ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
۱ - د کامياب انسان يو صفت دا دی چي ستونزي ګالي، د ستونزو ګاللو ته آمادګي نيسي او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره هره ورځ نوي نوي تجربې حاصلوي.
کامياب انسان د پوره جرأت درلودلو په سبب هيڅ وخت د ستونزو په وخت کي خپله روحيه او استعداد له لاسه نه ورکوي او د دنيا هري ستونزي ته د تېرېدونکي په سترګه ګوري ځکه نو هيڅ مشکل ته د لاينحل نوم نه ورکوي.
که غواړی د کاميابو انسانانو په نوملړ کي وشمېرل سی نو په ځان باور ولرئ او هيڅ وخت خپله روحيه او حوصله له لاسه مه ورکوئ همداسي د ستونزو او مشکلاتو په وړاندي مه مأيوسه کېږئ او ستونزو جوړوونکو انسانانو ته هيڅ وخت مه تسلمېږئ.
۲ - کاميابه انسان د نيک کار د انتخاب وروسته پر هغه باندي دوام او استقامت کوي او په کولو کي يې ډېر جدي وي ځکه نو د کار په مخ کي راتلونکي ستونزي حل کوي او په وړاندي يې دريږي خو خپل شروع کړی نيک کار نه پسې پريږدي.
که نقلي شرعي دلائلو، عقلي استنباطاتو او تجربو ته وګورو دا به راته ثابته سي چي په نيک کار کي استقامت د کاميابۍ او برياليتوب مهم راز او هدف ته د رسېدلو لپاره کيلي ده له همدې امله د تاريخ په اوږدو کي چي څومره بريالي انسانان تېر سوي دي د ټولو د برياليتوب راز د نورو سببونو تر څنګ په استقامت کي پروت وو.
نو داسي ويلای سو چي استقامت او دوام د کامياب انسان لپاره دويم مهم صفت دی.
۳ - د کامياب انسان بل لوی صفت په تېروتنه باندي اعتراف دی ځکه چي ځيني وختونه د تېروتني څخه ډېر شی زده کيږي او د آينده لپاره ډېر عبرتونه او درسونه انسان ته حاصليږي.
تېروتنه داسي انساني عارضه ده چي بېله پيغمبرانو نور انسانان ورڅخه خوندي ندي له همدې امله د لومړي تېروتني مخنيوی ډېر ګران وي خو مهمه دا ده چي د تېروتني وروسته د انسان مسئوليت څشی دی؟ د تېروتني وروسته بايد انسان د ځان سره فکر وکړي، د پښېمانتيا تر څنګ پر خپلي تېروتني اقرار وکړي، د تېروتني لاملونه و پلټي او د آينده لپاره يې د بياځلي کېدلو مخه ونيسي.
پر تېروتني ټينګار ددې سبب جوړيږي چي انسان دي په شعوري ډول نوري تېروتني هم وکړي او هيڅ کله دي د خپلي اصلاح لپاره کار ونکړي.
په دې باندي بايد ټول ځانونه پوه کړو چي د دنيا ژوند هره شيبه د آزموينو وخت او ځای دی ځکه نو بايد تېر ژوند ټول د را روان ژوند لپاره تجربه سي او د هري ورځي په تېرېدلو سره زموږ تفکر، تعقل او هوښياري ډېروالی پيدا کړي.
۴ – د کامياب انسان بل مهم صفت دا دی چي يو بريالی انسان د دې توان لري چې د برياليتوب لپاره د پلان سوي لاري څخه بهر که بالفرض د کومو خنډونو او ستونزو سره مخامخ کيږي ځان ورسره عيار او برابر کړي.
بريالی انسان د هدف د ټاکني وروسته ارومرو ځان خپل هدف ته رسوي او چي په لاره کي يې کوم خنډونه راځي د هغو سره ځان عياروي او مبارزه ورسره کوي.
۵ – کامياب او بريالی انسان د دې توان لري چي په ژوند کي د ګڼو وېرو سره مخامخ سي او په ښه تدبير باندي خپلې وېري او خپل ژوند کنټرول کړي، ځکه چي بريالی انسان دا نه پرېږدي چي وېري يې پر باور غلبه وکړي او هوډ يې کمزوری کړي.
۶ – د کامياب انسان بل مهم صفت تمرکز، استقامت او دوام دی؛ دا معلومه خبره ده چي بريا په يوه شپه، ورځ او څو شېبو نه راځي بلکي ډېري ژمنتيا، بشپړ تمرکز، د ستونزو او سختيو د زغملو وړتيا او د هدفي خوبونو له لاسه نه ورکولو ته اړتيا لري. که څه هم په ژوند کي بريالی کس ارومرو د نا اميده، منفيګرا او بدنيته خلګو سره مخامخ کيږي خو بريالی کس ځان تر ټولو لنډمهاله خنډونه تېروي، پر ټولو ننګونو ځان بريالی کوي، د منفيګرا انسانانو د کمين څخه ځان باسي او خپل هدف ته ځان رسوي.
نو که غواړی بريالي پاتي سی هيڅ وخت تر خپل هدف مه تېرېږئ او په نيمه لار کي مه ناهيلي کېږئ.
۷ – د کامياب انسان بل مهم صفت خوشبيني او مثبت انګېرنه ده؛ يو بريالی کس له اعتماد، خوشبينۍ او مثبتګرايي څخه برخمن وي او د امکان تر حده هڅه کوي تر څو د هغه شيانو څخه ډډه وکړي چي د هغه د اهدافو سره په ټکر کي وي او د هغه شيانو په اړه مثبت او خوشبينه فکر وکړي چي د هغه سره د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کي مرسته کوي. دا ټول ددې لپاره چي خپل فعاليت دوامداره وساتي او ځان خپل ټاکل سوي هدف ته ورسوي.
۸ – د کامياب او بريالي انسان بل صفت دا دی چي کوم کار چي يې په غاړه اخيستی وي د هغه سره مينه او محبت لري او دا ددې سبب جوړيږي چي خپل کار دي بېله کومي ستړيا سر ته ورسوي او بېله دې چي په ځان پوه سي د کار لپاره ډېر وخت ورکوي ځکه دی د خپل کار څخه خوند اخلي او د کار په کولو کي ځانګړی هدف لري چي د لاس ته راوړلو اراده يې لري.
نو کوم کار چي په غاړه اخلی په ډېري ليوالتيا سره يې تر سره کړئ تر څو په کار کي بريالي سی او خپله وړتيا هم په ننداره پرېږدی.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر