ژباړه: ابن سيرين ويلي دي: دغه کسان چي د قرآن د تلاوت په وخت کي چيغي وهي دوی دي راسي تر څو يې موږ پر دېوال باندي کښېنوو بيا دي پر دوی د قرآن تلاوت وسي که دوی د لوړه څخه لاندي ولوېدل نو دوی رښتيا وايي.
د ابن سيرين رحمه الله دغه خبره د هغو جعلي پيرانو او مريدانو په باره کي ده چي د ذکر، تلاوت او ترانو په وخت کي چيغي وهي، دې خوا او هغي خوا ته پښې او لاسونه غورځوي او نور عجيب کارونه کوي او دوی وايي: موږ جذب سوي يو.
ابن سيرين رحمه الله فرمايي: دغه کسان دي پر دېوال كښېني بيا دي نو د ذکر، تلاوت او ترانو په وخت کي جذب سي؛ که دوی په دغه سي حالت کي هم جذب سوه او د لوړه څخه لاندي را ولوېدل نو موږ يې منو چي دوی جذب سوي دي.
د ابن سيرين رحمه الله هدف دا دی چي داسي خلګ جذب ندي بلکي دوی تجاذب کوي يعني د درواغو څخه ځانونه مجذوب ښکاره کوي.
قَالَ ابْنُ سِيرِينَ: هَؤُلَاءِ الَّذِينَ يُصْعَقُونَ إِذَا قُرِئ عَلَيْهِمُ الْقُرْآنَ؛ يَجِيئُونَ حَتَّى نُقْعِدَهُمْ عَلَى الْحِيطَانِ، ثُمَّ يُقْرَأُ عَلَيْهُمُ الْقُرْآنَ، فَإِنْ سَقَطُوا مِنْ فَوْقُ إِلَى أَسْفَلَ؛ فَهُمْ صَادِقُونَ.[المجالسة وجواهرالعلم 1929]
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر