۱۴۰۲/۰۶/۲۰

د فرهنګي مبارزې ډولونه:(څلورمه او آخري برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
که تاريخ ته وګورو د فرهنګي مبارزې په ډګر کي مسلمان شاعران په شعرونو او نظمونو باندي ډېر ځلېدلي او په هره برخه کي يې د خپلو اشعارو په ذريعه ډېر مثبت بدلونونه راوستلي په خاصه توګه د حماسو په ډګر کي چي تل يې ځانونو او اورېدونکو ته د خپل شعر په واسطه د داسي مبارزې روحيه ورکړې چي تر ډېرو ځايونو او ډېرو وختونو پوري يې د مثبتو بدلونونو تأثيرات رسېدلي دي.
د شعر او شاعرۍ په ډګر کي اسلامي تاريخ په خپله غېږه کي ډېر نامتو او زړور شاعران لري چي تل يې د دين، وطن او انسانيت په ساتلو کي ډېر فعال رول لوبولی دی د بېلګي په ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي حسان بن ثابت، عبدالله بن رواحة، زياد التميمي او کعب بن مالک رضي الله عنهم هغه تکړه شاعران وه چي تل يې په خپل شعر د اسلام او پيغمبر څخه دفاع کول او د شعرونو په ويلو يې مسلمانان د دين لپاره خدمت او جهاد ته تشويق کول.
که په عموم کي تاريخ ته ځير سو دا به راته ثابته سي چي په هره زمانه کي ځينو شاعرانو د خپل عصر د شرايطو سره سم د شعر په ژبه د ټولني د اصلاح لپاره کار کړی دی او په اخلاقي، ديني، ټولنيزو او تصوفي برخو کي يې لوی لوی کتابونه ليکلي دي چي يوه بېلګه يې علام اقبال لاهوري، خوشحال خټک او عبدالرحمان بابا دي چي د شعرونو په مطالعه کولو سره يې انسان ته د عباداتو، عقائدو او نورو مهمو موضوعاتو په برخه کي پوره معلومات حاصليږي.
مبارزو شاعرانو تل خپل چاپيريال او حالاتو ته په کتو په ټولنه کي د مثبتو بدلونونو لپاره کار کړی دی؛ د جهاد لپاره دعوت، د ظالمانو او جاهلانو څخه شکايت، د پوهي او روښن فکرۍ ترويج، د مظلومانو دفاع، د فکرونو ويښتوب، د فرهنګونو سمون، د انسانيت ارزښت، د بشريت مقام، د تقوی فضيلت او نور... هغه موضوګاني دي چي په هره زمانه کي شاعرانو شعرونه ورباندي جوړ کړي او ويلي دي چي نژدې بېلګه يې زموږ په افغانستان کي د جهادي حرکتونو پيل کېدل دي چي د انګريزانو، روسانو او امريکايانو په وړاندي په جهادي بهير کي شاعرانو ډېره لويه ونډه واخيستل او د مجاهدينو په تشويق او تحريک کي يې ډېر کار وکړ بلکي د کفري اشغال په ختم او کفري فکر په وژلو کي يې نه ستړي کېدونکي هڅي وکړې په خاصه توګه بيا ترنم ويونکو ډېر ستر خدمت وکړ چي په خپلو ترانو او زمزمو يې تل جهادي شعار چالانه او اوچت وساتي.
حماسي او انقلابي شاعرانو په خپلو جذباتي شعرونو او ترانو د کفري ميډيا ملا ماته کړه او ډېر خلګ يې ددوس د شيطاني موسيقۍ څخه را وګرځول همدا راز دغسي شعرونو او ترانو په هر وګړي کي د مثبت پاڅون جذبه راپوته کړه او هر با احساسه انسان يې په يوه نه بله طريقه د دين او اسلام دفاع ته وهڅوي.
ددې لپاره چي موږ په شعرونو او ترانو د فرهنګي مبارزې ميدان نور هم تود وساتو لاندي موارد بايد په پام کي ونيسو:
الف: شاعران او ترانه ويونکي نور هم تشويق کړو چي په ګڼو اصلاحي او فرهنګي برخو کي شعرونه او ترانې ووايي.
ب: د شاعرانو د خدمتونو د ښکاره کولو او ددوی د تشويق کولو لپاره د هغوی د شعرونو په چاپلولو او نشر کولو کي مرسته ورسره وکړو.
ج: ددې زمينه برابره کړو چي منل سوي او تکړه شاعران ځوانو شاعرانو ته ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ کړي تر څو ددوی شعري قوت نور هم قوي سي او شعرونه يې معياري سي.
د: کوښښ وکړو چي د شعري شهرت معيار استعداد او پوهه وګرځوو نه زور او واسطه.
هـ: په ټولنيزو مراسمو او ناستو کي شاعرانو ته دعوت ورکړو تر څو د شعر په ژه د ولس، هيواد او نظام ږغ تر خلګو پوري ورسوي او په شعري ذوق حقائقو ته خوند ورکړي.

هیچ نظری موجود نیست: