يعني سرسايه پر مسلمان باندي لازمه ده بايد يې آداء کړي او د سرسايې دوې ګټي دي: يوه ګټه يې خپله روژاتي ته رسيږي هغه دا ده چي روژاتي که په روژه کي کومي بدي او بې فايدې خبري کړيوي د سرسايې په آداء کولو سره د هغه خبرو د ګناه څخه پاکيږي بله ګټه يې مسکين ته رسيږي هغه دا ده چي د سرسايې په ورکولو سره د مسکين اړتيا پوره کيږي، وخت د سرسايې دا دی چي د اختر د لمانځه مخکي آداء سي، د اختر د لمانځه وروسته که آداء سي نو خيرات خو بلل کيږي ولي د سرسايې ثواب نه لري خو بيا هم آداء کول يې ورباندي لازم دي.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- زَكَاةَ الْفِطْرِ طُهْرَةً لِلصَّائِمِ مِنَ اللَّغْوِ وَالرَّفَثِ وَطُعْمَةً لِلْمَسَاكِينِ مَنْ أَدَّاهَا قَبْلَ الصَّلاَةِ فَهِىَ زَكَاةٌ مَقْبُولَةٌ وَمَنْ أَدَّاهَا بَعْدَ الصَّلاَةِ فَهِىَ صَدَقَةٌ مِنَ الصَّدَقَاتِ.[سنن ابي داود ۱۶۱۱]
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر