د رسول الله صلي الله عليه وسلم د امت سره دا د الله پاک لوی احسان دی چې دوی ته يې د روژې مبارکه مياشت ورکړېده او دا مبارکه مياشت لکه الله پاک چې په قرآن کې او رسول الله صلي الله عليه وسلم په خپلو احاديثو کې مبارکه بللې ده همداسي د برکتونو او ثوابونو څخه ډکه ده. راځو ځینی برکتونه یې ذکر کوو:
لومړی برکت:
لومړی بركت د دې مياشتي دا دی چې الله پاک دا مياشته د عظيم عبادت یعني روژې لپاره ځانګړې کړې او تر نورو مياشتو يې د دې رتبه لوړه کړې لکه الله پاک چې فرمايي: فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه. [ البقرة 185] ژباړه: څوک چې ستاسو څخه مياشت وويني نو حتما دې روژة ونيسي.
دا چې الله پاک دا میاشت د داسي عظیم عبادت لپاره ځانګړې کړه او د دغه عبادت وخت یې دغه میاشت وګرځوله دا خپله لوی برکت دی.
نو موږ باید د دې میاشتي قدر وپېژنو په دې میاشتي کې د عظیم عبادت تر څنګ نور عبادتونه هم ډېر وکړو تر څو الله پاک مو د خپلو خاصو بندګانو څخه وګرځوي.
دويم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې الله پاک په دې مياشتي کې قرآن عظيم الشأن نازل کړی دی هغه قرآن چې د انسان د دنيوي او اخروي سعادت لپاره اساسي قانون دی لکه څنګه چې الله پاک فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ.[البقرة 185] ژباړه: د روژې مياشت هغه مياشت ده چې په هغې کې قرآن نازل سوی دی، هغه قرآن چې د خلکو لپاره هدايت دی او د لارښووني او د حق او باطل تر مينځ د توپير کولو لپاره نښي دي.
نو موږ مسلمانان چې څومره قرآن ته احترام لرو، هغه پر خپل ژوند باندي حاکم بولو او خپله هره ستونزه پر قرآن باندي آواروو؛ د روژې د مبارکې میاشتي احترام هم باید ولرو او چې په کومو کارونو یې سمه لمانځنه او حق آداینه کیږي هماغه کارونه باید وکړو.
درېيم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د جنتونو دروازې خلاصيږي او د دوږخونو دروازې تړل کېږي لکه ابوهريره رضي الله عنه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي: إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة وغُلّقت أبواب النار.[صحيح مسلم 2547] ژباړه: کله چې د روژې مياشت راشي نو د جنت دروازې خلاصي شي او د دوږخ دروازې بندي شي.
د جنت د دروازو خلاصېدل او د دوږخ د دروازو تړل کېدل کنایه د دې څخه ده چې د الله پاک د رحمتونو دروازې به خلاصیږي او د غضب دروازې به یې تړل کیږي، پر مؤمن باندي به ډېر ژر د الله پاک رحمتونه کیږي او عبادات به یې ډیر ژر د الله پاک په دربار کې د قبولیت درجې ته رسیږي چې په نتیجه کې به جنت ته داخلیږي او د دوږخ څخه به نجات پیدا کوي.
فایده: دا د مسلمانانو لپاره یو فرصت دی چې څوک یې په ارزښت پوه شي ارومرو ګټه ورڅخه پورته کوي او په ټوله کال کې بیا داسي فرصت د مسلمانانو په لاس نه راځي نو باید کوښښ وکړو چې ځانونه د جنت دروازو ته برابر کړو.
څلورم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې شيطانان تړل کېږي تر څو د الله پاک مخلص بندګان د هغوی د وسوسو او فتنو څخه نجات پيدا کړي لکه په حديث کې چې راځي: وصُفّدت الشياطين.[صحيح مسلم 2547] يعني د روژې د راتللو سره شيطانان تړل کېږي.
د شیطانانو د تړلو دوې معناوې دي یا دا چې ټوله هغه شیطانان به تړل کیږي كوم چې په نورو وختونو کې خلاص وه او په بندګانو یې ګناهونه کول یا په دې معنی سره چې د شیطانانو مشران به تړل کیږي کوم چې د انسانانو د بربادۍ لپاره او په انسانانو د ګناه کولو لپاره یې خپله هم کارونه کول او خپل نورو افرادو ته یې هم مسئولیتونه ورکول.
خو په هر حال هره ډله د شیطانانو چې وي الله پاک یې د روژې په فضیلت د خپلو بندګانو لپاره تړي نو موږ بندګان باید د لاډېر عبادت کوښښ وکړو او په دې میاشتي کې خپل نفس ضعیف کړو او غوښتني یې ونه منو.
پنځم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې دا مياشت د سخاوت او پېرزويني مياشت ده له همدې کبله په دې مياشت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم سخاوت ډېر کوی لکه په حديث کې چې راځي: كان رسول الله صلى الله عليهم وسلم أجود الناس وكان أجود ما يكون في رمضان.[متفق عليه]
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو خلکو سخي وو خو د روژې په مياشتي کې بيا بيخي ډېر سخي وو.
په دې خاطر چې په دې میاشتي کې د انسانانو نیک اعمال د دې ترڅنګ چې د قبلېدلو درجې ته ډېر نژدې دي څو برابره ورته حسابل کیږي نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په دې میاشتي کې ډېر سخاوت کوی او د نورو مسلمانانو لپاره هم په دې میاشتی کې سخاوت ډېر ثواب لري.
شپږم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې څوک روژاتي ته روژه مات ورکړي نو الله پاک به و ده ته د روژاتي ثواب ورکوي لکه په حديث کې چې راځي: من فطر صائماً كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيء. [مسند أحمد]
ژباړه: څوک چې روژاتي ته روژه مات ورکړي نو ده ته به د روژاتي غوندي مزدوري ورکول کېږي بېله دې چې د روژاتي د مزدورۍ څخه دي کوم شی کم کړل شي.
د روژاتي په ثواب باندي یواځي الله پاک خبر دی چې څومره به وي، دا په دې خاطر نه چې ثواب یې معلوم نه دی بلکې په دې خاطر چې ثواب یې بیخي ډېر دی نو څومره ثواب چې هغه ته د روژې پر نیولو ورکول کیږي و هغه چا ته به هم هغومره ثواب ورکول کیږي چې روژاتي ته روژه مات ورکوي.
اووم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د پېشلمي په کولو کې الله پاک ډېر فضيلت ايښی دی لکه چې په حديث کې راځي: تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً.[متفق عليه]
ژباړه: پيشلمی وکړئ ځکه چې په پېشملي کې برکت دی.
زموږ او د اهل کتابو د روژې یو تفاوت په دغه کې دی چې موږ پېشلمی کوو دوی یې نه کوي او د پېشلمي كول لکه په ظاهري معنی چې د الله پاک لخوا امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځانګړیتوب او احسان دی په معنوي لحاظ هم پر ډېرو برکتونو باندي مشتمل دی، پېشلمي ته کښیناستل د دې لامل جوړیږي چې انسان دي عبادت وکړي، د دې برکتناکه وخت د انوارو څخه دي برخمن شي او الهي رحمتونه دي ورباندی ووریږي.
د پېشلمي لپاره کوم خاص ټاکل شوی وخت نشته د شپې په آخرنۍ برخه کې د صبح دمېدلو څخه دي دومره وخت مخکې کښېني چې د صبح تر دمېدلو پوري په کافي اندازه خوراک او څښاک وکړي البته د صبح تر دمېدلو څو دقیقې مخکې باید پېشلمی بند کړل شي.
دوام لري...
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر