که يو څوک پر تاسي نيوکه يا انتقاد کوي د هغه څخه خوا مه بدوئ بلکې مننه ورڅخه وکړئ چې تاسي ته يې ستاسي عيبونه په ګوته کړي دي ځکه انسان ته خپل عيبونه نه ښکاري نو که يې څوک ورته ښکاره نه کړي ممکن ډېر وخت دی خپلو نيمګړتياوو ته متوجه نه شي چې په نتيجه کې کمال ته نه سي رسېدلی ځکه انتقاد منل کمال ته د رسېدلو يوه لاره ده.
حضرت عمر رضي الله عنه هغه چا ته دعا کړې چې د ده عيبونه ورته ښکاره کوي او فرمايي: رَحِمَ اللَّهُ مَنْ أَهْدَى إِلَيَّ عُيُوبِي(سنن دارمي:1/218)
ژباړه: الله دې پر هغه چا رحم وکړي چې زما عيبونه ماته ډالۍ کړي (يعنې راښکاره يې کړي).
په بل اثر کې راځي چې عمر رضي الله عنه وفرمايل: أحب الناس إلي من رفع إلي عيوبي.(کنزالعمال: 25573) ما ته تر ټولو خوښ انسان هغه څوک دی چې زما عيبونه ما ته په ګوته کړي.
البته کوم څوک چې پر چا باندې نيوکه يا نقد کوي هغه بايد په چوکاټ کې د ننه نقد وکړي تر څو رسوايي ورڅخه جوړه نه سي او نور فساد ورڅخه پيدا نه سي؛ په دې معنی سره چې انتقاد بايد د خيرخواهۍ او نصيحت په بڼه وي نه د تهمت او تور په بڼه، همداسي کوښښ دي وسي چې انتقاد په پټه وي نه په علني او ښکاره ډول ځکه رسوايي جوړول د مسلمان سره مناسب نه دی، فضيل بن عياض رحمه الله فرمايي: المؤمن يَستُر وينْصَحُ والفاجر يهتِكُ ويُعيِّرُ. يعني مؤمن عيبونه پټوي او نصيحت کوي خو ګناهکاره انسان پرده څيري(عيببونه ښکاره کوي) او پيغور ورکوي.
موږ بايد مسلمان ته د پيغور ورکولو او د هغه د رسوا کولو څخه ډډه وکړو، که کومه نيوکه ورباندې لرو هغه په صحيح توګه ورسره شريکه کړو تر څو هغه د ځان اصلاح لپاره فرصت پيدا کړي او په ځان کې سمون راوړي.
همداسي موږ بايد د نورو انسانانو د نيوکو او انتقادونو په وړاندې پراخه سينه ولرو، پر موږ د هغوی هرې نيوکې ته د سپکاوي او بې احترامۍ په سترګه و نه ګورو بلکې لا هم هغه کسان چې موږ ته زموږ نيمګړتياوې په ګوته کوي تشويق کړو تر څو ځانونه اصلاح کړو او د غير شعوري ګمراهۍ څخه نجات ومومو.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر