ژباړه: ابوسعيد خدري رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: هيڅوک نه خليفه کيږي مګر دا چې د هغه لپاره به دوه د راز کسان وي چې يو به يې په خير امر کوي او پر هغه به يې باعث کوي او بل به يې په شر امر کوي او پر هغه به يې باعث کوي خو هغه څوک به ساتل کيږي چې الله تعالی يې وساتي.
توضيح: دلته ذکر دی خليفه خو خبره عامه ده هر مشر ته شامليږي، هدف ورڅخه دا دی چې کوم څوک چې مشر شي د هغه لپاره به ارومرو دوه د راز او اسرارو کسان وي چې مشورې ورکوي، يو به د خير مشوره ورکوي او د خير کولو ته به يې هڅوي بل به د شر مشوره ورکوي او د شر کولو ته به يې هڅوي خو هغه څوک به سالم پاتيږي چې الله تعالی يې سالم وساتي.
ځينو علماؤ د راز د کسانو داسي بيان کړی دی چې دغه د راز د کسانو څخه يا وزيران مراد دي، يا ملائکه او شيطان مراد دي، يا نفس اماره او نفس لوامة مراد دي او يا هم دوستان او خپلوان مراد دي.
په ځينو احاديثو کې نبي او والي ياد سوي دي چې نبي خو الله تعالی په خپل قدرت باندي ساتي او دېته يې نه پريږدي چې د نااهله مشاور خبره ومني ځکه نبي د الله تعالی په قدرت باندي د ګناه څخه معصوم دی؛ پاته شو خليفه او والي هغوی به د ښو او بدو مشاورينو تشخيص کوي، د ښه مشاور خبره به مني او د بد مشاور خبره به نه مني او د الله تعالی څخه به د توفيق سوال کوي.
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : مَا اسْتُخْلِفَ خَلِيفَةٌ إِلاَّ لَهُ بِطَانَتَانِ بِطَانَةٌ تَأْمُرُهُ بِالْخَيْرِ وَتَحُضُّهُ عَلَيْهِ وَبِطَانَةٌ تَأْمُرُهُ بِالشَّرِّ وَتَحُضُّهُ عَلَيْهِ وَالْمَعْصُومُ مَنْ عَصَمَ اللَّهُ.(صحيح البخاري6611]
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر