ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
بدګماني هغه بد عمل دی چي د انسانانو تر مينځ د ډېرو ستونزو
سبب او لامل جوړيږي او د ډېرو انسانانو پر انفرادي او اجتماعي ژوند باندي منفي
اغيزه لري.
ددې ترڅنګ چي بدګماني لويه ګناه ده، په قرآن، حدیث او اجماع
باندي حرامه ده لوی بشري جرم هم دی ځکه د بدګمانۍ تاوان هم بدګمانه انسان ته او هم
مقابل لوري ته رسيږي.
بدګماني څه شي ته وايي:
امام ماوردي رحمه الله فرمايي: بدګماني دېته وايي چي ته په
باوري کس باور نلرې.[أدب الدنيا والدين - الماوردي 1/ 186]
ابن کثير رحمه الله فرمایي: بدګماني د خپلو خپلوانو، دوستانو او
خلګو سره خيانت او پر هغوی بې ځايه تهمت دی.[تفسير ابن كثير 7/ 377]
ابن قيم رحمه الله فرمايلي دي: بدګماني
دېته وايي چي د چا زړه پر خلګو باندي د بدو ګمانونو څخه ډک سي تر څو يې تأثير په
ژبه او اندامونو باندي ښکاره کيږي نو ځكه تل د هغه مسلمان غيبت کوي، بد ورباندي وايي،
عيبونه پکښې پيدا کوي، لعنت ورباندي وايي، آزار او تاوان ورته رسوي.[الروح لابن القيم 1/ 238]
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر