په اسلام کي د هر عبادت لپاره حکمتونه سته چي ځيني يې په صريح نص باندي معلوميږي ځيني يې په عقل باندي معلوميږي او ځيني يې پټ وي خو وروسته تر ډېرو تحقيقاتو او پلټنو يې يو څه درک لګيږي.
په ټولو عباداتو کي مهم حکمتونه دا دي: د نفسونو تزکيه، د نيمګړتياوو څخه د نفسونو پاکوالی، د چټليو څخه د نفسونو صفاوالی، د انساني کمال لپاره د نفسونو جوړوالی، ملأ اعلی ته د نفسونو نژدې والی، د حيواني خلقتي کثافت او دروندوالي څخه د انساني نفسونو را اېستل او په اسماني پاکو معنوياتو باندي يې تغذيه کول.
اسلام انسان ته د داسي مينځني مخلوق په سترګه ګوري چي هم د ملکوتي صفايۍ او هم د حيواني چټلۍ استعداد لري، هم د مځکني تاريکۍ او هم د آسماني نورانيت وړتيا لري او انسان ته عقل، اراده او تمييز ددې لپاره ورکول سويدي چي د اوسني دنيوي ژوند او را روان اخروي ژوند لپاره په فکر کولو سره يا ځان نيکمرغه کړي او يا یې بدمرغه.
خو په اسلام کي هر هغه عبادت لره چي سم وسي په انساني نفسونو کي مختلف آثار سته چي د عابدينو د رښتينولۍ، فکرونو راټولوالي او د خپل معبود د استحضار له مخي پر ګڼو حالاتو او اقسامو باندي مشتمل دي.
دا معلومه خبره ده هغه عبادت چي په سمه طريقه وسي، پوره يې حق آداء سي او په کولو کي يې تنها الله او د هغه رضا مدنظر وي د انسان نفس د هري تاريکۍ څخه و رڼا ته او د هر هلاکت څخه ونجات ته را باسي، همدا راز انسان ته داسي روحي او معنوي قوت ورکوي چي په مټ يې ددنيا او آخرت سعادت او نيمکرغي لاس ته را وړلای سي.
هغه عبادات چي سم او پر طريقه آداء نسي د انسان پر بدن هيڅ مثبت تأثير نه ايږدي تنها د انسان لپاره به جسمي مصروفيت او روحي ستړيا د ځانه سره ولري نور به هيڅه ګټه ورته ونکړي او هيڅکله به دی پر خپل عبادت باندي خوند وانخلي ځکه چي د زړه د تله او د الله لپاره نه کيږي بلکي د مجبوريت پر اساس او د بل هدف لپاره کيږي.
که دقت وکړو او په غور باندي وګورو نو دا خبره به له ورايه راته معلومه سي چي:
د مسلمانانو د زړونو کلکوالی، په الهي مسئوليتونو کي ناغېړي او د دښمن په مقابل کي ناکامي لدې امله ده چي مسلمانانو د خپل دين د لارښوونو څخه فاصله نيولې، د اعمالو او ويناوو د مثبت تأثير څخه محروم سوي دي او د دين شعاير ورته کم رنګه سويدي چي په نتيجه کي عبادات اوس لکه عادات ګرځېدلي او د يو فرهنګ له مخي يې سرته رسوي نوره ديني تلوسه او عقلي شوق ورسره نسته.
که پر مسلمانانو باندي د دوی نيکو اعمالو مثبت تأثير کولای نو يقينا به د مځکي پر مخ يو مثبت انقلاب راغلی وای، د مځکي مخ به د حق په ښايست باندي ډک سوی او د باطل څخه به پاک سوی وای خو له بده مرغه چي نن د الله تعالی د همدې قول پر بنياد چي: ظهر الفساد في البر والبحر بما کسبت ايدي الناس. د مځکي مخ له فساده او ناخوالو څخه ډک سوی دی.
کڅه هم پر مسلمان باندي د روژې د فرضيت لپاره تنها همدغه خبره کافي ده چي روژه د الله تعالی لخوا پر ده باندي فرض کړل سوېده.
ځکه چي د الله پاک د ربوبيت تقاضا هم همداسي ده چي پر خپلو بندګانو باندي د مکلفيت پوره اختيار او واک لري هر شی چي پر خپلو بندګانو باندي فرض کړي څوک د اعتراض او نيوکي حق نلري لکه الله جل جلاله چي په قرآن کي فرمايي: لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ.ژباړه: د الله تعالی څخه د هغه شي پوښتنه نه کیږي چی کوي یې خو دوی پوښتل کیږي.
او دا زموږ عقيده هم ده چي د الله پاک سره څوک محاسبه نسي کولای ټوله مخلوقات خلقا ملکا او عبيدا يعني په پيدايښت، په ملکيت او استخدام کي د الله تعالی په واک کي دي هر ډول تصرف چي وغواړي پکښې کوي يې څوک د اعتراض او پوښتني حق نلري.
خو پدې خاطر چي د الله پاک د لارښوونو سره سم انسان د الله پاک په مخلوقاتو او قدرتونو کي په فکر کولو باندي مکلف دی او د انسان پر نيک او بد عمل باندي الله پاک مزدوري او نتيجه مرتبه کړېده او تربل هر چا الله پاک پر خپلو بندګانو باندي مهربان دی لکه چي فرمايي: إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ. ژباړه: یقینا چي الله پاک پر خلګو بخښونکی او مهربانه دی.
همدا راز فرمايي: وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعَالَمِينَ. ژباړه: الله پر مخلوقاتو د ظلم اراده نه لري.
همدا راز فرمايي: وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ. ژباړه: الله غښتلی او حکمت والا دی.
همدا راز فرمايي: أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ. ژباړه: آیا تاسو داسي ګمان کوی چي موږ تاسي عبث پیدا کړي یاست او موږ ته نه راځی؟.
نو داسی ویلای سو چی ددې مبارکی میاشتی روژه:
۱ – د انسان لپاره ثواب دی.
۲- انسان ته تقوی ورباندي حاصليږي.
۳ – د ګناه څخه انسان ورباندي ساتل کيږي.
۴ – د انسان صحت ته ګټه لري.
۵ – انسان ته مادي او معنوي قوت ورباندي حاصليږي.
او باید ځان پوه کړو چي دېته اړتيا سته چي انسان د عقيدې د درلودلو برسېره د الله پاک د عباداتو په حکمتونو باندي هم ځان خبر کړي ترڅو هغوته خلګ دعوت کړي او خپله يې هم په شوق باندي سرته ورسوي.
منبع: تحف رمضانیة.
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر