لکه څنګه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ودې اصل ته اشاره کړېده او فرمايي: مَثَلُ الْقُرْآنِ مَثَلُ الإِبِلِ الْمُعَقَّلَةِ ، إِنْ تَعَاهَدَهَا صَاحِبُهَا بِعُقُلِهَا أَمْسَكَهَا عَلَيْهِ ، وَإِنْ أَطْلَقَ عُقُلَهَا ذَهَبَتْ.[سنن ابن ماجه 3783]
ژباړه: د قرآن مثال داسي دی لکه د تړل سوي اوښ که يې خاوند څارنه وکړي او اوسار يې ونيسي نو د ځان لپاره به يې وساتي او که يې اوسار اېله کړي ځيني ولاړ به سي.
يعني څوک چي د قرآن سره رابطه ولري، د قرآن تلاوت کوي، زده کړه او مطالعه يې کوي نو قرآن به يې نه هېريږي خو که مطالعه يې ونکړي او رابطه ورسره ونلري نو بيا به يې هېريږي.
علماؤ ليکلي دي: دلته کڅه هم مثال د قرآن ورکول سوی دی خو خبره عامه ده، د هر علم سره چي سړی رابطه ونلري او مطالعه يې ونکړي د سړي هېريږي او د هر علم سره چي رابطه موجوده وي بيا د انسان په ذهن کي تر ډېره وخته پوري پاتيږي.
په مطالعه باندي نه تنها دا چي د انسان استعداد لوړيږي بلکي په هره برخه کي د انسان علمي زېرمه ډېريږي او په ډېرو نکاتو کي انسان ته د توجيهاتو او تحليلونو لار آواريږي.
مطالعه د ذهن لپاره داسي عملي سپورت دی چي په کولو يې ذهن ته حضور، قوي درک، ځيرکتيا، دقت او پوره تمرکز حاصليږي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر