ځيني خلک په بخالت کې دومره غوټه سوي وي چې خپل ناخوښه انسانانو ته نه تنها دا چې ښه ژوند نه غواړي او د هغوی څخه شر نه دفع کوي بلکې د هغوی هر کار بد ګڼي او دا يې زړه غواړي چې هغوی په هر کار کې ناکام سي سره له دې چې د هغوی کار د ګټي او زيان دواړو احتمال لري خو په دې خاطر چې دی په بخالت کې انتهاء ته رسېدلی وي نو ځکه يې د هغوی لخوا د هيڅ کار کول نه خوښيږي او کوښښ کوي چې هغوی په ژوند کې د هر ډول فعاليت څخه را وګرځوي.
د خير او شر بخيلان د خپل ناخوښه انسان هر عمل د هغه په ګټه او د ځان په زيان ويني ځکه نو د هغه هر کار ته د شک په سترګه ګوري؛ که څه هم هغه بد کار کوي خو دی داسي فکر کوي چې په دې کار کې به ممکن د هغه ګټه او زما تاوان وي نو ځکه يې مخي ته خنډونه اچوي.
د خير او شر بخيل ته ځان جامع الکمالات ښکاري له همدې امله يې زړه غواړي ټول انسانان د ده په خوښه کار وکړي يا لږ تر لږه د ده هر ډول مشورې ته ارزښت ورکړي سره د دې چې هر انسان د ښه او بد دواړو استعداد لري او هر انسان تر خپله وسه کمال ته رسېدلای سي او يا نيمګړتيا پکې پيدا کېدلای سي.
د خير او شر بخيل د خپل ناخوښه انسان په وړاندي هم مدعي وي، هم شاهد وي او هم قاضي وي ځکه نو ځان په تمامه معنی پر حق بولي او هغه بيا په تمامه معنی ملامت بولي.
کوښښ وکړئ چې په خپلو زړونو کې هيڅ ډول بخالت ته ځای ورنکړئ په خاصه توګه د خير او شر بخالت ته چې په دنيا کې د ځانه سره رسوايي او ناروغي لري او په آخرت کې د ځانه سره تباهي او بربادي لري.
د بخالت د بدۍ په سبب رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه د مسلمان سره مناسب نه بولي او فرمايي: خَصْلَتَانِ لاَ تَجْتَمِعَانِ فِى مُؤْمِنٍ الْبُخْلُ وَسُوءُ الْخُلُقِ.[سنن ترمذي2089] ژباړه: په مسلمان کې دوه عادته نه سره يوځای کيږي: بخالت او بد اخلاق. يعني په کوم چا کې چې دغه دوه عادته وي هغه پوره او کامله مسلمان نه دی.
او په بل حديث کې چې په مسند احمد کې راغلی دی بخيل يې د هغو کسانو څخه شمېرلی دی چې جنت ته به نه داخليږي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر