امر بالمعروف و نهي عن المنکر هغه کړنه ده چې په مټ یې په ټولنه کې اصلاح راځي او د منکراتو ټغر ټولیږي؛ له همدې امله په اسلام کې ورته ډېر لوی مقام ورکول شوی دی او په قرآن کریم، احادیثو، آثارو او فقهه کې یې په اړه ډېر تفصیلي مسائل راغلي دي چې د ټولو څخه همدغه خبره ثابتیږی چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر په عملي بڼه تر خپله وسه د هر مسلمان دنده او وظیفه ده تر یوې خاصي ډلي او طبقې پوري ځانکړی نه دی، البته د پیچلو شرعي مسائلو بیان د علماؤ کرامو کار دی او په اجبار باندي خلک له منکراتو څخه راګرځول د حاکم اسلامي نظام کار دی.
امر بالمعروف او نهي عن المنکر هغه مقدسه دنده ده چې الله تعالی یې د عملي کولو لپاره ګڼ شمېر انبیاء کرام رالېږلي، په قرآن او حدیث کې یې مسلمانانو ته د هغه د عملي کولو لپاره ډېري سپارښتني او ارشادات کړي او پر نه عملي کولو یې ډېر سخت عذاب ذکر کړی دی.
امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ټولني د اصلاح لپاره هغه مؤثره نسخه ده چې د بشریت د پیل څخه بیا تر اوسه پوري په ځلونو تجربه سوېده او د انسانانو پر هر قشر یې مثبت تأثیرات لیدل شوي دي.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ارزښت ته په پام داسي ویلای شو چې: امر بالمعروف او نهي عن المنکر تنها د علماؤ وظیفه نه ده بلکې د شرایطو سره سم د ټولو مسلمانانو وظیفه ده او هر مسلمان په دې باندي مکلف دی چې د خپل توان سره سم او د خپلي پوهي په اندازه په اسلامي ټولنه کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي.
د دغي مدعی د ثبوت لپاره غواړو د قرآن، حدیث، فقهي او عقل څخه کره او ښکاره دلائل راوړو او هر استدلال تر جدا عنوان لاندي ذکر کړو:
د قران کريم څخه دلائل:
لومړی دلیل: كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ.[سوره آل عمران 110]
ژباړه: تاسو ډېر غوره امت ياست چې ايستل شوي یاست لپاره د خلکو، تاسو امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوی، او په الله باندي ايمان لری، او که چېري اهل کتابو ايمان راوړی وای نو د دوی لپاره به ډېره غوره وای، د دوی څخه ځيني مسلمانان دي، خو ډېری يې فاسقان دي.
په دې آيت شريف کې خطاب ټوله امت ته دی، ځکه په لفظ د "کنتم" سره يوه خاصه طبقه خلک مراد نه دي، بلکې امت محمدي صلی الله عليه وسلم ته خطاب دی وروسته چې کومه خبره د امر بالمعروف او نهي عن المنکر راغلې ده هغه هم عامه ده ټوله امت ته شامله ده او د هر چا وظيفه ده.
دویم دلیل: وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ.[سوره توبه 71]
ژباړه:نارينه مسلمانان او ښځي مسلماناني ځيني يې د ځينو نورو دوستان دي، امر بالمعروف کوي او نهي عن المنکر کوي، لمونځونه کوي او زکاتونه ورکوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي ډير ژر دی چې الله پاک به پر دغه خلکو باندي خپل رحمت وکړي، بيشکه الله زورور او حکمت والا دی.
په دې آيت شريف کې الله پاک بېله کوم تقسيم او توپيره مسلمانان سره دوستان بللي او د هغوی وظيفه يې د يو بل په مقابل کې دا ښودلېده چې هغوی امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، همدا راز لمونځونه کوي او.........
نو لکه چې لمونځ، زکاة او د الله اطاعت د هر چا وظيفه ده همدا راز امر بالمعروف او نهي عن المنکر هم د هر چا وظيفه ده مګر دا چې د يو شرعي عذر له وجهي الله پاک د چا څخه ساقط کړی وي.
درېيم دلیل: التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ.[سوره توبه 112]
ژباړه: توبه کوونکې، عبادت کوونکې، حمد ويونکې، روژه نيوونکې، رکوع کوونکې، سجده کوونکې، په معروف باندي امر کوونکې او د بد کارڅخه نهي کوونکې او د الله پر حدودو باندي حفاظت کوونکې او مسلمانانو ته د جنت زېری ورکړه.
په دې آيت کې الله پاک د مومنانو ستاينه په ډېرو صفاتو سره کړېده چې يو د هغو څخه دغه دی چې دوی امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، نو لکه چې نورکارونه د هر رښتيني مسلمان صفت دی امر بالمعروف هم د هر مسلمان صفت دی او تر یوې خاصي ډلي پوري خاص نه دی.
څلورم دليل: لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ * يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ.[سوره آل عمران 113 – 114]
ژباړه: اهل کتاب ټوله يو ډول نه دي د اهل کتابو څخه يوه ډله ده چې د الله پر دين باندي ولاړه ده، د الله آياتونه د شپې لخوا تلاوتوي او سجده کوي، پر الله او ورځي د آخرت ايمان لري، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، د خير په کولوکې تلوار کوي او دغه خلک نيک خلک دي.
په دې آيت کې الله پاک د هغه اهل کتابو چې ايمان يې راوړی دی د نورو صفتونو په څنګ کې د دوی دا صفت هم ذکر کوي چې دوی امر بالمعروف اونهي عن المنکر کوي، نو لکه نور صفتونه چې په هغو باندي د دوی هر مومن متصف کېدلای شي په دغه صفت باندي هم هر مومن د دوی متصف کېدلای شي، نو امر بالمعروف د هرچا کار دی تنها د علماو کار نه دی.
پنځم دلیل: وَالْعَصْرِ * إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ * إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ.[سوره العصر 1 – 3]
ژباړه: زما دي قسم وي د مازديګر په وخت سره چې هر انسان په تاوان کې دی مګر هغه څوک چې ايمان يې راوړی وي او نيک عمل يې کړی وي، او په حق او صبر باندي يې توصيه کړې وي.
دلته الله پاک د تاواني خلکو د خلکو د ډلي څخه هغه خلک استثناء کړيدي کوم چې په الله يې ايمان راوړی، ښه عمل يې کړی او په حق او صبر باندي يې توصيه کړېوي.
توصيه په حق او صبر باندي همدغه معنی چې نورو ته انسان د حق او صبر سپارښتنه کوي چې دغه په خپله معنی د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ده، لکه په تفسيرقرطبي کې چې د دې آيت په تفسير کې ليکې: أوصى بعضهم بعضاً، وحث بعضهم بعضاً.[تفسير قرطبي ص 181 ج 20 المکتبة الشاملة]
يعني ځينو و ځينو نورو ته وصيت کړی وي، او ځينو ځيني نور پردې باندي باعثه کړيوي، نو کله چې په حق او صبر باندي وصيت کول امر بالمعروف شي نو لکه دلته چې په استثناء کې جلا کوونکی صفت د هر مسلمان لپاره راغلی دی نو امر بالمعروف هم د هر مسلمان صفت دی او پر هر چا باندي لازمه ده چې د خپل علم او توان سره سم امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي.
دوام لري...
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر