۱۴۰۴/۰۵/۰۸

ماه صفر ماه نحوست و بدفالی نیست:

ترجمه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمود: سرايت مريضيها نيست، جن گم كننده راه انسان نيست وبه ماه صفر بدفالي نيست.
از حديث فوق معلوم ميشود كه ماه صفر هيچگونه نحوست وبدفالی ندارد.
موارد فوق چيزهای هستند كه در زمان جاهليت مردم بر آنها باور داشتند ولی با آمدن اسلام باور كردن بر آنها مردود گرديد.

برای لفظ"عدوی" تفسيرهای زياد آمده است يكی از آنها سرایت مريضی يك شخص به شخص ديگر است، در اين حديث صراحتا بر چنين باوری رد شده است كه مريضی يك شخص به شخص ديگر سرايت كند، اما از احاديث ديگر چنين برداشت ميشود كه مريضی يك شخص به شخص ديگر سرايت ميكند، پس ظاهرا در بين احاديث تعارض مشاهده ميشود. 

در تطبيق اين دو حديث و رفع تعارض، اقوال مختلفی آمده است كه معتبرترين آنها اينست كه سرايت مريضی از يك مريض به مريض ديگر ارتباط به قضاء وفيصله خداوند عزوجل دارد، چنين نيست كه اگر كسی مريض ميشود حتما مريضی از كسی ديگری به او سرايت كرده است، اگر او نمی بود به اين شخص هم اين مريضی نمی آمد، اين سخن يقينی نيست، كه تماس با شخص مريض حتما سبب مريضی بشود.

عقيده مردم زمان جاهليت چنين بود، كه اگر كسی مريض می شد آنها باور داشتند كه اين مريضی حتما از فلان شخص به او سرايت كرده است، اگر او نمی بود اين شخص با اين مريضی گرفتار نمی شد. ولی رسول الله صلی الله عليه وسلم می فرمايد: چنين نيست، بلكه مريضی اين شخص به قضاء وفيصله خداوند عزوجل است چنانچه كسی ديگری را به اين مريضی مبتلا كرده بود اين شخص را هم مبتلا به اين مريضی كرده است. پس مسلمان بايد از هيچ مريض به اين خاطر تنفر نكند كه اگر با او در تماس شدم حتما به مريضی او مبتلاء ميشوم.

ولفظ "غول" به آن شيطان وجن تخيلی گفته ميشود كه مردم زمان جاهليت برآن باور داشتند، آنها به اين باور بودند كه در دشت يك شيطان ويا جنی وجود دارد كه راه را از انسان گم ميكند و يا هم انسان را می ترساند، ولی رسول الله صلی الله عليه وسلم اين را رد ميكند ومی فرمايد بنام غول هيچ چيزی وجود ندارد.

در تفسير"صفر" هم اقوال گوناگون آمده است اما مشهورترین قول اينست كه مراد از آن ماه صفر المظفر است.
مردم زمان جاهليت به ماه صفر المظفر بدفالی ميكردند، درين ماه به مسافرت نمی رفتند، در اين ماه عروسی وشيرينی خوريی نمی كردند، اين ماه را، ماه آفتها و بلاها ميدانستند و همچنين بعضی ديگری از عقايد فاسد كه درباره اين ماه داشتند.

ولی رسول الله صلی الله عليه وسلم اين عقيده آنها را رد می كند ومی فرمايد: كدام عقيده كه مردم درباره ماه صفر دارد هيچ حقيقت ندارد، در اين ماه سفر كردن هيچ مشكلي ندارد، در اين ماه عروسی كردن هيچ مشكلی ندارد، و همچنان اين ماه هيچ مصيبت وغم خاصی ندارد، ‌و نه هم كدام عبادت وطاعتی خاصی دارد.

اين ماه هم مانند يازده ماه ديگر يك ماه است كه سال از آنها تشكيل شده است، پس اين ماه را ماه مصيبت گفتن و يا هم با گذشتن اين ماه اظهار خوشحالی كردن و در آخر اين ماه مراسم خوشحالی را گرفتن كه اين ماه گذاشته شده است همه شان برای مسلمان جايز نيست وباكردنش گناهكار ميشود.
عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ عَدْوَى وَلاَ غُولَ وَلاَ صَفَرَ ».[صحیح مسلم 5929]
مولوي نورالحق مظهري

د صفري په مياشتې باندې بد فالي مه کوئ!

د صفر په مياشت کې کوزده او واده کول هيڅ پروا نه لري.
رسول الله صلی الله عليه وسلم د خديجة بنت خويلد رضي الله عنها سره په همدې مياشت کې واده کړی دی.

همدا راز حضرت علي رضي الله عنه د فاطمې رضي الله عنها سره په همدې مياشتې کې واده کړی دی.

د صفر په مياشت کې سفر هيڅ پروا نه لري.
رسول الله صلی الله عليه وسلم په همدې مياشتي کې د مکې مکرمې څخه په هجرت ووتی او په ربيع الاول کې مدينې منورې ته ورسيدی.

د صفر په مياشتې کې د کفارو سره جنګ او جهاد کول هيڅ پروا نه لري.
رسول الله صلي الله عليه وسلم او اصحابو په دې مياشتي کې ډېر جنګونه کړيدي لکه:
1 - غزوة الأبواء. 
2 - د خيبر فتح. 
3 - غزوة ذي أمر.
4 - غزوة الروم.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۰۷

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(درېيمه برخه)

اخلاقي فساد:
د ځوانانو د انحراف بله بېلګه اخلاقي فساد دی؛ له بده مرغه چې په مجموع کې په اسلامي نړۍ کې زموږ ځيني ځوانان تر بل هر وخت اوس ډېر په اخلاقي فساد باندې اخته دي چې له امله يې په ټولنه کې فحشاء او بې حيايي خپلي لوړي کچي ته رسېدلې ده.

د يوې خوا څخه په ځوانانو کې د هوس ډېروالي او د بلي خوا څخه د کفارو او ګمراه انسانانو پلانونو او پروژو زموږ ځيني ځوانان د اصلي اخلاقي مسير څخه اړولي دي.

په ځوانانو کې د منفي ميني او عشق احساس، په کوڅو کې په نجونو پسې کتل، د ځينو ناروا لارو څخه د نجونو سره تماس او رابطه، په تلويزيونونو او ټليفونونو کې د مبتذلو فيلمونو، سريالونو او انځورونو کتل، په تالارونو، کافيشاپونو او اطاقونو کې ناروا بانډارونه جوړول او په ودونو کې د موسيقۍ مراسم نيول ټوله هغه شيان دي چې د اخلاقي انحراف په سبب زموږ په ټولنه کې په خاصه توګه په ځوانانو کې ليدل کيږي.

که چيري زموږ ځوانانو ځان په اسلامي اخلاقو سمبال کړی وای، ديني زده کړي يې پوره کړي وای او د هر ډول دښمن په وړاندي يې ځانونه د پوهي او ځيرکتيا په وسلې مسلح کړي وای هيڅ وخت به په داسي بربادوونکو شيانو باندي نه اخته کېدلای، ځکه د اسلامي اخلاقو او ديني زده کړو په ذريعه په انسان کې حياء او غيرت پيدا کيږي او چې د هر چا سره حياء او غيرت پيدا شي بيا هيڅکله يادو ناروا شيانو ته لاس نه اچوي ځکه مضمون د حدیث دی: چې کله حیاء درڅخه ولاړه بیا نو هر کار چې دي زړه غواړي کوه یې. یعني د هر انسان څخه چې حیاء ولاړه شي بیا نو هر کار چې یې مخي ته راسي کوي یې.

همداسي د اسلامي تعليماتو په رڼا کې ځيرکتيا د دې سبب جوړيږي چې انسان دې خپل هر بربادوونکی دښمن وپېژني او د هغه د هر منفي پلان په وړاندي دي چټکه مبارزه وکړي چې په نتيجه کې د هيڅ منفي تبليغ او ناروا پروژې ښکار نه ګرځي.

که زموږ ځوانان د خپلو ديني پوهانو، علماو، مساجدو او مدارسو سره نژدې رابطه ولري او په ځان کې ديني مقدسه روحيه او ايماني جذبه را ژوندې کړي زه سل په سلو کې ډاډه يم چې د هر ډول اخلاقي فساد څخه نه تنها دا چي نجات پيدا کوي بلکې د اخلاقي فساد پر ضد به تکړه مبارزين ورڅخه جوړيږي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۰۶

ټلیفون، انټرنټ او ځوانان:

ګرانو ځوانانو! وخت، مطالعه او مثبت تفکر هغه مهم عناصر دي چې د هر انسان لپاره د علمي او فکري کمال کليانې بلل کيږي خو له بده مرغه چې اوس زموږ ډېری ځوانان د غټو ټليفونانو څخه دومره ډېره استفاده کوي چې خپل ارزښتناکه وخت يې هم ضائع کړی وي او د مطالعې او مثبت تفکر څخه يې هم ځان محروم کړی وي.

ګرانو ځوانانو! وخت ستاسي عمر دی چې هره لحظه يې تر طلا هم تاسې ته ډېر ارزښت لري بناءً د ټليفون په بې ځايه کتلو، ګېم کولو، د انټرنټ څخه په بې فايدې استفاده کولو او د واټساپ، فيسبوک او تلګرام په استعمالولو يې پر ځان عبث مه تېروئ؛ ټليفون او انټرنټ مجازي اسباب دي هيڅ وخت يې د سرګرمۍ او مصروفيت لپاره مه کاروئ بلکې په حقيقي نړۍ کې د خپل اصلي هدف لپاره ګټه ترې پورته کړئ.

 د تېر سوي وخت په ارزښت انسان هلته پوهيږي چې وخت ورڅخه تېر سي په داسي حال کې چې هلته بيا پښېمانتيا هيڅ ګټه نه لري او د لاسه څخه وتلي فرصتونه هيڅ کله بيرته نه راګرځي ځکه نو کوښښ وکړئ چې تل وخت د ځان لپاره غنيمت وبولی او سمه ګټه ورڅخه پورته کړئ.

د دې پر ځای چې ځانونه په ټليفون کې په ګېم، واټساپ، فيسبوک او انټرنټي لټون مصروف کوی ډېره به ښه وي چې يو ښه کتاب مطالعه کړی، خپل درسي کتابونه تکرار کړی، علمي مجالسو ته ورسی، د الله تعالی په ذکر ځان مصروف کړی، په يوه دنيوي حرفه ځان مشغول کړی او ليکنه وکړی يا يې ولولی.

په ټليفون او انټرنټ باندې ډېر مصروفيت نه تنها دا چې د انسان وخت ضائع کوي بلکې ډېر نور تاوانونه لري چې په لاندې ډول يې يادونه کولای سو:
۱ – په ټليفون او انټرنټ ډېر مصروفيت د انسان حافظه ضعيفه کوي او د حافظې تمرکز له منځه وړي.

۲ – په ټليفون او انټرنټ ډېر مصروفيت انسان ته داسي روحي تکليف پيدا کوي چې تل يې خوب خراب وي، وسوسه ورته پيدا کيږي، د خلق تنګۍ احساس کوي، د عبادت او کار په خوند نه پوهيږي او د ټليفون سره يې زړه داسي تړون پيدا کوي چې هيڅ وخت يې نه هېريږي.

۳ – د ټليفون او انټرنټ څخه ډېره استفاده د انسان اخلاقي زغم، د مطالعې استعداد، اجتماعي طبيعت، کاري ظرفيت او حوصله له منځه وړي.

۴ – د ټليفون او انټرنټ څخه ډېره استفاده د انسان اقتصاد ته هم لوی تاوان دی ځکه ټليفونونه به ډېر رانيسي او تبديلوي او د انټرنټ پر بنډلونو به پيسې ورکوي چې دا هم د انسان پر کورني ژوند ډېره بده اغېزه لري.

۵ – د ټليفون او انټرنټ څخه ډېره استفاده دـدې لامل جوړيږي چې تل دي د انسان سره د برق او برښنا غم وي ځکه د ټليفون چارج يې ژر ختميږي او چې کله يې د ټليفون چارج ختم سي طبعا پرېشاني ورته پيدا کيږي؛ ډېر خلک ما ليدلي دي چې د هر چا کور ته ولاړ سي تر هر شي مخکي چارجر را واخلي او د برق په ساکټ پسې ګرځي او ځيني خلک خو د ځانه سره چارجران، پاوربنکونه او غټ  غټ کېبلونه ګرځوي او دا يې د خپل ژوند مهمه برخه جوړه کړې وي.

۶ – د ټليفون او انټرنټ څخه ډېره استفاده انسان په يو ډول انزوايي فکر روږدی کوي چې تر هر څه يې د ټليفون سره مينه ډېره وي او د هيڅ مجلس څخه نه ګټه پورته کولای سي او نه هم د ده څخه څوک ګټه ليدلای سي ځکه دی تل په خپل ټليفون اخته وي.

۷ – د ټليفون او انټرنټ څخه ډېره استفاده د انسان فکر او سوچ دومره متلاشي او پاشلی کوي چې په خپل ورځني ژوند کې د پلان او طرحي څخه عاجز وي او د همدغه ټليفون او انټرنټ په خاطر په رسمي وظيفه کې ناغيړي ورڅخه کيږي.

نو ګرانو ځوانانو د ټليفون او انټرنټ څخه استفاده وکړئ خو لږ او سمه استفاده، خپل د ټليفون څخه MP3 ، MP4  او سينما مه جوړوئ چې ډول ډول غزلونه او فيلمونه مو پکې ذخيره کړي وي بلکې د خپل ټليفون څخه کتابتون جوړ کړئ او کتابونه پکې مطالعه کړئ، خپل ټليفون د ځان ملګری مه جوړوئ بلکې تر خپل لاس لاندې د استفادې يوه آله ورڅخه جوړه کړئ چې د اړتيا په صورت کې ګټه ورڅخه واخلی.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۰۵

حالٌ سيئ جداً للمسلمين:

إن وضع المسلمين في غزة سيئ للغاية، فمن جهة يقوم الصهاينة الوحشيون يومياً بالقصف وإطلاق النار عليهم، ومن جهة أخرى يُعاني المسلمون هناك من الجوع إلى درجة أنهم لا يجدون لقمة خبز يابسة لعدة أيام؛ أما قادة الدول الإسلامية فما زالوا نائمين في غفلة (نسأل الله أن يُنيمهم نومة الموت) ولا يستطيعون – بسبب مصالحهم السياسية البائسة – أن يضغطوا على إسرائيل للسماح بإدخال المساعدات إلى غزة، أما حكومتا مصر والأردن، اللتان تُنسبان نفسيهما إلى الإسلام، فقد أغلقتا حدودهما في وجه عامة المسلمين، كي لا يتمكن أحد من إيصال المساعدة إلى مسلمي غزة وكسر الحصار المفروض عليهم بسبب الجوع.

أيها الإخوة والأخوات المسلمون في غزة!
نحن المسلمون قد قصرنا في نصرتكم، فنسأل الله تعالى أن يُمدكم بعونه ونصره من الغيب.

مولوي نور الحق مظهري

د مسلمانانو لپاره ډېر بد حالت:

په غزه کې د مسلمانانو وضعيت ډېر خراب دی، له یوې خوا وحشي اسرائيليان هره ورځ بمبارۍ او ډزي ورباندي کوي له بلي خوا د لوږي څخه دومره مسلمانان په عذاب دي چې په ورځو ورځو د خوړلو لپاره يوه ګوله وچه ډوډۍ نه سي پيدا کولای؛ د اسلامي هيوادونو مشران لا هم د غفلت په خوب ويده دي(الله تعالی دي دوی د مرګ په خوب ويده کړي) او د خپلو بدبختانه سياسي ملحوظاتو له امله پر اسرائيلو فشار نه شي راوستلای چې غزې ته د مرستو داخلېدلو اجازه ورکړي، د مصر او اردن هيوادونو حکومتونه چې ځانونه مسلمانان بولي خپلي پولي يې د عامو مسلمانانو پر مخ تړلي تر څو هيڅوک د غزې مسلمانانو ته مرسته يو نه سي او د لوږي حصار مات نه کړي.
د غزې مسلمانو وړونو او خويندو! موږ مسلمانان مو د مړستي کولو څخه پاتي راغلي يو الله تعالی مو د غيب څخه مرسته او کومک وکړه.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۰۴

قدرمنو ځوانانو ته:

قدرمنو ځوانانو! د انټرنټ او غټو ټليفونانو څخه استفاده وکړئ خو د ځان لپاره يې مصروفيت او دنده مه جوړوئ؛ په دې معنی سره چې په علمي او معلوماتي ډګر کې ګټه ورڅخه پورته کړئ، د خپل ټليفون څخه کتابتون جوړ کړئ او په ليکلو او مثبتو روابطو کې استفاده ورڅخه وکړئ خو د ځان لپاره يې دنده او سرګرمي مه جوړوئ ځکه چې په بې ځايه مصروفيت دـدې تر څنګ چې د انسان قيمتي وخت تېريږي او ګناهکاره کيږي د ژوند په ګڼو برخو کې انسان ډېر فرصتونه له لاسه ورکوي او علمي استعداد يې ورسره ټيټ کيږي.

د انسان پر مغز او اخلاقو د غټو ټليفونانو او انټرنټ منفي اغيزي په تحقيق او تجربه ثابتي سوي دي ځکه نو ډېر احتياط ورسره وکړئ او ځانونه ورسره مه روږدي کوئ.

ټليفون او انټرنټ هم د نورو اسبابو غوندي سببونه دي چې هم ښه استفاده ورڅخه کېدلای سي او هم بده استفاده نو که موږ په منظم ډول مرتبه ښه استفاده ورڅخه وکړو يقينا چې د ګناه څخه به مو ځانونه ساتلي وي او ممکن په ځينو ځايونو کې الله تعالی ثواب هم راته راکړي او که مو بده استفاده ورڅخه وکړه بيا نو يقينا چې ګناه مو کړې او الله تعالی به حساب راسره کوي.

په ټليفون او انټرنټ باندې د ښې او مباحي استفادې ځيني بېلګې:
۱ – په ټليفون کې کتابونه او کتابتونونه ذخيره کول او استفاده ورڅخه کول.

۲ – په ټليفون باندې اسلامي مقالې او مطالب ليکل او د نورو مسلمانانو سره د اصلاح په نيت شريکول.

۳ – په ټيلفون باندې علمي او اصلاحي مجالس او ويناوي ريکارډول او د نورو مسلمانانو سره يې شريکول.

۴ – په ټليفون باندې د خپلوانو، ملګرو او دوستانو سره مثبتي او ښې اړيکي نيول.

۵ – په انټرنټ کې د اسلامي نشراتو لپاره ويب پاڼي، پاڼي، ګروپونه او چينلونه جوړول او مسلمانانو ته پکې عقيدوي، فکري، عملي، اخلاقي او سياسي مثبت معلومات د اصلاح او سمون په نيت خپرول.

۶ – په انټرنټ کې علمي او معلوماتي لټون او د ښو کتابونو، مقالو او معلوماتو راټولول.

۷ – د انټرنټ له لاري د ږغ، ليکلو او ويډيو په بڼه درسونه ورکول يا درسونه لوستل.

۸ – د انټرنټ له لاري په علمي، معلوماتي او ښوونيزو ورکشاپونو او سيمينارونو کې ګډون کول.

۹ – د انټرنټ له لاري د اړتيا سره سم د ورځنيو سيمه ايزو يا نړيوالو خبرونو اورېدل او تعقيبول.

۱۰ – د انټرنټ له لاري خپل حلال تجارت ته مارکيټينګ يا بازار موندنه.
مولوي نورالحق مظهري

سرټمبه ملامت:

هغه څوک چې پر تا باندې کوم منفي انتقاد کوي او ستا د ملامتيا لپاره اتهامات لګوي کله چې ته ورسره مخامخ سې او د ده د سر خلاصېدلو لپاره دلائل وايې خو دی په ښکاره باندې د ملامتيا وروسته برګ برګ درته ګوري او ستا خبري ورته يو ډول درواغ معلوميږي او د دې کوښښ کوي چې ته ژر خبري پسې پرېږدې او د ده د مجلس څخه ولاړ سې نو په دې باندې پوه سه چې هغه سړی سرټمبه ملامت دی.


سرټمبه ملامت په خوله باندې تا ته هيڅ نه وايي خو په زړه کي ډېر بد درڅخه وړي.


سرټمبه ملامت ستا لپاره عزت او آبرو نه غواړي بلکې د دې پر عکس ستا د بې عزتۍ کوښښ کوي.


سرټمبه ملامت ستا په اړه د هر ليوني او بې عقل خبره مني خو ستا خبره بيا د هيچا په اړه نه مني.


د سرټمبه ملامت سره چې هر وخت مخامخ کيږې د ده په مخ کې يو ډول د قهر او خښم آثار ښکاره کيږي او يا هم په ډېر تکلف سره د منافقانه خوشحالۍ تظاهر کوي.

يا الله د سرټمبه ملامت د شر څخه مو وساتې!


د ځوانانو د انحراف بېلګې:(دويمه برخه)

وخت په عبثو کارونو کې تېرول:
د ځوانانو د انحراف دويمه بېلګه دا ده چې نن ډېری ځوانان خپل ارزښتناکه وخت په بېهوده او بې فايدې کارونو کې تېروي لکه عبث مجلسونه او بانډارونه، په ټلفون او کامپيوټر کې ګيمونه او د انټرنټ او ټولنيزو شبکو څخه ناوړه او يا عبثه استفاده کول په داسي حال کې چې وخت د انسان عمر دی په تېرولو کې يې بايد ډېر دقت وکړي او د وخت هره شيبه د ځان لپاره د الله پاک لخوا ځانګړی رحمت او غنيمت وبولي. په حديث کې راځي: د قيامت په ورځ هيڅ انسان تر هغه وخت پوري حرکت نه سي کولای تر څو چې الله پاک د پنځو شيانو پوښتنه ورڅخه ونکړي چې يو سوال د انسان د عمر په اړه کيږي چې په دنيا کې يې څنګه تېرکړی؟ او بل سوال د انسان د ځوانۍ په اړه کيږي چې په دنيا کې يې په څه شي کې مصرف کړې؟.

عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ تَزُولُ قَدَمَا ابْنِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ عِنْدِ رَبِّهِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ خَمْسٍ عَنْ عُمْرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَا أَبْلاَهُ وَمَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ وَمَاذَا عَمِلَ فِيمَا عَلِمَ.[سنن ترمذي 2601]
ژباړه: عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د بني آدم پښې د قيامت په ورځ د خپل ځای څخه نه ښوري تر څو چې د پنځو شيانو پوښتنه ورڅخه و نه سي: د عمر پوښتنه چې په څه شي کې يې تېر کړی، د ځوانۍ پوښتنه چې په څه شي کې يې مصرف کړې، د مال پوښتنه چې د کوم ځای څخه يې لاسته راوړی او په څشي کې يې لګولی، او په خپل علم يې کوم عمل کړی. نو زموږ ځوانان باید د خپل وخت تېرولو ته ډېر متوجه وسي او په هیڅ بې فایدې کارونو کې یې تېر نکړي.

د دې لپاره چي پر ځوانانو وخت عبث او بې فايدې تېر نه سي لومړی بايد د فرائضو، واجباتو او سنتونو سر ته رسولو ته پوره پاملرنه وکړي، هر عمل په خپله مرتبه او وخت باندي سر ته ورسوي بيا د خپلي کورنۍ او خپلوانو د حقوقو آداء کولو ته ژمن وسي او د ميرمني، خاوند، اولادونو، والدينو او نورو قريبانو چې کوم حقوق ورباندې وي هغه په پوره توګه آداء کړي.

همداسي ځان په تعليم او تعلم باندې مصروف وساتي کوم شيان چې الله پاک دوی ته ور زده کړيوي تر نورو پوري يې ورسوي او کوم شيان چې الله پاک نورو ته ورکړيوي د هغوی څخه يې زده کړي تر څو ځان هم وژغوري او نورو ته هم د ژغورلو لارښوونه وکړي.

کوم کارونه چي الله پاک د انسان د مرتبې د لوړولو لپاره د فضائلو، آدابو او مستحباتو په صفت مشروع کړيوي د فراغت په وخت کې هغو ته هم پاملرنه وکړي لکه نفلي لمونځونه او روژې، د قرآن تلاوت، نفلي صدقات، د علم او مذاکرې مجالسو ته ورتلل، د نورو مسلمانانو سره د ژوند په چارو کې مرسته کول او داسي نور....
او زموږ په زمانه کې تر ټولو ډېر مهم کار دا دی چې د دين او تقوی لپاره دعوت وچلوو، لومړی ځانونه د متقينو مصداق جوړ کړو بيا نورو ته د تقوی لپاره بلنه ورکړو او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ستره وجيبه او لويه وظيفه په پوره ايماندارۍ سرته ورسوو.
كوم خلګ چي عملا د دین په خدمت او ساتنه باندي بوخت وي د هغوی سره هر اړخیزه مرسته وکړو.

که موږ د خپل دنيا او آخرت ژوند ته پوره ژمن وسو او د دواړو د تأمين لپاره ځان د بې کارۍ څخه وساتو نو یقينا چي موږ د وخت څخه سمه ګټه پورته کړې او ځان مو د هغو انسانانو څخه ګرځولی دی چي الله تعالی ورسره ډېره مينه لري.

تېر سوی وخت بيا نه را ګرځي که اوس وخت غنيمت و نه شميرو او سمه ګټه ورڅخه پورته نکړو وروسته پښېمانتيا راته هيڅه ګټه نه لري.
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۰۲

ځيني تجربیات او حدسیات:

۱ - د هوښيار خبره چې هر څومره کوچنۍ وي بيا هم مهمه ده.
۲ - د مسلمان لپاره تکبر چې هر څومره لږ وي بيا هم بد دی.
۳ - د عالم لپاره تنګ نظري چې هر څومره کوچنۍ وي بيا هم نيمګړتيا ده.
۴ - د ډاکټر لپاره بې غوري چې هر څومره کوچنۍ وي بيا هم جرم دی.
۵ - د مفتي لپاره بې باکي چې هر څومره کوچنۍ وي بيا هم ناپوهي ده.
۶ - د تجار لپاره بخيلي چې هر څومره لږ وي بيا هم ناشکري ده.
۷ - د طالب العلم لپاره ايله سري چې هر څومره لږ وي بيا هم تاواني ده.
۸ - د رئيس او مشر لپاره غفلت چې هر څومره لږ وي بيا هم ضعف د مديريت دی.
۹ - د ټليفون سره چې هر څومره احتياط وشي بيا هم مزاحم او د وخت اشغال کوونکی دی.
۱۰ - د بدعت لپاره چې هر څومره دلائل وتوږل شي بيا هم حرام دی.
۱۱ - د ديموکراسۍ لپاره چې هر څومره اړتياوي په ګوته شي بيا هم کفري قانون دی.
۱۲ - حاسد ته چې هر څومره ځان سپين کړې بيا هم د شک په سترګه درته ګوري.
۱۳ - مبتذلي رسنۍ چې هر څومره کنټرول کړې بيا هم خپل کار کوي.
۱۴ - خلقي، پرچمي او شعله اي چې هر څومره عبادت وکړي بيا هم د دين غمخور نه شي جوړېدلای.
۱۵ – بدعتي انسان چې هر څومره د بدعت څخه توبه وباسي بيا هم د بدعت سره رابطه نه قطعه کوي.
۱۶ – سرټمبه انسان ته چې څومره دلائل ووايې بيا هم دی خپله سرټمبګي کوي.
۱۷ – درواغجن انسان حافظه نه لري او کم عقل تجربه نه لري.
۱۸ – جامد فکر والا انسان چې هر څومره جهانګرده شي بيا هم هر شی پر خپل فکر جوړوي.
۱۹ – پوهه چې هر څومره لږ وي بيا هم تر ناپوهۍ ښه ده.
۲۰ – انډيوالي چې څومره صميمي وي خو چې همفکري نه وي پکې ارومرو يو وخت پرې کيږي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۵/۰۱

داسي ښکاري چې هيواد مو د پرمختګ پر لور روان دی:

د افغانستان ملي پراختيار شرکت لخوا د نويو موټرانو او سامانونو جوړول د دې زېری ورکوي چې هيواد مو د ځان بسياينې او خودکفايۍ لوري ته روان دی او د دې هيله شته چې د دې وروسته بلکې د نورو هيوادونو د اړتيا او محتاجۍ څخه خلاص شو او پر خپلو پښو ودريږو.

که سړی شرايطو ته وګوري او حالاتو ته په ځيرکتيا سره پام وکړي دا به ورته ثابته شي چې افغانستان د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی؛ بلکې د پرمختګ کولو لپاره په نظام کې هم روحيه شته او هم غور ځکه په داسي حالت کې چې د هيواد پيسې لا هم کنګل دي، بېله روس هيواده بل هيڅ هيواد تر اوسه نظام په رسميت نه دی پېژندلی، په هره برخه کې تجارتي او بانکي ستونزي شتون لري او له بلي خوا د ګاونډويو هيوادونو څخه کډوال په جوپو جوپو را روان دي داسي لاس ته راوړني او پرمختګونه هغه څه دي چې موږ يې بايد د هيواد په تاريخ کې بې مثاله ترقي وبولو او د خپل هيواد راتلونکې ته د خوشبينۍ تر څنګ د نظام سره څنګ پر څنګ ودريږو تر څو لاس ته راغلي پرمختګونه خوندي شي او په آينده کې نورو مثبتو کامونو ته پوره لاره آواره شي چې د داسي همت او غيرت په کولو سره به الله تعالی هم راڅخه خوشحاله شي او خپل ايماني، وجداني او وطني مسئوليت به مو هم سر ته رسولی وي.
مولوي نورالحق مظهري
زموږ تلګرام

د بدعتي انسان خبرو ته د غوږ نيولو تاوان:

ژباړه: محمد بن نضر وايي: څوک چې بدعتي انسان ته غوږ ونيسي نو د الله تعالی ساتنه د هغه څخه پورته کيږي او ځان ته سپارل کيږي.

يعني څوک چې د بدعتي انسان خبرو ته غوږ ونيسي هغه انسان ته به الله تعالی دومره په قهر سي چې خپل نصرت او ساتنه به ورڅخه پورته کړي او دی به خپل سر ته ايله کړي چې بيا به الله تعالی د هغه مرسته هم نه کوي او پر نېکيو به توفيق هم نه ورکوي.

د يادوني وړ ده چې بدعتي انسان د خپلو خرافاتو او بدعاتو د ترويج لپاره او د دې لپاره چې خلک دوکه کړي په خبرو کې يا پر مړه شوو انسانانو حواله ورکوي، يا پر حاکمانو حواله ورکوي، يا د حاکمانو چاپلوسي او تملق کوي او يا هم پر داسي کتاب حواله ورکوي چې هغه نه پيدا کيږي.

سَمِعْتُ مُحَمَّدَ بْنَ النَّضْرِ الْحَارِثِيَّ يَقُولُ: مَنْ أَصْغَى بِسَمْعِهِ إِلَى صَاحِبِ بِدْعَةٍ؛ نُزِعَتْ مِنْهُ الْعِصْمَةُ، وَوُكِلَ  إِلَى نَفْسِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم335]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۳۱

فکري بندي او نښي يې:


کله چې انسان د خپل عقل، ذهن او فکر له آزادي استفادې څخه محروم شي او د حق او باطل، سم او غلط، ګټور او مضر او خير او شر ترمنځ په سمه توګه توپير نه شي کولای او په دې اړه د تفکر، تحليل او قضاوت استعداد له لاسه ورکړي دغه انسان ته د فکر بندي يا اسير ويل کيږي ځکه دی په ذهني او رواني لحاظ په فکري زولنو يا قيدونو باندي تړلی وي.
څوک چې فکري بندي وي هغه د لاندې نښو خاوند وي:
۱ - وچ يا بې دليله تقليد؛ څوک چې فکري بندي وي هغه د هر چا بې دليله او بې اساسه خبره مني او په هغې باندې عمل کوي.
۲ - تعصب؛ څوک چې فکري بندي وي هغه د خپل قوم، مذهب، ګوند يا نظر له امله حق ته نه تسلميږي بلکې د حق په وړاندې په باطله طريقه مبارزه کوي.

۳ - د بدلون څخه بې پروايي؛ څوک چې فکري بندي وي هغه هيڅ وخت فکري او نظري بدلون ته تيار نه وي که څه هم حق ورته څرګنه شي، چې په نتيجه کې د ژوند په ډېرو برخو کې د مثبت بدلون څخه محروم پاتې کيږي او د خپلو سيالانو څخه ورځ تر بلي د سيالۍ څخه لويږي.

۴ - فکري غلامي؛  څوک چې فکري بندي وي هغه د نورو پرديو د فرهنګ، تمدن  او افکارو په تقليد دومره اخته شي چې خپل فکر او ارزښتونه ورڅخه هېر شي او ژوند داسي تېروي لکه دی چې د نورو انسانانو پېښې کوي.

د يادوني وړ ده چې انسان هغه وخت د فکر بندي کيږي چې کله د بيان، څېړني، نقد، اختلاف نظر او علمي انکشاف اجازه و نه لري او يا يې د استعداد او ظرفيت څخه محروم وي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۳۰

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(لومړی برخه)

دا معلومه خبره ده چې ځوانان هم زموږ د ټولني مهمه برخه ده نو لکه په نورو اقشارو کې چې ځيني خلک په انحرافاتو باندې اخته سويدي د ځوانانو په قشر کې هم ځيني ځوانان په انحرافاتو باندې اخته سويدي چې ځيني بېلګې يې موږ تاسي ته وړاندي کوو الله پاک دې وکړي چې زموږ ځوانان يې ولولي او د ځان اصلاح کولو کوښښ وکړي:
په عباداتو کې سستي:
په عباداتو کې سستي هغه آفت او انحراف دی چې په عموم کې ډېری خلک په اخته دي په خاصه توګه بيا ځوانان چې تر بل هر چا د دې لوی آفت ښکار سويدي، په عبادت کې سستي ډېر اسباب لري چې موږ يې يو څو دانې په لاندې ډول بيانوو:
1 - د عبادت په ارزښت او خوند باندې نه پوهېدل؛ کوم انسان ته چې د عبادت ارزښت معلوم نه وي او د عبادت په خوند باندې نه پوهيږي معلومه خبره ده چې د عبادت په کولو کې به سستي او ټمبلي کوي.

2 - د نا اهله انسانانو سره ملګرتيا؛ ځيني ځوانان چې په عبادت کې سستي کوي لامل يې دا وي چې د نااهله انسانانو سره ګرځي هغوی عبادت ته پاملرنه نه کوي نو دوی هم پاملرنه ورته نه کوي.

3 - د ماحول او چاپېريال څخه متأثره کېدل؛ ځيني وختونه ځوانان په داسي محيط کې ژوند کوي چې هلته د عبادت سره مينه او عبادت ته پاملرنه شتون نه لري نو پر ځوان باندې يې هم تأثير لويږي او د عبادت سره یې مينه لږيږي.

د دې لپاره چې زموږ ځوانان په عبادت کې سستي ونکړي لومړی بايد ځان د عبادت په لذت باندې خبر کړي په عبادت کې لذت او خوند د مسلمان لپاره ډېر مهم دی او د ايماندارۍ نښه بلل سوېده په حديث کې راځي: عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنْ سَرَّتْهُ حَسَنَتُهُ، وَسَاءَتْهُ سَيِّئَتُهُ فَهُوَ مُؤْمِنٌ.[شعب الايمان6598]
ژباړه: ابوموسي اشعري رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: هر چا ته چې خپله نيکي خوند ورکړي او د خپلي بدۍ څخه يې بد راسي نو يقينا هغه مسلمان دی.

همدا راز ځوانان بايد د نا اهلو انسانانو سره انډيوالي ونکړي او د هر چا سره ځان په عبث کار باندې اخته نکړي تر څو عبادت ورڅخه پاته يا نيمکړی نه سي.

همداسي ځوانان بايد بې دينه محيط او چاپيريال ته ولاړ نه سي او د هغه خلکو سره د اوسېدلو څخه ډډه وکړي چې د الله پاک په عبادت کې سستي کوي، که بالفرض اجبارا بې دينه محيط يا کورنۍ ته ورځي بيا نو د خپل ايمان په تقاضا په خپل انفرادي صلاحيت خپل عبادت پر وخت باندي وکړي او هېر يې نکړي.
 
او دا خبره هم په تجربه ثابته سوېده چې د هرې ګناه کول انسان په عبادت کې سست او ټمبل کوي نو زموږ ځوانان باید د هرډول ګناه څخه ځان وساتي تر څو د عبادت خوند یې په برخه سي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۲۹

هغه دوه شيان چې زړه سختوي:

ژباړه: فضيل بن عياض رحمه الله وايي: دوه شيان زړه سختوي: ډېري خبري او ډېر خوارک.

توضيح: څوک چې بېله ذکر څخه د الله ډېري خبري کوي زړه يې سختيږي او څوک چې ډېر خوراک کوي زړه يې سختيږي. زړه چې کله سخت سي بيا نو د هغه زړه څخه احساس او نرمي کډه کوي چې په نتيجه کې ښې خبري ځای نه پکښې نيسي، د مظلوم او ناحقۍ په ليدلو يې زړه نه نرم کيږي او د ظلم په ليدلو سره يې په زړه کې احساس او مسئوليت نه پيدا کيږي.

الفضيل بن عياض يقول شيئان يقسيان القلب كثرة الكلام وكثرة الأكل.[روضة العقلاء:34]
مولوي نورالحق مظهري

ټولو با احساسه افغانانو ته!

که په رښتيا د خپلو مهاجرو وړونو او خويندو سره مينه لری او د ايران او پاکسان لخوا مو د مهاجرينو سره په ظلم باندې خوا بديږي نو د خپلو مهاجرو وړونو سره مرسته وکړئ، د هغوی تود هرکلی وکړئ او په هيواد کې د ننه د آرام ژوند آسانياوې ورته برابري کړئ.

له بده مرغه چې ځيني بې احساسه او فرصت طلبه افغانان  د مهاجرينو د مجبوریت او اړتيا څخه ناوړه استفاده کوي او سرايونه په ډېره لوړه کرايه ورکوي په داسي حال کې چې همدغه خلک پر خپلو افغانانو وړونو د ايرانيانو د ظلم او ناوړه چلند غندنه کوي، داسي کسانو ته بايد وویل شي: که تاسي په رښتيا د خپلو افغانانو وړونو سره مينه لری او هغوی تر خوږ ګوته نه نيسئ نو د کورونو کرايې مه لوړوئ او د هغو کسانو چې دا کار کوي په کلکه مخنیوي وکړئ.

د يادوني وړ ده چې د ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راتګ سره هم مهاله د سرایو کرايې دومره لوړي ختلي چې د هر سرای کرايه درې څلور برابره پورته شوېده.

د خدای لپاره دا کار مه کوئ! دا کار سخت ظلم او ډېره ناځواني او بې غيرتي ده.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۲۸

د الله تعالی لوري ته د دعوت کوونکې صفات او اخلاق:

هر څوک چې د الله تعالی لوري ته خلک را بولي؛ يعني خلکو ته تبليغ کوي يا امر بالمعروف او نهي عن المنکر چلوي هغه بايد داسي صفات ولري چې په درلودلو يې انسان ښايسته او ښکلی ښکاري، انسان د نېکو اخلاقو بېلګه ښکاري او د دعوت شويو انسانانو په حضور کې دعوت کوونکې ته جذابيت او مقبوليت ورکوي او دعوت کوونکي د نېکو انسانانو په ډله کې شميري چې ځيني هغه صفتونه په لاندې ډول دي:
صداقت او امانت: دا دواړه داسې اخلاقي ځانګړنې دي چې تل سره یوځای وي، او یو بل بشپړوي. دا دواړه د دې ښکارندويي کوي چې انسان باید د الله تعالی له وېري خپلي خبري، کړني او نیتونه سم وساتي؛ یعني درواغ و نه وايي، بد کار و نه کړي، او بد نیت ونلري.
د دې مطلب دا دی چې دا صفات د انسان د ژوند په ټولو برخو کې اغېز لري. له همدې امله ویلای شو څوک چې خلک د الله لوري ته را بولي، هغوی باید خاماخا له دغو صفاتو سره سمبال وي، ځکه دا ډېر مهم او ارزښتناک صفات دي چې د بلني په بریا کې مهم رول لري.

تواضع او بخښنه: دا دواړه داسي غوره اخلاق دي چې د دعوت کوونکي شخصیت ته جذابیت ورکوي او خلک یې د خبري منلو ته ژر آماده کيږي؛  دا صفات د کبر، غرور او ځان غټ ګڼلو څخه خلاف دي. همداراز  دا صفتونه انسان ته عاجزي، نرمي او د نورو انسانانو د تېروتنو په وړاندي بخښنه ور زده کوي.
د تواضع له جملې څخه دا هم دی چې انسان له الله تعالی څخه د نیت اخلاص، اصلاح، او د عمل د قبلېدو دعا وکړي، او له ریا، ځان ځانۍ او ځان ستایلو څخه ځان وساتي، ځکه دا شیان د عمل ثواب له منځه وړي.

د بلل شویو انسانانو سره نرمي، مهرباني او پر هغوی باندې شفقت: د دې معنی دا ده چې دعوت کوونکی باید په نرمي، مهربانۍ، زغم او صبر سره سمبال وي، او د خلکو د تېروتنو په وړاندي صبر او زغم ولري، په ځانګړي ډول له هغو انسانانو سره چې تازه مسلمان شوي وي.
دا اخلاق د خلکو په زړونو باندې اغېز کوي، هغوی ته د دعوت سره مینه پیدا کوي، په دین کې یې د نرمۍ او ميانه روۍ سره مينه زياتيږي او کار يې اغېزمن واقع کېږي. بل دا چې دعوت کوونکی باید د بلل شویو لپاره خیرخواهۍ ته لېواله وي او هغوی ته د نيکي لارې د ښودلو لپاره هڅه وکړي.

د خبرو او عمل یووالی: دا د بنسټیزو اخلاقو څخه یو دانه دی چې دعوت کوونکی باید په هغه باندي سمبال وي. یعنې باید خپله هم د نېکۍ نمونه وي، او دا چې خپله کوم څه وايي، هغه باید په خپله هم عملي کړي.
دا اخلاق هغه وخت تر لاسه کېږي چې انسان د الله تعالی امرونه پلي کړي، حرام شيان پرېږدي، او د بې‌ګټې کارونو څخه ډډه وکړي. همداراز باید له دنیا څخه بې پروا وي، د خلکو په شتمنیو کې حرص و نه لري، تر څو د خلکو مینه او باور خپل کړي.

له واقعیت سره یو ځای اوسېدل او ژوره خواخوږي: د دې معنا دا ده چې دعوت کوونکی باید د خلکو له حالاتو سره ځان بلد وساتي، له هغوی بې‌خبره نه وي، او د دوی له دردونو، خوښیو، ستونزو او حالتونو ځان خبر کړي.
دا به د دې سبب شي چې د ده دعوت واقعي وي، د خلکو له اړتیاوو سره برابر وي، او د دوی د حالاتو لپاره مناسب وي.

د بلل شویو انسانانو لپاره دعا کول: دا ډېر غوره عادت دی او د الله لپاره د مینې څرګندونه ده. دعوت کوونکی باید خپل ځان د دې عادت کړي چې د بلل شویو لپاره دعا وکړي — د هغوی د فلاح، اصلاح، هدایت، ثبات، او کامیابۍ لپاره دعا وکړي. دا ډول دعاګانې زړونه سره نژدې کوي، نفسونه تسکینوي، او د خلکو په منځ کې د یو بل په وړاندې مينه او محبت پیدا کوي.
مولوي نورالحق مظهري
زموږ تلګرام

۱۴۰۴/۰۴/۲۵

مسلمانان لا هم د کمزورۍ د بدو عواقبو په اور کې سوځي:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
نن غاصبو اسرائيلو د سوريې هيواد پر دمشق او ځينو نورو ښارونو په لسګونو هوايي بريدونه کړيدي چې په لسګونو انسانان يې شهيدان او ژوبل کړي دي، دا په داسي حال کې ده چې په غزه کې لا هم د جهنم غوندي اور بل دی او د ورځي په لسهاوو انسانان شهيدان او ژوبل کيږي.

د دې بريدونو لپاره هيڅ معقول دليل وجود نه لري تنها اسرائيل وايي: موږ د دروز شيعه ګانو په ننګه دا کار کړی چې د سوريې حاکم نظام غوښتل په سويدا ښار کې د هغوی بغاوت وځپي. د يادوني وړ ده چې په سوريه کې د نوي نظام د راتګ سره هم مهاله د دروز شيعه توکمو په سويدا ښار کې د سوريې د حاکم نظام حاکميت نه دی منلی او د اسرائيلو څخه يې د ځان د دفاع لپاره مرسته غوښتې چې اسرائيلو يې غوښتنه منلې او څو ځله يې د دوی په ننګه پر سوريې باندې بريدونه کړي دي چې دا ځل يې تر ټول ډېر او سخت بريدونه وکړه او لا يې هم د نورو بريدونو د کولو ګواښ کړی دی.

د اسرائيلو دا کړنه د څو کلونو مخکې د ايران کړنو ته ورته ده چې په سوريه کې يې د علويه او نصيريه شيعه توکمو په مرسته سوريې ته خپل پوځونه، وسلې او مشاورين ولېږل او د بشار اسد سره يې د هغو ولسي کسانو په ځپلو کې مرسته وکړه چې د بشار د نظام د پرځونې لپاره راپورته شوي وه چې په نتيجه کې يې ډېری بې ګناه انسانان ووژل، ډېر ښارونه او ښارګوټي يې وران کړه او په سوريه کې يې د خپلمنځي جګړې هر اړخيز اور بل کړ.

دا د مسلمانانو د کمزورۍ او  ضعف پايله ده چې نن يې د اسرائيلو غوندي وړوکی هيواد په هر ځای او هر وخت کې ګواښي او چې په کوم ځای کې يې زړه وغواړي د خپلي خوښي سره سم بريدونه ورباندي کوي چې په دې سلسله کې يې دا دی غزه په پوره توګه ورانه کړه او د خاورو سره يې برابره کړه، پر ايران يې بريد وکړ او اوس يې دا دی پر سوريه باندې خپل سخت او توند ظالمانه بريدونه وکړه خو مسلمانان لا هم په خوب ويده دي؛ ځيني اسلامي هيوادونه په خپل عيش او عشرت اخته دي، ځينو اسلامي هيوادونو په خپلو داخلي جزئي مسائلو ځانونه په پوره توګه مصروف کړي دي، ځيني اسلامي هيوادونه لا هم د بدمرغي ديموکراسۍ تر حاکميت لاندې د جمهوريت سره لاس او پنجه دي او ځيني هيوادونه لا تر اوسه د ملګرو ملتونو پر منځګړيتوب او د امريکا پر کاذب سياست باور لري او په دې طمعه دي چې د اسرائيلو غوندي د ظالمو او غاصبو هيوادونه مخه به ونيسي خو سړی د دې هيوادونو مشرانو ته حيران پاتې کيږي چې په کوم عقل او کوم دليل يې داسي د غفلت مرګونی سياست غوره کړی دی؟ او د دې هيوادونو ملت ته سړی فکر اخلي چې څنګه يې د داسي بې کفايته او غلام مزاجه انسانانو حاکميت منلی دی؟ څوک چې عقل ولري هغه بايد د تېر تاريخ او هري ورځي د تېرېدلو څخه عبرت واخلي او هغه ګامونه پورته کړي چې په مټ يې ځان، ملت او مسلمان وړونه ساتلای شي.

تر څو چې اسلامي هيوادونه سره متحد نه شي، د اسلامي هيوادونو ملتونه د ځان لپاره با احساسه مشران غوره نکړي، د نړۍ د حالاتو سره د ځانونو په عيارولو سره لومړيتوبونه و نه پېژني او هر اسلامي هيواد د اتمي وسلو خاوند نه شي تر هغه وخته به د امريکا د غلامۍ او اسرائيلو د ظلم څخه خلاص نه شي او په دې خبره خو نن هر څوک پوهيږي چې تر څو مسلمانان ځانونه په مادي او معنوي اعداد سمبال نکړي تر هغه وخته به هيڅ ظالم او کافر ورڅخه و نه ويريږي.

نن د دې وخت دی چې مسلمانان را ويښ شي او د عمر بن خطاب، خالد بن وليد، عمرو بن العاص، طارق بن زياد، محمد بن قاسم،  صلاح الدين ايوبي، نورالدين زنکي، محمود غزنوي، سلطان محمد فاتح او احمد شاه ابدالي غوندي اتلان د ځانونو لپاره مشران وټاکي تر څو يوځل بيا ستره اسلامي امپراتوري را ژوندۍ کړي او د دې مظلوميت څخه ځانونه خلاص کړي.

له بده مرغه چې د دومره سترو حقائقو د څرګندېدلو سره او د داسي سترو ظلمونو د کېدلو برسېره بيا هم ځيني اسلامي هيوادونه لکه مصر، ترکيه، اردن، متحده امارات، مراکش، اذربايجان، بحرين، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان اسرائيل په رسيمت پېژني او ديپلوماتيکي او تجارتي اړيکي ورسره ساتي په رښتيا چې له يوې خوا نړۍ ظالمه ده او له بلي خوا مسلمانان د غفلت په خوب ويده دي.

که حالات همداسي دوام پيدا کړي او مسلمانان همداسي غافل وي نو لري نه ده چې اسرائيل به خپل خوب رښتيا کړي، خپل ګاونډي اسلامي هيوادونه به اشغال کړي او د نړۍ هر اسلامي هيواد به د خپل هيبت تر پوښښ لاندي راوړي.

په آخره کې یوځل بيا وايم چې څومره غريب او عاجزه مسلمانان يو چې د يوه وړوکي اسرائيل مخي ته نه شو درېدلای!.

د دوو کسانو لپاره په ژوند کې خير سته:

ژباړه: د هيچا لپاره په ژوند کې هيڅ خیر نشته پرته له دوو کسانو: یو چوپ زده کوونکی او بل عالم وینا کوونکی.

يعني ممکن ډېر خلک د ژوند څخه خوند وانخلي او ژوند يې خوندور نه وي خو د دوو کسانو ژوند خوندور دی او د خپل ژوند څخه خوند اخيستلای شي: لومړی هغه څوک چې چوپ پاتيږي ترڅو يو شی زده کړي او بل هغه څوک چې د علم د درلودلو سره وينا کوي.

نو موږ بايد کوښښ وکړو چې د ځان څخه په دغه دوو کتگوريو کې يو دانه جوړ کړو، که خبري کوو نو داسي خبري وکړو چې په هغه باندې خبر و اوسو او که په کوم شي خبر نه يو نو غوره او بهتره دا ده چې چوپ پاتې شو تر څو په خبره پوه شو او د حالاتو څخه خبر شو.

قال ابوالدرداء: لا خیر في الحیاة إلا لأحد رجلین: منصت واع او متکلم عالم.[روضة العقلاء:33]

مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۲۴

د يوه انسان د هدايت کولو ثواب:

ژباړه: د ابن جعفر څخه روايت دی چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم معاذ رضي الله عنه د دين د تعليم لپاره واستوی نو يې ورته وويل: چې الله يو سړی ستا په ذريعه هدايت کړي تا ته تر دنيا او هغه شيانو چې په دنيا کې سته ښه دی.

يعني که یو کس ستا په زیار او دعوت هدايت شي تا ته تر دنيا او ټولو هغو شيانو په دنیا کې شته دغه کار بهتره او غوره دی.

نو ای مسلمانانو وړونو! چې د يوه انسان هدايت کول دومره ثواب لري د ډېرو انسانانو هدايت کول به څومره ثواب ولري؟ نو راځئ د نورو انسانو د هدايت لپاره کار وکړو او د دعوت ګڼي لاري د مسلمانانو د هدايت په موخه وکاروو تر څو چې الله تعالی مو دغه لوی فضيلت په برخه کړي.

عَنِ ابْنِ جَعْفَرٍ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ بَعَثَ مُعَاذًا يُعَلِّمُ الدِّينَ قَالَ لَهُ : لَأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلاً وَاحِدًا ، خَيْرٌ لَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا.[الزهدلإبن مبارک1375]
مولوي نورالحق مظهري
زموږ تلګرام

زموږ آکونټونه او پاڼې:

تلګرام:

واټساپ ګروپ:

فيسبوک:

ايکس/ ټويټر:

ويبلاګ:

د دنيا سره د محبت تاوان او هغه څوک چې الله تعالی ورته په قهر کيږي:

ژباړه: حسن بصري رحمه الله فرمايلي دي: څوک چې د دنيا سره محبت ولري او دنيا ورته خوند ورکوي الله تعالی به يې د آخرت وېره له زړه څخه وباسي او څوک چې علم يې ډېر شي بيا يې پر دنيا حرص هم ډېر شي نو دی به د الله تعالی څخه ډېر لري شي او الله تعالی به ورته ډېر په قهر شي.

دا د دنيا سره د محبت تاوان دی چې په سبب يې د آخرت وېره د انسان له زړه څخه وځي او د علم ډېروالی د انسان لپاره کمال دی خو چې کله بيا د علم د ډېروالي سره د دنيا حرص هم وي بيا نو د انسان لپاره لوی تاوان دی ځکه چې انسان د الله تعالی د رحمت څخه لري کيږي او الله تعالی ورته په قهر کيږي او دا په دې خاطر دی چې د علم د ډېروالي سره بايد په انسان کې تقوی او پرهيزګاري پيدا شي نه د دنيا سره مينه او محبت نو د چا چې د علم د ډېروالي وروسته د تقوی او پرهيزګارۍ پر ځای د دنيا سره محبت پيدا شي په سبب به يې د الله تعالی څخه لري کيږي او الله تعالی به ورته په قهر کيږي.

همداسي مالک بن دينار رحمه الله فرمايي: بدن چې کله ناروغ شي نو خواړه، څښاک، خوب او راحت هيڅ شی ګټه  نه ورته کوي همداسي زړه چې د دنيا په محبت پوري وتړل شي نو وعظ او تبليغ ګټه نه ورته کوي. .[الزهد الکبير للبيهقي 261]

د ځان لپاره د حلال مال ډېرول هيڅ پروا نه لري خو زړه بايد د دنيا په محبت پوري و نه تړو کنه نو بيا به مو هيڅ ښه خبره زړه ته داخله نه شي.

قال الحسن من أحب الدنيا وسرته ذهب خوف الآخرة من قلبه ومن ازداد علما ثم ازداد على الدنيا حرصا لم يزدد من الله إلا بعدا ولم يزدد من الله إلا بغضا.[روضة القلاء 27]
مولوي نورالحق مظهري
زموږ.تلګرام

۱۴۰۴/۰۴/۲۲

د فاسدو خلکو کارونه هم فاسد وي:

ملګرو ملتونو نړيوالي فحاشي او ډمي اريانا سعيد ته د بشري حقوقو(های نوت) جايزه ورکړېده؛ دا په داسي حال کې ده چې د اریانا سعيد څخه بېله فحاشۍ او عياشۍ بل نوښت او مثبته کړنه چا نه ده ليدلې.

که د آریانا سعيد ټول ژوند وګورو او بيا په عقل باندي هغه تحليل کړو دا به راته په ډاکه شي چې بشر ته د اریانا سعيد يواځينۍ ډالۍ بې حيايي او ډمتوب دی بل يې هيڅ خدمت چا نه دی ليدلی، نو د ملګرو ملتونو دا کړنه پر دې دلالت کوي چې په دوی کې هم چنداني سړي نشته کنه نو داسي بدمرغي ښځي ته به يې د بشري حقوقو جايزه نه ورکوله.

وايي: چې څنګه يې غر وي هغسي يې کربوړی وي. همداسي وايي: چې شی فاسد او مردار سي ارومرو بد بوی کوي، نو د ملګرو ملتونو اداره خپله فاسده ده چې داسي فاسد کارونه ورڅخه کيږي او خپله نا اهله ده چې داسي نا اهله انسانان ستايي.

دا ملګري ملتونه نه بلکې لنډغري ملتونه دي، کاشکې چې د هيوادونو په رهبرۍ کې نه وای او انساني ملتونو ته يې نسبت نه کېدلای د دوی ټولي کړني همداسي دي چې يواځي کفري عقيدې، سیاسي انحراف، فرهنګي ګمراهۍ او اخلاقي فساد ته خدمت کوي الله تعالی دي دوی او د دوی خواخوږي تباه او برباد کړي.
مولوي نورالحق مظهري
زموږ تلګرام لپاره دغه ځای کښېکاږئ

۱۴۰۴/۰۴/۲۱

د مسلمان دښمنان څوک او څو دانې دي؟

مسلمانه وروره! او مسلمانې خوري! 
ستا دښمن ستا لپاره تباهي او بربادی غواړي.
آیا پوهېږې دښمنان دې څوک دي او څو دانې دي؟
وروره او خوري! هر مسلمان څلور دانې دښمنان لري: دوه یې پټ دي یعني په سترګو نه لیدل کیږي او دوه ښکاره دي یعني په سترګو لیدل کیږي.

په پټو دښمنانو کې یو د انسان په وجود کې د ننه د ده نفس دی چې انسان ته ګناه ښایسته کوي، نفسي غوښتني ورته ښې ښکاره کوي او د انسان په وجود کې د شیطان راتللو او وسوسې ته لاره آواره وي.

بل پټ دښمن دې شیطان دی چې د لومړي سره څخه یې د انسان د ګمراه کولو لپاره قسم خوړلی دی او تل د انسان د هلاکت او بربادۍ لپاره پلانونه جوړوي، همداسي د ګڼو لاره څخه انسان دوکه کوي او ګناه کولو ته یې هڅه وي.

په ښکاره دښمنانو کې دې یو هغه نا اهله او ګمراه انسان دی چې ستا سره نژدې په کلي او کور کې اوسیږي، ته ورته د مسلمان په سترګه ګورې خو دی ستا د ګمراه کولو لپاره مختلفي دسیسې جوړوي، ستا مخي ته د ګناه په کولو سره تا ته د ګناه کولو دعوت درکوي، غواړي تا هم د ځان غوندي نا اهله او بدمرغه کړي او ستا څخه لري دښمن کافر ته ده راتللو بلنه ورکوي.

او بل ښکاره دښمن دې ستا سره په دین مخالف کافر  دی چې هیڅ وخت ستا لپاره په ښه ژوند باندی نه خوشحاله کیږي او تل ستا د بربادۍ او تباهۍ لپاره د مختلفو نیرنګونو او لارو څخه کار اخلي.

وروره اوخوري! د دین په لاره کې د سختیو او ستونزو په ګاللو، په غم او مصیبت کې د تحمل او زغم په کولو، په سم عبادت، د الله پاک په ذکر او یادولو، د تکبر، غرور، حسد او درواغو څخه په ډډه کولو، د حرام مال څخه د ځان ساتلو او پر سنت طریقه د ځان په برابرولو باندې نفس او شیطان  ترټلای او د ځانه څخه شړلای سې او خپل ځان د دوی د شر څخه ساتلای سې.

پاته سوه دوه ښکاره دښمنان؛ نو که ته قرآن، سنت او اسلامي علوم زده کړې، په هغو باندې عمل وکړې، د هغو په چوکاټ کې د ننه خپل دوست او دښمن وپېژنې  او د هر چا سره د دوستۍ او رابطې معیار ځان ته معلوم کړې نو هیڅکله دوی تا ته تاوان نه سی رسولای او نه دې هم د بربادۍ لوري ته کشولای سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۹

تاريخي او عبرتي خبره:

یو چا د بني اميه د يو پوه څخه د دوی د دولت د سقوط د سبب په اړه پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل:
کوچني کارونه مو لويو خلکو ته وسپارل او لوی کارونه مو کوچنيانو ته وسپارل نو موږ د افراط او تفريط تر منځ ورک شو.

دښمن مو ځان ته نژدې کړ،  په دې تمه چې ښايي دوست مو شي او دوست مو لرې کړ، دا فکر مو کاوه چې وفادار به پاتې شي خو د دښمن له غدارۍ سره مخ شو او د دوست وفاداري مو له لاسه ورکړه.

یعني با استعداده لوی کسان مو په کوچنيو کارونو مصروف کړه او لوی کارونه مو بې استعداده کسانو ته ورکړه نو موږ د افراط او تفريط تر منځ ختم شو، همداسي خپل دښمن مو ځان نژدې کړ موږ فکر کاوه چې دوست به مو شي او دوست مو د ځانه څخه لري کړ ځکه موږ ويل: دا خو دوست دی تل به وفاداره پاتې شي خو نتيجه يې داسي شوه چې دښمن مو دوست نه شو بلکې لا يې هم غداري راسره وکړه او دوست وفاداره پاتې نه شو.

د ډاکټر علي قره داغي له ايکس څخه:ډاکتر علي قره داغي

۱۴۰۴/۰۴/۱۸

عقل او هوښياري هر وخت ښه وي:

ژباړه: هوښیار انسان په کوچنیتوب کې د ښو اخلاقو څښتن وي، په هلکتوب کې سم فکر کوي، د بلوغ پر مهال پاکدامنه وي، د ځوانۍ په عمر کې د خوږو او غوره خویونو خاوند وي، په منځني عمر کې د ښه نظر او تدبیر خاوند وي.

په هر سن او عمر کې عقل د انسان لپاره کمال دی او په عقل باندي انسان ډېرو لوړو رتبو او مرتبو ته رسېدلای سي ځکه نو په کوچنيوالي کې عقل انسان ته ښه اخلاق ورکوي، په هلکتوب کې ښه فکر او ښه سوچ ورکوي، د بلوغ په زمانه کې پاکدامني او عفت ورکوي، د ځوانۍ په وخت کې خواږه او غوره خويونه ورکوي او په منځني عمر کې ښه نظر او تدبير ورکوي.

والعاقل يكون حسن المأخذ في صغره صحيح الأعتبار في صباه حسن العفة عند إدراكه رضى الشمائل في شبابه ذا الرأي والحزم في كهولته.[روضة العقلاء: 22]
مولوي نورالحق مظهري

موږ به هيڅ وخت ناهيلي نه شو:

په هغه وخت کې چې تاتاريانو د عباسي خلافت پلازمېنه بغداد  ونيوله عثمان بن ارطغرل چې د عثماني خلافت بنسټ ايښودونکی وو، وزېږېد.

په هغه وخت کې چې اندلس سقوط وکړ محمد فاتح قسطنطيه فتح کړه.

د عباسي خلافت د ډېري کمزورۍ پر مهال صلاح الدين ايوبي په حطين کې بريا ترلاسه کړه او اقصی جومات يې د صلیبیانو څخه آزاد کړ.

او هغه وخت چې امريکا افغانستان اشغال کړ او د ټولي اسيا هیوادونه په خطر کې وه اسلامي امارت افغانستان د امريکایانو څخه آزاد کړ او د نړۍ تر ټولو ستري امپراتورۍ ته يې ماتې ورکړه.

ځکه نو موږ بايد هيڅ وخت ناهیلي نه شو او په ټولي نړۍ کې د توحيد بیرغ د رپولو لپاره هڅه وکړو.

موږ مسلمانان د عنقاء(فينکس) مرغۍ په څېر د خپلو ايرو څخه بيرته را ژوندي کيږو او د هرې سختۍ وروسته د وياړ پر څوکو خپل د آزادۍ بيرغ پورته کوو.

که موږ صبر او استقامت وکړو او په پوره تدبير د اخلاص او للهيت په چوکاټ کې خپلي هر اړخیزي مبارزې ته دوام ورکړو ارومرو به د ټولو ستونزو څخه را وځو او اقصی جومات به بيرته د مسلمانانو لاس ته ورځي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۷

هوښيار انسان او د هغه عيبونه:

ژباړه: د هوښيار انسان څخه د خپل نفس عيب پټ نه پاتې کېږي، ځکه د چا څخه چې د خپل نفس عيب پټ وي د نورو ښېګڼې هم ورڅخه پټې پاتې کېږي او تر ټولو ستره سزا د انسان لپاره دا ده چې خپل عيب ورڅخه پټ وي؛ ځکه څوک چې خپل عيب و نه پېژني هغه خپل عيب نه شي پرېښودلای او څوک چې د خلکو ښېګڼې و نه پېژني هغه به هيڅکله له هغو څخه ګټه پورته نه کړي او د نوي شروع کوونکې لپاره تجربې څومره ګټورې دي!.

د هوښيار انسان څخه د ده عيب ځکه پټ نه پاتې کيږي چې هوښيار انسان په ځان کې د عيبونو ګمان کوي او هيڅ کله ځان ورته جامع الکمالات يا د عيبونو څخه پاک نه ښکاري له همدې هميشه په ځان عيبونه ويني او د خپلو عيبونو د اصلاح لپاره کار کوي؛ د چا څخه چې خپل عيبونه پټ شوه د هغه څخه به ارومرو د نورو خلکو ښېګڼې او نېکۍ پټيږي ځکه هغه ټولې نېکۍ په ځان کې راټولي ويني او پر نورو انسانانو بد ګمانونه کوي له همدې امله ځان ورته معصوم او د کمالاتو څخه ډک ښکاري او نور خلک ورته ګناهکار او نيمګړي ښکاري.

که څوک غواړي خپل عيیونه اصلاح کړي او د نورو انسانانو له ښېګڼو څخه ګټه پورته کړي نو په خپلو عيبونو دې ځان خبر کړي او د نورو انسانانو ښېګڼي دې و ويني او تر دې لا مهمه خبره دا ده چې په ژوند کې د تجربو د لاسته راوړلو لپاره دې د نورو انسانانو د تجربو څخه استفاده وکړي ځکه هوښيار انسان په ژوند کې هيڅ وخت ځان د استفادې څخه بې پروا او مستغني نه ګڼي.

والعاقل لا يخفى عليه عيب نفسه لأن من خفى عليه عيب نفسه خفيت عليه محاسن غيره وإن من أشد العقوبه للمرء أن يخفى عليه عيبه لأنه ليس بمقلع عن عيبه من لم يعرفه وليس بنائل محاسن الناس من لم يعرفها وما أنفع التجارب للمبتدى.[روضة العقلاء:22]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۶

هوښيار انسان د هيچا سپکاوی نه کوي:

هوښيار انسان د هيچا سپکاوی نه کوي؛ ځکه چې څوک چې د واکمن سپکاوی وکړي هغه به خپل دنيا خرابه کړي، څوک چې د نېکو انسانانو سپکاوی وکړي هغه به خپل دين خراب کړي، څوک چې د خپلو(ديني) وړونو سپکاوی وکړي هغه به خپل عزت له منځه يوسي او څوک چې د عامو خلکو سپکاوی وکړي هغه به خپل ساتنه له منځه يوسي.

کوښښ وکړئ چې د هيڅ مسلمان سپکاوی بلکې د هيڅ انسان سپکاوی ونکړئ ځکه د مسلمان په اخلاقو او اعمالو کې بايد هيڅ ډول سپکاوی ځای و نه لري؛ سپکاوی نه تنها دا چې اخلاقي نيمګړتيا ده بلکې تاوان يې خپله سپکاوي کوونکې انسان ته رسيږي.

والعاقل لا يستحقر أحدا لأن من أستحقر السلطان أفسد دنياه ومن استحقر الأتقياء أهلك دينه ومن استحقر الإخوان أفنى مروءته ومن استحقر العام أذهب صيانته.[روضة العقلاء – ابن حبان 22]
مولوي نورالحق مظهري
https://t.me/isalamimaqali

۱۴۰۴/۰۴/۱۴

سرمايه دارانو ته د مال په خاطر عاجزي مه کوئ:

ژباړه: د ابراهيم بن عبدالله بن مسعود څخه روايت دی چې هغه وفرمايل: څوک چې شتمن او سرمايه دار ته ځان ټيټ کړي(عاجزي وکړي) او د هغه د تعظيم لپاره او په خاطر د طمعي د هغي ګټي چې د شمتن لخوا راځي ځان عاجز کړي نو د عزت دوه درېيمه برخه او نيم د دين به يې له منځه لاړ شي.

يعني څوک چې د مال لاس ته راوړلو يا ګټي حاصلولو لپاره د شتمن انسان تعظيم کوي او ځان يې مخي ته عاجز نيسي په سبب به يې د انسان دوه پر درېيمه برخه يعني ډېري عزت او وقار او نيمه برخه د دين له منځه لاړ شي؛ چې په دې کار سره به د انسان عزت او ديانت دواړه کم شي.

عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ، قَالَ: وَمَنْ خَضَعَ لَغَنِيٍّ وَوَضَعَ لَهُ نَفْسَهَ إِعْظَامًا لَهُ، وَطَمَعًا فِيمَا قِبَلَهُ ذَهَبَ ثُلُثَا مُرُوءَتِهِ، وَشَطْرُ دِينِهِ.[شعب الايمان 7882]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۳

په محرم الحرام مياشت کې څه وکړو؟

په دې مياشتې کې هيڅ ځانګړی مصيبت يا ځانګړې خوشحالي نشته تنها په شريعت کې دومره ثابت دي چې د دې مياشتي د نهمي او لسمي ورځې روژه ثواب لري او که د چا څخه د نهمي ورځې روژه پاتي شي بيا دې د لسمي او يوولسمي ورځې روژه ونيسي.

دا مياشت لکه د ځانګړي خوشحالۍ مراسم چې نه لري، د ځانګړي مصيبت او غم مراسم هم نه لري نو ځکه دا مياشت بايد د نورو مياشتو په څېر عادي وګڼل شي او چې کوم کارونه په نورو مياشتو کې روا دي په دې مياشتي کې هم روا دي.

په دې مياشت کې لکه د مصيبت مراسم جوړول چې ګناه ده د مصيبت مراسمو ته ورتلل هم ګناه ده ځکه نو بايد موږ د ډېر احتياط څخه کار واخلو او په داسي مراسمو کې ګډون ونکړو.

دا شرعي مسئله ده چې هر شی بېله الله د بل چا لپاره نذر شي يا د بل چا پر نوم ذبح شي د هغه شي خوړل  نه دی روا ځکه نو په دې مياشت کې چې کوم خلک د بندګانو په نوم ذبح يا نذر کوي بيا يې د خيرات په نوم پر خلکو وېشي د داسي خوړو خوړل شرعا نه دی روا موږ بايد ځان ورڅخه وساتو.
مولوي نورالحق مظهري

د ديپلوماتيکي پرمختګ پيل:

په جهان کې د نظامونو تر منځ هميشه اړیکي پر رسمي پېژندلو ولاړي وي، د کومو هيوادونو تر منځ چې سیاسي رسميت وي د هغوی تر منځ اړیکي هم پراخي او هراړخيزي وي او چې رسميت نه وي هلته بيا اړیکي هم محدودي او مقيدي وي.

د روسيې هيواد لخوا د اسلامي امارت په رسميت پېژندل يو ستر سياسي بريالیتوب دی، الله تعالی دي وکړي چې زموږ هيواد ته ګټور تمام شي او د بشري اصولو او انساني ضوابطو پر اساس دواړه هيوادونه د يو بل سره ښه تعامل او تودې اړيکي وپالي.

د روسيې دا اقدام نورو هيوادونه ته دا پيغام ورکوي چې که نړيوال غواړي په افغانستان کې خپلي مشروعي ګټي خوندي کړي يا د افغانانو سره بشري خواخوږي وپالي نو يواځي يو غوراوی لري چې هغه د اسلامي امارت په رسميت پېژندل دي.

غوره خبره خو دا وه چې د رسميت پيل اسلامي هيوادونو بيا ګاونډي هيوادونو کړی وای خو اوس چې روسيې دغه غيرت وکړ هيله مند يو چې نور هغه هيوادونه چې ځانونه خپلواک بولي د روسيې پر پلونو پښې کښيږدي او داسي غيرتي اقدام وکړي.

د هيوادونو لپاره د افغانستان اسلامي امارت په رسميت پېژندل يوه آزموينه ده چې د دوی خپلواکي او استقلال په ډاګه کوي او انساني اصولو ته د دوی پر پابندۍ دلالت کوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۱۰

برکتناکه او بې برکته سودا:

ژباړه: حکيم بن حزام د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: پلورونکی او پېرېدونکی په اختيار باندي دي تر څو چې سره جلا شوي نه وي که دوی په خپلي سودا کې رښتيا وويل او د خپلي سودا عيب يې بيان کړ نو د دوی په سودا کې به برکت واچول شي او که يې درواغ وويل او د خپلي سودا عيب يې پټ کړ نو د سودا څخه به يې برکت پورته شي.

يعني کله چې دوه نفره سودا سره وکړي تر څو چې دوی په بدن باندي سره بېل شوي نه وي تر هغه وخته پوري دوی په خپلي سودا کې اختيار لري که يې صحيح کوي او که يې لغوه کوي خو چې کله بيا سره جلا شوه بيا نو سودا واجبه سوه لغوه کولای يې نه شي.

همداسي څوک چې په خپلي سودا کې رښتيا ووايي او عيب يې مشتري ته بيان کړي نو الله پاک به يې په سودا کې برکت کښيږدي خو که يې په سودا کي درواغ وويل او عيب يې د مشتري څخه پټ کړ نو د سودا څخه به يې برکت هم پورته شي.
عَنْ حَكِيمِ بْنِ حِزَامٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: الْبَيِّعَانِ بِالْخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا فَإِنْ صَدَقَا وَبَيَّنَا بُورِكَ لَهُمَا فِى بَيْعِهِمَا وَإِنْ كَذَبَا وَكَتَمَا مُحِقَتْ بَرَكَةُ بَيْعِهِمَا.[صحيح مسلم 3937]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۰۸

حاجیانو صاحبانو ته پيغام:

ګرانو حجاجو کرامو د حج مبارک سفر او بيرته د راستنېدلو مبارکي درته وايم، الله تعالی مو تر سره کړي مناسک او عبادات په خپل دربار کې درڅخه قبول کړه.

تاسې ته معلومیږي له یوې خوا د مال بې ځایه مصرف د الله تعالی نه خوښيږي ځکه په حدیث شريف کې راځي: عَن أبي هُرَيرة قال: قال رَسُول اللهِ صَلَّى الله عَلَيه وَسَلَّم: لا يحب الله إضاعة المال.[مسندالبزار8463] ژباړه: د ابوهريره رضي الله څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالی د مال ضايع کول نه خوښوي، د بلي خوا د اميرالمؤمنين حفظه الله امر دی چې د حج په مراسمو کې بې ځايه لګښتونه مه کوئ. له همدې امله بايد کوښښ وکړئ چې د حج څخه ستاسي راتګ په ساده او عادي مراسمو کې تر سره شي او د بې ځايه لګښتونو څخه ځان وساتئ تر څو د الله تعالی د خوښي خلاف کار درڅخه و نه شي، د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان بې اطاعتي و نه شي او د ناوړه کار رواج کوونکې درڅخه جوړ نه شي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۴/۰۷

داسي فکر مه کوه!

۱ ـ داسي فکر مه کوه چې هر شی چې ته یې صحي بولې هغه به خاماخا صحي وي ځکه یو خو ته معصوم نه یې بل که ستا هر فکر صحي سي نو د هر چا هر فکر صحي دی بیا نو غلط او خطأ نسي موجودېدلای سره د دې چې د خطأ او غلط وجود حق دی.

۲ ـ داسي فکر مه کوه چې کوم حیثیت چې ته يې په خپل قوم او وطن کې لرې هغه به په ټولو قومونو او وطنونو کې لرې ځکه ستا قوم به د قومیت په خاطر او وطنداران به دې د وطندارۍ په خاطر عزت کوي او دا دواړه تړونونه ته د نورو خلکو سره نه لرې.

۳ ـ داسي فکر مه کوه چې ته په يوې ټولنې کې په علمیت باندي مشهور یې نو په ټولي نړۍ کې به ته په علميت باندي مشهور کېږې او په نړیواله کچه به ستا کلیوال حیثیت منل کیږي ځکه نړیوال شهرت نړیوال ظرفیت غواړي او هغه په هر چا کې نشته.

۴ ـ داسي فکر مه کوه چې ستا هره خبره بايد نور خلک ومني او يا په هر شي کې بايد نور خلک ستا سره مشوره وکړي ځکه ستا خبره خو قرآن او حدیث نه دی چې په منلو یې نور انسانان مجبور وي او نه هم هر څوک په تا باور کوي چې ستا سره مشوره وکړي.

۵ ـ داسي فکر مه کوه چې کله ته په يو نظام کې وظیفه ولرې نو ستا هر کار دې په هره برخه کې د نظام په نماينده ګۍ وي او تا ته دي دا حق وي چې خپل هر کار نظام ته منسوب کړې ځکه نظام یواځي ستا پر فکر او ستا پر عمل باندي نه دی ولاړ بلکې په نظام کې ستا په څېر په سلهاوو کسان شته نو که هر یو ستا غوندي دعوه وکړي بیا خو نو د یوه نظام څخه په سلهاوو نظامونه جوړيږي.

۶ ـ داسي فکر مه کوه چې دين او مذهب د یوه ښار او یوه کلي لپاره راغلي تر څو نور ښارونه او کلي ستا د ښار او کلي په مذهب شي بلکې دین او مذهب د عقیدې او عمل نوم دی په هر ځای او هر چا کې موجودېدلای شي.

۷ ـ داسي فکر مه کوه چې دين او مذهب ته ستا لخوا جوړ شوي شعارونه بايد ټول خلک ومني ځکه ستا لخوا جوړ شوي شیان د دین او مذهب شعایر نه دي بلکې ستا تفردات دي منل او نه منل یې یواځي ستا کار دی نور خلک یې په منلو باندي مکلف نه دي.

۸ ـ داسي فکر مه کوه چې د یو شخص د کاري ظرفیت او استعداد په تشخیص کې ته حتما پر حق یې او نور خلک هم باید د هغه شخص په اړه ستا خبره ومني ځکه دا ستا خپل شخصي فکر او انفرادي استنباط دی ممکن ته پکې خطاوتلی وشې.
مولوي نورالحق مظهري
https://t.me/isalamimaqali

۱۴۰۴/۰۳/۳۱

هغه شيان چې د انسان لپاره غوره دي:

عبدالله ابن مبارک ته يو چا وويل: د اسلام وروسته کوم شی ډېر ښه دی چي بنده ته ورکول شوی دی؟ هغه ورته وويل: عقل دی. بيا يې ورڅخه وپوښتل که عقل نه و؟ هغه وويل: ښه ادب دی. بيا يې پوښتنه ورڅخه وکړه که ادب نه و؟ هغه وويل: صالح ورور دی چې دی مشوره ورسره وکړي. بيا يې وپوښتل که صالح ورور نه و؟ هغه وويل: اوږد سکوت دی. بيا يې وپوښتل که سکوت نه و؟ هغه وويل: عاجل مرګ دی.[ذم الهوي ص10]

توضيح: يعني د انسان لپاره د اسلام وروسته تر ټولو ښه شی عقل دی د هغه وروسته ښه شی نيک ادب دی د هغه وروسته ښه شی صالح او نيک ورور دی تر څو دی مشوره ورسره وکړي د هغه وروسته ښه شی ډېر وخت چوپ پاتې کېدل دي ځکه په چوپ پاتې کېدلو باندي انسان د ډېرو آفاتو څخه ساتل کېدلای شي او که دا ټول شيان نه وي بيا نو انسان ته دا غوره ده چې دستي مړ شي ځکه په دې وخت کي ژوند هيڅ هدف نه لري او تر بې هدفه ژوند مرګ ډېر ښه دی.
مولوي نورالحق مظهري
https://t.me/isalamimaqali

۱۴۰۴/۰۳/۲۸

د امريکا او انګلیس لخوا د اسرائيلو احتمالي ننګه:

داسي ښکاري چې امريکا او انګليس د اسرائیلو ننګه کوي او په پلوۍ يې پر ايران بريدونه کوي؛ د دې څخه داسي ښکاري چې د ايران بریدونو اسرائيلو ته ډېر زيانونه اړولي او د دې اټکل کيږي چې اسرائيل دي په نظامي لحاظ ضعيف سي او په يواځي ډول دي د ايران په وړاندي جګړه و نه ګټي.

د کومي ورځي څخه چې د فلسطين پر ځمکه اسرائيلو ځان ته حکومت جوړ کړی دی د هماغه ورځي څخه امريکا او انګليس په ټول توان سره د اسرائيلو تر څنګ ولاړ دي او چې د هر چا لخوا اسرائيلو ته ګواښ متوجه کيږي امريکا د هغه په وړاندي د اسرائیلو مرسته کوي لکه د عربو او اسرائیلو په جګړه کې چې امريکا او انګلیس په تمامه معنی د اسرائیلو سره ولاړ وه او يا لکه نن چې د ايران په وړاندي د اسرائیلو سره دريږي.

تاريخ ته په کتو داسي ویلای سو چې ایران اوس د اسرائيلو لومړی هدف دی، که ایران ته ماتي ورکړي دستي به د سيمي نورو هيوادونو ته هم لاس اچوي او د ځان په وړاندي به ټولو احتمالي ګواښونه له منځه وړي.

د اسلامي نړۍ هيوادونه يې اوس ننداره کوي او ځينې خو لا د اسرائيلو سره مرسته هم کوي خو دا په يقین باندي وايو چې لکه د اسرائيلو چې دا لومړنی برید نه دی وروستنی به هم نه وي بلکې نور اسلامي هيوادونه په خاصه توګه نسبتا قوي هیوادونه به هم تر برید لاندي نيسي.

کاشکي د اسلامي هيوادونو مشرانو عقل درلودلای او اخف د شرینو يې پېژندلای وای تر څو د اسرائيلو په وړاندي يې معقوله پالیسي غوره کړې وای او د ځان او نورو اسلامي هیوادونه راتلونکی يې د اسرائیلو غوندي تېريګرو څخه ساتلای وای.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۲۶

د ايران او اسرائيلو د جګړې څخه بايد موږ درس او عبرت واخلو:

دا خو يقيني خبره ده چې ټول حقيقي او رښتيني مسلمانان د اسرائيلو په شکست او بربادۍ خوشحاله دي ځکه اسرائيل د اسلامي نړۍ لپاره ډېر لوی او ستر خطر دی په خاصه توګه په داسي حالت کې چې اسلامي نړۍ ډېره سره پاشلې او بې اتفاقه هم ده، او که اسرائيل په دې جګړه کې برلاسه سي بيا به يې هيڅوک مخي ته د درېدلو جرأت ونکړي.

کوم شی چې موږ مسلمانانو ته ډېر مهم دی هغه دا دی چې موږ د دې جګړې د نوعيت څخه عبرت او درس واخلو ځکه دا جګړه د توري، ټوپک او سړيو جګړه نه ده بلکې د پرمختللي تکنالوژۍ او لويو وسلو جګړه ده؛ داسي جګړه ده چې د زرګونو کيلومټرونو څخه پر يو بل باندي واري کوي او په ډېر دقت سره د دومره اوږد مسافت څخه هدف ويشتلای سي.

اسرائيل د ايران په نسبت بيخي ډېر کوچنی هيواد دی او لږ نفوس لري خو په نظامي برخه کې دومره پر مخ تللی دی چې د ايران غوندي پر سترو هيوادونو يرغل کوي او پر شااوخوا يې عربي هيوادونه خو سوڼ هم نه سي ورته وهلی.

که ايران داسي مسلح وای لکه اسرائيل، لومړی خو اسرائيلو بريد نه ورباندي کوی او که يې کړی وای په يوه ورځ يې اسرائيل د خاورو سره خاوري کوی خو خبره ټوله په وسله او نظامي سمبالښت کې ده.

موږ مسلمانان بايد وږي او تږي وګرځو خو د ځانونو د ساتني لپاره تکنالوژي او پرمختللي وسلې لاس ته راوړو کنه نو د اسرائيلو غوندي بدمعاش هيوادونه به هميشه ګواښونه راته کوي او تل به د ځان او خپلو نورو مسلمانانو وړونو په دفاع کې پاتي راځو.

دا زما باور دی چې شرائطو ته په کتو نړۍ په دوو شيانو کې ورځ تر بلي پرمختګ کوي چې يو رسنۍ دي او بل تکنالوژي ده او ورځ تر بلي د ساينسي اختراعاتو بازار ګرميږي نو زموږ لپاره لازمه ده چې په دغه دواړو برخو کې هم د ځان دفاع ته او هم د اړتيا په صورت کې پر دښمن بريد کولو ته ځانونه پوره چمتو کړو تر څو مو ځان، هيواد، فکر او فرهنګ ټوله په آسانۍ سره وساتو. 

موږ مسلمانان به هم خپله بزرګي کوو او هم به په مادي برخه کې د نړۍ سره متوازن روانيږو ځکه زموږ په دين کې د اعداد عمومي فرمول موږ ته همدا لارښوونه کوي چې تاسي بايد ځانونه په مادي او معنوي دواړو قوتونو باندي سمبال کړئ. 
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۲۵

شيطان ته د هوښيار انسان خطاايستل ډېر سخت کار دی:

ژباړه: وهب ابن منبه ويلي دي: د غره ايسته کول او ډبره ډبره کول شيطان ته آسانه دی تر مقابلې د هوښيار مؤمن.

دا د مؤمن د عقل د ارزښت ښکارندويي کوي چې شيطان يې د مقابلې څخه عاجز دی او د عاقل مسلمان سره مقابله ورته دومره سخته ده چې د غره ټوټه ټوټه کول ورته تر هغه آسانه دی؛ دا يوه پرتله ده او هدف ورڅخه دا دی چې شيطان ته د عاقل مسلمان سره مقابله ډېره سخته ښکاري.

موږ بايد الله تعالی ته دعا وکړو چې موږ ته کامل عقل راکړي او د شیطان د دسيسو څخه مو وساتي همداسي هغه کارونه وکړو چې په هغو باندي د انسان عقل قوي کيږي.

قال وهب ابن منبه: و إزالة الجبل صخرة صخرة أهون علي الشيطان من مکابدة المؤمن العاقل.[العقل لابن ابي الدنيا ص 17]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۲۳

پر ايران د اسرائيلو بريد:

دا يقیني خبره ده چې پر ایران باندي اسرائیلو په خپل سر بريد نه دی کړی بلکې د امريکا په مستقیم فرمان يې کړی دی او دا حمله د ايراني حکومت د سقوط لپاره نه دی سوې بلکې ايران ته د خطر يو زنګ دی چې يا به تر خپلو اټمي پروګرامونو تېريږي او يا به هم د عراق په برخليک اخته کيږي؛ د دې حملې تر شا ډېر اهداف پراته دي چې تر ټولو مهم يې د روسيې، شمالي کوريا، چين او ايران اتحاد له منځه وړل دي او د اسرائيلي جغرافیا د توسعې خوبونه رښتيا کول دي چې له مخکې څخه يهودانو  پلان ورته جوړ کړی دی.

امريکا به د اسرائیلو په واسطه په منځني ختيځ کې د ځان په وړاندي ټول احتمالي ګواښونه له منځه يوسي چې په نتيجه کې به اسرائيل د منځني ختيځ زبرځواک سي او د اسیايي هيوادونو د کنټرول لپاره به د امريکا تر ټولو ستره اډه ورڅخه جوړه شي چې بيا چين او روسيه هم د امريکا ګټو ته زیان نه سي رسولای، د ترکيې د پرمختګ مخه به ونيول سي او عربي هيوادونه به لا نور هم د امريکا په وړاندي د غلامۍ سر ټيټ کړي.

سياسي حالات ډېر پېچلي دي او په سوريې، لبنان او غزه کې تحولات د ځانه سره ډېر لوی پيغام لري، الله تعالی دي وکړي چې د مسلمانانو په ګټه تمام شي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۲۲

هغه وخت چې مسلمانانو تر ټولو قوي پوځ درلودی:

د عثماني خلافت پوځ د نړۍ تر ټولو قوي او پياوړی پوځ و، او په دريو پېړیو کې (له 1447م تر 1771م پورې) د نړۍ پر مخ داسي قوي پوځ نه و.

بیا یو بله پېړۍ (تر 1871م پورې) د نړۍ درېیم تر ټولو قوي پوځ و.

د یادونې وړ ده چې د یو نیمي پېړۍ (له 1517م تر 1683م پورې) د عثماني پوځ ځواک دومره زیات و، چې د نړۍ د ټولو پوځونو د ګډ ځواک سره برابر ګڼل کېدی.

امریکایي تاریخ‌پوه "مایکل اورين" وايي: عثماني پوځ تر خپلې وروستۍ شیبې پورې، د 1917م کال د لومړۍ نړیوالي جګړې تر پایه، له ماتي ډېر لیري و او هيچا د دې ګمان نه کوی چې عثماني پوځ دې په کومه جګړه کې ماتي وخوري.

په همدې جګړه کې، که څه هم عثماني خلافت په خپل تر ټولو کمزوري حالت کې و، خو بیا هم وتوانېد چې په یو وخت کې پر پنځو جبهو وجنګېږي، د ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره عسکرو په شتون سره تقريبا د نړۍ د ټولو زبرځواکو هیوادونو سره جګړه وکړي.

په دې جګړه کې ۱۳ زره انګرېز عسکر عثماني پوځ ته تسلیم شوه چې دا د بریتانوي نظامي تاریخ تر ټولو سپکونکی تسلیم ګڼل شوی، لکه څنګه چې بریتانوي تاریخ‌پوه "جېمز موریس" یې بیانوي.

عثماني خلافت یواځې د کورنیو خیانتونو له امله مات شو، چې ملت‌پال سیکولرې تتريکي ډله، غداره ماسوني ډله، او لوی عربي خیانت یې د زوال لامل شول.

تر څو چې مسلمانان پر يوه اسلامي نظام سره راټول نه شي او تر خپل منځ پولي ماتي نه کړي تر هغه وخته به بيا د داسي قوي پوځ خاوندان نه شي.
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۲۰

چې هر چيري عقل وي هلته به دين او اخلاق هم وي:

ژباړه: ځينو اهل علمو ويلي دي: کله چې الله تعالی آدم عليه السلام ځمکي ته راشوه کړ جبريل عليه السلام د دريو شيانو سره ورته راغی چې هغه دين، اخلاق او عقل دی نو يې آدم عليه السلام ته وويل: الله تعالی تا ته د دغه دريو شيانو په منځ اختيار درکړی دی(هريو چې غواړې)، آدم عليه السلام وويل: ای جبريله! تر دغه دريو ما ښايسته شيان نه دي ليدلي مګر په جنت کې بيا يې خپل لاس عقل ته اوږد کړ او هغه يې ځان ته نژدې کړ، جبرئيل عليه السلام هغه دوو نورو ته وويل: پورته شئ (بيرته ولاړ شئ) هغو ويل: موږ ته امر شوی دی چې بايد د عقل سره و اوسو چې هر چيري عقل وي موږ هم بايد ورسره و اوسو، نو دا درې واړه شيان (دين، اخلاق، عقل) د آدم عليه السلام سره پاتې شول. او دا درې شيان تر ټولو ستر کرامت دی چې الله تعالی خپل بنده ته په هغو عزت ورکړی، او تر ټولو ستر نعمت دی چې بنده ته يې ورکړی دی. خو الله تعالی د دې دريو لپاره دښمنان هم پيدا کړي دي: خواهشات (نفساني غوښتنې)، شيطان، او نفسِ اماره (هغه نفس چې تل بدۍ ته انسان هڅوي). او ترمنځ يې جګړه روانه ده، کله يو غالب شي، کله بل، خو بريا يواځي د الله تعالی له لوري ده، چې هغه غښتلی او حکمت لرونکی دی.

د دې اثر څخه د عقل ډېر ارزښت په ډاګه کيږي چې هر څوک يې ولري نو هغه د ستري هستۍ درلودونکی دی او چې د چا سره عقل وي د هغه سره به ديانت او اخلاق هم وي او چې څوک د عقل څخه محروم شو بيا به د اخلاقو او ديانت څخه هم محروم وي.

وقال بعض أهل العلم لما أهبط الله تبارك وتعالى آدم إلى الأرض أتاه جبريل عليه السلام بثلاثة أشياء الدين والخلق والعقل فقال إن الله يخيرك بين هذه الثلاثة فقال يا جبريل ما رأيت أحسن من هؤلاء إلا في الجنة ومد يده إلى العقل فضمه إلى نفسه فقال للآخرين اصعدا فقالا أمرنا أن نكون مع العقل حيث كان فصارت الثلاثة إلى آدم عليه السلام وهذه الثلاثة أعظم كرامة أكرم الله بها عبده وأجل عطية أعطاه إياها وجعل لها ثلاثة أعداء الهوى والشيطان والنفس الأمارة والحرب بينها دول وسجال وما النصر إلا من عند الله العزيز الحكيم.[العقل لابن ابي الدنيا ص20]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۷

نيکمرغه لوی اختر مو مبارک سه!

د ګروپ ټولو ګډونوالو او ملګرو ته د نيکمرغه لوی اختر د را رسېدلو مبارکي وايم، الله تعالی مو ټول عبادتونه او قربانۍ په خپل دربار کې قبول کړه او د ژوند په ټولو چارو کې مو بریاليتوب او سرلوړي په برخه سه.
موږ بايد کوښښ وکړو چې په داسي مبارکو او د خوشحالۍ ډکو ورځو کې د خپلو مسلمانانو وړونو سره مرسته وکړو په خاصه توګه د غزې مسلمانان په مالي مرسته او دعا کې ياد وساتو.
په درنښت:
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۶

د لوی اختر فلسفه، ارزښت او لمانځل:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
د اختر د ورځي فلسفه:
د اختر ورځ هغه ورځ ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چې د ابو داود شريف په حديث کې راځي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی خلکو دوې ورځي چې ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې دا کومې ورځي دي چې تاسو يې لمانځی؟ هغوی وويل: موږ په جاهليت کې لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو. 
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته د دغو ورځو په بدل کې تر هغو غوره دوې نوري ورځي درکړيدي چې تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسئ او په اختريزو مراسمو يې و لمانځئ چې ورځ د کوچني او ورځ د لوی اختر ده.
نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کې د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پېژندل کېږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کېږي نوري ورځي چې ځيني نور خلک ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کې کوم ثبوت او ارزښت نه لري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز ورځ چې مسلمان ته يې په هيڅ صورت لمانځل نه دی روا.
په خلاف د هغو خلکو چې عقيدې يې ضعيفي وي، د اسلام د دين په کامله کېدلو يې سر نه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام د دين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوی هغه ورځي لمانځي کومي چې په اسلام کې نه تنها دا چې ثبوت نه لري بلکې د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلی وي او اسلام و هيڅ مسلمان ته د دې اجازه نه ورکوي چې هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تر دې چې د دې اجازه لا نسته چې د اختر په نامه يې ونوموي.
د اخترونو ورځي د هغو ورځو بدیل راغلي دي چې مخکې تر اسلام خلکو لمانځلې او د دې لپاره چې مسلمانان د خوشالۍ کولو لپاره ځانګړي ورځي ولري او د عبادت په کولو باندي یې مرتبې لوړي شي الله پاک ورته دغه مبارکې ورځي ورکړیدي.

د لوی اختر د ورځي فضايل:
1 – د لوی اختر ورځ د هغو لسو ورځو څخه يوه ورځ ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د کال بهترينه ورځي بللي دي.
2 – د لوی اختر ورځ د مسلمانانو لپاره شرعي اختر دی، مسلمانان هر کال و دغه ورځي ته انتظار باسي او چې کله دا مبارکه ورځ را رسیږي په دې ورځي کې مسلمانان يو بل ته مبارکي ورکوي، او د نيکو اعمالو په کولو باندي الله جل جلاله ته ځانونه نژدې کوي ځکه په دې ورځ کې مسلمانان پر يوبل باندي پوښتنه کوي، صله رحمي مراعات کوي، اختريان حلالوي، د مسکېنانو سره مرسته کوي، په اجتماع باندي د اختر لمونځ آداء کوي، د تشريق تکبيرونه وايي، پر ځان او اولاد باندي پيراخي د روزۍ کوي او داسي ډېر نور ښه کارونه سر ته رسوي، چې دا ټوله د دې ورځي پر ارزښت او فضيلت باندي دلالت کوي.
3 – د لوی اختر ورځ د لوی حج ورځ ده په دې ورځو کې حجاج کرام د حج ډېر افعال او مناسک سر ته رسوي لکه طواف کول، د صفا او مروا تر منځ تګ کول، شکريه حلالول، د سر د ورېښتيانو خريل يا لنډول او د جمرة العقبة ويشتل، دا ټوله هغه کارونه دي چې د دې ورځي پر فضيلت او ارزښت باندي دلالت کوي.
4 – د اختر ورځي فضيلت په يوې ورځي کې نه خلاصيږي بلکې څو ورځي نور هم دوام کوي ځکه درې ورځي د اختر وروسته هم ډېري معززي ورځي دي چې مسلمانان پکې ډېر ښه اعمال سر ته رسوي.
نو موږ مسلمانان بايد ودې مبارکې ورځي ته د ډېر عزت او احترام په سترګه و ګورو او په ډېرو ښو مراسمو يې و لمانځو.

د منکراتو څخه د ځان ساتنه:
کله چې الله پاک پر انسان خپل خاص رحمت وکړ او داسي ورځ يې ورکړه لکه ورځ د اختر نو د انسان لپاره هم دا لازمه ده چې د الله پاک شکر پرځای کړي چې يقينا د شکر په آداء کولو د انسان لپاره د الله پاک رحمتونه او نعمتونه ډېريږي لکه د آيت مفهوم چې همداسي دی: چې ای بندګانو که چېري تاسو زما شکر آداء کړ نو زه به خپل نعمتونه نور هم  درباندي ډېر کړم او که مو کفران د نعمت وکړ بيا نو پوه سئ چې زما عذاب ډېر سخت دی.

د الله پاک د شکر آداء کول په لاندي شيانو کولای شو:
• د اختر په ورځو کې بايد د اسراف څخه ځان وساتو، د شيرينۍ او ځينو خوراکې توکو په رانیولو او استعمالولوکې اعتدال مراعات کړو، که څوک د ځان او خپل کور لپاره شيريني رانيسي نو د بل مسکېن غم هم بايد ورسره وي، د دې پر ځای چې پر شيرينۍ او خوراکې شيانو ډېري روپۍ لګوي هغه دي و يو مسکېن ته ورکړي تر څو مسکېن هم ورڅخه خوشاله سي، الله پاک هم ورڅخه خوشاله سي، او ځان د الله پاک د رحمت مستحق هم وګرځوي.
•  د اختر په مبارکو ورځو کې بايد انسان ځان د بې فايدې او عبثو کارونو څخه وساتي لکه د سپيو، خروسانو، هګيو او نورو حيواناتو د جنګولو څخه، ځکه متقي انسان دا نه دی چې نفلي عبادات ډېر کوي بلکې متقي او پرهيزګار انسان هغه دی چې د عباداتو د کولو ترڅنګ د محرماتو څخه هم ځان ساتي.
• د اختر په ورځو کې دي د غير شرعي او ناروا رواجونو څخه  ځان وساتي، ځيني داسي مراسم شته چې نه تنها دا چې جايز نه دي او فايده نه لري بلکې شرعا حرام او ناروا دي لکه د موسيقۍ محفل جوړول، د شراب څښلو او ورقو کولو مجلس جوړول او دېته ورته نور محافل چې ځيني د دين څخه ناخبره خلک يې په دې مبارکو ورځو کې جوړوي. 
همدا راز په دې ورځو کې ځيني خلک فاتحه نيسي چې داکار هم شرعا نه دی روا ځکه دا ورځي د مصيبت لپاره نه بلکې د خوشالۍ لپاره دي.
• لکه په نورو ورځو کې چې مسلمان لمونځ په جماعت سره کوي د اختر په ورځو کې هم بايد مسلمان لمونځ په جماعت سره وکړي او په دې پلمه چې ورځ د اختر ده او زما مصروفیتونه ډېر دي د جماعت پرېښودل ورته نه رواکېږي.
• په ځينو سيمو كې داسي رواج دی چې د اختر مخکې د هر چا مړی سوی وي هغه دغه اختر نه لمانځي، نوي کالي نه اغوندي، ځان نه پاکوي او هیڅ ډول اختریز مراسم نه ترسره کوي چی دا غلط کار او غلط رواج دی موږ باید د دې رواج څخه ځان وساتو.
• همداسي کور ته چې د اختر مخکې یې مړی سوی وي په ځینو ځایونو کې د کلي خلک او امام ټوله په یووار د فاتحې لپاره ورځي سره د دې چې د هغه شرعي درې ورځي فاتحه خو مخکې خلاصه سوې وي دوی هم مخکی تسلیت ورکړی وي خو د اختر په ورځ بیا ورځي دا رواج هم هیڅ شرعي ثبوت نه لري او موږ باید ورڅخه ډډه وکړو ځکه شرعا تر درو ورځو اضافه مصیبت په اسلام کې نسته دا چې څو میاشتي یا هفتې وروسته دوی ورځي بیرته یې مصیبت را تازه کوي دا خپله یو غیر شرعي عمل دی.

د اختر د ورځي آداب:
د دې مبارکې ورځي د آدابو د پرځای کولو لپاره بايد مسلمان مخکې تر دې چې د لمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړ سي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي او د اختري تر حلالولو پوري دي ځان د خوراک څخه وساتي.
په دې ورځي کې بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هېر نکړي ځکه چې په دې ورځي کې نفلي صدقات ډېر ثواب لري.
کله چې عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هېروي، پر يوې لاري دي ولاړ سي او پر بلي لاري دي بيرته خپل کورته راسي، په لوی اختر کې دي مخکې تر تللو و عيدګاه هیڅ شی نه خوري بلکې د خپل اختري تر حلالولو پوري دي صبر وکړي کله چې یې اختری حلال کړ خپل امساک دي د اختري په غوښو باندي مات کړي.
د عیدګاه د لمانځه وروسته چې کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کېږي د ځان او د خپل مسلمان ورور د عباداتو د قبوليت دعاء دي وکړي ځکه په صحابه وو کې دا رواج وو چې د اختر په ورځ به  دوی سره مخامخ کېدل نو يو بل ته به يې ويل: تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسو نيک اعمال قبول کړي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پراساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان د خير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي. 
کله چې د عیدګاه څخه کور ته راسي خپل اختری دي حلال کړي، د اختري په حلالولو کې ښه خبره دا ده چې خپله یې حلال کړي که یې خپله نه شو حلالولای بل څوک دي ورته حلال کړي خو خپله دي ورته ودریږي.
د اختري په غوښو کې سنت طریقه دا ده چې غوښي یې درې برخي سي یوه برخه یې خپله وخوري بله برخه یې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او درېیمه برخه دي بېګانه مسکینانو ته ورکړي.

اختر د چا لپاره دی؟
يو څوک د اختر په ورځ د حضرت علي رضي الله عنه کور ته ځي که ګوري چې مخته يې ارزان قيمته او عادي خواړه ايښي دي دا سړی ورته وايي: ای علي(رضي الله عنه) د اختر ورځ ده خو ته د ارزان قيمته خوړو څخه استفاده کوې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته فرمايي: «ليس العيد لمن لبس الجديد، إنما العيد لمن طاعته تزيد». يعني اختر د هغه چا لپاره نه دی چې نوي کالي واغوندي بلکې اختر د هغه چا لپاره دی چې ډير طاعت او بندګي وکړي.
«ليس العيد لمن حاز الدرهم والدينار... إنما العيد لمن أطاع العزيز الغفار». اختر د هغه چا لپاره نه دی چې ډېر دراهم او دنانير لاسته راوړي بلکې اختر د هغه چا لپاره دی چې د عزيز اوغفار الله پاک اطاعت وکړي.
نو د هغو خلکو لپاره دي خوشالي او مبارکې وي چې د ذوالحجې په نورو ورځو کې یې عبادت کړی وي، د مساکېنو او فقيرانو سره يې مرسته کړې وي او پوره تقوی يې لاسته راوړې وي ځکه اصلي اختر هم د دوی لپاره دی.

د اختر د ورځي پيغام:
د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي او اتحاد د ثابتوالي ورځ ده، د اختر ورځ د توبې او مغفرت ورځ ده، د اختر ورځ د نورو اړو مسلمانانو د حاجت پوره کولو ورځ ده.
دېته بايد تل ډېره پاملرنه ولرو چې مسلمانان بايد هميشه د دښمنانو په مقابل کې خپل يووالی او اتفاق په ثبوت ورسوي په ځانګړې توګه پداسي ورځي کې چې د اجرت او مزدورۍ ورځ ياديږي، هغه ورځ چې مسلمانان په يو ځای کې په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کوي چې دا خپله پر فکري، عقيدتي او عملي وحدت او يووالي دلالت کوي او د دې ښکارندويي کوي چې مسلمانان د ځايونو، قومونو، رنګونو او ژبو د توپير سره سره د يوې کورنۍ په شان دي او دا بايد موږ مسلمانان د ځان وظيفه وبولو چې ټوله اوږه پر اوږه په عيدګاه کې په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کړو او بيرته په ډېري خوښۍ او خوشالۍ سره خپلو کورونو ته  ستانه سو.

۱۴۰۴/۰۳/۱۵

د اختري په اړه د عوامو ځيني غلطياني:

د اختري په اړه دغه لاندي شيان چې په ځينو ځايونو کې رواج دي هيڅ اصل او حقيقت نه لري موږ بايد ځان ورڅخه وساتو:
1 – مخکې تر حلالولو د اختري سترګي په رانجو او يا بل شي باندي تورول.

2 – د اختري په خوله باندي مالګه يا شيريني ورکول او هغه بيا تر څه وخته د تبرک لپاره ساتل.

3 – د اختري ورېښتيان يا پړی د تبرک لپاره د ځانه سره ساتل.

4 – د اختري د حلالولو په وخت کې چې کومه وينه توی سوې وي هغه وينه اخيستل بيا مخ پر قبلې پر يو ديوال باندي د هغې مښوول.

دا هغه شيان دي چي په ځينو ځايونو کې رواج دي خو هيڅ حقيقت نه لري بايد موږ ځانونه ورڅخه وساتو.

د اختري حيوان هم لکه نور حيوانان داسي حلاليږي، شرعي دستور دا دی چې مخکې تر حلالولو د حيوان، چاړه بايد ښه تېره کړل سي او په شرعي طريقه باندي ذبح کړل سي، د اختري ذبح لکه نارينه چې يې کولای سي ښځينه يې هم کولای سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۴

اختری(قرباني) د څه شي لپاره کيږي؟

د اختري د وجوب لپاره ډېر حکمتونه سته خو موږ يې يو څو دانې ذکر کوو:
1 – اختری کول د ابراهيم عليه السلام سنت دی موږ هم د هغه د سنت په ژوندي ساتلو باندي امر سوي يو لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي: سنة ابيکم ابراهيم. يعني ستاسو د پلار ابراهيم عليه السلام سنت دی.

2 – د اختري په حلالولو کې پر خپل ځان، اولاد، کورنۍ، دوستانو او مسکينانو باندي پيراخي د رزق ده او دا کار د الله جل جلاله ډېر خوښيږي.

څوک چې د طاقت او توان سره پر خپل اولاد باندي د رزق او روزۍ  پيراخي کوي، د خپلو خپلوانو او نورو مسکينانو سره مرسته کوي دا کار د الله جل جلاله ډېر خوښيږي له همدې امله د اختري په غوښو کې مستحب دا دی چې درې  برخي سي يوه برخه يې انسان خپله د خپلو اولادونو سره وخوري، بله برخه يې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او درېيمه برخه يې نورو بېګانه مسکينانو ته ورکړي.

3 – د اختري په حلالولو باندي د الله جل جلاله شکر اداء کيږي ځکه د دې تر څنګ چې د اختري په کولو باندي د الله پاک امر عملي کيږي د الله تعالی د رضايت لپاره مالي لګښت او مصرف هم کيږي چې د الله جل جلاله د خوشالۍ سبب جوړيږي.

4 – د اختري په کولو باندي انسان ته ثواب په لاس ورځي  لکه په فضائلو کې د اختري چې راځي: د اختر په ورځ کې تر بل هر عمل الله پاک ته د اختري حلالول ډېر خوښ دي او انسان ته د اختري د غوښو، ښکرونو، ورېښتيانو او ښنګوروکو په مقابل کې ثواب ورکول کيږي او د اختري د لومړي څاڅکي ويني سره د انسان هره ګناه ورته بخښل کيږي.[سنن ترمذي]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۲

ولس بايد خوله ولري او مشران بايد غوږونه ولري:

ژباړه: حسن بصري رحمه الله فرمايي: يو سړي عمر رضي الله عنه ته وويل: ای عمره د خدای څخه و وېرېږه! او دا خبره يې بيخي ډېره ورته وکړه؛ يو کس دغه سړي ته وويل: چوپ سه امير المؤمنين ته دي ډېري خبري وکړې! عمر رضي الله عنه ورته وويل: پرې ايږده په دوی کې به خير نه وي چې موږ ته يې و نه وايي او په موږ کې به خير نه وي چې د دوی څخه يې و نه منو.
يعني پرې ايږده چې خپلي خبري ما ته وکړي؛ په دوی کې به هيڅ خير نه وي چې موږ ته خپلي خبر ونکړي او په موږ کې به هيڅ خير نه وي چې د دوی خبري و نه منو.

په بل روايت کې راځي چې يوه ښځه د أم حکيم په نامه د حضرت عمر رضي الله عنه مخي ته ولاړه سوه نيوکه يې ورباندي وکړه او ورته ويې ويل: د خدای څخه و وېرېږه ای عمره! د ناستو کسانو څخه يو نفر اراده وکړه چې ښځه په چپلاخه/څپېړه ووهي، عمر رضي الله عنه منع کړ او ورته ويې ويل: پرې ايږده چې خپله خبره وکړي! زما دې په الله قسم وي چې په دوی کې هيڅ خير نسته که خپلي خبري موږ ته ونکړي او په موږ کې هيڅ خير نسته چې د دوی خبرو ته غوږ و نه نيسو.  

په کوم نظام کې چې ملت خپلي مشورې، وړانديزونه او سالمي نيوکي د مسئولينو تر غوږو پوري ورسوي او مسئولين يې هم په ورين تندي واوري لکه حضرت عمر رضي الله عنه چې د دغه سړي او د دغې ښځي خبري واورېدلې يقينا چې نظام به هم سمبال وي او هم به د خپل ولس ډېر باور تر لاسه کړي ځکه د هر ځای خپلواک نظام د هماغه ځای د خلکو څخه جوړ دی نو که د خلکو او نظام تر منځ پوره همږغي او د يو بل په وړاندي پوره خواخوږي  موجوده وي هيڅ کله به د نظام او ولس تر منځ منفي واټن نه پيدا کيږي او که خلک خپل ږغ تر مسئولينو پوري و نه رسوي او يا يې مسئولين ورڅخه وا نه وري يقينا چې دواړو د يو بل په وړاندي خپل مسئوليت سر ته نه دی رسولی او د کارونو په پرمختګ کې يې د يو بل سره مرسته نه ده کړې. 

خلاصه داسي ويلای شو چې ملت بايد خوله ولري يعني د خپل نظام په اړه مشرانو ته مشوره ورکړي او مشران بايد غوږونه ولري يعني د ملت خبره واوري او غور ورباندي وکړي، کوم ملت چې د خپل دولت سره مشورې نه شريکوي او يا د اړتيا په صورت کې سالمه نيوکه د مسئولينو تر غوږو پوري نه رسوي د حضرت عمر رضي الله عنه د خبري په حواله په داسي ملت کې خير نشته او که چارواکي د خلکو پر خبرو غوږ و نه نيسي او د هغوی خبري يا سالمي نيوکي وا نه وري بيا نو د حضرت عمر رضي الله عنه د خبري حواله په داسي چارواکو کې خير نشته.

عن الحسن البصري أن رجلا قال لعمر بن الخطاب: اتق الله يا عمر!(واکثر عليه) فقال له قائل: اسکت فقد أکثرت علي أميرالمؤمنين فقال له عمر: دعه، لا خير فيهم إن لم يقولوا لنا، و لاخير فينا إن لم نقبل.[الخراج ص 12]

قالت له أم حكيم بنت الحارث اتق الله يا عمر، فقام إليها أحد الحاضرين يريد لطمها، فمنعه عمر وقال له: دعها تقول، فوالله لا خير فيهم إن لم يقولوها، ولا خير فينا إن لم نسمعها.[الفتنة في عهدالصحابة98]
مولوی نورالحق مظهری

۱۴۰۴/۰۳/۱۱

کله به اسلامي امت را ويښ شي؟

د غزې د مسلمانانو په حالت باندي ټول خبر دي چې تر تصور او فکر لوړ ظلمونه ورسره کيږي، بسته بسته کورنۍ تر خاورو لاندي کيږي او پوره ښارونه د خاورو سره خاوري شوي دي.

څه موده وړاندي د يوې خور ډاکټري آلاء النجار 9 اولادونه د غاصبو اسرائيلو په بمبار کې شهيدان شوه او نن يې خاوند ډاکټر حمدي النجار هم په شهادت ورسېدی.

که آسمانونه پر مځکه د ظلم له کبله را شوه کېدلای نو نن به ارومرو را شوه شوي وای او که مځکي د ظلم له کبله زلزله کولای نن به يې ارومرو زلزله کړې وای خو هغوی د الله تعالی تکويني امر ته په انتظار دي مګر مسلمانان دومره بې غيرته او بې همته دي چې د 57 اسلامي هيوادونو په مخ کي نن د دوی د مسلمانانو وړونو، خويندو او ماشومانو سره داسي کيږي.

د تعجب خبره لا دا ده چې ځيني مسلمان هيوادونو اوس لا هم د اسرائيلو سره ديپلوماتيکي او تجارتي اړيکي لري چې مصر، ترکيه، اردن، متحده امارات، مراکش، اذربايجان، بحرين، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان هيوادونه اوس هم اسرائيل په رسميت پېژني او لا هم ديپلوماتيکي اړيکي ورسره ساتي او د المغرب هيواد خو د اسرائيلو دفاع وزير ته ډالۍ هم ورکوي ځکه پر غزې يې خورا منظم بمبارونه کړي دي.

تر څو مسلمانان را ويښ نه شي، په هغه اسلامي هيوادونو کې چې بې غيرته حاکمان لري انقلابونه را نه شي او بې دينه حاکمان د واک څخه ګوښه نه شي، او ټول مسلمانان پر يو مسلمان حاکم سرا راټول نه شي تر هغې پوري به د نړۍ په هيڅ ځای کې مسلمانان د بې غمۍ ژوند ونکړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۳/۱۰

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(شپږمه او آخري برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.

د منافقينو ځيني خصلتونه او حالات:
د دې لپاره چې مسلمان مشران او عام مسلمانان، اسلام او مسلمانانو ته د منافقينو په زيانونو ډېر پوه شي او په پوره توګه يې وپېژني راځو په قرآن شريف کې د منافقينو ځيني راغلي حالات په لنډ ډول بيانوو:
په سورة البقره کې الله تعالی د منافقينو د زړونو ناروغي او د دوی لخوا د مسلمانانو دوکه کول ذکر کړي دي، په سورة آل عمران کې يې د دوی نا آرامي او خواري ذکر کړې ده، په سورة النساء کې يې د الله او رسول الله صلی الله عليه وسلم د حکمونو څخه د دوی مخ اړول ذکر کړي دي، په سورة المائده کې يې د کفارو سره د منافقينو د دوستۍ بيان کړی دی، په سورة الانفال کې يې د دين د قوي کېدلو لپاره د الله تعالی په نصرت کې د دوی د شک او ترديد بيان کړی دی، په سورة التوبة کې يې د جهاد څخه د دوی د تښتي او پر مسلمانانو باندي د دوی د بد ويلو يادونه کړېده، په سورة الحچ کې يې د دوی د تزلزل يادونه کړېده، په سورة النور کې يې د دې بيان کړی دی چې منافقين په خپلو نفسي غوښتنو پر دين باندي نيوکه کوي، په سورة العنکبوت کې يې د دوی د صبر د لږوالي يادونه کړېده، په سورة الأحزاب کې يې د الله تعالی د وعدې څخه د دوی د مخالفت بيان کړی دی، په سورة محمد کې يې د دوی د بېغيرتۍ يادونه کړېده، په سورة الفتح کې يې پر الله تعالی د دوی د بدګمانۍ يادونه کړېده، په سورة الحديد کې يې په هيلو باندي د دوی لخوا د خپلو ځانونو د دوکه کولو بيان کړی دی، په سورة المجادلة کې يې د دوی د درواغ قسم اخيستلو يادونه کړېده، په سورة الحشر کې يې د قيامت په ورځ د منافقينو د دوستانو د ذلت او خوارۍ بيان کړی دی، په سورة المنافقين کې يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د منافقينو د بې ادبۍ ذکر کړی دی او په سورة التحريم کې پر منافقينو د سختۍ کولو او د دوی په وړاندي د جهاد کولو بيان کړی دی.

لنډه دا چې د منافقينو د تاوانونو د ډېروالي له کبله او د دوی په وړاندي د مسلمانانو د ويښتوب لپاره الله تعالی د قرآن شريف په 17 سورتونو کې د دوی د بديو، فريبونو او ګمراهيو يادونه کړېده له همدې امله ټوله مسلمانان په خاصه توګه په اسلامي نظام کې مسئولين بايد د هغه کسانو په وړاندي چې د منافقينو کړني تر سره کوي ډېر ويښ او ځيرک وي تر څو يې دوکه نه کړي او مسلمانان يا اسلامي نظام د ستونزو او ننګونو سره مخ نه کړي.

اسلام او مسلمانانو ته د منافقينو د ډېر زيان په خاطر رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت په وړاندي د منافقينو د دسيسو او چلونو څخه ډېر د ويري اظهار کړی او فرمايي:
عن عمران بن حصين قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إن أخوف ما أخاف عليكم بعدي كل منافق عليم اللسان.[صفة المنافق ص23]
ژباړه: عمران به حصين رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څوک چې د هغه څخه زه پر تاسي باندي ډېر وېرېږم هر هغه منافق دي چې په ژبه عالم وي.

محدثينو د دې حديث په تشريح کې ليکلي دي: په ژبه باندي عالم هغه چا ته وايي چې علم يې يواځي په ژبه کې وي نه په زړه کې يعني په خوله او ژبه ښې خبري کوي خو په زړه کې پر الله تعالی او پر خپلو ښو خبرو باور و نه لري چې دا په اصل کې د منافق عمل دی ځکه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دې شخص ته منافق ويلي دي.

د منافق د خطر او تاوان ډېروالی په دې خاطر دی چې هغه ځان د مسلمان په بڼه ښکاره کوي، د مسلمانانو سره په ټولۍ کې ژوند کوي او د مسلمانانو په ټولو حالاتو ښه پوره خبر وي نو د هر ناوړه کار اراده چې وکړي د کافر په نسبت يې ډېر ژر په اسلامي ټولني کولای شي.

د يوې شبهې جواب:
ځيني خلک وايي: تاسي ولي د ځانونو او خپلو ځينو مشرانو ملامتيا پر منافقينو اچوی او تل واياست چې په فلاني وخت کې منافقينو داسي او داسي کړي دي؟ او ولي په دې کار کې د خلپو مشرانو او ځانونو نيمګړتيا له پامه غورځوی؟
د دوی په جواب کې بايد وويل شي چې: موږ د ځان او خپلو مشرانو ملامتيا پر منافقينو نه اچوو بلکې د منافقينو په دسيسو خلک خبروو او د دوی کرغېړنه څېره خلکو ته معرفي کوو ځکه دوی د اسلام په جامه کې په خوږه ژبه د مسلمانانو په منځ کې ژوند کوي او د مسلمانو مشرانو په شمول هر څوک ورباندي نيک ګمان کوي او دوی ته د خپلو مسلمانو وړونو په سترګه ګوري ځکه يې په خپلو رازونو خبروي او مشورې ورسره کوي؛ نو په داسي حالت کې دوکه کېدل د انساني فطرت او بشري طبيعت عارضه ده.

پایله:
منافقين هغه خلک دي چې تر ټولو ډېر يې مسلمانانو ته زيان رسيږي ځکه موږ دا د ځان لپاره دنده بولو چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو هر بدخواه که ښکاره کافر وي، که منافق وي او که ضعيف الايمان مسلمان وي مسلمانو مشرانو او خپلو عامو مسلمانانو ته د کارونو او عادتو پر اساس معرفي کړو تر څو زموږ اسلامي نظامونه او زموږ مسلماني ټولني د دوی د هر ډول شر او فساد څخه خوندي وساتل شي.

په دې خاطر چې منافقين د نفس د عزت او حياء څخه خلاص دي عموما په دوو حالتونو کې د مسلمانانو په منځ کې منافقت کوي او د نفرت خپرولو کوښښ کوي:
1 – په هغه حالت کې چې مسلمانان د زور او قوت پر لوري روان وي؛ په دې حالت کې منافقين خپل موقف او د خپلو بادارانو چې يهود او نصاری دي راتلونکې په خطر کې ويني ځکه نو د ايمان اظهار کوي او د نفاق د خپرولو له لاري مسلمانانو ته ستونزي پيدا کوي.

2 – په هغه وخت کې چې مسلمانان د اسلامي نظام خاوندان وي؛ منافقينو ته اسلامي نظام په هيڅ صورت کې د منلو نه دی ځکه چې د اسلامي نظام د حاکميت سره د منافقينو او د دوی د بادارانو ګټي په خطر کې لويږي او همدا راز مسلمانان پر يو امير باندي سره راټوليږي چې منافقين د مسلمانانو لپاره داسي حالت نه شي زغملای.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زمانې څخه بيا تر اوسه پوري د منافقينو دسيسې د دې پوره ښکارندوويي کوي چي منافقين د مسلمانانو او اسلامي نظامونو لپاره هر ډول دسيسې جوړوي ځکه نو بايد مسلمانان او اسلامي مشران د دوی په وړاندي ډېر ويښ وي.

۱۴۰۴/۰۳/۰۷

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(پنځمه برخه)


ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.

 د عثماني خلافت په وړاندي د منافقينو دسيسې: 
عثماني خلافت چې شپږ پېړۍ يې مسلمانان پر ځان راټول كړي وه، د شرق او غرب د کفارو څخه يې په هر ځای کې مسلمانان ساتلي وه او د اروپا پر ډېره برخه يې اسلامي واکمني حاکمه کړې وه د يهودو په پلان او د منافقينو په دسيسو باندي ړنګ شو او د خلافت په آخره کې هغه معامله ورسره وشوه کومه چې د عباسي خلافت سره شوې وه.

منافقينو د عثماني خلافت پر ضد هم داسي دسيسې جوړولې لکه د اسلام د پيل څخه يې چې د اسلامي نظامونو په وړاندي جوړولې؛ د نصاراوو لخوا د اندلس د اشغال وروسته چې کوم يهودي منافقين ترکېې ته راغلي وه د ځينو نورو داخلي منافقينو په مرسته يې د يهودانو د پلانونو عملي کول پيل کړه تر څو عثماني خلافت ړنګ کړي، د مسلمانانو اتحاد له منځه يوسي او بې دينه انسانان پر اسلامي هيوادونو حاکمان کړي.

يهودانو هغه وخت نور هم منافقين د خلافت په وړاندي مبارزې ته وهڅول کله چې سلطان عبدالحميد رحمه الله د يهودانو وړانديز رد کړ او دوی ته يې په فلسطين کې د حکومت جوړولو اجازه ورنکړه.

وروسته تر دې چې يهودان د عثماني خلافت څخه ناهيلي شوه د اوسني اسرائيلي دولت مؤسس او نقشه جوړوونکې ثيودر هرتزل په خلافت کې د ننه د ځينو په نامه مسلمانانو سره چې په اصل کې منافقين وه نوري هم اړيکې ټينګي کړې او د عثماني خلافت د ړنګولو پلانونه يې ورکړه. 

چې يو د هغو څخه مدحت باشا وو؛ نوموړی هغه بدمرغه يهودي الاصل منافق وو چې عثماني خلافت ته يې ځان داخل کړی وو او د خلافت تر لومړي وزيرۍ پوري رسېدلي وو؛ نوموړي د خپل نفوذ څخه په استفاده او د خپلو نورو منافقو ملګرو په مرسته د عثماني خلافت پر ضد ډېر کارونه وکړه چې ځيني يې  په لاندي ډول دي:
1 – سره د دې چې نوموړی د خلافت په لوړ پوړو چارواکو کې هم وو خو بيا يې هم په پټه په اسلامي هيوادونو کې شيطنت کوی، د مسلمانانو په منځ کې يې د عرب او عجم په نامه قومي نفرتونه پيدا کول، د عثماني خلافت د رهبرۍ د بدنامولو کوښښ يې کوی تر څو خلک د عثماني خلافت پر ضد را وپاريږي او ړنګ يې کړي.

2 – د سلطان عبدالعزيز بدنامه کول وروسته يې عزل کول او بيا يې وژل؛ کله چې سلطان عبدالعزيز پوه شو چې اروپايي دولتونه غواړي د عثماني خلافت پر ضد يو ائتلاف جوړ کړي نو يې هڅي پيل کړې چې د اروپا او روسيې د اختلافاتو څخه د عثماني خلافت په ګټه کار واخلي ځکه يې نو د روسيې سفير استانبول ته د خبرو لپاره ډېر رابلی؛ کله چې مدحت باشا د سلطان عبدالعزيز په دې کار باندي خبر شو دستي يې د ده پر ضد شائعات خپاره کړه چې سلطان عبدالعزيز ډېر اسراف کوي او د روسي کافر سره يې دوستي شروع کړېده تر څو چې سلطان يې په دغه افواهاتو باندي عزل کړ او بيا يې په مرموز شکل وواژه.

3 – مدحت باشا په مسلمانانو کې د بې دينۍ يا سيکولر فکر خپرولو ډېره هڅه وکړه آن تردې چې وضعي قانون يې جوړ كړ  چې له مخي يې ځيني نصاری د ځينو ولايتونو واليان ټاکل کېدل او نصراني زده کوونکې د عثماني لښکر حربي پوهنتون کې شاملېدل خو اصلي هدف د ده دا وو چې د شرعي قانون پر ځای يې عملي کړي خو سلطان د قانون د لاسليک کولو څخه ډډه وکړه.

4 – مدحت باشا د خلافت تر حاکميت لاندي د ځينو سياسي ګوندونو جوړولو ته لاره آواره کړه چې مشهور يې د اتحاد او ترقۍ ګوند دی چې ډېری غړي يې دونمي ماسوني يهودان وه او بل د ځواني ترکېې ګوند وو چې ډېری غړي يې بې دينان او سيکولران وه.[الدولة العثمانية عوامل النهوض واسباب السقوط ج2 ص27]

منافقين په ډېري ځيرکتيا سره د اسلامي نظامونو د ړنګولو لپاره کار کوي؛ په لومړۍ نړيواله جګړه کې چې عثماني خلافت د امريکا، بريتانيا، ايټاليا، فرانسه، روسيه او د دوی د نورو متحدينو سره په جنګ بوخت وو د انګريزانو او فرانسويانو لخوا د يو پټ پلان او له مخکې آماده شوي طرحي له مخي د عثماني خلافت د ړنګولو په موخه د هغه وخت عثماني افسر "رئوف بی" مجبور کړل شو چې په يونان کې د مودروس په بندر کې د اوربند تړون امضاء کړي د دې تړون د امضاء کولو دوه کاله وروسته د يهودانو او انګريزانو په توطئه او د هغه وخت د منافقينو په دسيسه په فرانسه کې د هغه وخت د عثماني خلافت د صدر اعظم "دامات عادل فريد باشا" لخوا د امريکا او متحدينو سره د عثماني خلافت د بدنامولو په هدف د سور په نوم تړون امضاء شو چې له مخي يې د عثماني خلافت څو سيمي يونان، ارمنستان او کردستان ته ورکول کېدلې؛ دامات عادل فريد باشا هغه څوک وو چې د عثماني خلافت د دښمنانو سره له مخکې په مرسته او د خلافت د بدنامولو لپاره د ځينو کارونو په کولو باندي متهم وو ځکه چې نوموړی د يهودانو او منافقينو ډېر غمخوار وو؛ که څه هم د دغه تړون وروسته د خليفه لخوا دی عزل شو خو دغه تړون د عثماني خلافت نوم ډېر بد کړ او په خلافت کې د ننه يې ډېر مخالفتونه را پيدا کړه.

د تاريخي حوادثو څخه داسي ښکاري چې د دغه دواړو تړونونو تر شا د مشهور منافق او بې دینه انسان مصطفي کمال اتاترک لاس وو چې قصدا يې غوښتل عثماني خلافت بدنام کړي او خلک يې پر ضد را وپاروي ځکه اتاترک چې په دې وخت کې په عثماني فوج کې مشهور افسر وو د سور تړون څخه د ځان د مشهور کولو او مطرح کولو په ګټه ډېره استفاده وکړه، عثماني خلافت يې د ترکانو سره په خيانت متهم کړ او پر ضد يې عملا په فوج کې کمياين شروع کړ چې بالآخره يې په دې نامه چې ګويا دی د سور د تړون مخالف دی په څو ځايونو کې د فرانسويانو او يونانيانو سره د جګړې په نامه مانورونه وکړه او دې جګړې ته يې د ترکېې د استقلال نوم ورکړ چې تر اوسه يې ترکان په همدغه نامه باندي لمانځي، خو په اصل کې دغه جګړه د ترکېې د استقلال لپاره نه بلکې د عثماني خلافت د ړنګولو لپاره وه.

مصطفي کمال اتاترک د انگريزانو، فرانسويانو او امريکايانو لخوا واک ته ورسېدی، عثماني خلافت يې لغوه اعلان کړ او اوسنې ترکېه يې د مستقل هيواد په بڼه جوړه کړه.

دا يو ثابت شوی حقيقت دی چې د اسلامي نظامونو مخالفين په خاصه توګه منافقين د اسلامي نظامونو د ړنګولو لپاره هره کړنه تر سره کوي لکه: د اسلامي نظام پر ضد تبليغات، يواځي د اسلامي نظام منفي ټکې خلکو ته بيانول، د اسلامي نظام د حاکم پر ضد د خلګو راپارول، د شرعي قوانينو کم رنګه کول او د سياسي ګوندونو جوړول.

په هر وخت کې بايد حاکم اسلامي نظام او اسلامي ټولنه د خپل وخت پردي پال او منافق مزاجه خلک تشخيص کړي او اجازه ورنکړي چې اسلامي نظامونه د ننګونو او چالشونه سره مخامخ کړي.
دوام لري...

۱۴۰۴/۰۳/۰۴

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(څلورمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د عباسي خلافت چه وړاندي د منافقينو دسيسې:
د عباسي خلافت آخري خليفه معتصم بالله د تساهل او آسانۍ په نتيجه کې يوه منافق ځان ورته نژدې کړ او د خلافت تر وزارت او مشاورې پوري يې ځان ورسوی.

نوموړی کس محمد بن ابي طالب مؤيدالدين العلقمي نومېدی، علقمي کوښښ کوی چې خلافت د اهل سنتو له لاسه وباسي او روافضو ته يې په لاس ورکړي خو په دې خاطر چې په دې وخت کې روافض ډېر ضعيف وه نو دغه منافق قصد وکړ چې اسلامي خلافت ړنګ کړي او کفارو ته يې په لاس ورکړي هغه وو چې په پټه يې د تتاريانو له مشر هولاکو سره تماس ونيوی او د هغه څخه يې د عباسي خلافت پر ضد د حملې کولو غوښتنه وکړه.

په دې خاطر چې عباسي خلافت ډېر تکړه ځواکونه درلودل هولاکو نه غوښتل د داسي لوی فوج سره ځان په جګړه بوخت کړي ځکه تر دې مخکې د مستنصر بالله په وخت کې يوځل هولاکو پر بغداد بريد وکړ چې بريد يې ناکامه شو او ډېر کسان يې په بغداد کې ووژل شوه له همدې امله هولاکو علقمي ته وويل: مخکې تر دې چې زه پر بغداد باندي بريد وکړم  ته بايد ما ته خپله ملګرتيا او صداقت په اثبات ورسوې او پر بغداد زموږ حملې ته زمينه برابره کړې. 

په دې خاطر چې علقمي خليفه ته ځان ډېر نژدې کړی وو او د هغه باور يې تر لاسه کړی وو نو يې د خليفه د دوکه کولو اراده وکړه تر څو په يو ډول يې خطاباسي او داسي غلط تصميم په ونيسي چې په نتيجه کې يې عباسي خلافت ړنګ شي.

علقمي منافق، خليفه ته په ډېره پسته لهجه او خوږه ژبه وويل: زموږ او ستاسي ښارونه اوس د ښه امنيت درلودونکې دي او د هيڅ دښمن لخوا موږ ته خطر نه دی متوجه او له بله پلوه زموږ اقتصادي وضعيت هم برابر نه دی او دومره ډېرو کسانو ته د معاش ورکول ستونزمن کار دی نو که ستا خوښه وي لښکر به کم کړو؟ خليفه غريب هم د ده خبره ومنل او نوموړي ته يې د دې کار د اجراء کولو اجازه ورکړه؛ علقمي پر فوجيانو معاشونه بند کړه او په لومړي قدم کې يې 15000 تکړه او غښتلي فوجيان د فوج څخه و ايستل، څه موده وروسته يې 20000 پياوړي او تکړه فوجيان د فوج څخه بهر کړه؛ بيا يې ټولو ته وويل: نور په بغداد کې ستاسي پاتي کېدلو ته اړتيا نشته د بغداد څخه ووځئ او ځانونو ته د روزۍ پيدا کولو لپاره کار پيدا کړئ او په دې ډول يې د عباسي خلافت ډېر فوجيان د صف څخه بهر کړه تر څو په بغداد کې يواځي 10000 عسکر پاتي شوه؛ هغه وو چې وروسته يې هلاکو ته خبر ورکړ، هولاکو راغی او پر بغداد يې بريد وکړ چې په نتيجه کې يې خليفه شهيد کړ بغداد يې ونيوی او همدغه علقمي خبيث يې د بغداد والي وټاکی؛ چې بيا بيرته د هولاکو لخوا ووژل شو ځکه هغه په دې باور وو چې دا سړي کله د معتصم بالله سره خيانت وکړ زما سره يې خو بيخي کوي.[سیر اعلام النبلاء ج23 ص180]

په هره زمانه کې منافقين کوښښ کوي چې ځان ته په اسلامي نظام او يا اسلامي خلافت کې ځای پيدا کړي چې په نتيجه کې د نظام رهبرۍ ته ځان ورسوي او د ګڼو دسيسو له لاري نظام ضعيف او ړنګ کړي.

منافقين هيڅ وخت د اسلامي نظام حاکميت نه غواړي او ډېری وختونه يهودان او نصاری خپل پلانونه د دوی په واسطه عملي کوي له همدې امله که تاريخ ته وګورو نو دا به راته ثابته شي چې  د تاريخ په اوږدو کې هر اسلامي هيواد ته کفار راغلي وي همدغه منافقينو لاره ورته آواره کړې وي.

منافق هغه داخلي دښمن دی چې په خپله هم فساد کوي او نورو بهرنيو دښمنانو ته هم د  فساد کولو فرصت په لاس ورکوي او که د منافقينو خصلت ته وګورو او په تاريخ کې د منافقينو حالات وڅېړو دا به راته ښکاره شي چې منافق توبه هم نه باسي او ډېر لږ داسي پيښيږي چې منافق دي د خپل نفاق څخه لاس واخلي چې لويه او نژدې بېلګه يې زموږ په هيواد کې هغه کسان دي چې د شورويانو سره هم ولاړ وه او چې کله امريکايانو پر هيواد يرغل وکړ  تر ټولو مخكي دوی ورته ښه راغلاست ووايه او په صف کې ورسره ودرېدل.

د منافقينو سره ډېر احتياط په کار دی؛ الله تعالی مسلمانانو ته د دوی په اړه داسي خبره کړېده چې د يهودو او نصاراوو په اړه يې نده کړې او فرمايي: هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ.[المنافقون4] يعني دوی دښمنان دي احتياط ورسره وکړئ. 

که څه هم هر کافر د مسلمانانو دښمن دی خو په دې خاطر چې د منافق دښمني خطرناکه او ډېره پېچلې ده ځکه نو الله تعالی مسلمانان د دوی په وړاندي په احتياط کولو سره امر کوي.
دوام لري...

۱۴۰۴/۰۲/۳۰

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(درېيمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د عثمان او علي رضي الله عنهما په وړاندي د منافقينو دسيسې:
کله چې عثمان رضي الله عنه د مسلمانانو خليفه وټاکل شو حضرت عثمان رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله د لاري تعقيبول پيل کړه او د هغو ناتمامو پروژو اکمال يې شروع کړ کومې چې د حضرت عمر رضي الله عنه څخه پاتي شوي وې د بېلګې په ډول: د اسلامي حاکميت په داخل کې به د مسلمانانو تر مينځ يووالي او اصلاح ته کار کوي، د اسلامي نظام حاکميت به نورو سيمو ته غځوي او د الله تعالی دين به ټولي نړۍ ته رسوي، دلته د يهودو په زړه کې اورونه بل شوه او د وخت منافقين يې د اسلامي نظام په وړاندي ورانيو ته ودرول.

عبدالله بن سبأ يهودي چې په ابن السوداء باندي مشهور وو د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه کې يې د اسلام اظهار وکړ تر څو په مسلمانانو کې د مسلمان په نوم نفوذ وکړي او د يهوادنو پلانونه عملي کړي.

ابن سبأ يهودي د اسلامي نظام په حاکميت کې خپل شيطنت پيل کړ او د خپلو شخصي منافقو ملګرو په ذريعه يې ډېر منافقين او ساده فکره مسلمانان پر ځان باندي راټول کړه او په عراق، شام او مصر کې يې د اسلامي نظام او حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد تبليغات شروع کړه البته تبليغات يې د ښکاره منفي خبرو په شکل نه کول بلکې په ډېري چاپلوسۍ سره يې د نصيحت او خير خواهۍ په بڼه تبليغات کول او د نظام او خليفه پر ضد يې د خلکو په ذهنونو کې شبهات پيدا کول.[الفتنة في عهدالصحابة ج1ص96]

عبدالله بن سبأ منافق د حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد خلک را وپارول او ډېره لويه فتنه يې پيل کړه آن تردې چې د حضرت عثمان رضي الله عنه د عزل او ګوښه کېدلو غوښتنه يې وکړه چې په سبب يې حضرت عثمان رضي الله عنه شهيد شو او د مسلمانانو په منځ کې ډېرو لويو فتنو ځای ونيوی، او همدغه عبدالله بن سبأ وو چې حضرت علي رضي الله عنه ته يې د خدای نسبت وکړ چې وروسته يې پر همدغه عقيده لويه ډله جوړه شوه.[تاريخ الأمم والملوک ج2 ص647]

ابن سبأ يهودي د مسلمانانو په منځ کې خپل  منافقين داسي پاشلي وه چې مؤرخين وايي: د جمل او صفين لوی جنګونه چې د عثمان رضي الله عنه د شهادت وروسته وشوه سبب يې هغه منافقين وه چي د مسلمانانو په صفونو کې يې ځای نيولی وو او په خاصو دسيسو باندي به يې مسلمانان يو د بل په وړاندي تحريکول.
د همدغه ابن سبأ د منافقت په سبب په مسلمانانو کې د هغه وخت څخه دوې لويي فتنه اچوني ډلي روافض او خوارج پيدا شوه.[ابن السبأمؤسس الماسونیة فی الاسلام ص92]

نو منافقين تل د دې کوښښ کوي چې په مسلمانانو کې بې اتفاقي پيدا کړي، د مسلمانانو پر اسلامي نظام د خلکو باورونه له منځه يوسي، د مسلمانانو پر خليفه يا اميرالمؤمنين شبهات واردوي او تبليغات پسې کوي تر څو مسلمانان يې په وړاندي را وپاريږي، د مسلمانانو په منځ کې د يو بل په وړاندي مخالفتونه پيدا کوي او بالآخره کوښښ کوي چې مسلمانانو په ګڼو ډلو او حزبونو سره وويشي.

په دويمه صدۍ کې د ابوالخطاب ابن الاجدع په نوم يو منافق چې د جعفر الصادق رضي الله عنه څخه يې په دې پلمه چې ګويا زه ستا خدمت کوم بده استفاده کول او د مسلمانانو تر منځ يې نفاق خپروی تر څو همدغه منافق د خطابيه په نوم ډله جوړه کړه او د ده يو شاګرد وو چې ميمون القداح نومېدی او په اصل کې يهودي وو د إباحيه په نوم ډله جوړه کړه چې بيا د ده يوه لمسي چې سعيد نومېدی د دې دعوه يې وکړه چې زه د اسماعيل بن جعفر د هغو زامنو څخه يم چې ځانونه يې پټ کړيدي؛ بيا يې پر ځان د عبيدالله نوم کښېښودی او ملګرو يې په نوم تبليغات شروع کړه چې ګويا دی د فاطمې رضي الله عنها د اولادې څخه دی چې په سبب يې په المغرب، بحرين او يمن کې ډېر پلويان پيدا کړه او د عبيديينو په نوم يې ځان ته حکومت جوړ کړ چې په المغرب کې د 297هـ ق څخه بيا تر 363 هـ ق پوري د دوی حکومت دوام وکړ.[سيراعلام النبلاء ج15ص142]

د عبيديينو عادت دا وو چې ځانونه به يې يهودو او نصاراوو ته ډېر نژدې کول، د هغوی سره به يې د نکاح دوستۍ کولې، هغوی ته به يې په خپل دولت کې وظيفې ورکولې تر څو آخر د دوی حکومت د يهودو لاس ته ولوېدی او د دوی مشران د شام څخه چې د دوی په لاس کې وو وتښتېدل چې د هغه وروسته يهودانو په سميه کې ډېر نفوذ وکړ او د اقصي مسجد يې اشغال کړ.

مسلمانان بايد تل هوښيار وي او د منافقينو په وړاندي ځانونه ډېر ځيرک ونيسي تر څو خدای مکړه دوکه يې نکړي، اسلامي نظام يې بدنام او ړنګ نکړي او د دوی دښمنان ورباندي واکمن نکړي.
دوام لري...

۱۴۰۴/۰۲/۲۹

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(دويمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.

د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په وړاندې د منافقينو دسيسې
لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې منافقينو د اسلام او مسلمانانو پر ضد خپل ناوړه کارونه کول د هغه د وفات وروسته يې نور هم خپلو کارونو ته کش ورکړ او د دې لپاره چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس جوړ شوی اسلامي نظام ړنګ کړي او د اسلام د پرمختګ مه ونيسي د صحابه وو په زمانه کې يې هم خپل منافقت ته دوام ورکړ او د وخت اسلامي نظام يې د ګڼو ننګونو سره مخ کړ. 

د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کې ډېرو منافقينو ظهور نه شو کولای خو کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو ځينو يې سر راپورته کړ او د وخت حاکم اسلامي نظام پر ضد يې بغاوت وکړ چې لويه بېلګه يې د زکات څخه انکار وو او بيا ارتداد وو.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې ځينو خلکو لکه اسد او غطفان قبيلو زکاتونه په اخلاص نه آداء کول چې همدې خبري ته په قرآن شريف کې هم اشاره شوېده: وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَائِرَ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.[التوبة98] ژباړه: ځيني د اعرابو هغه کسان دي چې د الله په لاره کې مال مصرفول تاوان ګڼي او ستاسي لپاره آفتونو ته انتظار کوي، پر دوی باندي به بد آفت وي او الله تعالی اورېدونکی او باخبر دی.

په تفاسيرو کې راځي چې دغه آيت د دوی په باره کې نازل شو چې په اخلاص يې زکات نه ورکوی، کله چې ابوبکر رضي الله عنه خليفه وټاکل شو دوی وړانديز ورته وکړ چې زموږ څخه زکات معاف کړي خو ابوبکر رضي الله عنه د دوی خبره و نه منل او زکات يې ورته معاف نه کړ، هغه وو چې د خپل قوم پر يوه سړي طليحة الاسدي باندي راټول شوه چې هغه د پيغمبرۍ دعوه کړېوه چې هغه بيا د خالد بن وليد رضي الله عنه سره په جګړه کې ماتي وخوړل او بيرته مسلمان شو.[حقبة من التاريخ ج1ص67]

مؤرخينو ليکلي دي چې دا د منافقينو په دسيسه يو لوی سياسي ارتداد وو چې هدف يې د اسلامي نظام دړي وړي کېدل او د عربو ټوټه ټوټه کېدل وو تر څو اسلامي نظام ړنګ شي او يا هم لږترټږه د پرمختګ  مخه يې ونيول شي خو الله تعالی د ابوبکر رضي الله عنه او نورو صحابه وو په قوي ايمان او جديت سره دا دسيسه شنډه کړه.

بايد ووايو چې د دين څخه د مسلمانانو اړول د منافقينو لوی هدف دی چې هم يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د لاس ته راوړلو کوښښ کوی او هم يې د صحابه وو په وخت کې کوی؛ دا ځکه چې د مسلمانانو د يووالي او اتحاد محور يواځي دين دی تر څو چې دوی پر دين سره راټول وي هيڅ وخت يې په منځ  کې تفرقه او درځ نه راځي خو که د دين څخه واووښتل بيا به يې په منځ کې هر ډول طبقاتي توپيرونه، ژبني تبعيضونه، قومي شخړي او سيمه ايز وېشونه راځي چې په نتيجه کې به د هر ډول قوي او خپلواک نظام څخه محروم وي؛ چې دا ترخه تجربه مو د اسلامي خلافتونو له ړنګېدلو څخه بيا تر اوسه په خپلو حواسو او ذائقو ليدلې او څکلې ده.

د ابوبکر رضي الله څخه وروسته چې حضرت عمر رضي الله عنه خليفه شو بيا هم منافقين آرام نه وه ناست خو د حضرت عمر رضي الله عنه الهي رعب پر دوی غالب شوی وو ځکه يې نو په چټکۍ او زغرده کوم کار نه شو کولای.

د حضرت عمر رضي الله عنه د شهادت پلان هم دوو منافقينو جوړ کړ او امکانات يې د ابولؤلؤ مجوسي په لاس ورکړه ترڅو چې يې عمر رضي الله عنه په شهادت ورسوی.[الفتنة في عهدالصحابةج1ص95]

د تاريخ په کتابونو کې راځي: هرمزان د فارس د حاکمانو څخه يو حاکم وو کله چې مسلمانانو ګير کړ نو ده په ښکاره د حضرت عمر رضي الله عنه مخ ته ايمان راوړ خو په اصل کې يې د حضرت عمر رضي الله عنه وژلو ته فرصت جوړوی ځکه نو ډېر وختونه د حضرت عمر رضي الله عنه څخه نه جلا کېدی هغه وو چې زهرجن خنجر يې جوړ کړ او د ابولؤلؤ مجوسي په لاس يې ورکړ هغه حضرت عمر رضي الله عنه ورباندي شهيد کړ، دويم منافق د حيرې اوسېدونکی جفينة نصراني وو چې سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه مدينې منورې ته را لېږلی وو تر څو مسلمانانو ته ليکل او لوستل ور زده کړي خو هغه بدمرغه د هرمزان سره په ګډه د حضرت عمر رضي الله عنه د شهادت پلان جوړ کړ.[اسدالغابة ج2ص331][الأوائل للعسکري ج1ص52]

د اوږد تاريخ په پاڼو کې دا يوه وړوکې بېلګه ده؛ خو که موږ تاريخ وګورو دا به راته ثابته شي چې د هر مسلمان رهبر په وژلو، متهم کولو او ضعيف کولو کې د منافقينو لاس دی په خاصه توګه هغه منافقين چې اصليت يې يهودي وي ځکه يهودان بيا په شيطنت، منافقت او دسيسه جوړولو کې خورا ډېره لويه سابقه لري.
دوام لري...