۱۴۰۱/۱۲/۲۶

د دين لپاره خدمت نه پټيږي:

د دين او اسلام لپاره خدمت داسي دی لکه کښت کول څوک چي يې د اصولو او شرايطو موافق وکړي ارومرو راشين کيږي او نتيجه ورکوي که يې څوک غواړي او که يې نه غواړي.
د دين لپاره خدمت هم همداسي دی څوک چي يې د اصولو سره سم وکړي ارومرو نتيجه ورکوي او په خلګو کي را ښکاره کيږي که يې مخالفين وغواړي او كه يې و نه غواړي.
ځکه نو د دين خادم بايد د لومړي سر څخه نتيجې او پايلي ته منتظر نسي بلکي په منظم ډول دي خپل خدمت کوي، که دده خدمت د الله لپاره په اخلاص باندي وو ارومرو يې الله تعالی نتيجه ښکاره کوي او د خدمت ريښې يې په ټولنه کي ټينګوي.
د الله تعالی د دين لپاره د خادمانو خدمت څوک پټولای هم نسي ځکه خدمت په خپله په ټولنه کي ځان را ښکاره کوي او د خدمت څخه متأثر سوي انسانان خپله خدمت ته شهرت ورکوي چي په نتيجه کي مخالفين او دښمنان مغلوب او ناهيلي کيږي او ورو ورو په ټولنه کي منفور او سپک ګرځي.
دا يقيني خبره ده چي د دين لپاره د خدمت مخي ته ستونزي پيدا کيږي خو ستونزي بايد هيڅ وخت د خدمت مخه و نه نيسي بلکي د ستونزي د پيدا کېدلو وروسته ددې تر څنګ چي د دين خادم به ستونزي هم آواروي بلکي خپله روحيه به نوره هم قوي کوي او د ثابت غره غوندي به د ستونزو په مقابل کي دريږي.
دا تجربو ښودلېده چي تقابل او تضاد د خدمت لپاره د تکامل او غور ذريعه ده ځکه نو بېله کوم تقابله خدمت ډېر ورو او سطحي وي خو د تقابل په وخت کي بيا ډېر چټک او دقيق وي ځکه نو د خدمت د پيل څخه بايد موږ متقابل او متضاد ته آماده ګي ونيسو تر څو مو خدمت ټکنی او نيمګړی نسي.
دا هم په ډاګه سوی حقيقت دی چي دين ته د خدمت په وړاندي اهل باطل تر ډېره وخته د پردې تر شا کار کوي او تل د اهل حق په وړاندي دوه مخيزه منافقانه سياست لوبوي ځکه نو ډېری وختونه د دين خدمت کوونکي په ناخبرۍ کي د ستونزو سره مخ سي له همدې امله دا ډېره مهمه ده چي د دين خادمان په ډېر تدبير او مهارت د پلان او ميکانيزم له مخي پر مخ ولاړ سي.
چي يو ځل د دين لپاره د خدمت مبادئ او اصول ټينګ سي بيا يې نو هيڅوک مخه نسي نيولای ځګه خدمت د زورو سيل حيثيت غوره کوي چي د خپل مخ څخه هر ډول موانع په خپل زور ليري کوي.
مولوي نورالحق مظهري

زموږ او د پخوانیو توپیر:

ژباړه: عون بن عبدالله رحمه الله فرمايي: ستاسو مخکي خلګو به د دنيا لپاره هغه شی ځانګړی کوی چي تر آخرت به يې اضافه سو او تاسو نن د آخرت لپاره هغه شی ځانګړی کوی چي تر دنيا مو اضافه سي.
يعني پخوانيو خلګو خپل کار او مال ټول د آخرت لپاره مصرفوی؛ کوم شی چي به د آخرت د مصرف څخه اضافه سو هغه به يې د دنيا لپاره مصرفوی ځکه آخرت د هغوی هدف وو او دنيا ته يې د ضرورت په سترګه کتل، خو تاسو بيا د هغوی پر عکس ياست خپل ټوله کار او مال د دنيا لپاره مصرفوی؛ کوم شی چي د دنيا څخه اضافه سي هغه بيا د آخرت لپاره مصرفوی ځکه ستاسو هدف او ټوله غم د دنيا ژوند ګرځېدلی دی نو له همدې امله مو د آخرت لپاره مصرف ضمني وي که تر دنيا کوم شی اضافه سو هغه د آخرت لپاره مصرفوی که اضافه نسو خو هيڅ شی د آخرت لپاره نه مصرفوی.

ښه وضاحت:
1 - د پخوا خلګو به لمانځه او عبادت ته پر دنيوي کار ترجيح ورکوله خو د اوس خلګ بيا کار ته تر لمانځه ترجيح ورکوي له همدې امله که د ځان سره د وخت محاسبه وکړو او هر لمونځ 15 دقيقې حساب کړو نو د 24 ساعته څخه موږ 1 ساعت او 15 دقيقې عبادت ته ورکوو نور 22 ساعته او 45 دقيقې کارونو، خوب او خوراک ته ورکوو دا يې زموږ انصاف او مسلماني؟!
2 - د پخوا خلګو به د الله په لاره کي دومره مال مصرفوی چي د خپل کار او کور تر مصرف به يې د الله په لاره کي ډېر لګښت کوی خو زموږ د زمانې خلګ د 100 څخه يو فيصد مال د الله په لاره کي بېله چندو، مرکو او ويلو نه مصرفوي دا يې هم د الله لپاره زموږ قرباني؟!
3 - د پخوا خلګو به د خپل فکر ډېره برخه د الله پاک په ذکر او د مسلمانانو د مصلحت لپاره کارول خو زموږ د زمانې خلګ بيا تل تنها د ځان په فکر کي وي نه يې الله هر وخت په ياد وي او نه يې د مسلمانانو په مصلحتونو باندي ځان ستړی کړی وي.
4 - د پخوا خلګو به د خپل هر مسلمان ورور سره د اړتيا په صورت کي فزيکي کومک هم کوی خو زموږ د زمانې خلګ بيا ددې پر ځای چي د مظلوم او لوېدلي انسان لاس ونيسي او اړتيا يې پوره کړي د هغه څخه د يادګارۍ فيلمونه او عکسونه اخلي.
5 - د پخوا خلګو به هر مسلمان د ځان دوست بلی او هر کافر به يې د ځان دښمن بلی خو زموږ د زمانې ځيني خلګ بيا کافر ته دوست او مسلمان ته دښمن وايي.
6 - د پخوا د خلګو د دوستۍ او انډيوالۍ معيار اسلام او تقوی وه خو زموږ د زمانې د خلګو د دوستۍ او انډيوالۍ معيار قدرت، پيسې، قوم، وطن، ژبه او واسطه ده.
7 - د پخوا خلګو به پر مسجد، مدرسې او ديني علم باندي تر بل هر شي ډېر مصرف کوی خو زموږ د زمانې خلګ بيا پر مسجد، مدرسې او ديني علم باندي تر بل هر شي لږ مصرف کوي..
8 - د پخوا خلګو به د ځانونو لپاره علماء او پوهان خلګ مشران ټاکل خو زموږ د زمانې ځيني خلګ بيا د ځانونو لپاره ناپوهان او ددين څخه ناخبره خلګ مشران ټاکي.
او داسي نور........
عون بن عَبْد الله ان من كان قبلكم كانوا يجعلون للدنيا ما فضل عن آخرتهم وانكم اليوم تجعلون لآخرتكم ما فضل عن دنياكم.[حلية الأولياء]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۲۴

د حوت ۲۴ په مناسبت:

د تاريخ په اوږدو کي د اهل حق او اهل باطل تر مينځ خوار لويي خونړۍ شخړي او جګړې را مينځته سويدي دا ځکه چي اهل باطل کله ميدان ته را ووځي او د اهل حق په وړاندي د درېدلو اراده وکړي اهل حق بې تفاوته نسي پاته کېدلای او پر ځان باندي د اهل باطل حاکميت نسي زغملای له همدې امله کله چي کمونيستانو د نورمحمد ترکي په رهبرۍ پر سردارمحمد داود کودتا وکړه او په هيواد کي يې کمونيستي کفري نظام حاکم کړ د نورو سيمو غوندي د هرات ولايت مسلمان او مجاهد ساتونکي ولس هم پاڅون وکړ او د حوت په ۲۴ – ۲۵ – ۲۶ ورځو کي يې د کمونيستانو سره په کولنګ، بېلچې او لرګيو په ايماني جذبه خورا کلکه جګړه وکړه او د هراتيانو ايماني قوت او قرآني ولوله يې نړيوالو ته په ننداره کښېښودله، د هماغه پاڅون نتيجه وه چي د هيواد په ټولو برخو کي د منحوس کمونيستي نظام پر ضد افغانان را وپارېدل او کمونيستي نظام يې د اشغالګرو روسانو سره پړمخي نسکور کړ.
په ياد پاڅون کي چي درې ورځي يې دوام وکړ تقريبا پنځه ويشت زره افغانان په شهادت ورسېدل خو مقابل لوري يعني کمونيستانو ته هم خورا ډېر ځاني او مالي زيانونه واووښتل.
ياد پاڅون د کمونيستانو بربريت او مسلمانو افغانانو ايماني قوت په اثبات ورسوی او دا يې په ډاګه کړه چي افغانان بېله اسلامي نظامه بل هيڅ نظام نسي منلای او د هيڅ ظالم په وړاندي بې تفاوته نسي پاته کېدلای.
له بده مرغه چي د روسانو د وتلو وروسته د شهيدانو آرمانونه پوره نسوه بلکي د هغه وخت رهبرانو په خپل مينځ کي د جګړو په پيلولو هيواد د بل ناوړين خيټي ته ور واچوی خو الله تعالی نه خوښتل د شهيدانو ويني د تل لپاره هدر او بې فايدې پريږدي ځکه يې نو د څو لسيزو وروسته پر هيواد اسلامي نظام اسلامي امارت حاکم کړ او د زرګونو شهيدانو آرمانه يې پوره کړه.
يا الله همدا اسلامي نظام راته سمبال او تل پاتي ولره!
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۲۳

په اسلامي نظام کي مجاهده وروره!

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د اقتدار او مسئوليت وروسته د درو شيانو سره ډېر پام کوه:
۱ - د چوکۍ او قدرت سره؛ پام چي د چوکۍ او قدرت په فتنه کي واقع نسې او د غرور، تکبر او غفلت په سبب خيانت درڅخه ونسي!
چوکې خپله يو ډول نشه او باد لري چي ډېری خلګ يې نسي زغملای ځکه نو پر چوکۍ باندي د کښېناستلو وروسته يې اخلاق تغيير کوي، د ملګرو، دوستانو او عامو خلګو سره يې په چلند کي بدلون راځي چي په نتيجه کي د خيانت او درغلۍ ښکار سي.
د مسئوليت اخيستلو وروسته بايد ستا ټوله پام د الله تعالی په رضايت او د خلګو په خدمت کي وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: مَا مِنْ أَمِيرٍ يَلِى أَمْرَ الْمُسْلِمِينَ ثُمَّ لاَ يَجْهَدُ لَهُمْ وَيَنْصَحُ إِلاَّ لَمْ يَدْخُلْ مَعَهُمُ الْجَنَّةَ.[صحيح مسلم۴۸۴۶]
ژباړه: نه دی يو امير چي د مسلمانانو د کار مشر سي بيا د دوی لپاره کوښښ او نصيحت نه کوي مګر دا چي د دوی سره به جنت ته نه داخليږي.
يعني هر څوک چي په يوه چاره کي د مسلمانانو امير سي بيا د دوی لپاره په خدمت کي کوښښ او د اصلاح لپاره يې نصيحت نه کوي دغه امير به د مسلمانانو سره جنت ته داخل نسي يعني مسلمانان به جنت ته داخل سي خو دی به د جنت څخه محروم وي.
په بل حديث کي فرمايي: مَا مِنْ وَالٍ يَلِي رَعِيَّةً مِنَ الْمُسْلِمِينَ فَيَمُوتُ وَهْوَ غَاشٌّ لَهُمْ إِلاَّ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ.[صحيح البخاري ۷۱۵۱]
ژباړه: نه دی يو مشر چي د مسلمانانو د يوې ټولۍ مشرتوب ورته وسپارل سي نو دی په داسي حالت کي مړ کيږي چي د هغوی سره يې خيانت کړی وي مګر دا چي الله تعالی به پر ده باندي جنت حرام کړي.
وروره! د اقتدار لپاره هيڅ وخت خپلو اخلاقو ته تغيير مه ورکوه ځکه ديني اخلاق ستا دوامداره پاليسي ده او اقتدار لنډمهالي نشه او د مسلمان لپاره د خدمت کولو يوه وړوکې کړکۍ ده، ديني اخلاق د نورو انسانانو سره د تعامل ثابت چوکاټ دی خو چوکۍ لنډمهالي صلاحيتونه او د رعيت لپاره ستړيا ده او ديني اخلاق ستا شخصيت دی خو چوکۍ لنډمهالي مسئوليت دی.
۲ – د مال او پيسو سره ډېر اختياط کوه؛ ممکن په مسئوليت کي تا ته د پيسو د ساتني او توزيع صلاحيتونه درکړل سي چي ته يې بايد خطر ته ډېر متوجه وسې تر څو خدای مکړه د مال او پيسو په فتنه کي واقع نسې.
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: فَوَاللَّهِ مَا الْفَقْرَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ، وَلَكِنْ أَخْشَى عَلَيْكُمْ أَنْ تُبْسَطَ الدُّنْيَا عَلَيْكُمْ كَمَا بُسِطَتْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، فَتَنَافَسُوا فِيهَا كَمَا تَنَافَسُوهَا وَتُهْلِكَكُمْ كَمَا أَهْلَكَتْهُمْ.[المعجم الکبيرللطبراني ۱۳۵۱۸] ژباړه: زما دي په الله قسم وي چي زه پر تاسي باندي د فقر څخه نه وېرېږم بلکي زه پر تاسي باندي د دنيا د پراخۍ څخه وېرېږم لکه پر هغه امتونو باندي چي پراخه سوه چي ستاسو مخکي تېر سوي دي نو تاسي به داسي شوق پکښې وکړی لکه هغوی چي کړی وو او تاسي به داسي هلاک کړي لکه هغوی چي يې هلاک کړيوه.
او په حجة الوداع خطبې کي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: فاتقوا الدنيا. ددنيا څخه ځانونه وساتئ.
تل په الله جل جلاله باندي پناه وغواړه چي د مال د فتنې څخه دي وساتي او د پيسو په عيش او عشرت کي راګير نسې.
۳ – د ښځو سره ډېر احتياط وکړه؛ ممکن په مسئوليت کي د ښځو سره مخامخ سې يا دي د کار په ساحه کي ښځي راسي نو کوښښ وکړه چي د ښځو د مکر، فريب او جاذبې څخه ځان وساتې تر څو ددوی په فتنه کي واقع نسې.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ.[صحيح البخاري ۵۰۹۶] ژباړه: ما د ځان وروسته داسي ازمايښت ندی پرې ايښی چي د نارينه وو لپاره دي ډېر تاواني وي تر ازمايښت د ښځو. 
همداسي په حجة الوداع کي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: واتقوالنساء فإن اول فتنة بني اسرائيل کانت في النساء. يعني ځانونه د ښځو د فتنې څخه وساتئ، په بني اسرائيلو کي لومړی فتنه د ښځو وه.
د ښځو فتنه داسي لويه او خطرناکه ده چي په تاريخ کي يې ډېر غټ غټ خلګ او لوی علماء ښکار سويدي ځکه نو بايد د ډېر عمق څخه په دقت ورته وکتل سي او په لوی الله باندي ددوی د فتنې څخه پناه وغوښتل سي.
دا هم په ياد ولره چي ځيني وختونه د اسلام دښمنان د مال او ښځو څخه په استفاده غواړي اسلامي نظام او په اسلامي نظام کي پاک خلګ بدنام کړي چي ددې لپاره په تاريخ کي ډېري بېلګي او نمونې شتون لري ځکه نو بايد موږ په هر ځای او هر ګړی ورته هوښيار او زيرک وسو.

۱۴۰۱/۱۲/۲۱

هغه کسانو ته چي په دين کي ډلي ټپلي جوړوي:

ژباړه: د عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم عائشې رضي الله عنها ته وويل: ای عائشې! کومو کسانو چي خپل دين پرېښود او ډلي ډلي سوه هغوی د بدعت، نفسي غوښتنو او د دې ملت د ګمراهۍ خاوندان دي؛ ای عائشې د هر ګناهکار لپاره توبه سته بېله نفسي غوښتونکو او بدعتيانو څخه د دوی لپاره توبه نسته، زه د دوی څخه بېزاره يم او دوی زما څخه بېزاره دي.
په دې خاطر چي اسلام ټوله يو دين او يو کور دی او مسلمانان بايد هميشه ټول سره په اتفاق او اتحاد وي رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه کسان چي د نفسي غوښتنو او بدعتونو پر اساس په دين کي ډلي او فرقې جوړوي د دين پرېښودونکي بللي، هغوی يې د نفسي غوښتنو تابع، بدعتيان او ګمراهان بللي او د دوی څخه يې د ځان د بېزارۍ تر څنګ د دوی لپاره سخت عذاب هم بيان کړی دی چي د دوی توبه نه قبليږي.
الحمدلله چي اوس زموږ ملت د يوه دين او يوه مذهب په چوکاټ کي پر يوه امير باندي سره راټول دی کوم کسان چي د دې ملت څخه ځان جلا کوي او د نفسي غوښتنو او سياسي انحراف پر اساس ډلي ټپلي جوړوي هغوی د دې حديث مصداق دي او الله تعالی به ډېر سخت عذاب ورکوي.
عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ لِعَائِشَةَ يَا عَائِشَةُ إِنَّ الَّذِينَ فَارَقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا إِنَّهُمْ أَصْحَابُ الْبِدْعَةِ وَالأَهْوَاءِ وَأَصْحَابُ الضَّلالَةِ مِنْ هَذِهِ الأُمَّةِ يَا عَائِشَةُ إِنَّ لِكُلِّ صَاحِبِ ذَنْبٍ تَوْبَةً غَيْرَ أَصْحَابِ الأَهْوَاءِ وَالْبِدَعِ لَيْسَ لَهُمْ تَوْبَةٌ أَنَا مِنْهُمْ بَرِيءٌ وَهُمْ مِنِّي بُرَآءُ.[السنة لإبن أبي عاصم 4]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۲۰

امام ابوحنيفه رحمه الله او ځيني مخالفين يې:

ژباړه: د فضل بن موسی السيناني څخه پوښتنه وسوه: ته د هغو کسانو په اړه څه وايې چي په امام ابوحنيفه رحمه الله پسې خبري کوي؟ هغه ورته وويل: امام ابوحنيفه رحمه الله دوی ته داسي علم راوړ چي دوی په پوهيږي او نه په پوهيږي او دوی ته يې هيڅ شی پرې نه ښودل نو ځکه دوی حسد ورسره وکړ.
يعني امام ابوحنيفه رحمه الله دومره علم حاصل کړ چي په ځيني علم يې دوی پوهيږي خو په ځيني نور بيا نه پوهيږي نو ځکه دوی پر همدغه علم حسد ورسره کوي او بدي خبري پسې وايي.
له بده مرغه په هره زمانه کي ښه علماء د امام ابوحنيفه رحمه الله غوندي محسود وي او ځيني نور کسان پر علم حسد ورسره کوي.
دا ډېر ناوړه عادت دی او یو ډول د الله تعالی پر تقسيم باندي نیوکه ده، موږ هر یو باید د داسي کړني څخه ځان وساتو.
فقد سئل الفضل بن موسى السيناني: ما تقول في هؤلاء الذين يقعون في أبي حنيفة؟ قال: إن ابا حنيفة جاءهم بما يعقلونه وبما لا يعقلونه من العلم، ولم يترك لهم شيئا فحسدوه.[الطبقات السنية في تراجم الحنفية]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۱۹

څومره ښه خبره یې کړې ده!

ژباړه: له ځانه سره مي پدې خاطر مينه زیاته کړېده چي له هر بې کاره انسان څخه کرکه لرم.
دا د انسان د ښه توب نښه ده چي کله یې د بې کاره او بدو انسانانو څخه کرکه وسي ځکه که دی هم بد انسان وای نو هیڅ وخت يې له بدو انسانانو کرکه نه کېدل ولي چي هر انسان د ځان غوندي انسانانو ته تمايل لري.
د پورته خبري څخه په استنباط داسي ويلای سو چي د ښو خلګو څخه کرکه د انسان د بدۍ او فساد نښه ده ځکه د ښو خلګو څخه بد وړل د انسان پر بدوالي باندي لوی دليل دی.
لقد زادني حبا لنفسي أنني * بغيض إلى كل امرئ غير طائل.[دیوان الحماسه للتبریزی]
مولوي نورالحق مظهري

رسول الله صلی الله عليه وسلم څو ځلي خپل سر خريلی دی؟

کوم شی چي د سيرت په کتابونو کي راځي: رسول الله صلی الله څلور ځلي خپل سر خريلی او يا يې هم د هجرت په مده کي درې ځله خپل سر خريلی دی.
په جمع الوسائل کتاب کي راځي: رسول الله صلی الله عليه وسلم په  د هجرت په کلونو کي د حديبيې په کال، په کال کي د عمرې د قضاء او په کال کي د حجة الوداع سر خريلی دی؛ يعني درې ځله يې خريلی.
او په سبل الرشاد کتاب کي د زاد المعاد په حواله راځي: رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل مبارک سر ګرسره څلور ځلي خريلی دی.
فَإِنَّهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمْ يَحْلِقْ رَأْسَهُ فِي سِنِي الْهِجْرَةِ إِلَّا عَامَ الْحُدَيْبِيَةِ ثُمَّ عَامَ هِجْرَةِ الْقَضَاءِ ثُمَّ عَامَ حَجَّةِ الْوَدَاعِ .[جمع الوسائل في شرح الشمائل]
قال ابن القيم رحمه الله تعالى في زاد المعاد: لم يحلق صلى الله عليه وسلم رأسه الشريف إلا أربع مرات. [سبل الهدى والرشاد، في سيرة خير العباد، ج 2 ص 18]
مولوي نورالحق مظهري

د عالم ځيني حقوق:

ژباړه: علي رضي الله عنه فرمايلي دي: د عالم حق دا دی چي ډېر سوالونه ورڅخه ونکړې، په جواب کي يې ترټنه مکوه، که سست سو ټينګار مه ور باندي کوه، چي کله ولاړ سو تر کالو يې مه نيسه، راز يې مه افشاء کوه، مخ ته يې د هيچا غيبت مکوه، دده مخ ته کښېنه، چي کله ورڅخه راسې دی په روغبړ باندي خاص کړه خو سلام پر ټولو کوه، دده رازونه او هغه پټ شيان چي الله تعالی يې د ساتلو امر کړی وي پټ وساته ځکه عالم د هغي وني مثال لري چي ته ورته انتظار کوې تر څو يو شی د هغې څخه پر تا باندي ولويږي، عالم تر روژاتي عبادت کوونکي غازي غوره دی، کله چي عالم مړ سي اوه اويا زره د آسمان مقربي ملائکي يې جنازه کوي او چي کله عالم مړ سي دده په مړينه په اسلام کي داسي درځ پيدا کيږي چي تر قيامته پوري بيا نه تړل کيږي.
قال علي بن أبي طالب: من حق العالم: أن لا تكثر عليه السؤال، ولا تعنته في الجواب، ولا تلح عليه إذا كسل، ولا تأخذ بثوبه إذا نهض، ولا تفشي له سرا، ولا تغتاب عنده أحدا، وأن تجلس أمامه، وإذا أتيته خصصته بالتحية، وسلمت على القوم عامة، وأن تحفظ سره ومغيبه ما حفظ أمر الله، فإنما العالم بمنزلة النخلة تنتظر متى يسقط عليك منها شيء، والعالم أفضل من الصائم القائم الغازي في سبيل الله، وإذا مات العالم شيعه سبعة وسبعون ألفا من مقربي السماء، وإذا مات العالم انثلم بموته في الإسلام ثلمة لا تسد إلى يوم القيامة.[الفقه والمتفقه للخطيب البغدادي 851]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۱۸

غمرازي او تسليت:

په ډېري خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي ستر جهادي شخصيت او د بلخ والي الحاج مولوي محمد داود مزمل صاحب د دين د دښمنانو لخوا په يو ناځوانمردانه برید کي په شهادت رسېدلی.
انا لله وانا الیه راجعون.
الله تعالی دي د مزمل صاحب شهادت قبول کړي او دده محترمي کورنۍ او په دې پېښه ټولو غمجنو افغانانو او مجاهدينو ته دي الله تعالی د زړه صبر، اجر او نعم البدل ورکړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۱۷

د مسلمان باچا څخه د بې اطاعتۍ سزا:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: څوک چي د مسلمانانو د ټولۍ څخه جدا سي او يا د مسلمان باچا د اطاعت څخه ځان وباسي نو هغه به د جاهليت پر مرګ مړ سي.
وقال النبي صلی الله عليه وسلم: من فارق الجماعة، أو خلع يداً من طاعة، مات ميتة جاهلية.[العقدالفرید]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۱۲/۱۵

د مسلمان باچا په وړاندي د درېدلو سزا:

ژباړه: حذيفه بن اليمان وايي: هيڅ قوم نه ځي تر څو په مځکه کي د الله تعالی يو با چا خوار کړي مګر دا چي الله تعالی به دوی د مړيني څخه مخکي خوار کړي.
يعني څوک چي د مسلمان باچا د بې عزته کولو او خوار کولو کوښښ وکړي الله تعالی به په ژوند کي دغه انسان ذليل، خوار او بې عزته کړي.
هغه کسان چي زموږ د اسلامي نظام د امير حفظه الله سپکاوی کوي بايد ځانونه پوه چي الله تعالی به يې ډېر ژر خوار او ذليل کړي لکه اوس چي يې خوار او ذليل کړي هم دي.
وقال حذيفة بن اليمان: ما مشى قوم قط إلى سلطان الله في الأرض ليذلوه إلا أذلهم الله قبل موتهم.[العقدالفريد]
مولوي نورالحق مظهري