عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ عَدْوَى وَلاَ غُولَ وَلاَ صَفَرَ ».[صحیح مسلم 5929]
ژباړه: جابررضی الله عنه فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دناروغۍ سرایت نسته ، دإنسان څخه لاره ورکوونکئ پیرئ نسته ، او په صفر(میاشتی) باندی بدپالی نسته.
توضیح: پورته هغه شیان دی چی دجاهلیت په زمانه کی خلګو ورباندی عقیده درلودل خو داسلام په راتګ سره پرهغو باندی عقیده درلودل رد سوه.
د" عدویٰ " لپاره څوتفسیرونه راغلی دی خویو تفسیریې دادئ چی دیوه شخص څخه ناروغی بل شخص ته ورتلل ، پدې روایت باندی صراحتا ددې خبری رد سوئ دئ چی دیوه شخص ناروغی دی بل چاته سرایت وکړی ، خودنورو احادیثو څخه داسی ښکاری چی ناروغی سرایت کوی ، په تطبیق کی یې مختلف قولونه راغلی دی، خو معتبر قول دادئ چی دناروغۍ ورتلل دیوشخص څخه وبل شخص ته دالله پاک ترقضاء او فیصلې پوری اړه لری ، داسی نده چی که انسان ته یوه ناروغی ورغله نو ارومرو دبل إنسان څخه ورغلې ده که هغه نه وایی نودغه ناروغی به ده ته نه ورتلل، او داهم یقینی خبره نده چی دناروغ إنسان سره دی تماس نیول دناروغۍ دإنتقال سبب سی، دجهالت دزمانې دخلګو داسی عقیده وه چی جوړ سړیته ورغلې ناروغی هماغه ناروغی ده چی هغه بل إنسان ورباندی اخته وو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:داسی نده. بلکی دغه سړیته ناروغی دهغه ذات په قضا باندی سویده کوم چی دلومړنی سړی دناروغۍ فیصله یې کړیوه ، نوإنسان باید دناروغۍ څخه پدې خاطر کرکه ونکړی چی که می دناروغ سره ارتباط ونیوئ نو ارومرو یې ناروغی ماته راځی.
او " غول " ویل کیږی هغه تخیلی شیطان یا پیری ته چی دجاهلیت په زمانه کی خلګو ورباندی عقیده درلودل. دوی پدې باور وه چی په دښت کی یو شیطان اویاپیرئ دئ چی دإنسانانو څخه لاره ورکوی او یاإنسان ویروی خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: داسی نده . دغول په نامه هیڅ شئ نسته.
د" صفر " په تفسیر کی هم مختلف اقوال راغلی دی خو مشهور قول یې دادئ چی ددې څخه دصفر المظفر میاشته مراد ده.
دجاهلیت دزمانې خلګو به دصفرالمظفر په میاشتی باندی بدپالی کول، پدې میاشتی کی به یې سفر نکوئ ، پدې میاشتی کی به یې کوزده او واده نکوئ ، دا میاشت به یې دآفتونو اوبلاګانو میاشت بلل او همدا راز نوری فاسدی عقیدې چی دوی ددې میاشتی په باره کی درلودلې.
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه ټولی رد کړی ؛ داسی چی دصفرالمظفر دمیاشتی په هکله چی خلګ کوم فاسد باور لری هغه درست ندئ، پدې میاشت کی واده کول اوسفرکول هیڅ پروا نلری ، او پدې میاشتی کی هیڅ ځانګړئ مصیبت اوغم نسته اونه هم دغه میاشت یوځانګړئ عبادت اوطاعت لری ، دنورو میاشتو غوندی داهم یوه د دوولسو میاشتو څخه ده چی کال ورڅخه جوړدئ.
نو دې میاشتی ته دغم اوبلاګانو میاشت ویل او یا ددې میاشتی په تیریدلو باندی خوشاله کیدل او دمیاشتی په آخره کی دخوشالۍ مراسم نیول داټوله هغه شیان دی چی مسلمان یې په کولو باندی ګناهکاره کیږی او په کله باید ځان ورڅخه وساتی.
مولوی نورالحق مظهری
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر