جګړه هغه عام مفهوم دی چي پر پر ډېرو مبارزو يې اطلاق کيږي او په نړۍ کي د ډېرو خلګو او فکرونو تر مينځ په ورځني ډول ګڼ شمېر جګړې پر مخ بيول کيږي.
جګړه لکه د نوم څخه يې چي يې ښکاري هغه تقابل او د يو بل په وړاندي درېدل دي چي هر يو يې د خاصي موخي لپاره او په خاصه طريقه سره پيلوي او پر مخ يې وړي.
دا انساني عارضه ده چي د ځان د بري او د دښمن د ناکامۍ لپاره په انسانانو کي ګڼ شمېر جګړې سوي او لا هم کيږي او هر څوک ددې کوښښ کوي چي په هره ذريعه وي د خپل دښمن د ځپلو له لاري ځان خپل هدف ته ورسوي چي تر ټولو مشهوره او عمومي جګړه د حق او باطل تر مينځ ده چي د بشريت د پيدايښت څخه بيا تر قيامت پوري به دام ولري.
حق او باطل تر خپل مينځ ډېري جکړې کړي او لا يې هم کوي؛ فزيکي او وسلواله جګړه، فرهنګي او کلتوري جګړه، فکري جګړه، مالي او اقتصادي جګړه او سياسي جګړه د جګړې هغه مشهوري کتګورۍ دي چي په سيمه ايزه او نړيوال کچه د حق او باطل تر مينځ په مختلفو ډګرونو کي جريان لري.
اهل باطل تل د اهل حق د مغلوب کولو لپاره پورته جګړې په مختلفو طريقو او نيرنګونو سره رواني ساتلي وي تر څو د حق مخنيوی وکړي، د غځېدلو مخه يې ونيسي او بالآخره د اهل حق د ورک کولو په واسطه يې بيخي له مينځه يوسي خو ددې مقابل کي اهل حق هم کرار نه دي کښېناستلي بلکي د يادو جګړو په ټولو ډګرونو کي يې د اهل باطل په وړاندي مبارزه کړېوي، د هغوی پلانونه يې شنډ کړي وي او حق يې د سکتګۍ او زوال څخه ژغورلی وي.
خو ددې لپاره چي د اهل حق مبارزه سل په سلو کي نتيجه ورکړي او اهل باطل ددې تر څنګ چي خپلو ناوړه موخو ته و نه سريږي بلکي د اهل حق په وړاندي د مبارزې روحيه په دوامداره ډول له لاسه ورکړي اهل حق بايد دوه مهم کارونه په پوره جديت سره ترسره کړي:
۱ – اهل حق بايد په هيڅ ډګر کي اهل باطل ته د ضعيف او بابيز په نظر و نه ګوري بلکي ددوی په وړاندي ډېره لويه او قوي آماده ګي ونيسي او د يادو جګړو هري برخي ته معتقد او مسلکي کسان وروزي تر څو هم ځان وساتي او هم د دښمن مخه ونيسي.
۲ – اهل حق بايد ځانونه د دفاعي حالت څخه را وباسي او د بريدګر حالت غوره کړي ځکه چي دفاعي حالت هميشه د ضعف حالت وي او قهرماني يې لنډمهالې وي همداسي ډېری وختونه په دفاعي مبارزه باندي کڅه هم دښمن دفعه کيږي خو انسان خپلي اصلي موخي ته په آسانۍ نسي رسېدلای او ځان ته د دښمن څخه بياځلي احتمالي خطرونه له مينځه نسي وړلای ځکه نو دا ډېره مهمه ده چي اهل حق د يو خاص حکمت، مصلحت او ميکانيزم له مخي په فزيکي او نظامي جګړه کي، په فرهنګي او کلتوري جګړه کي، په فکري جګړه کي، په اقتصادي جګړه کي او په سياسي جګړه کي ځانونه د دفاعي حالت څخه وباسي او په ټولو برخو کي پر خپلو دښمنانو منظم او مرتب بريدونه پيل کړي.
د بريدونو د پيل څخه هدف هغه سطحي اړودوړ ندی بلکي په اوږدمهالي ډول مصحلتونو ته په پام د مبارزې فکرونه را ژوندي کول، د رجالو او ملتونو جوړول او چاپېريال عيارول دي چي په فردي او ټولنيز ډول يې د نظامونو په مرسته او رهبرۍ خلګ شروع کولای او غځولای سي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر