د روژې په مبارکه میاشت کې اعتکاف هغه مبارک عبادت دی چې پر کولو یې ډېر زیات ثواب مرتب دی او اعتکاف په قرآن او حدیث باندی ثابت دی په قرآن شریف کې راځي: وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ.[البقرة 187] ژباړه: تاسي ښځو ته مه ور نژدې کېږئ په داسي حال کې چې تاسي په جوماتونو کې معتکفین وشی. او په حدیث شریف کې راځي:
عن ابن عمر - رضي الله عنهما - قال: كان النبي صلى الله عليه وسلم يعتكف في العشر الأواخر من رمضان.[متفق علیه]
ژباړه: د عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت راغلی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې میاشتي په لسو آخرو شپو کې اعتکاف کوی.
په دې آیت او حديث باندي مشروعيت د اعتکاف ثابتيږي او اعتکاف دېته وايي چې د ثواب په نيت په خاصه طريقه او خاص صفت باندي سړی په مسجد کې تر معلومي مودې پوري کښيني.
علامه ابن القيم رحمه الله فرمايلي دي: اعتکاف هغه عبادت دی چې مقصود او اصلي هدف ورڅخه پر الله پاک باندي د خپل زړه تړل دي، پر الله پاک باندي د خپلو ټولو تصوراتو راټول دي، ځان د مخلوقاتو څخه فارغ کول او د الله پاک په ذکر باندي ځان په پوره توګه مصروف کول دي؛ داسي چې په هر وخت کې په خاصه توګه د غم او مصيبت په وخت کې د معکتف ټوله توجه او پاملرنه د الله پاک ذکر او محبت ته وي د زړه ټول مقصود او هدف يې د الله پاک سره محبت او د هغه رضا وي.
د الله پاک د خوشحاله کولو لپاره خطرونه او ستړياوې پر ځان باندي ګالي، د الله پاک په خوشحاله کولو کې او الله پاک ته د نژدې کېدلو لپاره خپل فکر په کار اچوي.
نو د دې پر ځای چې د مخلوقاتو سره محبت وکړي د الله پاک سره يې محبت ډېريږي چې په همدغه محبت باندي دی د هغي ورځي د محبت مستحق ګرځي کومه ورځ چې بېله الله پاک بل هيڅ محبت کوونکی نشته او بېله الله تعالی هيڅوک د انسان په درد باندي نه خوري او هغه ورځ د وحشت او يواځي والي ده په قبر کې.
په قبر کې تنها د الله پاک محبت دی چې انسان ژغوري، د قبر د عذاب څخه نجات ورکوي او د جنت د نعمتونو دروازې ورباندي را خلاصوي چې د اعتکاف څخه مهم او لوی هدف هم دغه دی.
د دې لپاره چې معتکف وکولای شي سم او مقبول اعتکاف وکړي نو لاندي آداب بايد په نظر کې ونيسي:
1 – خپل نيت دي خالص او صفا کړي او يواځي دي د الله پاک رضايت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنت باندي عمل کول خپل په زړه کې را وګرځوي او د الله تعالی څخه دي د اجرت تر لاسه کولو په نيت اعتکاف وکړي.
2 – د عبادت لپاره دي ځان فارغ کړي، د ټولو هغو شيانو سره دي رابطه قطعه کړي چې د ده د عبادت مخنيوی کوي او الله پاک ته دي تنها په زړه باندي توجه وکړي.
3 – بېله شرعي او انساني ضروت څخه دي د مسجد څخه نه وځي.
4 – پر ورځنيو نيکو اعمالو او ذکرونو دي کوښښ وکړي، لکه رواتب سنتونه، د اشراق او غرمې لمونځ، د شپې او تهجد لمونځ، تل په اوداسه باندي اوسېدل، د سهار او ماښام منقول ذکرونه کول، د فرضي لمونځونو وروسته ثابت اذکار نه هېرول، د موذن جواب ورکول او داسي نور هغه اعمال چې د معتکف د اعتکاف د مقصود برخه وي.
5 – معتکف چې د هر لمانځه مخکې ويديږي لمانځه ته دي وختي کښېني تر څو په ښه طريقه اودس وکړي او په پوره اطمينان او آمادګۍ سره لمونځ آداء کړي.
6 – معتکف دي نفلي عبادات ډېر کوي او د دې لپاره چې احساس د ستړيا ونکړي په عباداتو کې دي تنوع راوړي مثلا کله ناکله دي لمونځ کوي، کله دي بيا تلاوت د قرآن کوي، کله دي بيا تسبيح، تهليل، تحميد او تکبير وايي، کله دي دعاء کوي، کله دي استغفار کوي، کله دي پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندي درود وايي او ځيني وختونه دي د الله پاک په مخلوقاتو کې تفکر کوي تر څو د الله پاک عظيم قدرت ته متوجه شي او عاجزي يې په برخه شي.
7 – هغه څوک چې اهل د مطالعې وي هغه دي د ځانه سره ښه په زړه پوري کتابونه کښيږدي او کله ناکله دي مطالعه کوي په خاصه توګه د قرآن تفسيرونه چې په مطالعه کولو سره يې د قرآن تلاوت ته نور هم د انسان شوق کېږي.
8 – معتکف دي خوراک لږ کوي، عادي خبري دي لږ کوي او خوب دي لږ کوي تنها دومره خوراک، خبري او خوب دي کوي چې خپل ضرورت ورباندي رفع کولای شي نور ټول وخت دي عبادت ته ورکړي ځکه د خوراک، خوب او خبرو په لږولو سره د انسان زړه نرم کېږي، نفس يې عاجزه کېږي، وخت يې د ضياع څخه ساتل کېږي او د ګناه څخه ژغورل کېږي.
9 – معتکف بايد د اوداسه پر درلودلو ډېر حريص وي او هيڅ وخت بې اودسه پاته نشي او بې اوسده ويده نشي.
10 – معتکف بايد د سنتونو پر تطبيق، د حق او صبر پر وصيت، پر امر بالمعروف او نهي عن المنکر، پر نصيحت او تذکر او په نيکو کارونو کې د نورو سره پر مرسته کولو ډېر حريص وي.
هغه شيان چې معتکف بايد ځان ورڅخه وساتي:
1 – مسجد ته دي ورته ډېر ملاقات کوونکې نه راځي ځکه دا کار د دې سبب کېږي چې دی دي عبادت لږ وکړي او ډېر وخت دي په مجلس او بانډار کې ورباندي تېر شي.
2 – په ټليفون دي ځان ډېر نه مصروف کوي تنها د ضرورت د رفع کولو په اندازه دي استفاده ورڅخه کوي.
3 – ډېر خوراکونه دي پر ځان باندي نه راکوټه کوي ځکه دا کار د دې سبب جوړيږي چې دی دي ډېر خوراک وکړي او د ډېر خوراک نو بيا ځان ته ډېر تاوانونه دي.
4 – خوب دي ډېر نه کوي، د خوب څخه دي ژر را ولاړيږي، څوک چې يې د خوب څخه ويښ کړي د هغه څخه دي مننه او تشکر وکړي او ورته په خښم کېږي دي نه.
5- وخت او فرصت دي نه ضايع کوي بېله عباداتو دي بل په هيڅ شي باندي ځان نه مصروف کوي.
6 – داسي څوک دي په اعتکاف کې د ځانه سره نه کښېنوي چې د اعتکاف آداب نه مراعات کوي او د دې احتمال شته چې دی دي هم ورسره په تکليف شي او اعتکاف دي ورباندي خراب کړي.
7 – د مسجد څخه دي بېله انساني او شرعي اړتیا څخه نه را وځي او کوښښ دي وکړي چې ډېری وخت په مسجد کې پاتي شي.
منبع: تحف رمضانية.
ژباړه او وضاعت: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر