نيوکه او انتقاد هغه شی دی چې په چوکاټ کې يې کول ګټور او مفيد تماميږي خو چې تر چوکاټ ووځي بيا نو فساد او تباهي ورڅخه پيدا کيږي ځکه بې چوکاټه او بې اصولو نيوکه په اصل کې رسوايي ده کوم چې په شريعت کې ممنوع او ناروا عمل بلل سوی دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به کله پر يو منکر نيوکه کول نو پر منبر به يې د چا نوم نه اخيستی او نه يې هم چا ته اشاره کول بلکې ويل به يې: مَا بَالُ أَقوَامٍ يفعَلُونَ کَذَا. يعني ولي ځيني خلک داسي کارونه کوي؟ په دې لهجه يې ځکه نيوکه کول چې هغه کسان خپلي تېروتني ته متوجه هم سي او رسوايي هم جوړه نه سي ځکه رسوايي جوړول د مسلمان سره مناسبه نه ده له همدې امله فضيل بن عياض رحمه الله فرمايي: المؤمن يَستُر وينْصَحُ والفاجر يهتِكُ ويُعيِّرُ. يعني مؤمن عيبونه پټوي او نصيحت کوي خو ګناهکاره انسان پرده څيري(عيببونه ښکاره کوي) او پيغور ورکوي.
هر څوک چې د بل مسلمان لپاره خيرخواه وي او غواړي هغه له بدو کارونو څخه را وګرځوي اصولي لاره يې دا ده چې په پټه او مخامخ خبره ورسره شريکه کړي، پر منبر په يو چا پسې بد ويل او يا پر هغه نقد کول نه تنها دا چې د مسلمان کار نه دی بلکې د ځانه سره ډېر مفاسد لري له همدې امله معمر رحمه الله ويلي: وكان السَّلفُ إذا أرادوا نصيحةَ أحدٍ، وعظوه سراً حتّى قال بعضهم: مَنْ وعظ أخاه فيما بينه وبينَه فهي نصيحة، ومن وعظه على رؤوس الناس فإنَّما وبخه.( جامع العلوم والحكم)
ژباړه: مخکنيو ښو خلکو چې به يو چا ته د نصيحت اراده وکړه نو په پټه به يې نصيحت ورته کوی آن تر دې چې ځينو ويلي دي: څوک چې خپل ورور ته د ده او هغه تر منځ تبليغ وکړي نو دا نصيحت شو او که يې د خلکو په مخ کې وکړي نو بيا يې هغه ورټی.
همداسي امام شافعي رحمه الله فرمايلي: مَنْ وَعَظَ أَخَاهُ سِرًّا فَقَدْ نَصَحَهُ وَزَانَهُ، وَمَنْ وَعَظَهُ عَلَانِيَة فَقَدْ فَضَحَهُ وَشَانَهُ. (المِنْهَاج شرح صحيح مسلم بن الحجاج)
ژباړه: چا چې خپل ورور ته په پټه وعظ وکړ، هغه ته يې نصيحت وکړ او هغه يې ښايسته کړ او چا چې په ښکاره نصيحت وکړ، هغه يې رسوا کړ او عيب يې پکې پيدا کړ.
نو کله چې غواړی کوم چا ته نصيحت وکړی يا نيوکه ورباندې وکړی هيڅ وخت پر منبر د هغه کس يا د هغې ادارې نوم مه اخلئ بلکې مخامخ خبره ورسره شريکه کړئ او که د هغه کس د ليدو امکان نه وي نو بيا کولای شی بېله نوم اخيستلو په کنايه کې او په عمومي خطاب خلک په هغه منکر باندې خبر کړی تر څو خلک هم ځانونه ورڅخه وساتي او هغه کس هم ځان ته متوجه سي او د ياد منکر څخه لاس واخلي کنه نو د دې تر څنګ چې داسي نصيحت خيرخواهي نه ده او ګټه نه لري بلکې انسان د داسي کار مرتکب ګرځي چې د فضيل بن عياض رحمه الله په وينا د بد سړي کار دی او مسلمان بايد تل ځان د بد سړي د کار او هغه ته د تمايل څخه وساتي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر