو باندی کار نلرو د خلګو د اصلاح لپاره موږ حرام او مضر شیان خلګو ته معرفی کوو او دا مو ایمانی دنده او دعوتی مسئولیت دئ.
موږ ته دا خبره نده مهمه چی پداسی کار کی څوک ښکیل دی او څوک یې کوی بلکی موږ ته د انسانی ټولنی ژغورل او نجات ورکول مهم دی.
په هر عمل او خبره کی موږ ته شریعت مطرح دئ له همدې کبله هرشی ته خپل شرعی حیثیت ورکوو.

لنډه وینا

په یو کار کی د انسان استعداد او وړتیا هغه وخت معلومیږی چی هغه کار ورپه غاړه سی.

د مال اهمیت:

ژباړه: سفیان ثوری رضی الله عنه فرمایی: په تیرو وختونو کی مال ښه نوو خو اوس مال د مسلمان لپاره ډال دئ او که دغه دینارونه نوای نو پاچاهانو به زموږ څخه لاس پاکی جوړ کړیوای. بیا فرمایی: د چاسره چی یو څه د مال وی نو هغه دی سم وکاروی ځکه اوس داسی زمانه ده چی مال ته د چا اړتیا پیداسی نو هغه به لومړئ هغه کس وی چی دین د مال لپاره مصرفوی. بیا یې وویل: حلال مال د اسراف لپاره ندئ.
د سفیان ثوری رحمه الله د خبری څخه معلومیږی چی پداسی وخت کی چی خلګ مال ته اړتیا ډیره ولری او مالونه د حاکمانو او بخیلانو سره وی نو د هرچا لپاره مال ښه شئ دئ خو دا خبره ورسره معتبره ده چی مال باید دحلالی لاری څخه لاسته را وړل سی.

وَعَنْ سُفْيَانَ الثَّوْرِيِّ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: كَانَ الْمَالُ فِيمَا مَضَى يُكْرَهُ، فَأَمَّا الْيَوْمَ فَهُوَ تُرْسُ الْمُؤْمِنِ. وَقَالَ: لَوْلَا هَذِهِ الدَّنَانِيرُ لَتَمَنْدَلَ بِنَا هَؤُلَاءِ الْمُلُوكُ.
وَقَالَ: مَنْ كَانَ فِي يَدِهِ مِنْ هَذِهِ شَيْءٌ فَلْيُصْلِحْهُ، فَإِنَّهُ زَمَانٌ إِنِ احْتَاجَ كَانَ أَوَّلَ مَنْ يَبْذُلُ دِينَهُ. وَقَالَ: الْحَلَالُ لَا يَحْتَمِلُ السَّرَفَ. [شَرْحِ السُّنَّةِ]

د اسلامی مبارزینو د پام وړ:

په اسلامی هیوادونو کی سیکولاریزم او قوم پرستی هغه دوې سرطانی غدې دی چی په موجودیت کی یې هیڅکله د اسلامی حاکمیت د بیرته راتللو او قائمیدلو طمعه نسی کیدلائ نو لومړئ باید مسلمان مبارزین او د اسلامی حکومت غوښتونکی دغه دوه شیان د خپلو هیوادونو څخه ورک کړی.

زما په فکر:

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ایستل د سولی کیلی ده هر څوک چی د سولی غوښتونکی وی باید د هغوۍ په ایستلو کی مرسته وکړی.
د بهرنیو ځواکونو پریښوول نور هم د سولی مخی ته خنډونه جوړوی بناءً هیڅ با احساسه او هوښیار افغان یې باید وړاندیز او غوښتنه ونکړی.
مولوی نورالحق مظهری

۱۳۹۷/۱۲/۲۶

مولوی نورالحق مظهری

د ۲۰۰۴ کال انځور هغه وخت چی په شالدره مظهرالعلوم کی د لوی دورې په لوستلو باندی بوخت وم.