د جاهلیت په زمانه کي د نورو منکراتو تر څنګ د قومي عصبیت یا تعصب منکَر هم شتون درلودی چي په ټولنه کي ورڅخه ډېر نفرتونه پیدا سوي وه او د قومي تعصب له امله په نړۍ کی ډېر لوی لوی جنګونه سویدي او په زرهاوو انسان پکښې وژل سویدي خو د اسلام د راتګ سره د قومي عصبيت پر ټولو ډولونو بندیز ولګېدی او ټول مسلمانان پدې باندي امر سوه چي تنها د اسلام تر نامه لاندي د یو بل تر څنګ ژوند وکړي او هیڅوخت د یو بل پر ضد د قومۍ او قوم پرستۍ ناره اوچته نکړي؛ د جاهلیت په زمانه کي د قومي عصبیت ځیني ډولونه په لاندي ډول وه:
۱ – په نسب او قومۍ باندي فخر کول؛ د جاهليت په زمانه کي دا عصبيت بيخي ډېر وو او پردې باندي کله نا کله د قومونو تر مينځ غټي غټي جګړې کېدلې خو د اسلام په راتګ سره دا کار له منځه ولاړی او مسلمانان پدې باندي امر سوه چي هيڅ يو دي په خپلي قومۍ او خپل نسب باندي پر نورو انسانانو فخر نکوي.
۲ – د عزت او شرافت له مخي خلګ پر طبقو او ډولونو باندي وېشل؛ د جاهليت په زمانه کي به ځينو خلګو ته عزت ورکول کېدی او ځينو ته به نه ورکول کېدی مثلا د سرمايه دار به تر مسکين عزت ډېر کېدی، د لويي چوکۍ والا به تر کوچينۍ چوکۍ والا عزت ډېر کېدی، د لويي قومۍ د خاوند به تر خاوند د کوچنۍ قومۍ عزت ډېر کېدی، د حرفه او کاروالا به تر بې حرفه او بې کاره عزت ډېر کېدی او داسي نور.... خو د اسلام په راتګ سره پر دغه طبقاتي تقسيم باندي بنديز ولګېدی او د اسلام وروسته دا شيان معيار د عزت او شرافت نه بلل کيږي.
۳ – د قومۍ لپاره او د قومۍ په نامه انتقام اخيستل؛ د جاهليت په زمانه کي د خلګو داسي عادت وو چي يو قوم د بل قوم کوم څوک وژلی وای نو د مقتول وارثانو به د قاتل د قومۍ څخه بې ګناه خلګ پدې پلمه وژل چي د قاتل په قومۍ پوري رابطه لري يعني دېته به يې نه کتل چي موږ ته تنها د قاتل وژنه روا کيږي نه دده د قومۍ څخه د هر سړي، همدا راز په دوی کي به د دفاع او ساتني معيار قومي وه خپل قوم چي به يې هر څومره بد سړی وو خو پدې خاطر چي دده قوم دی ده به يې دفاع کول د هغه حقانيت او بطلان ته به يې نه کتل تنها قوميت ته به يې کتل؛ خو د اسلام په راتګ سره پر دغه انتقام اخيستلو او دفاع کولو باندي بنديز ولګېدی او هيچا ته دا نه رواکيږي چي د خپل مقتول قوم په انتقام کي د قاتل د قوم څخه بې ګناه کس ووژني بلکي د شرعي اصولو او دلائلو په پام کي نيولو سره تنها د قاتل وژل ورته رواکيږي همدا راز و هيچا ته شرعا نه رواکيږي چي د يوه مجرم دفاع پدې خاطر وکړي چي دده قوم دی بلکي د بې ګناه انسان دفاع به کوي که دده قوم وي او که نه وي او مجرم دفاع به نه کوي که دده قوم وي او که نه وي.
۴ – د قومۍ په نامه او د قوم لپاره جنګونه؛ د جاهليت په زمانه کي په خلګو کي د قومۍ آواز ډېر مشهور وو، چي کله به يو قوم د بل قوم سره د قومۍ لپاره د جنګ کولو آواز وکړ نو ټوله قومانو به يې مثبت جواب ورکوی يعني ټول قومان به يې ورسره درېدل او د هغه بل قوم سره به يې جنګ کوی ودېته ته يې نه کتل چي جنګ د څشي لپاره کوو؟ او ولي يې کوو؟ بس چي قوم يې د مرستي غوښتنه ورڅخه کړېده دوی به ټول ورسره ودرېدل او د هغه بل قوم سره به يې جنګونه کول؛ خو د اسلام په راتللو سره پر داسي دعوت او داسي آواز باندي بنديز ولګېدی او هيچا ته دا نه رواکيږي چي د خپل قوم سره دي د قومۍ پخاطر و دريږي او د بل قوم سره دي جنګ وکړي.
۵ – د قومۍ پخاطر پر بې علمه او ناپوهانو خلګو باندي قضاوت کول؛ د جاهليت په زمانه کي دا هم رواج وو چي کله د دوو نفرو تر مينځ يوه ستونزه پيدا سوې وای نو هر يوه به د خپل قوم مشرانو ته زورونه وهل او دا به يې غوښتل چي دده پر قوم دي فيصله آواره سي او هر يوه به د خپل قومي مشر خبره منل د بل چا خبري ته به يې ارزښت نه ورکوی؛ خو د اسلام په راتګ سره دا کار ممنوع وګرځېدی او د فيصلې آوارولو لپاره دا شرط سو چي سړی به په خپل ځای کي شرعي قضاتو او اهل علمو ته رجوع کوي قومۍ او نسب ته به نه ګوري.[منبع: العصبیة القبلیة من المنظور الاسلامي]
لیکوال: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر